لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۳۶۲مه برخه

آصف بهاند

52

 

ته به ترکومې مسافر یې

زه به ترکومې اوښکې مړې، مړې تویومه

 

ته به دولت خپلو ته راوړې

د بېلتانه پر اور دې زه نیولې‌یمه

 

په پټو، پټو لارو راشه

دا پښتانه دي، بیا به سل کیسې‌کوینه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې‌دي:

 

ټولې خبرې مې دروغ شوې

نه لیونی شوم او نه مړ درپسې شومه

 

تمام‌عالم دې خوشحالي‌کړي

زه د جانان له‌پاره اوښکې تویومه

 

ته خو يوځل کلي ته راشه

لکه پېروته به چاپېره درنه شمه

 

ته به ترکومې مسافر یې

زه به ترکومې اوښکې مړې، مړې تویومه

 

ته به دولت خپلو ته راوړې

د بېلتانه پر اور دې زه نیولې‌یمه

 

بيا دې ملالې سترگې سرې دي

د کـور کـافــرو درتـه څـه ويـلـي ديـنـه

 

بې‌لارې مه‌گرځه جانانه

ناسم‌قدم سړی گړنگ ته غورځوینه

 

بېلتونه دې قدر رامالوم کړ

که بیا مې یارشوې، غلامي به دې کومه

 

په بې‌قدرۍ مې ته گرم نه‌یې

په اسانۍ موندلي، تل بې‌قدره‌وینه

 

په سترگو ړوند شې، شیرعالمه

د تمبکو په پاڼو چا کړي مرگونه

 

پر زړه مې داسې زخم جوړ دی

سوال د مرگي راته کوه، چې خاورې‌شمه

 

په تول مې یوپاو زهر ورکړل

دله مړ نه‌شو، دوکاندار قرضدار یې کړمه

 

په پټو، پټو لارو راشه

دا پښتانه دي، بیا به سل کیسې‌کوینه

 

پلار یې د خلکو فیصلې کړي

لور یې په تورو سترگو کلي ورانوینه

 

هرڅه ایره، یاري شوه پاتې

چې پر میٔن‌وم، آ د بل په څنگ کې ځینه

 

پرځنگانه سر راته کېـږده

په غریونیولي غږ ټپې درته‌کومه

 

په اخرت به دې مخ تور وي

پر مظلومانو باندې ډېر کوې ظلمونه

 

په زورور‌جانان مې سر دی

په بارانه کې رانه غواړي دیدنونه

 

پرون په خوا کې راسره و

نن یې په خپل لاس پرمزار گلونه ږدمه

 

پرخلکو یوځل مرگی راشي

زه هره‌شپه په زلکدن کې تېرومه

 

په اشارو یې ښه پوهېـږم

له وېرې خوا ته نه‌ورځم، رسوا به شمه

 

په بې‌قدرۍ مې ته گرم نه‌یې

په اسانۍ موندلی، تل بې‌قدره‌وینه

 

چې مسافر شي، بیا به راشي

رب دې د تورلحد بندي مه‌کړه میٔنه

 

چې مینه‌کړې، تومت به اخلې

د خلکوخولې به تورې‌خاورې بندوینه

 

چا ته به مړلالی یادېـږي

څوک له ژوندي جانانه لارې بېلوینه

 

جانانه ښه‌سوچونه وکړه

که مې د بدو زور لرې، درسره‌ځمه

 

جانان دې لاړ‌شي، خفه نه‌یم

په شا دې نه‌گوري، چې زړه مې پسې چوینه

 

جانانه خدای ته به څه‌وایم

ستا په خاطر مې زړونه ډېر مات کړي‌دینه

 

د ورکو سترگو دیدن راوړه

که روغه نه‌شوم، بیا مې مه‌کوه پوښتنه

 

د ژوندانه مزه مې نه‌شته

زه مې جانان په بېلتانه سپارلې‌یمه

 

دا بې‌دیدنه عمر گران دی

اوس به دا گران‌عمر زه څنگه تېرومه

 

د مینې‌زور راته مالوم دی

پرمیـږي پښه نه‌ږدم چې یار بې پاتې شینه

 

د چا چې موروپلار ژوندي وي

چې یې خدمت کړي، ادا کړي یې فرضونه

 

د ماشوم‌توب ژوندونه راشه

د پېغلتوب اواز مې دار ته خېژوینه

 

د ستړي ژوند ستړې قیصې دي

لالیـه! مه مې غـږوه ژړا راځــینه

 

د خوشحالۍ قسمت مې نه‌شته

غمه ډاډه راځه چې غاړه درکومه

 

د جانان غم مې لکه سیوری

چې چېرته ځم، تر ما نه وړاندې وروسته ځینه

 

د بنگړو شړنگ دې موسیقي ده

د پازیبه شور دې پښتنې سندرې دینه

 

د نفرتونو کور دې وران‌شي

د مینې‌کور دې ترقیامته پورې وینه

 

د سوي‌لاس پوښتنه کېـږي

د سوي‌زړه پوښتنه هېڅوک نه‌کوینه

 

دیدن مې یار سره ونه‌شو

ستړی‌ستومان ورپسې ډېروگرځېدمه

 

د پلارپگړۍ مې راپه‌یاد شوه

چې مې په یار پسې‌وتم، راستـنه شومه

 

د لالي کور راته دوﺯخ دى
ﺯه د وريندارې په بدله ورغلې يمــه

 

د سختو ورځو یاره څه‌شوې

بدرنگې‌شپې‌ورځې پرما راغلې‌دینه

 

د قافلې سالاره څه‌شوې

په قافله دې تورلېوان گډشوي‌دینه

 

د مخامخ سترگو یاري ده

د پناه‌شوو‌سترگو څوک خاطرکوینه

 

لالیه ډېرساړه مې کېـږي

غېـږه بړستن کړه، ما درپټه‌کړه میٔنه

 

له ملنگانو سره مل وای

پروت په ځنگل وای چې مې نه لیدای‌غمونه

 

لالی په ما کې گناه‌گوري

خپله گناه، په گناه نه‌حسابوینه

 

له خپل قسمت سره مې جنگ دی

لکه پر لوړه چې اوبه څوک خـېـژویـنـه

 

لالیه څومره دروغجن یې

ماته اختر، اختر کوې، تېر شول کلونه

 

لیونۍ کلکه خولگۍ راکه

نن دې د خولې‌لاړې زړگي ته تېرومه

 

که ناڅاپی له سفر راغلې

لالیه لمونځ درته پرېـږدم، خوله درکومه

 

گېډۍ، گېډۍ زلفې دې یاره

د بل وطن شمال وهي، بوی یې راځینه

 

گیله له خپل سړي نه کېـږي

ته زما څه یې چې گیلې درنه کومه

 

ارمان به وکړې، وخت به تېروي

خلک به ډېر وي، څوک به غـږ نه‌در‌کوینه

 

اوس مو اړیکې داسې نه‌دي

چې ته گیلې کوې او زه وضاحتونه

 

اول مې نه‌ویل، اوس یې وایم

د زړه‌خبرې مې په خوله راغلې‌دینه

 

ستا، مزدورو ځواني سپېره‌کړه

د جــدایـي پــه لـمـبـو زه وسـوځـېـدمـه

 

ستا به له ما نه گیله کېـږي

قسم دی یاره، بندیوانه مې ساتینه

 

شکرونه زرځلې ادا کړه

لایق مې نه یې، پاک الله درکړې یمه

 

شال کې مې شل‌پیونده ښه‌دي

چې لالی وي، نیستي به تېره شي میٔنه

 

غریبي دومره بده نه‌ده

بد یې پېغور دی، سړی سخت خپه کوینه

 

غریب خو غم غوښتلی نه و

ولې دې ورکړل په ژوندون دومره غمونه

 

نور خو د کاڼي غوندې کلک یم

ستـا د بـېـلـتـون د ټـینگې نه‌یـم، هـار‌منمه

 

زما اخلاص به درمعلوم شي

چې په بې‌ننگو خلکو تا هم واړوینه

 

زړه به مې څه خوشحالي وکړي

د تسلۍ یاران مې ورک‌شول له وطنه

 

زړه به مې څه خوشحالي وکړي

د کتو نه‌دی چې پرې وشمارې زخمونه

 

زه په مرض ناجوړه نه‌یم

زه خو ناجوړه ستا گل‌رنگې‌خندا کړمه

 

زړه مې په داسې‌ځای میٔن شو

چې یې د قاف ترغرونو دنگ دي دېوالونه

 

زما‌خرچې به پوره نه‌کړې

په سرکاري تنخواه دې مه کوه لوظونه

 

زما د زړه‌کور دې تالا که

خدای دې تالا که سپینه‌خوله، شینکي‌خالونه

 

زنگ راته وکړه، حال مې واخله

رنگ مې زېـړېـږي، د مرگي ورځې مې دینه

 

زما نصیب د سالنگ غر دی

پد نورو لمروي، پر ما واورې بارانونه

 

زما په بدو پسې گرځي

جانان په خپلو بدو خاورې اړوینه

 

زما پرزړه غمونه بار دي

د ژمي ‌ستړې‌شپې په ویښه تېرومه

 

زما د گل په‌شان وطنه

قربان، قربان دې د شړشم له گلوشمه

 

زما جانان گل د پېروتې

نرۍ ېې ګوتې میرزايي راته کوينه

 

راشه چې ټولې‌نښې درکړم

چې د یارۍ‌تمه دې سمه لنډه‌شینه

 

ژوندون د خپل اختیار جنت وي

ما نه گیلې مۀکړه، د بل اختیار کې یمه

 

رب به مې زړه له تا نه تورکړي

په دوعاگانو به مې غواړې، نه به یمه

 

ږلۍ پر هغو خلکو وشه

چې د مینو منځ کې راوړي نفاقونه

 

یار په سفرځي، خوله به ورکړم

روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه

 

یا مې نصیب درسرہ وشه

یامی د عمر پاڼه زیـړہ شه چی مرمه

 

يار مې ولور له وطن ورک کړ

د ځوانۍ عمره په رواج دې تېرومه

 

خاورې به شم، خو دربه‌نه‌شم
ستا بې قدري به مې تر مرگه ياده‌وينه

 

خلک مې ټول ټپوس ته راغلل

هغه رانغی چې یې پروت له غمه یمه

 

خدای دې په خوب کې راحضور کړه

نـصـیـب مـې نـه‌شـولـو پــه ویـښـه دیـدنـونـه

 

ته مخامخ راباندې راشه

زه مې پلو درته قصدي خطا‌کومه

 

موږ په نکریزو نه‌پوهېـږو

څوک چې لاسونه سره‌کوي، یار به لرینه

 

ما چې تر خوږ گوتې نه نیسې

بیا به دې زه هم لټومه پرهرونه

 

هغه چی پیغله شوه، واده شوه

زه چی زلمی شوم، مسافر له ملکه شو مه

 

څه په نري باران کې راغلې

قدم دې ښکل کړم، که دې غېـږ کې ونیسمه

 

څه لیوني وختونه تېرشول

په نیمه‌شپه به د جانان کلي ته تلمه

نوربیا

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۶۱مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.