پاکستان، د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب: پوښښي سیاست او د افغانستان رول د متغیر جیوپولیتیکي عامل په توګه
سیف قاضيزاده
پاکستان ، د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب : پوښښي سیاست او د افغانستان رول د متغیر جیوپولیتیکي عامل په توګه
لنډیز
دا مقاله د پاکستان هغه بالقوه رول ارزوي چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې یې ادا کولی شي او دغه رول د موازنهګر سیاست او د لویو قدرتونو ترمنځ د بېباورۍ د مدیریت په چوکاټ کې تحلیل کوي. دا څېړنه استدلال کوي چې پاکستان نه د یو کلاسیک بېطرف منځګړي په توګه، بلکې د «سیمهییز موازنهګر لوبغاړي» په توګه عمل کوي؛ داسې لوبغاړی چې هڅه کوي د متعارضو قدرتونو سره د هممهاله اړیکو د ساتلو له لارې خپل امنیتي، اقتصادي او جیوپولیتیکي ګټې اعظمي کړي. په دې چوکاټ کې، افغانستان د یو متغیر جیوپولیتیکي عامل په توګه مطرح کېږي چې د سیمهییز امنیت، د پاکستان د عملیاتي ظرفیت او د نړیوالو لوبغاړو د ادراک پر اغېز له لارې، د اسلامآباد د منځګړیتوب پر امکان او اعتبار اغېز کوي. مقاله په پای کې دې نتیجې ته رسېږي چې د داسې منځګړیتوب بریا یا ناکامي یوازې د دیپلوماتیکې ارادې پورې نه ده تړلې، بلکې د سیمهییزو جوړښتونو، د لویو قدرتونو د رقابت او د پاکستان شاوخوا امنیتي چاپېریال له یوه پېچلي توازن سره تړاو لري.

سریزه
په معاصر نړیوال نظام کې، د منځګړیتوب رول نور یوازې د دودیزو قدرتونو یا بشپړ بېطرفه دولتونو پورې محدود نه دی، بلکې په زیاتېدونکي ډول د منځنیو قدرتونو له خوا ترسره کېږي چې د متعارضو لوبغاړو سره د هممهاله تعامل وړتیا لري. په دې منځ کې، پاکستان د سویلي اسیا له هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې په جیوپولیتیکي تحلیلونو کې د لویو او سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د یوه بالقوه منځګړي په توګه مطرح شوی دی. دا مقاله پر دې فرض ولاړه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان احتمالي منځګړیتوب یوازې د کلاسیکې دیپلوماسۍ په چوکاټ کې نه شي تفسیر کېدای، بلکې باید د موازنهګر سیاست او د «ریسک پوښښ» (hedging) په مفهوم کې تحلیل شي. ډېر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان د بهرني سیاست چلند تر دې ډېر چې یوازې موازنهګر وي، پوښښي ماهیت لري (یعنې ټولاړخیز سیاست یا د بیمې ستراتیژي — په دې معنا چې یو هېواد د دې پر ځای چې خپلې ټولې هګۍ د یوې سترې قوې په ټوکرۍ کې کېږدي، خپلې اړیکې له بېلابېلو قدرتونو سره متنوع کوي تر څو خطرونه راکم کړي)؛ په دې معنا چې دا هېواد هڅه کوي د نړیوال نظام د بېثباتۍ په شرایطو کې، د سیالو قدرتونو سره د هممهاله اړیکو د ساتلو له لارې د ځواک د بدلونونو خطرونه مدیریت کړي.
د دغو متغیرونو تر څنګ، افغانستان د یو متغیر جیوپولیتیکي عامل په توګه د پاکستان د بهرني سیاست د ظرفیت او اعتبار په جوړولو کې مهم رول لري. د افغانستان جیوپولیتیکي موقعیت، د هغه داخلي امنیتي وضعیت او له سیمهییزو لوبغاړو سره تاریخي اړیکې، ټول د پاکستان د منځګړیتوب پر وړتیا غیرمستقیم خو مهم اغېز لري. د دې څېړنې هدف د منځګړیتوب، موازنهګر سیاست او د پاکستان شاوخوا جیوپولیتیکي چاپېریال ترمنځ د دې پېچلي تعامل تحلیل دی او هڅه کوي وښيي چې څنګه پاکستان غواړي خپل موقعیت له یوه صرف سیمهییز لوبغاړي څخه د نړیوالو کړکېچونو په مدیریت کې اغېزمن لوبغاړي ته لوړ کړي .
پاکستان د پوښښي منځګړي که تسهیل کوونکي په توګه؟
پاکستان په نړیوالو اړیکو کې تر ډېره د یو تسهیل کوونکي (Facilitator) په توګه پېژندل کېږي تر دې چې یو بشپړ منځګړی (Mediator) وي ، که څه هم په ځینو ځانګړو شرایطو کې کولای شي په محدود ډول د منځګړیتوب رول هم ولوبوي .
د دې ځایګۍ د دقیق درک لپاره، اړینه ده چې د منځګړیتوب او تسهیل ترمنځ تفکیک وشي . منځګړی عموماً یو فعال او اغېزمن لوبغاړی وي چې نه یوازې د خبرو اترو زمینه برابروي، بلکې د مذاکراتو په محتوا کې هم مداخله کوي، مشخص وړاندیزونه وړاندې کوي ، پر دواړو لورو سیاسي یا دیپلوماتیک فشار واردوي او کله ناکله د تړون د پلي کېدو تضمین هم پر غاړه اخلي ؛ په داسې حال کې چې تسهیل کوونکی یوازې د خبرو د بستر برابرولو رول لري او پرته له دې چې په محتوا کې مستقیمه مداخله وکړي ، یوازې د اړخونو ترمنځ اړیکه ټینګوي، پیغامونه انتقالوي او د تعامل مناسب شرایط رامنځته کوي .
د دې تمایز په پام کې نیولو سره، د پاکستان عملي عملکرد ښيي چې دا هېواد تر ډېره د تسهیل کوونکي په چوکاټ کې عمل کړی دی. پاکستان په ډېرو مواردو کې د مذاکراتو کوربه پاتې شوی، د اړیکو چینلونه یې برابر کړي او د پیغامونو د انتقال رول یې لوبولی دی ، خو ډېر کم د سیاسي حللارو په طرحه کولو یا پر اړخونو د مستقیم فشار په واردولو کې ښکېل شوی دی . دا ځانګړتیاوې ښيي چې د پاکستان رول تر ډېره لوجستیکي-دیپلوماتیک دی ، نه تصمیم نیوونکی او ټاکونکی .
له بلې خوا ، داسې محدودیتونه هم شته چې د دې مخه نیسي چې پاکستان په بشپړ منځګړي بدل شي. دا هېواد په ډېرو دوسیو کې خپله ذینفع دی او بشپړه بېطرفي نه شي ساتلی، همدارنګه د امریکا او ایران په څېر لویو قدرتونو پر وړاندې د مستقل فشار د واردولو کافي ظرفیت نه لري او تر ډېره د موازنهګر سیاست یا هماغه hedging strategy په چوکاټ کې عمل کوي .
په پایله کې ، په دقیق او علمي ډول داسې جمعبندي کېدای شي چې پاکستان یو اجتنابناپذیر (indispensable mediator) منځګړی نه دی ، بلکې یو کارنده تسهیل کوونکی (functional facilitator) دی چې په ځانګړو شرایطو کې کولای شي په یو تاکتیکي واسطه بدل شي، پرته له دې چې د کلاسیک او ټاکونکي منځګړي بشپړ رول ادا کړي .
په هر حال ، د پاکستان رول د امریکا او ایران ترمنځ په احتمالي ترینګلتیاوو کې د یو تسهیل کوونکي په توګه تصادفي نه دی ، بلکې د یوه پېچلي او څوپوړیز جیوپولیتیکي محاسبې پایله ده چې د دې هېواد له جغرافیایي موقعیت، دیپلوماتیکو اړیکو او ستراتیژیکو اړتیاوو سره تړاو لري. د نړیوالو اړیکو د ریالیستي نظریو په چوکاټ کې ، تسهیل کوونکی او منځګړیتوب هغه دولت ته سپارل کېږي چې وکولای شي په یو وخت کې د ښکېلو اړخونو نسبي باور ترلاسه کړي او د تاوتریخوالي په کمولو کې ګډې ګټې تمثیل کړي؛ داسې وضعیت چې پاکستان تر یوه بریده ترې برخمن دی .
پاکستان له یوې خوا له ایران سره نسبي ښې او له مستقیم تقابل پرته کاري اړیکې لري او هڅه یې کړې چې د تهران په وړاندې «فعاله بېطرفي» وساتي، او له بلې خوا ، په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه د امریکا په سیاسي تحولاتو پسې، هڅه کوي خپلې اړیکې له واشنګټن سره بیا ورغوي .
د ایران لپاره، پاکستان یو ګاونډی هېواد دی چې ژور اختلافات ورسره نه لري؛ له همدې امله د ترکیې یا مصر په پرتله پرې زیات باور لري. عمان هم د امریکا له نظره ډېر پیاوړی شریک نه ښکاري، ځکه د تېرو مذاکراتو د کوربتوب تجربه یې چندان بریالۍ نه وه .
دغه دوهګونی موقعیت اسلامآباد ته دا امکان برابروي چې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ ارتباطي کانال وګرځي . سربېره پر دې ، د پاکستان جغرافیایي موقعیت چې سویلي اسیا، مرکزي اسیا او منځنی ختیځ سره نښلوي، دې هېواد ته په جیوپولیتیکي معادلاتو کې ځانګړی ځای ورکړی او د «ارتباطي پُل» رول یې ممکن کړی دی .
د نړیوالو اړیکو په تخصصي ادبیاتو کې، د سیمهییزو کړکېچونو په مدیریت کې د پاکستان رول باید د یو «حیاتي او ستراتیژیک منځګړي» (Indispensable Mediator) په توګه ونه ګڼل شي چې شتون یې د منازعو د بنسټیز حل لپاره ضروري وي؛ بلکې د دې هېواد موقعیت تر ډېره د یو «په لاسرسي کې او کارنده واسطه» (Available and Functional Intermediary) په توګه تعریفېږي. په بله وینا، پاکستان د سولې معمار نه دی، بلکې یو عملي ارتباطي کانال دی چې د خپلو څو اړخیزو اړیکو او ځانګړي جیوپولیتیکي موقعیت له امله، په حساسو شېبو کې د لویو قدرتونو لپاره په یو «تاکتیکي ضرورت» بدلېږي .
د دې ادعا څرګند مثال د وروستیو تحولاتو (مارچ ۲۰۲۶) کې لیدل کېږي، چیرې چې اسلامآباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو په مدیریت کې رول لوبولی دی. په داسې حال کې چې دودیز منځګړي لکه عمان او قطر د جګړو د پراخېدو له فشارونو سره مخ شوي، پاکستان د یو بدیل او «په لاسرسي کې» انتخاب په توګه را څرګند شوی دی. د اسلامآباد وروستي عملي اقدامات—لکه ایران ته د امریکا د ۱۵ مادهییز وړاندیز لېږدول او په پاکستان یا ترکیه کې د مستقیمو مذاکراتو د کوربتوب هڅه—په دقیق ډول د «کارنده واسطه» مفهوم تمثیلوي .
دا رول تر دې ډېر چې د پایدار دیپلوماتیک نفوذ نتیجه وي، د مداخلهکوونکو قدرتونو د اړتیا له امله دی چې په بحراني شرایطو کې د پیغامونو د انتقال او کړکېچ مدیریت لپاره یو انعطافمنونکی وسیله ومومي؛ هغه ځای چې د مستقیمو اړیکو لګښت لوړ شوی وي او د لنډمهاله تاوتریخوالي د کمولو لپاره بدیل مسیر ته اړتیا وي، د پاکستان موقعیت په موقتي ډول برجسته کېږي. د بېلګې په توګه، راپورونه ښيي چې د پاکستان د نظامي او دیپلوماتیکو چارواکو سلا مشورو حتی د احتمالي نظامي اهدافو په لېست کې بدلون راوستی او ځینې اقدامات یې ځنډولي دي؛ دا ښيي چې د پاکستان شتون دلته یو اوږدمهاله ستراتیژیک انتخاب نه، بلکې یو «تاکتیکي ضرورت» دی .
د کورني اړخ له نظره هم، اقتصادي ستونزې، د انرژۍ بحران او ټولنیز فشارونه د پاکستان هڅه د سیمهییزو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پیاوړې کوي، ځکه د خلیج په سیمه کې هر ډول بېثباتي مستقیم اقتصادي اغېز پرې لري. همدارنګه، د خلیج هېوادونو کې د پاکستانی کارګرو شتون او د هغوی د حوالو لویه ونډه د سیمهییز ثبات اهمیت زیاتوي .
شاید تر ټولو مهم، هغه مستقیمې ګټې دي چې اسلامآباد یې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په ژر پای ته رسېدو کې لري. پاکستان خپله ډېره انرژي له منځني ختیځ څخه تأمینېږي. د هرمز تنګي په تړل کېدو سره، د انرژۍ د بیو بېساری لوړوالی کولی شي په پاکستان کې کورنۍ ناارامۍ رامنځته کړي. همدارنګه، د دې هېواد اقتصاد تر ډېره د هغو 5 میلیونه پاکستانیانو د حوالو پورې تړلی دی چې په عربي هېوادونو کې کار کوي. دغه پیسې د پاکستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا 10 سلنه جوړوي .
په لویه کچه، د پاکستان بهرنی سیاست د «پوښښي ستراتیژۍ» یا hedging په چوکاټ کې تحلیل کېدای شي؛ داسې ستراتیژي چې دې هېواد ته اجازه ورکوي چې له امریکا سره اړیکې وساتي، له چین سره ستراتیژیکه همکاري دوام ورکړي او له ایران سره تعامل هم جاري وساتي.
(پوښښي سیاست یا ستراتیژیک پوښښ په نړیوال سیاست کې هغه لاره ده چې دولتونه—اکثراً کوچني یا منځني هېوادونه—د خپل بقا او امنیت لپاره غوره کوي. دا سیاست د «موازنهسازۍ» او «دنبالروی» ترکیب دی تر څو له بشپړ وابستګۍ یا مستقیم تقابل څخه ځان وساتي.)
په دې چوکاټ کې، منځګړیتوب یوازې یو سولهییز اقدام نه، بلکې د ملي ګټو د اعظمي کولو وسیله ده .
په مجموع کې، د پاکستان د منځګړیتوب انګېزې په څو کچو تحلیل کېدای شي: د دیپلوماتیک مقام لوړول، اقتصادي او امنیتي امتیازات ترلاسه کول، د سیمهییزو رقابتونو مدیریت، د سرحدي امنیتي فشارونو کمول، او د داخلي مشروعیت پیاوړتیا. خو باید ټینګار وشي چې د پاکستان منځګړیتوب لازماً د بریا معنا نه لري، بلکې تر ډېره د ښکېلو اړخونو د اړتیا انعکاس دی چې یو د منلو وړ ارتباطي کانال ته اړتیا لري. پاکستان یو «منحصربهفرد» یا «ضروري» هېواد نه دی.
بلکې یو available and functional intermediary دی (یعنې په لاسرسي کې او کارنده واسطه).
Available (په لاسرسي کې): پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت او اړیکو له امله تل حاضر دی.
Functional (کارنده): اړین وسایل او مهارتونه لري.
Intermediary (واسطه): پیغامونه انتقالوي او فضا برابروي.
په دې معنا چې پاکستان یو «دمدست» او «کاربلد» واسطه دی چې په ځانګړو شرایطو کې په «تاکتیکي ضرورت» بدلېږي. یعنې نه د دوستۍ له امله، بلکې د مصلحت له مخې انتخاب کېږي .
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف خبره هم همدې ته اشاره کوي چې:
« امریکا موږ د تشناب د کاغذ په څېر کاروي او بیا یې غورځوي . »
یعنې پاکستان نه دومره حیاتي دی چې بدل یې نه شي موندل کېدای، او نه دومره بېاغېزه چې له پامه وغورځول شي؛ بلکې کله چې بنبست رامنځته شي، تر ټولو مناسب او موجود انتخاب ګرځي .
پاکستان او د منځګړیتوب سابقه
پاکستان د ایران او امریکا د اړیکو په کچه له دې درجې پېچلو منازعاتو کې د مستقیم منځګړیتوب تجربه نه لري، خو د «شا ته دیپلوماسۍ» او تسهیل کوونې په برخه کې د پام وړ سابقه لري .
تر ټولو مهم مثال یې د ۱۹۷۰مې لسیزې په جریان کې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو نږدې کېدل دي، چې په هغه وخت کې د پاکستان ولسمشر جنرال یحیی خان د داسې پټو تماسونو زمینه برابره کړه چې په پایله کې یې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسن په ۱۹۷۲ کال کې چین ته تاریخي سفر ترسره کړ. دغه سفر په ۱۹۷۹ کال کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو لامل شو.
په دې مورد کې، پاکستان تر ډېره د یو ارتباطي کانال په توګه عمل کړی و، نه د یو فعال منځګړي په توګه .
له هغه وروسته ، پاکستان په څو نورو پېچلو سیمهییزو منازعاتو کې هم رول لوبولی دی، چې تر ټولو مهم یې د ۱۹۸۸ کال د ژنیو تړون دی چې د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو لاره یې هواره کړه . اسلامآباد د یو خط مقدم هېواد او مهم رابط په توګه، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په مذاکراتو کې ګډون وکړ او په عین وخت کې یې له امریکا او نورو اړخونو سره د مسکو پر وړاندې د فشار د زیاتولو په برخه کې همکاري درلوده .
په وروستیو کلونو کې هم، پاکستان د افغانستان د طالبانو او واشنګټن ترمنځ اړیکې اسانه کړې چې په پایله کې یې د دوحې مذاکرات ترسره شول. دغه مذاکرات د ۲۰۲۰ کال توافق ته ورسېدل او د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو زمینه یې برابره کړه .
د افغانستان په منازعاتو کې د منځګړیتوب ناکامه تجربه
سره له دې، ځینې ناظران د پاکستان د دې وړتیا په اړه شک څرګندوي چې وکولای شي د دې ډول مذاکراتو کوربهتوب وکړي، په ځانګړې توګه د هغو پخوانیو مواردو په یادولو سره چې اسلامآباد غوښتل د افغانستان په جګړه کې د منځګړي رول ولوبوي.
د ۲۰۱۵ کال په جولای کې، د ۱۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د وخت حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې د اسلامآباد ترڅنګ د مری په ښار کې ترسره شوې .
له دې وروسته ، طالبانو اعلان وکړ چې دوی له دې مذاکراتو بېخبره وو او ویې ویل چې خبرې له «اصلي اړخ» سره نه دي ترسره شوې، بلکې یوازې څو کسان—حتی یو زنداني غړی د بېلې شوې ډلې—پکې ګډون کړی و .
همدارنګه، د ۱۹۹۰مې لسیزې په جریان کې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د پاکستان د منځګړیتوب هڅې چندان بریالۍ نه وې او حتی د جګړو د زیاتېدو سبب شوې، او په پایله کې په کابل کې د جهادي ډلو او جګړهمارانو ترمنځ داخلي جګړې دوام وموند .
په افغانستان کې د سولې په بهیر کې، په ځانګړې توګه د دوحې تر توافق پورې مذاکراتو کې، پاکستان مهم رول درلود، خو دلته هم دا هېواد تر ډېره د «اهرم لرونکي لوبغاړي» په توګه عمل کړی، نه د یو بشپړ بېطرف منځګړي په توګه. دا الګو ښيي چې د پاکستان اصلي برتري په «لاسرسي رامنځته کولو» کې ده، نه حتمي د «منازعې حل کولو» کې .
د پاکستان د کړنو په اړه د امریکا تاریخي نارضایتي
د امریکا په بهرني سیاست کې، په ځانګړې توګه د افغانستان جګړې وروسته، د پاکستان په اړه انتقادي لید رامنځته شوی دی . په دې چوکاټ کې :
ځینې امریکایي محافل پاکستان یو «بېباوره شریک» ګڼي ،
د افغانستان په قضیه کې د «دوګونې لوبې» موضوع لا هم د واشنګټن په سیاسي حافظه کې موجوده ده ،
او دا ډول سابقه د دې لامل ګرځي چې د پاکستان مشران کله ناکله له سختو انتقادونو سره مخ شي .
لکه څنګه چې ډونالډ ټرمپ شهباز شریف «loser» بللی و .
په عین حال کې ، په افغانستان کې د پاکستان دوهګونی سیاست—له امریکا سره همکاري او له طالبانو سره اړیکې—د یو ډول بېباورۍ سبب شوی دی .
خو سره له دې ، د نړیوالو اړیکو په منطق کې، منځګړیتوب پر «مطلق باور» نه، بلکې پر «کارنده باور» ولاړ وي .
په بل عبارت، هغه څه چې پاکستان یو بالقوه منځګړی ګرځوي، د هغه پاک سابقه نه ده، بلکې دا وړتیا ده چې له ټولو اړخونو سره اړیکې وساتي .
رقابتي ابعاد او د لویو قدرتونو غبرګون
د چین او روسیې له نظره ، د پاکستان منځګړیتوب رول د احتیاطي ملاتړ او جیوپولیتیکي اندېښنې ترکیب دی. چین د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو هرکلی کوي ، ځکه د منځني ختیځ ثبات د هغه د انرژۍ امنیت لپاره مهم دی، خو د پاکستان او امریکا ترمنځ د زیات نږدېوالي په اړه حساس دی.
روسیه هم د تاوتریخوالي کمېدو ملاتړ کوي، خو د سیمې کې د امریکا د نفوذ د زیاتېدو په اړه بدبینه ده .
په مجموع کې، دواړه قدرتونه د پاکستان دا اقدام یو «قابل مدیریت تاکتیکي حرکت» بولي چې هم فرصت او هم خطر رامنځته کولی شي. د دوی وروستی دریځ به دې پورې تړلی وي چې دا منځګړیتوب د سیمهییز قدرت توازن باندې څه اغېز لري.
په پای کې ، ویل کېدای شي چې پاکستان نه د یو کلاسیک بېطرف منځګړي په توګه، بلکې د یو موازنهګر او پوښښي لوبغاړي په توګه د ایران او امریکا په کړکېچ کې د رول لوبولو هڅه کوي. دا رول تر دې ډېر چې پر ژور باور ولاړ وي، پر «کارنده باور» او د ګټو پر همپوشۍ ولاړ دی. د دې ستراتیژۍ بریا د دې هېواد پر دې وړتیا پورې تړلې ده چې د سیالو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي، خپل امنیتي چاپېریال مدیریت کړي او له خپل جیوپولیتیکي موقعیت څخه هوښیارانه استفاده وکړي.
پایله
په دې څېړنه کې ترسره شوی تحلیل ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان احتمالي منځګړیتوب د کلاسیکو ماډلونو له مخې—چې پر بشپړ بېطرفۍ ولاړ دي—نه شي تشریح کېدای، بلکې باید د بهرني سیاست د پېچلو ستراتیژیو، په ځانګړې توګه د «پوښښي» (hedging) او څو اړخیز موازنهګر سیاست په چوکاټ کې درک شي. پاکستان د نړیوال نظام د یوه منځني قدرت په توګه هڅه کوي د متعارضو لوبغاړو سره د هممهاله اړیکو په ساتلو سره، خپل جیوپولیتیکي موقعیت د ملي ګټو د اعظمي کولو لپاره وکاروي؛ داسې یو عمل چې منځګړیتوب له یو صرف دیپلوماتیک اقدام څخه د ستراتیژیکو خطرونو د مدیریت وسیلې ته اړوي .
د دې مقالې موندنې ښيي چې د پاکستان انګېزې څو بعدي او یو له بل سره تړلې دي. په اقتصادي کچه، د بهرنیو مالي ملاتړونو اړتیا او د انرژۍ بازار ثبات د اسلامآباد سیاست اغېزمنوي. په امنیتي بعد کې، د سرحدي بېثباتۍ مخنیوی او د فراملي ګواښونو مهار حیاتي اهمیت لري. په جیوپولیتیکي کچه ، پاکستان هڅه کوي خپل موقعیت د یوه مهم لوبغاړي په توګه تثبیت کړي ، په داسې حال کې چې په داخلي کچه دا ډول رول د سیاسي مشروعیت د پیاوړتیا سبب ګرځي .
په دې منځ کې ، افغانستان د یوه متحرک جیوپولیتیکي متغیر په توګه د پاکستان د منځګړیتوب پر ظرفیت او اعتبار مهم اغېز لري. د افغانستان امنیتي وضعیت، سیاسي جوړښت او سیمهییز موقعیت کولی شي هم فرصتونه او هم محدودیتونه رامنځته کړي . په بل عبارت ، د پاکستان د منځګړیتوب بریا تر ډېره د دې متغیر د مدیریت پورې تړلې ده .
همدارنګه، د چین او روسیې غبرګون ښيي چې دا منځګړیتوب په خلا کې نه ترسره کېږي، بلکې د نړیوال رقابت یوه برخه ده. د دې قدرتونو محتاط ملاتړ او اندېښنې ښيي چې دا بهیر پراخې جیواستراتیژیکې پایلې لرلی شي .
په پای کې ، دا نتیجه اخیستل کېدای شي چې د پاکستان منځګړیتوب تر دې ډېر چې پر «ژور باور» ولاړ وي، پر «کارنده او موقتي باور» ولاړ دی؛ یو مفهوم چې په معاصرو نړیوالو اړیکو کې ورځ تر بلې زیات اهمیت مومي. د دې رول بریا نه یوازې د تهران او واشنګټن په سیاسي اراده پورې تړلې ده، بلکې د پاکستان پر دې وړتیا پورې هم تړلې ده چې د سیالو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي، داخلي ننګونې مدیریت کړي او له خپل جیوپولیتیکي موقعیت څخه اغېزمنه استفاده وکړي. له همدې امله، پاکستان باید نه د یو دودیز منځګړي، بلکې د یو «متحرک موازنهګر لوبغاړي» په توګه وپېژندل شي چې د جیوپولیتیکي معاملې پر منطق عمل کوي .
مآخذ (سرچینې)
- Buzan, Barry & Wæver, Ole (2003). Regions and Powers: The Structure of International Security. Cambridge University Press.
- Walt, Stephen M. (1987). The Origins of Alliances. Cornell University Press.
- Morgenthau, Hans J. (2006). Politics Among Nations: The Struggle for Power and Peace. McGraw-Hill.
- Keohane, Robert O. (1984). After Hegemony: Cooperation and Discord in the World Political Economy. Princeton University Press.
- Paul, T. V. (2005). “Soft Balancing in the Age of U.S. Primacy.” International Security, Vol. 30, No. 1.
- Medeiros, Evan S. (2005). “Strategic Hedging and the Future of Asia-Pacific Stability.” The Washington Quarterly.
- Tellis, Ashley J. (2008). Pakistan and the War on Terror: Conflicted Goals, Compromised Performance. Carnegie Endowment.
- Fair, C. Christine (2014). Fighting to the End: The Pakistan Army’s Way of War. Oxford University Press.
- International Crisis Group (Various Reports on Pakistan, Iran, and Regional Security).
- Ahmed, Munir & Castillo, Eduardo (2026). Reports on Pakistan’s mediation efforts between Iran and the U.S. (The New Arab / AP News).
- Siddiqa, Ayesha (2007). Military Inc.: Inside Pakistan’s Military Economy. Pluto Press.
- Khan, Moeed Yusuf (2012). “Pakistan’s Counterterrorism Challenge.” Georgetown University Press.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.