«افغانستان د هند او پاکستان په جیوپولیتیکي سیالۍ کې: د ځواک د انډول بیا ارزونه د Brookings Institution تحلیلونو پر بنسټ»
لنډیز (خلاصه)
دغه مقاله د هند او پاکستان تر منځ د جیوپولیتیکي سیالۍ په چوکاټ کې د افغانستان د ځایګۍ څېړنه کوي او هڅه کوي دې پوښتنې ته ځواب ووایي چې آیا افغانستان یوازې د قدرتونو د سیالۍ ډګر دی او که د یوه پېچلي سیمهییز موازنهکوونکي جوړښت په توګه عمل کوي. دا څېړنه د ځواک د موازنې له نظریې، د سیمهییز امنیتي کمپلکس له مفاهیمو او د Brookings Institution له معاصرو تحلیلونو څخه په ګټې اخیستنې څرګندوي چې د هند او پاکستان تر منځ سیالي په افغانستان کې تر ډېره د نفوذ د رقابت او غیرمستقیمو نیابتي جګړو په بڼه روانه ده، نه د مستقیمو پوځي تقابلو په چوکاټ کې. د مقالې موندنې ښيي چې افغانستان نه یوازې یو جیوپولیتیکي ډګر دی، بلکې په هممهاله توګه د یوه نازک موازنهکوونکي فضا په توګه عمل کوي، چې پکې د سیمهییزو قدرتونو متقابل تعامل د بېثباتۍ د بیا تولید لامل کېږي او په عین حال کې د یوه قدرت د بشپړې واکمنۍ مخه هم نیسي. په پایله کې، مقاله استدلال کوي چې په جنوبي اسیا کې د سیمهییز سیاست درک، د افغانستان د جوړښتي رول له درک پرته نیمګړی پاتې کېږي.
سریزه
د افغانستان جیوپولیتیکي موقعیت تل دا هېواد د سیمهییزو او فرامنطقهییزو قدرتونو د تعاملاتو او سیالیو په مرکز کې ساتلی دی. د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې افغانستان ډېری وخت د یوه «حساس جیوپولیتیکي واحد» په توګه توصیف شوی، چې پکې د سیمهییزو قدرتونو، په ځانګړې توګه هند او پاکستان، متضادې ګټې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول سره ټکر کوي. دغه وضعیت د یوې دوامدارې سیالۍ د رامنځته کېدو لامل شوی، چې پکې د ځواک وسایل له مستقیمې جګړې څخه سیاسي، اقتصادي او امنیتي اغیزی ته اوښتي دي.
په نظري چوکاټ کې ، دا پدیده د ځواک د انډول له نظریې او د سیمهییز امنیتي کمپلکس له مفهوم څخه په ګټې اخیستنې توضیح کېدای شي. د نړیوالو اړیکو د کلاسیکو نظریاتو له مخې، دولتونه په یوه انارشیک نظام کې هڅه کوي د ګواښونو پر وړاندې د توازن له لارې خپل امنیت تأمین کړي، او په دې لړ کې هغه هېوادونه چې محدود بنسټیز ظرفیت او حساس جغرافیایي موقعیت لري، ډېر د قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدلېږي. په همدې تړاو، د Brookings Institution معاصر تحلیلونه هم ښيي چې افغانستان د هند او پاکستان په تعاملاتو کې یوازې د جګړې ډګر نه دی، بلکې یوه څو پوړیزه سیاليیزه فضا ده چې پکې د نفوذ سیاستونه او متقابل امنیتي غبرګونونه ټاکونکی رول لري.
دا مقاله هڅه کوي د نظري لیدلوري او تجربي تحلیلونو په ترکیب سره د دې سیالۍ ماهیت بیا وڅېړي او وښيي چې څنګه افغانستان، سره له دې چې جوړښتي زیانمن دی، د جنوبي اسیا په امنیتي معادلو کې د یوه مرکزي عقدې په توګه عمل کوي. نو ځکه، د دې څېړنې اساسي پوښتنه دا ده چې آیا افغانستان یوازې د قدرتونو د سیالۍ ډګر دی او که د یوه فعال موازنهکوونکي جوړښت په توګه هم لیدل کېدای شي چې خپله هم د سیمهییزو قدرتونو پر چلند اغېز کوي.
د افغانستان جیوپولیتیکي ځایګی په جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا کې
د افغانستان جیوپولیتیکي موقعیت، چې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ په تقاطع کې واقع دی، دغه هېواد د لویو او سیمهییزو قدرتونو د تعامل او تقابل له مهمو مرکزونو څخه ګرځولی دی. دا وضعیت په سیاسي ادبیاتو کې عموماً په دې عبارت بیانېږي چې افغانستان «د قدرتونو د سیالۍ ډګر» دی، او دا سیالۍ د ځمکنيو جګړو د انتقال لامل ګرځي. خو د دې ادعا دقیق تحلیل ښيي چې که څه هم افغانستان په مکرر ډول د جیوپولیتیکي سیالیو تر اغېز لاندې پاتې شوی، خو د دې سیالۍ ماهیت او بڼه د وخت په تېرېدو بدله شوې او نه شي کېدای یوازې په مستقیمو جګړو راکمه شي .
د دې پدیدې د ژور درک لپاره ، د نړیوالو اړیکو نظري چوکاټونه لکه د ځواک د انډول نظریه ، د نیابتي جګړو مفهوم ، د سیمهییز امنیتي کمپلکس نظریه ، او د Brookings Institution معاصر تحلیلونه اړین دي . د Kenneth Waltz د ځواک د انډولیز نظریې له مخې، دولتونه په یوه انارشیک نړیوال نظام کې هڅه کوي د یوه برلاسی قدرت له تسلط څخه مخنیوی وکړي او د انډول له لارې خپل امنیت وساتي . په داسې جوړښت کې ، هغه هېوادونه چې حساس جیوپولیتیکي موقعیت او محدود دولتی بنسټیز ظرفیت لري ، اکثر د غیرمستقیمې سیالۍ ډګر ګرځي. افغانستان هم په همدې وضعیت کې واقع دی، چیرې چې د پاکستان او هند په څېر سیمهییز او همدارنګه فرامنطقهییز قدرتونه سره ټکر کوي.
دغه وضعیت د نیابتي جګړو له مفهوم سره همغږي لري ، ځکه قدرتونه د مستقیمې ښکېلتیا پر ځای له محلي او نیابتي لوبغاړو څخه د خپلو اهدافو د پرمخ وړلو لپاره کار اخلي. سربېره پر دې، د Barry Buzan او Ole Wæver د سیمهییز امنیتي کمپلکس نظریه ښيي چې د افغانستان امنیت په مستقیم ډول د ګاونډیو هېوادونو له اړیکو او سیالیو سره تړلی دی . د دې نظري چوکاټ په بشپړولو کې، د Brookings Institution تحلیلونه، په ځانګړې توګه د «افغانستان–پاکستان–هند مرګونی مثلث» ، څرګندوي چې افغانستان یوازې د سیالۍ ډګر نه دی ، بلکې یوه پېچلې انډولونکې فضا ده چې پکې د یوه لوبغاړي د اغیزی زیاتوالی د بل لوبغاړي متقابل غبرګون راپاروي او دا تعاملات د بېثباتۍ دینامیک پیاوړی کوي .
تاریخي بیاکتنه هم پر دې پېچلتیا ټینګار کوي . په نولسمه پېړۍ کې د بریتانیا او روسیې تر منځ سیالي ، چې «لویه لوبه» بلل کېده ، افغانستان د یوه حایلي زون په توګه بدل کړ چې اصلي موخه یې د سیال هیواد د اغیزی مهارول وو ، نه دا چی پراخې جګړې دې ، دې هېواد ته انتقال شي . خو د سړې جګړې په دوره کې ، په ځانګړې توګه د شوروي–افغان جګړې پر مهال ، دا الګو بدل شو او افغانستان د یوې پراخې نیابتي جګړې ډګر وګرځېد . خو د Brookings تحلیلونه څرګندوي چې دا ډول مستقیمه مداخله د نړیوال نظام له ځانګړو شرایطو سره تړلې وه او عمومي کېدلای نه شي .
له ۲۰۰۱ کال وروسته ، د امریکا او ناټو له حضور سره ، د سیالۍ ماهیت بیا بدل شو او یو ترکیبي بڼه یې خپله کړه. په دې پړاو کې ، که څه هم سیالي دوام درلود ، خو وسایل یې متنوع شول او اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیک ابعاد یې زیات اهمیت وموند . هند ، پاکستان، ایران، چین او روسیې هڅه وکړه چې خپل نفوذ د پانګونې ، سیاسي تعاملاتو او غیرمستقیم ملاتړ له لارې پراخ کړي . د Brookings تحلیلونه ښيي چې د هند او پاکستان سیالي په افغانستان کې تر ډېره د «اغیزی سیالي» ده ، نه مستقیمه جګړه ، او دا سیالي په غیرمستقیم ډول د افغانستان پر داخلي بېثباتۍ اغېز کوي .
له همدې امله ، انتقادي ارزونه ښيي چې که څه هم افغانستان د خپل جیوپولیتیکي موقعیت او نازکو دولتی بنسټونو له امله د قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی ، خو دا مانا نه لري چې تل نیابتی ځمکنۍ جګړې ورته انتقال شوې دي . بلکې زیاتره یو څو بعدي رقابت لیدل کېږي چې پکې سخت او نرم وسایل دواړه کارول کېږي . په بل عبارت، افغانستان تر دې ډېر چې یوازې د جګړې ډګر وي، یوه پېچلې موازنهکوونکې فضا ده .
په پایله کې ، ویلای شو چې افغانستان په معاصر نړیوال نظام کې په یو وخت کې هم د سیالۍ ډګر دی او هم یو بالقوه موازنه ساتونکی کوونکی لوبغاړی . سیالي واقعي ده ، خو ماهیت یې له مستقیمو جګړو څخه څو پوړیزو رقابتونو ته اوښتی دی . نو ځکه ، د دې پدیدې علمي درک د «جګړې ډګر» له ساده تصور څخه د تېرېدو غوښتنه کوي .
د افغانستان د اوسني حاکمیت لپاره وړاندیزونه :
افغانستان هغه وخت ګټه ترلاسه کوي چې له منفعل حالت (object) څخه د موازنهکوونکي فعال لوبغاړي (balancer) حالت ته واوړي ؛ یعنې نه په هند پورې تړلی وي او نه په پاکستان ، بلکې د دواړو سیالي د «چنې وهلو د اهرم» په توګه وکاروي ، چې په رئالیستي نظریاتو کې ورته hedging strategy ویل کېږي .
په جیو اقتصاد (Geoeconomics) کې، افغانستان کولای شي خپل جغرافیایي موقعیت په شتمنۍ بدل کړي :
د سیمهییز ترانزیت په څلورلارې بدل شي،
د سیالو پروژو څخه ګټه واخلي :
هند : د چابهار بندر (د ایران له لارې) ،
پاکستان: دودیزې سوداګریزې لارې او کریدورونه،
او دواړو ته محدود امتیازات ورکړي، بې له دې چې انحصار رامنځته کړي.
افغانستان کولای شي د هند او پاکستان رقابت د پانګونې د جذب لپاره وکاروي ، لکه د زیربنایي پروژو ، انرژۍ ، سړک جوړونې او کانونو په برخه کې . هېڅ پروژه باید انحصاري نه وي . همدارنګه ، کولای شي له دواړو هېوادونو څخه د نه مداخلې ژمنه واخلي او سیالي د امنیتي همکارۍ پر لور واړوي ، لکه د تروریزم پر ضد مبارزه او د سرحدونو کنټرول.
په څو اړخیزه دیپلماسۍ کې، افغانستان باید سیالي یوازې دوه اړخیزه محدوده نه کړي ، بلکې د روسیې او ایران په څېر نور لوبغاړي هم ورګډ کړي تر څو چاپېریال څو قطبي کړي او فشار راکم کړي .
د عملي سیاستګذارۍ له پلوه :
د «مثبت توازن» سیاست غوره کړي ،
له دواړو لورو سره ښې اړیکې وساتي ،
د یو بل پر ضد ایتلافونو ته داخل نه شي ،
او د سیاسي شعارونو پر ځای پر عملي پروژو تمرکز وکړي.
همدارنګه ، شفاف اقتصادي تړونونه ، هوښیار دیپلوماتیک مدیریت او د بشپړ تقابل مخنیوی باید یقیني کړي ، خو په عین حال کې یو معقول حد رقابت هم وساتي .
سرچینې او مأخذونه
Waltz, Kenneth N. Theory of International Politics. New York: McGraw-Hill, 1979.
Buzan, Barry, and Ole Wæver. Regions and Powers: The Structure of International Security. Cambridge: Cambridge University Press, 2003.
Dalrymple, William. A Deadly Triangle: Afghanistan, Pakistan, and India. Washington, DC: Brookings Institution, 2013.
Pant, Harsh V. “India in Afghanistan: A Test Case for a Rising Power.” Washington, DC: Brookings Institution, 2011.
Westad, Odd Arne. The Global Cold War. Cambridge: Cambridge University Press, 2005.
د پاکستان ستراتیژیک ژوروالی سیاست، تاریخي بدلونونه او دفاعي وړتیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.