درېیمه برخه
د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ د ډیورند کرښې سیوری (۱۹۱۹–۲۰۲۵)
لومړۍ برخه
د افغانستان د حکومتونو په دوره کې د پښتونستانغوښتنې پالیسي (۱۹۹۲–۲۰۲۵)
مقدمه
په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیبالله د حکومت له سقوط او د استاد برهانالدین رباني د حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د افغانستان بهرنۍ پالیسي یوې نوې او پېچلې مرحلې ته داخله شوه . افغانستان چې تر دې وړاندې یې د پښتونستان مسئله د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له اساسي محورونو څخه بلله ، د مرکزي دولت له مینځه تلل ، کورنیو جګړو ، د طالبانو له ظهور ، سیمهییزو لاسوهنو او د نړیوالو قدرتونو له حضور سره ، ورو ـ ورو له دودیزې پښتونستانغوښتونکې پالیسۍ څخه فاصله واخیسته .
له همدې وخت وروسته ، د افغانستان د حکومتونو اصلي لومړیتوب تر ډېره د بقا، د کورني امنیت تأمین، د سیاسي بحرانونو مدیریت او د نړیوالو اړیکو ساتل وو، نه د پښتونستان د داعیې عملي تعقیب .
د مجاهدینو د حکومت په دوره کې ، تنظیمي جګړو ، پاټک سالاری او د دولت د جوړښت کمزورۍ سبب شول چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي خپل انسجام له لاسه ورکړي او د پښتونستان مسئله عملاً د حکومت له رسمي اجنډا څخه ووځي . هممهاله ، پاکستان هڅه وکړه چې د خپل سیاسي او استخباراتي نفوذ په کارولو سره ، افغانستان د «استراتېژیک عمق» د ستراتېژۍ په چوکاټ کې د خپل امنیتي نفوذ ساحې ته داخل کړي . دغه بهیر د ۱۹۹۰ لسیزې په دویمه نیمایي کې د طالبانو په ظهور سره نوې مرحلې ته داخل شو ؛ ځکه طالبانو ، سره له دې چې تر ډېره پښتني سیمی څخه پاسیدلی او پښتون هویت یی لاره ، د پښتونستان په اړه د چوپتیا سیاست غوره کړ او زیات تمرکز یې پر اسلامي ایډیالوژۍ او له پاکستان سره پر تعامل و .
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته ، د ډیورند کرښې او پښتونستان په اړه د کابل سیاست لا محتاط او عملمحوره بڼه خپله کړه . د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو ، که څه هم ډیورند کرښه یې په رسمي ډول ونه منله ، خو د فعالې پښتونستانغوښتونکې پالیسۍ له بیا راژوندي کولو څخه یې هم ډډه وکړه .
د امریکا او لوېدیځ له نظامي او اقتصادي ملاتړ سره د افغانستان تړلتیا، د جګړې او سولې په بهیر کې د پاکستان رول ، او د دولت داخلي کمزوري د دغه چلند له اساسي عواملو څخه ګڼل کېدل .
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته هم ، د پښتونستانغوښتنې پالیسي نه یوازې بیا راژوندۍ نه شوه ، بلکې تر پخوا لا زیاته د بهرنۍ پالیسۍ له رسمي اجنډا څخه لرې شوه. طالبانو په نوې دوره کې زیات ټینګار پر «ښه ګاونډیتوب»، «سیمهییز اقتصادي تعامل» او «له پاکستان سره د کړکېچ مدیریت» کړی او د ډیورند مسئلې له پراخ سیاسي او نظامي تقابل څخه یې ډډه کړې ده .
دا مقاله هڅه کوي چې د استاد رباني د حکومت له دورې څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، د پښتونستانغوښتنې د پالیسۍ بدلونونه او د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ د ډیورند کرښې اغېز ، په تاریخي او جیوپولیتیکي ډول وڅېړي . همدارنګه ، په دې بهیر کې د پاکستان رول ، د استراتېژیک عمق ستراتېژي، د کورنیو جګړو اغېز، د طالبانو ظهور، د امریکا متحده ایالاتو حضور، او د پښتني نشنلېزم د ماهیت بدلون به هم تحلیل شي. د دې څېړنې اساسي موخه دا ده چې وښيي څنګه د پښتونستان مسئله له یوې «فعالې بهرنۍ پالیسۍ پروژې» څخه په یوې «هویتي ، تاریخي او امنیتي مفکورې» بدله شوې او څنګه ډیورند کرښه لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېباورۍ له دوامداره عواملو څخه پاتې ده .

د ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې د پښتونستانغوښتنې پالیسي
له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ، د افغانستان کورنیو تحولاتو ، کورنیو جګړو ، د طالبانو ظهور ، سیمهییزو او نړیوالو لاسوهنو ، د تروریزم پر ضد جګړې، او د نړیوال نظام د جوړښت بدلون سبب شو چې د پښتونستان مسئله نور د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ لسیزو په څېر د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ اصلي محور پاتې نه شي . سره له دې ، د ډیورند کرښې مسئله ، د افغانستان او پاکستان امنیتي سیالۍ ، او د پولې دواړو غاړو قومي اړیکو سبب شول چې دا موضوع په غیرمستقیم ډول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې موجوده پاتې شي.
په دې دوره کې د پښتونستانغوښتنې د پالیسۍ څېړنه په څلورو اساسي مرحلو کې تحلیل کېدای شي :
- د مجاهدینو او د استاد رباني د حکومت دوره (۱۹۹۲–۱۹۹۶)
- د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دوره (۱۹۹۶–۲۰۰۱)
- د افغانستان د اسلامي جمهوریت دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱)
- د طالبانو د دویمې واکمنۍ دوره (۲۰۲۱–۲۰۲۵)
۱) د استاد رباني د حکومت په دوره کې د پښتونستانغوښتنې پالیسي (۱۹۹۲–۱۹۹۶)
په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیبالله د حکومت له سقوط وروسته، افغانستان د خپل معاصر تاریخ نوې او بحراني مرحلې ته داخل شو . کابل ته د مجاهدینو ځواکونو له داخلېدو او د برهانالدین رباني په مشرۍ د اسلامي حکومت له جوړېدو سره تمه کېده چې نوی نظام به له کلونو جګړو وروسته سیاسي ثبات رامنځته کړي ؛ خو تنظیمي اختلافاتو ، د واک پر سر سیالیو او سیمهییزو لاسوهنو هېواد د پراخو کورنیو جګړو پر لور سوق کړ . په داسې شرایطو کې د افغانستان بهرنۍ پالیسي هم له ژور بدلون سره مخ شوه او د پښتونستان مسئله، چې په تېرو لسیزو کې د کابل د بهرنۍ پالیسۍ له اساسي محورونو څخه وه، ورو ـ ورو یې خپل عملي اهمیت له لاسه ورکړ .
الف) د دولت د جوړښت له مینځه تلل او د بهرنۍ پالیسۍ کمزوري کېدل
د استاد رباني حکومت په داسې شرایطو کې رامنځته شو چې د مرکزي دولت جوړښت سخت زیانمن شوی و . د هېواد نظامي ، اداري او اقتصادي بنسټونو د اوږدو فرسایشي جګړو له امله خپل پخوانی توان له لاسه ورکړی و او نوی حکومت تر ډېره د خپلې سیاسي او نظامي بقا په ساتلو بوخت و . د مجاهدینو د ډلو ترمنځ سختې جګړې ، په ځانګړي ډول د جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي ، حزب وحدت ، اتحاد اسلامي او جنبش ملي ترمنځ ، کابل د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړ . ټول اداری سیستم له مینځه ولاړ او او دولتی بنسټونه و نړیدل .
په داسې فضا کې ، د افغانستان بهرنۍ پالیسي نور د پخوانیو حکومتونو انسجام نه درلود . د کابل دولت نه د سیمهییزو سیاستونو د تعقیب لپاره لازم مالي او نظامي ظرفیت درلود او نه یې د پښتونستان په څېر موضوعاتو ته د تمرکز توان . په پایله کې ، د پښتونستان مسئله ورو ـ ورو له یوې «فعالې دولتي پروژې» څخه په یوې « خاموشې سیاسي او تاریخي موضوع » بدله شوه .
ب) له پاکستان سره د مجاهدینو تاریخي تړلتیا
د پښتونستان په اړه د افغانستان د پالیسۍ د بدلون یو مهم عامل، له پاکستان سره د مجاهدینو د ګوندونو تاریخي اړیکې وې . د جهادي رهبرانو لویه برخه د شوروي ضد جهاد پر مهال په پاکستان کې مېشته وه او خپلې مالي، تسلیحاتي او لوژستیکي مرستې یې د پاکستان د استخباراتو (ISI) له لارې ترلاسه کولې .
له همدې امله، د مجاهدینو ډېری رهبران نه غوښتل چې د سلطنت یا د محمد داوود خان د جمهوریت د دورې حکومتونو په څېر له پاکستان سره د شدید تقابل سیاست تعقیب کړي . پاکستان هم هیله درلوده چې د نجیبالله د حکومت له سقوط وروسته به په کابل کې اسلامآباد ته نږدې حکومت رامنځته شي او افغانستان به د هغه هېواد د «استراتېژیک عمق » د ستراتېژۍ برخه وګرځي .
ج) د رباني له حکومت سره د پاکستان اختلاف
سره له دې چې د جهاد پر مهال مجاهدینو له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې ، خو د استاد رباني له حکومت سره د اسلامآباد اړیکې ورو ـ ورو ترینګلې شوې. پاکستان تمه درلوده چې ګلبدین حکمتیار ، چې د مجاهدینو ترمنځ یې تر ټولو نږدې متحد ګڼل کېده، به په واک کې اصلي رول ولري؛ خو په عمل کې واک تر ډېره د جمعیت اسلامي او د احمد شاه مسعود اړوندو ځواکونو په لاس کې و .
اسلامآباد د رباني حکومت تر یوه حده خپلواک باله او د کابل د ایران ، روسیې ، هند او د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره د اړیکو د پراختیا په اړه اندېښمن و . په ځانګړي ډول ، د واک په جوړښت کې د احمد شاه مسعود محوري رول د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ و؛ ځکه د اسلامآباد له نظره ، مسعود یو نه کنټرولېدونکی شخصیت و او افغانستان یې په بشپړ ډول د پاکستان د امنیتي ګټو په چوکاټ کې نه تعریف کاوه .
د شورای نظار د ځینو څېرو او د پاکستان د استخباراتو ، یعنې آیاېسآی ، ترمنځ د اړیکو بحث د افغانستان د جګړو له پېچلو او جنجالي موضوعاتو څخه دی . په دې برخه کې باید د «سیاسي ـ استخباراتي تماس او اړیکې»، «موقتي همکارۍ»، او «بشپړې وابستګۍ یا کنټرول» ترمنځ توپیر وشي ؛ ځکه د افغانستان د څو پوړیز جګړو په فضا کې نږدې ټولو جهادي ډلو په بېلابېلو پړاوونو کې له بهرنیو لوبغاړو سره تعامل درلود .
له پاکستان سره د احمد شاه مسعود اړیکې تل پېچلې وې. پاکستان، په ځانګړي ډول د هغه د امنیتي جوړښت یوه برخه، پر مسعود بېباوره وه او هغه یې یو نه کنټرولېدونکی شخصیت باله . همدې مسئلې وروسته د طالبانو د ملاتړ لپاره د پاکستان له اساسي دلایلو څخه یو جوړ کړ .
د) د «استراتېژیک عمق» د ستراتېژۍ رامنځته کېدل
په همدې دوره کې ، د پاکستان په امنیتي پالیسۍ کې د «استراتېژیک عمق» مفهوم لا څرګند شو . د دې ستراتېژۍ اساسي هدف دا و چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ګټو همغږی هېواد وګرځي ، څو اسلامآباد د هند سره په سیمهییزه سیالۍ کې له خپلې لوېدیځې جبهې د ګواښ احساس ونه کړي .
پاکستان باور درلود چې د رباني حکومت او احمد شاه مسعود نه شي کولای دا اهداف په بشپړ ډول تأمین کړي . له همدې امله، اسلامآباد ورو ـ ورو د طالبانو په نوم د یوه نوي ځواک ملاتړ ته مخه کړه ؛ هغه ډله چې ډېری مشران یې د پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي وو او د پاکستان له نظره ، لا منسجم او د نفوذ وړ ښکارېدل .
هـ) د پښتونستانغوښتنې د پالیسۍ زوال
د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ ترمنځ ، د پښتونستانغوښتنې پالیسي د خپل زوال له ژورو مرحلو څخه یوې ته داخله شوه .
د دې بدلون اساسي علت د دولت د جوړښت ړنګیدل او د دې پالیسۍ د « بنسټیز موضوعیت » له منځه تلل و .
په تېرو لسیزو کې ، د پښتونستان مسئله د افغانستان د دولت د رسمي بنسټونو ـ لکه د بهرنیو چارو وزارت ، دولتي رسنیو او ډیپلوماټیک دستګاه ـ له خوا تعقیبېده؛ خو د کورنیو جګړو په دوره کې ، دغه بنسټونه یا له منځه ولاړل او یا سخت کمزوري شول .
مرکزي دولت د منسجمې بهرنۍ پالیسۍ د تعقیب توان له لاسه ورکړ ؛
د حکومت لومړیتوب تر ډېره پر سیاسي او نظامي بقا متمرکز شو ؛
او د پښتونستان مسئله د دولت له رسمي اجنډا څخه ووتله .
له همدې امله ، ویلای شو چې د استاد رباني د حکومت په دوره کې ، د پښتونستانغوښتنې پالیسي نه یوازې له سیاسي پلوه کمزورې شوه ، بلکې خپل بنسټیز او عملي بنسټونه یې هم له لاسه ورکړل .
و) د طالبانو د ظهور لپاره زمینه برابرېدل
د کورنیو جګړو دوام ، د مرکزي حکومت کمزوري او تنظیمي سیالۍ سبب شوې چې افغانستان ورو ـ ورو ژور بحران ته ولاړ شي. پاکستان هم چې د رباني له حکومت څخه ناهیلی شوی و ، خپل ملاتړ یې طالبانو ته واړاوه . طالبانو د «امنیت تأمین»، «د قوماندانانو بېوسلې کول» او «د کورنۍ جګړې پای» تر شعارونو لاندې، په لنډ وخت کې د افغانستان لویه برخه ونیوله .
د طالبانو ظهور نه یوازې د افغانستان د کورني ځواک توازن بدل کړ ، بلکې د پښتونستانغوښتنې دودیزه پالیسي یې هم لا زیاته څنډې ته کړه ؛ ځکه طالبانو، د پخوانیو حکومتونو برعکس ، پر اسلامي ایډیالوژۍ او له پاکستان سره پر نږدې اړیکو ټینګار کاوه ، نه پر قومي نشنلېزم او د پښتونستان پر داعیه.
۲) د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دوره (۱۹۹۶–۲۰۰۱)
د طالبانو په ظهور او د افغانستان د اسلامي امارت په تأسیس سره ، تمه کېده چې د دې ډلې د تر ډېره پښتني خاستګاه له امله به د پښتونستان مسئله یو ځل بیا فعاله شي؛ خو په عمل کې داسې ونه شول .
طالبان چې د پاکستان له سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ څخه برخمن وو ، د پښتونستان په اړه له هر ډول رسمي ادعا څخه ډډه وکړه . هغوی تر قومي نشنلېزم ډېر د « اسلامي امت » پر مفهوم ټینګار کاوه ، او همدې مسئلې سبب شوه چې پښتونستانغوښتنه د طالبانو په رسمي خبرو کې مهم ځای ونه لري .
سره له دې، طالبانو هم ډیورند کرښه په رسمي ډول ونه منله . دا موضوع په پټه توګه د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلاف له عواملو څخه پاتې شوه . پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د ډیورند مسئله حل کړي ، خو د طالبانو مشرتابه د هغې له رسمي منلو څخه ډډه کوله .
په همدې دوره کې ، پاکستان طالبان د «استراتېژیک عمق» د ستراتېژۍ د تحقق لپاره مناسب ابزار باله . اسلامآباد هیله درلوده چې طالبان به افغانستان متحد کړي، د هند نفوذ محدود کړي، او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان د اقتصادي نښلېدو زمینه برابره کړي .
خو دا بریا دوامداره نه وه . د افغانستان بېثباتي دوام وموند، د طالبانو حکومت په نړیواله کچه منزوي پاتې شو، او د افراطي ډلو وده ورو ـ ورو خپله پاکستان ته هم په ګواښ بدله شوه . د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له نظامي حضور وروسته، د پاکستان انحصاري نفوذ هم محدود شو.
په ټولیز ډول، د ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۱ دورې پورې مرحله د افغانستان په معاصر تاریخ کې د پښتونستانغوښتنې د پالیسۍ « د جوړښتي حذف او فکری بحث چوپتیا » پړاو بلل کېدای شي .
حقیقت دا دی چې پاکستان په ۱۹۹۰ لسیزه کې تمه درلوده طالبان به، د اسلامآباد له سیاسي، نظامي او لوژستیکي ملاتړ سره د خپلې تړلتیا له امله، د ډیورند مسئله د پاکستان په ګټه حل کړي. د پاکستان د امنیتي جوړښت له نظره، د طالبانو له خوا د ډیورند رسمي په رسمیت پېژندنه د اسلامآباد له سترو ستراتېژیکو لاسته راوړنو څخه کېدای شوه؛ ځکه د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر هغه وخته هېڅ افغان حکومت دا کرښه په رسمي او دایمي ډول د نړیوالې پولې په توګه نه وه منلې.
خو طالبانو سره له دې چې له پاکستان سره یې نږدې اړیکې لرلې — په دې مسئله کې محتاط چلند وکړ. تاریخي شواهد ښيي چې هغوی هم د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په څېر، د ډیورند له رسمي منلو ډډه وکړه. دا موضوع څرګندوي چې په افغانستان کې د ډیورند مسئله یوازې حکومتي یا ایډیالوژیکه موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د ټولنې د یوې لویې برخې لپاره د تاریخي حافظې، سیاسي هویت او ملي حساسیت برخه ګڼل کېږي.
د دې موضوع په تحلیل کې څو مهم ټکي د پام وړ دي:
لومړی، طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې تر ډېره د خپل داخلي مشروعیت پر تثبیت تمرکز درلود. که ملا عمر ډیورند په رسمي ډول منلی وای، احتمال درلود چې د افغانستان دننه — آن د خپلو پښتنو پلویانو د یوې برخې ترمنځ — له پراخ منفي غبرګون سره مخ شي. له همدې امله، طالبانو غوره وګڼله چې د «ابهام او چوپتیا» سیاست ته دوام ورکړي.
دوهم، که څه هم طالبانو له ایډیالوژیک پلوه پر «اسلامي امت» ټینګار کاوه او قومي نشنلېزم ته لږ داخلېدل، خو نه یې شو کولای چې د ډیورند د مسئلې تاریخي حساسیت په بشپړ ډول له پامه وغورځوي. آن په افغانستان کې اسلامپالو جریانونو هم معمولاً د دې مسئلې په وړاندې محتاط چلند کړی دی.
درېیم، پاکستان ښايي فکر کاوه چې پر طالبانو یې نفوذ د دې مسئلې د حل لپاره کافي دی، خو په عمل کې یې درک کړه چې آن اسلامآباد ته نږدې حکومت هم نه غواړي د ډیورند د رسمي منلو سیاسي لګښت پر غاړه واخلي. دا موضوع په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د محدودیت یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.
له همدې امله، که څه هم د ځینو روایتونو جزئیات — لکه د ملا عمر او پاکستاني پلاوي د لیدنې څرنګوالی — ښايي د شفاهي او سیاسي روایتونو تر کچې محدود پاتې وي، خو اصلي موضوع چې طالبان د ډیورند رسمي منلو ته حاضر نه شول، د هغوی له عملي چلند سره مطابقت لري. په حقیقت کې، طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې نه فعاله پښتونستانغوښتونکې پالیسي تعقیب کړه او نه یې ډیورند په رسمیت وپېژاند؛ بلکې د دې مسئلې په اړه یې یو ډول «استراتېژیکه چوپتیا» او مبهم مدیریت غوره کړ.
دوهمه برخه
۳) د افغانستان د اسلامي جمهوریت دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱)
د افغانستان د اسلامي جمهوریت (۲۰۰۱–۲۰۲۱) په دوره کې، د «پښتونستانغوښتنې» پالیسي په خپل رسمي او کلاسیک شکل نور د دولتمحور فعال دکترین په توګه موجوده نه وه، خو په بشپړ ډول هم د افغانستان د سیاسي تاریخ له حافظې څخه حذف نه شوه. په دې دوره کې، مسئله تر ډېره د «ډیورند کرښې په اړه د استراتېژیک ابهام» او «هویتي ـ تاریخي ګفتمان» په قالب کې دوام وموند، نه د یوې عملي ارضي یا بېلتونغوښتونکې پروژې په توګه. د دې بدلون د دقیق درک لپاره، باید د دې دورې سیاست په دوو جلا مرحلو کې وڅېړل شي: د حامد کرزي دوره او د محمد اشرف غني دوره.
۱) د حامد کرزي دوره (۲۰۰۱–۲۰۱۴): له ډیپلوماټیک احتیاط څخه تر کنټرول شوې ترینګلتیا
د جمهوري نظام د رامنځته کېدو په پیل کې، د حامد کرزي حکومت د داسې جوړښت په چوکاټ کې جوړ شو چې په بشپړ ډول د امریکا متحده ایالاتو او ناټو له ملاتړ سره تړلی و. په داسې شرایطو کې، د دولت لومړیتوب د سرحدونو بیا تعریف نه، بلکې دولتجوړونه، د امنیت ټینګښت او د نړیوال ملاتړ جلبول وو. له همدې امله، د پښتونستانغوښتنې پالیسي په عملي ډول څنډې ته شوه.
سره له دې، کرزي د ډیورند کرښې په اړه دوهګونی او محاسبه شوی دریځ غوره کړ. له یوې خوا، هغه هېڅکله دا کرښه د رسمي او نهایي پولې په توګه ونه منله او د «مسئلې پر تاریخي نه حل کېدو» یې ټینګار کاوه؛ او له بلې خوا، یې له پاکستان سره د دې موضوع د فعال سیاسي او نظامي بحران په جوړولو ډډه کوله. دا چلند د «مدیریت شوي استراتېژیک ابهام» یوه بڼه ګڼل کېدای شي.
په همدې دوره کې، د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ډېره د طالبانو د مسئلې تر اغېز لاندې وې. کابل اسلامآباد د وسلهوالو مخالفینو په ملاتړ تورناوه، او همدې موضوع سبب شوه چې د پښتونستان اړوند ځینې زاړه ګفتمانونه یو ځل بیا د افغانستان په سیاسي او رسنیز فضا کې مطرح شي. خو له دې سره سره، دغه ګفتمانونه هېڅکله د دولت د رسمي پالیسۍ تر کچې ونه رسېدل او زیاتره یې غبرګونیز او تبلیغاتي اړخ درلود.
په ټولیز ډول، د کرزي په دوره کې د پښتونستان په اړه د افغانستان پالیسي له «فعالې داعیې» څخه په «چوپتیا سره د تاریخي دریځ» پر لور بدله شوه.
۲) د محمد اشرف غني دوره (۲۰۱۴–۲۰۲۱): امنیتمحوره عملپالنه او د پښتونستان د ګفتمان بشپړ مهار
د محمد اشرف غني په دوره کې، د پاکستان په وړاندې د افغانستان سیاست په بشپړ ډول یوې عملپالې او امنیتمحورې مرحلې ته داخل شو. غني د خپلې واکمنۍ په پیل کې دې پایلې ته رسېدلی و چې د پاکستان له همکارۍ پرته، په افغانستان کې د سولې او ثبات بهیر ناشونی دی. له همدې امله، هغه هڅه وکړه چې د کابل ـ اسلامآباد اړیکې له تقابل څخه همکارۍ ته واړوي.
په همدې چوکاټ کې، د کلاسیکې پښتونستانغوښتونکې پالیسۍ هر ډول طرحه یا اشاره عملاً لرې شوه. د غني حکومت آن د ډیورند کرښې په اړه له تندو سیاسي ادبیاتو هم ډډه کوله او هڅه یې کوله چې مسئله د «سرحدي مدیریت او امنیتي همکارۍ» تر کچې محدوده وساتي.
خو د سولې د بهیر له ناکامۍ او د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ باور په چټکۍ سره کم شو. په دې مرحله کې، د ډیورند مسئله او د پاکستان رول یو ځل بیا د افغانستان په سیاسي ګفتمان کې برجسته شول، خو بیا هم د دولت په رسمي سطحه په فعاله پالیسۍ بدل نه شول.
د دې دورې مهمه ځانګړنه دا وه چې د پښتونستان مسئله له یوې «جیوپولیتیکي ارضي موضوع» څخه په بشپړ ډول یوې «هویتي ـ تاریخي او ګفتماني بحث» ته واوښته. د افغانستان ډېرو سیاسي نخبهګانو، د مشخصو سیاسي پروژو د مطرح کولو پر ځای، تر ډېره د ډیورند کرښې پر تاریخي نامشروعیت ټینګار کاوه.
۳) د جمهوریت دورې تحلیلي ټولګه
په ټولیز ډول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې د پښتونستانغوښتنې پالیسي د جوړښتي زوال او د ماهیت د بدلون بهیر ته داخله شوه. دغه بهیر څو اساسي ځانګړنې لرلې:
لومړی، دا پالیسي له یوې فعالې او دولتي پالیسۍ څخه په یوه محدود تاریخي ګفتمان بدله شوه.
دوهم، د کرزي او غني په دواړو دورو کې، د ډیورند مسئله د «نه حل شوې کرښې» په توګه پاتې شوه، خو هېڅکله د پولې د بدلون د عملي پروژې یا د هغې د رسمي ملاتړ په بڼه بدله نه شوه.
درېیم، بهرنیو عواملو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو حضور، د افغانستان امنیتي وابستګي، او د طالبانو په معادله کې د پاکستان رول — د کابل د بهرنۍ پالیسۍ د مانور ساحه محدوده کړه.
څلورم ، جمهوري دولتونه ورو ـ ورو له ارضي نشنلېزم څخه د «سیاسي واقعګرایۍ او امنیتمحورۍ» پر لور ولاړل.
له همدې امله، ویلای شو چې د جمهوریت په دوره کې د پښتونستانغوښتنې پالیسي نه په بشپړ ډول حذف شوه او نه بیا راژوندۍ؛ بلکې په تدریجي ډول د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په جوړښت کې د یوه تاریخي، حقوقي او هویتي دریځ په توګه تثبیت شوه او له فعال کنش څخه د غیرمستقیم ګفتمان تر کچې راټیټه شوه.
۴) د طالبانو د دویمې واکمنۍ دوره (۲۰۲۱–۲۰۲۵)
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، د پښتونستانغوښتنې پالیسي نه یوازې بیا راژوندۍ نه شوه، بلکې تر پخوا لا زیاته د بهرنۍ پالیسۍ له رسمي اجنډا څخه لرې شوه.
په دې دوره کې د طالبانو مشرتابه تر ډېره پر «ښه ګاونډیتوب»، «سیمهییز تعامل» او «د اقتصادي بحران مدیریت» ټینګار کړی دی. نوی حکومت د نړیوال انزوا د کمولو او د داخلي ثبات د ساتلو لپاره اړ دی چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره تعامل ولري. له همدې امله، د پښتونستان د مسئلې فعال مطرح کول د طالبانو لپاره درانه سیاسي او اقتصادي لګښتونه رامنځته کولای شي.
له ایډیالوژیک پلوه هم طالبان لا هم د «اسلامي امت» پر مفهوم ټینګار کوي او قومي نشنلېزم، د پښتونستانغوښتنې په ګډون، د هغوی په رسمي ګفتمان کې محوري ځای نه لري.
سره له دې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ځینې سرحدي نښتې رامنځته شوې، خو دغه اختلافات تر ډېره تاکتیکي ماهیت لري او د سترې سیاسي ستراتېژۍ تر کچې نه دي رسېدلي. طالبانو لا هم ډیورند کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په عین حال کې یې د دې مسئلې له پراخ سیاسي کمپاین څخه هم ډډه کړې ده.
په دې دوره کې، د پښتنو د حقونو ګفتمان تر ډېره د پاکستان دننه او د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر جریانونو له خوا مطرح شوی، نه د افغانستان د دولت له خوا.
له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې، د پښتونستانغوښتنې پالیسي له بنسټیز بدلون سره مخ شوه. د مجاهدینو حکومتونو د کورنیو جګړو او د دولت د فروپاشۍ له امله، دا پالیسي عملاً پرېښوده. طالبانو په دواړو دورو کې د «استراتېژیکې چوپتیا» سیاست غوره کړ، او جمهوري حکومتونو هم، سره له دې چې د ډیورند کرښې مخالف وو، د پښتونستان د داعیې له رسمي بیا راژوندي کولو څخه ډډه وکړه.
له همدې امله، پښتونستان له یوې «فعالې بهرنۍ پالیسۍ پروژې» څخه په یوه «تاریخي، هویتي او فرهنګي ګفتمان» بدل شو.
سره له دې، د ډیورند د مسئلې نه حل کېدل، د افغانستان او پاکستان جیوپولیتیکي سیالي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور بحران سبب شوی چې دا موضوع لا هم د افغانستان په سیاسي حافظه کې پاتې وي.
په اوسنیو شرایطو کې، افغانستان په سختۍ کولای شي د «پښتونستانغوښتنې» دودیزه او کلاسیکه پالیسي — د ارضي ادعاوو یا د پاکستان د پښتونمېشتو سیمو د بېلتون د رسمي ملاتړ په معنا — تعقیب کړي؛ ځکه د سیمې جیوپولیتیکي شرایط، د نړیوال نظام جوړښت، او د افغانستان داخلي وضعیت د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو په پرتله بنسټیز بدلون کړی دی. خو سره له دې، افغانستان لا هم کولای شي د ډیورند کرښې مسئله او د پولې دواړو غاړو د پښتنو حقونه د ملي ګټو، سیاسي واقعګرایۍ او جیوپولیتیکي مدیریت په چوکاټ کې تعقیب کړي.
لومړی، افغانستان باید د «تاریخي دریځ د ساتلو» او «له پاکستان سره مستقیم او فرسایشي تقابل» ترمنځ توپیر وکړي.
په اوسنیو شرایطو کې، د تندو بېلتونغوښتونکو شعارونو مطرح کول نه عملي ظرفیت لري او نه نړیوال ملاتړ. له همدې امله، منطقي سیاست دا دی چې افغانستان، پرته له دې چې ډیورند کرښه په رسمي ډول ومني، د دې مسئلې له دایمي نظامي او سیاسي بحران څخه هم ډډه وکړي.
په بل عبارت، کابل کولای شي یو ډول «استراتېژیک ابهام» وساتي؛ یعنې له یوې خوا خپل تاریخي دریځ پرېنږدي، او له بلې خوا د ډیورند مسئله له پاکستان سره د تلپاتې تقابل په ابزار بدله نه کړي.
دوهم، افغانستان کولای شي د پښتونستان مسئله له یوې «ارضي پروژې» څخه په یوه «حقوقي، فرهنګي او ټولنیز ګفتمان» بدله کړي. په نننۍ نړۍ کې، ډېر قومي منازعات نور د پولو د بدلون له لارې نه تعقیبېږي، بلکې زیات تمرکز یې پر فرهنګي حقونو، مدني آزادیو، سیاسي مشارکت او قومي هویت وي. له همدې امله، افغانستان کولای شي د بېلتونغوښتنې د ملاتړ پر ځای، د ډیورند دواړو غاړو د پښتنو پر فرهنګي او ټولنیزو حقونو، تاریخي اړیکو او د قبایلو پر دودیز تګراتګ ټینګار وکړي. دا ډول چلند هم زیات نړیوال مشروعیت لري او هم کم امنیتي حساسیت رامنځته کوي.
درېیم، د هرې سیمهییزې پالیسۍ بریا د دولت له داخلي ځواک سره تړلې ده. افغانستان هغه وخت کولای شي په جیوپولیتیکي مسئلو کې اغېزناک رول ولوبوي چې قوي او باثباته مرکزي دولت، فعال اقتصاد، ځواکمن بنسټونه او ملي اجماع ولري. هغه هېواد چې له کورني بحران، اقتصادي او امنیتي کمزورۍ او سیاسي اختلافاتو سره مخ وي، د فرامرزي سیاستونو د بریالي تعقیب توان نه لري. له همدې امله، د ملي دولت پیاوړتیا او د داخلي ثبات رامنځته کول باید تر هر ډول سیمهییز سیاست لومړیتوب ولري.
څلورم، افغانستان باید د مستقیم تقابل پر ځای له سیمهییزې ډیپلوماسۍ او متوازن سیاست څخه کار واخلي. د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د سرحدي اختلافاتو پر محور تعریف نه شي.
کابل کولای شي په عین وخت کې له سیمې هېوادونو — لکه ایران، منځنۍ اسیا، چین، هند او عربي نړۍ — سره متوازنې اړیکې ولري او د افغانستان د سیمهییزو قدرتونو د سیالۍ په میدان د بدلېدو مخه ونیسي. اساسي هدف باید د جیوپولیتیکي توازن رامنځته کول او د افغانستان د خپلواک تصمیمنیونې ساتل وي.
پنځم، د ډیورند کرښې مسئله باید د «کړکېچ د مدیریت» له لیدلوري اداره شي. افغانستان کولای شي په تاریخي او حقوقي سطحه خپل دریځ وساتي، خو په عملي سطحه د پولې د مدیریت، سوداګرۍ، د خلکو د تګراتګ او د امنیتي بحرانونو د مخنیوي لپاره همکاري هم وکړي. په نړۍ کې ډېر هېوادونه سرحدي اختلافات لري، خو په عین حال کې خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې هم ساتي. له همدې امله، د پولې واقعګرایانه مدیریت کولای شي د سیاسي اختلافاتو د پراخو شخړو په بدلېدو مخه ونیسي.
شپږم، افغانستان باید د پښتونستان له مسئلې څخه د احساساتي او موقتي استفادې ډډه وکړي. په ځینو تاریخي دورو کې، دا موضوع تر یوې سنجول شوې او عملي پالیسۍ ډېر د داخلي سیاسي بسیج د وسیلې په توګه کارېدلې ده. دا ډول چلند معمولاً له پاکستان سره ترینګلتیا زیاته کړې، خو دوامدار او عملي لاسته راوړنې یې نه دي لرلې.
له همدې امله، د ډیورند او پښتونستان په اړه هر ډول پالیسي باید د ملي ګټو، دقیقو جیوپولیتیکي محاسبو او سیمهییزو واقعیتونو پر بنسټ تنظیم شي، نه یوازې د قومي احساساتو او سیاسي شعارونو پر اساس.
همدارنګه، په وروستیو کلونو کې د دې مسئلې ماهیت تر یوه حده بدل شوی دی. نن سبا، د پښتنو د حقونو د ګفتمان یوه برخه تر ډېره د پاکستان دننه او د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر جریانونو له خوا مطرح کېږي. دا بدلون ښيي چې مسئله تر یوه حده د دولتونو ترمنځ له رسمي منازعې څخه د مدني او ټولنیزو غوښتنو ډګر ته لېږدېدلې ده. افغانستان باید په دې برخه کې محتاط سیاست غوره کړي، څو دا موضوع په نوي امنیتي بحران بدله نه شي.
په ټولیز ډول، د افغانستان ملي ګټې ایجابوي چې د پښتونستانغوښتنې پالیسي له خپل دودیز او ارضي شکل څخه ووځي او د سیاسي واقعګرایۍ، د کړکېچ مدیریت، سیمهییزې ډیپلوماسۍ، او پر فرهنګي او تاریخي اړیکو د ټینګار پر لور حرکت وکړي. په اوسنیو شرایطو کې، افغانستان تر کلاسیکې پښتونستانغوښتونکې پالیسۍ ډېر د «ډیورند مسئلې هوښیار مدیریت» ته اړتیا لري؛ ځکه د نن ورځې په جیوپولیتیکي چاپېریال کې د هېوادونو اصلي ځواک تر ډېره د داخلي ثبات، اقتصادي پرمختګ، سیاسي مشروعیت او متوازن ډیپلوماسۍ له لارې ترلاسه کېږي، نه د ارضي او قومي شعارونو له لارې.
پایله :
له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې په افغانستان کې د پښتونستانغوښتنې د پالیسۍ د بهیر څېړنه ښيي چې دغه پالیسي ورو ـ ورو له یوې رسمي او فعالې دولتمحورې دکترین څخه په یوه تاریخي، هویتي او غیررسمي ګفتمان بدله شوې ده. دا بدلون د یو لړ جوړښتي او جیوپولیتیکي عواملو په پایله کې رامنځته شوی چې تر ټولو مهم یې د مرکزي دولت فروپاشي، کورنۍ جګړې، د نړیوال نظام بدلون، او د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د لومړیتوبونو بدلون و.
په لومړۍ دوره (۱۹۹۲–۱۹۹۶) کې، د نجیبالله د حکومت له سقوط او د کورنیو جګړو له پیل سره، د مجاهدینو دولت د جوړښتي کمزورۍ او داخلي شخړو له امله د یوې منسجمې بهرنۍ پالیسۍ — د پښتونستانغوښتنې په ګډون — د تعقیب توان له لاسه ورکړ او دا موضوع عملاً د دولت له رسمي اجنډا څخه ووتله.
په دویمه دوره (۱۹۹۶–۲۰۰۱) کې، طالبانو سره له دې چې له آیاېسآی سره یې نږدې سیاسي او استخباراتي اړیکې لرلې، د پښتونستانغوښتنې رسمي پالیسي تعقیب نه کړه او د «استراتېژیکې چوپتیا» د سیاست په غوره کولو سره یې ډیورند مسئله هم په رسمیت ونه پېژندله.
په درېیمه دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱) کې، د جمهوریت حکومتونو د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني په مشرۍ، د نړیوال ملاتړ له اړتیا او د دولتجوړونې او امنیتي لومړیتوبونو له امله، د دې پالیسۍ له رسمي مطرح کولو څخه ډډه وکړه او دا یې د یوه تاریخي او سیاسي ګفتمان تر کچې محدوده وساتله.
په څلورمه دوره (۲۰۲۱–۲۰۲۵) کې، طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، خو د هغوی چلند هم د بقا پر مدیریت، سیمهییز تعامل او د کړکېچ پر مخنیوي ولاړ و، او په پایله کې د پښتونستان مسئله په رسمي سطحه بیا راژوندۍ نه شوه .
په ټولیزه ارزونه کې، ویلای شو چې په دې دوره کې پښتونستانغوښتنه له یوې فعالې ارضي پالیسۍ څخه په یوې غیررسمي او هویتي مسئلې بدله شوې ده. دا بدلون د افغانستان د دولت د جوړښت د کمزورۍ، د سیمې د جیوپولیتیکي شرایطو د بدلون، په امنیتي معادلو کې د پاکستان د رول، او د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د ارضي نشنلېزم څخه سیاسي واقعګرایۍ او امنیتمحورۍ ته د اوښتو مستقیمه پایله ده .
په درنښت
سیف قاضيزاده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.