د بګرام هوايي اډه او د یوویشتمې پېړۍ جیواستراتیژي:
« د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سیالۍ په ډګر کی ارزونه«
په وروستیو کلونو کې ، متحده ایالاتو یو ځل بیا د افغانستان د بګرام د هوايي ډګر پر اوږدمهاله استراتیژی ارزښت ټینګار کړی دی . دغه موضوع په ځانګړي ډول د دونالد ټرمپ تر بیا واکمنیدو وروسته د پام وړ وگرزیدلی دی ؛ کله چې ترامپ په خپله د کابینې په لومړۍ ناسته کې ، د دفاع له وزیر پیت هېګسېت سره یوځای ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې او د هغې پایلی ، او له دې جملې نه د بګرام له لاسه ورکولو ، ته اشاره وکړه . ټرمپ څرګنده کړه چې دی د وتلو په لومړني پلان کې د دې اډې ساتل په پام کې نیولی و ، نه یوازې د افغانستان له امله،بلکې د چین له ستراتیژیکو مرکزونو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د اټومي پروګرامونو اړوند تأسیساتو ته د هغې د نږدېوالي له کبله .
همدارنګه ترمپ د بګرام تخنیکي ظرفیتونو ته اشاره وکړه او دا یې د نړۍ له تر ټولو لویو هوايي اډو څخه وبلله ، چې اوږد او پیاوړی رینوې او د درنو نظامي الوتکو د منلو وړتیا لري .
د دغو څرګندونو په تعقیب ، ټرمپ ادعا وکړه چې چین اوس د دې اډې کنټرول په لاس کې لري ، خو د افغانستان حکومت دا ادعا رده کړه او ټینګار یې وکړ چې بګرام د افغانستان د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دی .
سره له دې چې د اوسني کنټرول په اړه روایتونه سره توپیر لري ، د دې اډې سیمهییز اهمیت لا هم بې له شکه پخپل ځای پاتې دی؛ ځکه چې د هغې جغرافیایي موقعیت د مرکزي آسیا ته د چټک لاسرسي او د شاوخوا امنیتي بدلونونو، په ځانګړي ډول د ترهګریزو ګواښونو ، د څار امکان برابروي .
د بګرام د اهمیت د زیاتوالي له مهمو عواملو څخه یو د چین د اټومي وړتیاوو چټک پرمختګ دی . د استخباراتي راپورونو له مخې ، دغه هېواد د خپل اټومي زېرمتون د عصري کولو او پراختیا تر ټولو پراخ پروګرام پر مخ وړي ، چې هدف یې له متحده ایالاتو سره د دوامدار ستراتیژیک توازن (اوږدمهاله) رامنځته کول ګڼل کېږي . دا بهیر د ګڼو توغندیو زیرمتون جوړول ، د ځمکنیو ، هوايي او سمندري توغندیزو سیستمونو پراختیا ، او د اټومي سرګلولو د شمېر زیاتوالی رانغاړي ؛ چې اټکل کېږي چین به تر ۲۰۲۴ کال پورې له ۶۰۰ فعالو سرګلولو واوړي او ښايي تر ۲۰۳۰ پورې یې شمېر له ۱۰۰۰ څخه هم زیات شي ، او په ۲۰۲۵ کال کې د ۷.۵٪ نظامي بودجې زیاتوالی هم شامل دی . همدارنګه ، سپوږمکۍ انځورونو د سینکیانګ په سیمه کی چې له افغانستان سره پوله لري د توغندیو د سیلوګانو یا زیرمتون د پراختیا تایید کړې ، چې د دغه هېواد د سلاو په ظرفیت کې بېساری بدلون ښيي .
بګرام د نړۍ له تر ټولو لویو هوايي اډو څخه ده ، چې یو له تر ټولو لویو او قوي رینوېګانو څخه لري ، چې له درنې کانکریټ او فولادو جوړ شوی دی . دا هوايي ډګر ۱۱۸۰۰ فوټه (۳.۵ کیلومتره یا ۳۵۰۰ متره) اوږد رینوې لري ، چې د درنو بمبار او بار وړونکو الوتکو د خدمت وړتیا لري .
د افغانستان د جیواستراتیژیک اهمیت او د لویو قدرتونو په سیالۍ کې د هغې د رول په اړه څېړنې د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې نسبتاً پراخه سابقه لري .
په دې منځ کې، رئالیستي تیوریستان لکه Kenneth Waltz ، د نړیوال نظام پر انارشیک جوړښت ټینګار کوي او استدلال کوي چې دولتونه تل خپل د بقا او د قدرت د توازن د ساتلو هڅه کوي ، چې دا چاره سبب ګرځي تر څو ستراتیژیک موقعیت لرونکې سیمې ، حتی د داخلي بېثباتۍ په صورت کې هم ، خپل اهمیت وساتي . په همدې لړ کې، John Mearsheimer د تهاجمي رئالیزم په چوکاټ کې باور لري چې لوی قدرتونه په دوامداره توګه د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې وي او له هر جیواستراتیژیک فرصت څخه د سیالانو د مهارولو لپاره کار اخلي ، چې دا چاره کولای شي بګرام ته د متحده ایالاتو احتمالي بېرته ستنېدل د چین د مهار د سیاست یوه برخه وښيي .
د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته ، متحده ایالات په افغانستان کې له طالبانو سره په شل کلنه جګړه کې ښکېل پاتې شول .
د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د بګرام هوايي اډه او د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات یې شاته پرېښودل .
د بګرام هوايي اډه د پروان ولایت د چاریکار ښار په ۱۱ کیلومترۍ سوېل ختیځ کې او د کابل ښار په ۴۰–۴۵ کیلومترۍ شمال کې موقعیت لري. دا اډه چې د بګرام د لرغوني ښار پر ځای ، د بحر له سطحې څخه په ۱۴۹۲ مترو (۴۸۹۵ فوټه) لوړوالي کې پرته ده ، دوه کانکریټي رینوېګانې لري. اصلي رینوې یې ۳۶۰۲ متره په ۴۶ متره (۱۱۸۱۹ فوټه × ۱۵۱ فوټه) ده ، چې د لویو نظامي الوتکو د انتقال وړتیا لري . دوهم رینوې یې ۲۹۵۳ متره په ۲۶ متره (۹۶۸۷ فوټه × ۸۵ فوټه) ده . دغه اډه لږ تر لږه درې لوی ګدامونه ، د کنټرول یو برج ، ګڼ ملاتړیز ودانۍ او بېلابېلې استوګنیزې سیمې هم لري . همدارنګه له ۳۲ هکټاره زیات د ټکسي وې ساحه او پنځه د الوتکو د خپرېدو ساحې لري چې له ۱۱۰ څخه زیات سرپناهونه پکې موجود دي .
بګرام په ۱۹۵۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له خوا جوړ شو . دا اډه پخوا په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه وه . دا اډه د امریکایانو له خوا پراخه او عصري شوه . همدارنګه ، یو ۵۰ بستریز روغتون، درې جراحي خونې او یو عصري د غاښونو کلینیک هم پکې شتون درلود . د کابل نړیوال هوايي ډګر د بګرام په سوېل کې شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې موقعیت لري چې د دوو جلا سړکونو له لارې سره نښلول شوي دي .
په داسې شرایطو کې ، بګرام د متحده ایالاتو لپاره یوازې یوه نظامي اډه نه، بلکې یو حیاتي جیواستراتیژیک شتمني ګڼل کېږي. دا اډه د خپلې عملیاتي ساحې په چوکاټ کې د نړۍ د نفوس یوه لویه برخه (۸۵٪) ، د نړیوالې سوداګرۍ او ترانزیت مهمې لارې ، او ستراتیژیکې سرچینې لکه نفت (۷۰٪) ، نادره معدني عناصر (۷۵٪) او د نړۍ د طبیعي ګازو ۶۵٪ زیرمې تر خپل پوښښ لاندې راولي . د دې لیدلوري په پام کی نیولو سره ، بګرام د لویو قدرتونو په سیالۍ کې د قدرت د اعمال یو مهم وسیله کېدای شي. دا اډه د شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت هم لري .
له بلې خوا، د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د ستراتیژیکې سیالۍ په اړه نوې څېړنې د حاشیوي سیمو او جیواستراتیژیکو اتصال نقطو پر اهمیت ټینګار کوي . د پنتاگون په څېر بنسټونو تحلیلي راپورونه ښيي چې د چین د نظامي او اټومي وړتیاوو چټک زیاتوالی د امریکايي پالیسي جوړونکو له مهمو اندېښنو څخه ګرځېدلی دی . په دې منځ کې، ځینې څېړنې استدلال کوي چې متحده ایالات هڅه کوي د چین شاوخوا سیمو کې د نظامي اډو په جوړولو یا ساتلو سره یو ډول « نرمه ستراتیژیک محاصره » رامنځته کړي .
همدارنګه، د ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان په اړه ادبیاتو کې ډېری شنونکي دې ته اشاره کوي چې د امریکايي ځواکونو وتلو د قدرت یو تشه رامنځته کړې، چې سیمهییز او نړیوال لوبغاړي یې ډکولای شي . په دې چوکاټ کې، ځینې څېړنې د چین احتمالي رول ته ، په ځانګړي ډول په اقتصادي او امنیتي برخو کې، اشاره کوي، خو د چین د مستقیم نظامي حضور په اړه شواهد محدود دي او زیاتره په اټکلونو پورې محدود پاتې دي.
په ټوله کې، د څېړنو مخینه ښيي چې د بګرام اهمیت یوازې د افغانستان په داخلي چوکاټ کې نه شي تحلیل کېدای ، بلکې باید د نړیوال نظام د لویو سیالیو او د قدرتونو ترمنځ د تعامل په بستر کې وڅېړل شي ړ .
د بگرام جغرافیایي تاریخي ریښه هم لري. د ۳۲۹ قبلالمیلاد کال کې د اسکندر مقدوني له راتګ او د اسکندریې له جوړېدو څخه ، د شوروي اشغال او بیا د سپټمبر د ۱۱مې وروسته د امریکا تر حضور پورې، بګرام تل د سیمهییزو بدلونونو د کنټرول لپاره یو ستراتیژیک ټکی پاتې شوی دی. په اوسنی پېر کې ، امریکا دا اډه پراخه کړه او د خپلو نظامي عملیاتو له اصلي مرکزونو څخه یې وګرځوله .
بګرام د ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال، د جیواستراتیژیکو منازعو له مهمو ټکو څخه شو . ټرمپ دا وتل یو ستراتیژیکه تېروتنه ګڼلې او د دې اډې د بېرته نیولو پر اړتیا یې ټینګار کړی . د هغه له نظره، د بګرام کنټرول متحده ایالاتو ته دا امکان ورکوي چې د چین ، ایران ، روسیې او نورو سیمهییزو لوبغاړو پر وړاندې خپل نفوذ وساتي .
د بګرام هوايي ډګر د افغانستان په جیواستراتیژیک تحلیل کې یوازې یو نظامي تأسیسات نه ، بلکې د متحده ایالاتو ، روسیې او چین ترمنځ د درې اړخیزې سیالۍ په تقاطع کې د « ځواک استراتیژیکه غوټه » بلل کېږي . د افغانستان جغرافیه دا هېواد د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او لوېدیځ چین ترمنځ یو حایل (buffer zone) ګرځولی، چې هر ډول نظامي حضور پکې نړیوالی پایلې لري.
د روسیې له نظره ، بګرام د دې هېواد د شاوخوا امنیتي دکترین په چوکاټ کې راځي . مسکو افغانستان د خپل « جنوبي امنیتي عمق » برخه ګڼي او د لوېدیځ ځواکونو حضور ته حساس دی . له همدې امله، بګرام ته د امریکا احتمالي ستنېدل د روسیې لپاره یو ستراتیژیکه ګواښ ګڼل کېږي .
برخلاف، چین دا موضوع د اقتصادي ثبات او د خپلو لوېدیځو پولو د امنیت له زاویې ارزوي . د پیکنګ لپاره افغانستان هغه وخت ستراتیژیک اهمیت لري چې بېثباتي یې د ترانزیتي لارو او د سینکیانګ امنیت ته ګواښ واړوي . له همدې امله ، د چین دریځ محتاط او غیرمستقیم دی .
په عمومي کچه، بګرام د اوراسیا د قدرت د توازن په جوړښت کې یو حساس ټکی دی. خو د اټومي پوښښ ، اقتصادي تړاوونو او د جګړې د لوړ لګښت له امله ، د قدرتونو غبرګونونه زیاتره د بحران د مدیریت په چوکاټ کې وي ، نه د مستقیمې جګړې .
همدارنګه، په بګرام کې د نورو لوبغاړو لکه هند د احتمالي حضور یا سپارلو په اړه تحلیلونه هم مطرح شوي ، که څه هم په دې برخه کې هېڅ رسمي تأیید شتون نه لري . سره له دې، دغه ډول اټکلونه ښيي چې بګرام په یوه «جیواستراتیژیکه غوټه» بدله شوې ده؛ داسې یو ټکی چې د بېلابېلو قدرتونو ګټې پکې سره تلاقی کیږي . د افغانستان لپاره هم دا اډه هم یو فرصت کېدای شي د بهرني ملاتړ او امتیاز د ترلاسه کولو لپاره ، او هم یو ننګونه د ملي حاکمیت د ساتلو په برخه کې ده.
په پایله کې، ویلی شو چې د بګرام هوايي اډه یوازې یو نظامي تأسیسات نه، بلکې د یوویشتمې پېړۍ د ستراتیژیکې سیالۍ یو سمبول دی . د هغې ځانګړی جغرافیایي موقعیت، پرمختللې زیربناوې، او د نړیوالو کړکېچونو له مرکزونو سره نږدېوالی ، دا اډه په نړیواله کچه له تر ټولو ارزښتمنو جیواستراتیژیکو شتمنیو څخه ګرځولې ده؛ داسې شتمني چې کنټرول یې کولای شي د سیمې او حتی تر هغې هاخوا د قدرت توازن اغېزمن کړي .
د پورته نظري د چوکاټ له مخې، بګرام یو «حساس جیواستراتیژیک متغیر» دی چې کولای شي د سیمه ایز قدرتونو د توازن د فعالېدو لامل شي .
د امریکا، روسیې او چین ترمنځ سیالي نوره هم شدیده کړي ،
خو په ندرت سره به مستقیمې جګړې ته ورسېږي ،
ځکه چې د اټومي پوښش جوړښت، اقتصادي متقابل تړاوونه او د جګړې لوړ لګښتونه، د ځواکونو چلند د بحران پر لور مدیریت کوي ، نه مستقیمې تقابل ته .
د افغانستان اړوند سناریوګانو کې ، په ځانګړي ډول د بګرام په اړه، موضوع باید یوازې د «یرغل یا اشغال» په چوکاټ کې ونه کتل شي ، بلکې د متحده ایالاتو ، روسیې ، چین او سیمهییزو لوبغاړو لکه پاکستان او هند ترمنځ د پراخې جیواستراتیژیکې سیالۍ په چوکاټ کې تحلیل شي .
اصلي واقعیت دا دی چې افغانستان اوس تر ډېره د «نفوذي سیالۍ فضا» ته ورته دی ، نه د کلاسیکې جګړې میدان . له همدې امله ، هر لوی بدلون—لکه بګرام ته د کوم بهرني قدرت احتمالي بېرته ستنېدل—به د مستقیمې جګړې پر ځای غیرمستقیم ابزارونه فعال کړي : دیپلوماتیک فشار، استخباراتي سیالي، سیمهییز ائتلافونه، د نیابتي ځواکونو کارول او د بحران مدیریت . په دې منځ کې ، روسیه عموماً امنیتمحوره او سخت غبرګون لرونکې تګلاره لري ، چین محتاط، اقتصادي او د ثبات پر محور ولاړ دریځ غوره کوي، او امریکا افغانستان ته تر ډېره د ترهګرۍ ضد او سیمهییز توازن له زاویې ګوري، نه د کلاسیک اشغال له لیدلوري . همدې توپیرونو سبب ګرځېدلي چې کړکېچونه زیاتره «مدیریت» شي ، نه دا چې د لویو قدرتونو ترمنځ مستقیمې جګړې ته واوړي.
که په لنډه توګه ووایو : د افغانستان راتلونکی به لږ د مستقیمې جګړې پر لور ولاړ وي او ډېر د کنټرول شوې ، څوپوړیزې سیالۍ پر لور پرمختګ کوي .
په ستراتیژیکه کچه، د بګرام پر سر سیالي د «د افغانستان د جګړې وروسته فضا د کنټرول» د سیالۍ یوه برخه ګڼل کېدای شي . په دې چوکاټ کې ، اصلي موضوع خپله اډه نه، بلکې دا ده چې کوم قدرت کولای شي د افغانستان له خاورې د سیمهییز نفوذ د پلاتفورم په توګه ګټه واخلي. متحده ایالات، که بېرته راستانه شي، به هڅه وکړي چې په د اسیا زړه کې د څارنې او ترهګرۍ ضد ظرفیت وساتي، په داسې حال کې چې روسیه او چین دا ډول حضور د خپل شاوخوا پر وړاندې د جیواستراتیژیک فشار د بیا راګرځېدو په توګه ارزوي .
بګرام د جیواستراتیژۍ په منطق کې د «په متغییر حالت کې د قدرت سمبول» دی. روسیه دا د خپل حیاط خلوت د امنیت لپاره ګواښ ګڼي او نسبتاً سخت خو غیرمستقیم غبرګون ښيي ؛ چین دا د اقتصادي ثبات او سرحدي امنیت له زاویې تحلیلوي؛ او متحده ایالات دا د اسیا ستراتیژیک عمق ته د احتمالي بېرته ستنېدو وسیله ګڼي. له همدې امله، د بګرام په اړه هر تحول یوازې محلي موضوع نه، بلکې د اوراسیا د قدرت د توازن د لویې معادلې برخه ده .
ځینې شنونکي په واقعبینانه ډول د افغانستان د هوايي حریم د زیانمنتیا یادونه کوي ؛ داسې چې اسلامي امارت د دې ستراتیژیک ضعف په اړه اندېښنه لري او حتی د پاتې شویو امریکايي تجهیزاتو د کارولو تخنیکي وړتیا هم نه لري . له همدې امله، د طالبانو اداره د داسې باوري شریک اړتیا لري چې وکولای شي په دې دواړو برخو کې مرسته وکړي .
همدارنګه څرګنده شوې چې طالبان، سره له دې چې امیرخان متقي چین ته سفر کړی ، نه پر امریکا اونه پر پاکستان باور لري او نه هم غواړي چین ته بشپړ نرمښت وښيي .
د پورتنیو مواردو له مخې ، طالبان دوه اساسي ټکي په روښانه ډول درک کړي دی:
لومړی ، بګرام هوايي اډه د نړیوالو قدرتونو لپاره یو جذاب جیواستراتیژیک ټکی دی ، چې د جنوبي اسیا ، مرکزي اسیا او لوېدیځې اسیا په تقاطع کې موقعیت لري او د یوه راټوکېدونکي جیواستراتیژیک او جیوایکونومیک مرکز په توګه بدلېږي .
خو اسلامي امارت د دې توان نه لري چې د بهرنیو له احتمالي جبري اشغال څخه په بشپړه توګه دفاع وکړي . د دونالد ټرمپ له خوا د جبري اشغال ګواښ ، او د پاکستان هوايي بریدونه ، دا زیانمنتیا نوره هم څرګندوي .
دوهم ، اسلامي امارت د افغانستان د هوايي حریم د ساتنې لپاره مناسب دفاعي سیستم نه لري، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د هوايي بریدونو پر وړاندې، چې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې پر سر تاریخي ځمکنۍ شخړه لري .
سربېره پر دې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۹مې او له هغې دوه اوونۍ مخکې د پاکستان هوايي بریدونو د دې هېواد د هوايي دفاعي کمزورتیاوې لا څرګندې کړې. پاکستان آن د افغانستان پر هوايي حریم د خپل تسلط ادعا کوي .
له همدې امله ، اسلامي امارت د خپل ستراتیژیک ضعف په درک کولو سره د داسې باوري شریک په لټه کې دی چې د افغانستان د هوايي حریم په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي .
په دې برخه کې ، د هند پخوانۍ مرستې—لکه د افغانستان د پارلمان ودانۍ، سړکونه او بندونه—د خلکو له خوا ستایل شوي، چې دا چاره کولای شي د طالبانو لپاره د یو نسبي باور فضا رامنځته کړي .
سربېره پر دې ، طالبان پر پاکستان باور نه لري او پوهېږي چې پاکستان له افغانستانه د هند پر وړاندې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه اخیستې . حتی د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته ، ځینو پاکستاني مشرانو ادعا کوله چې طالبان به له دوی سره د کشمیر په مسئله کې مرسته وکړي. طالبان په دې هم پوهېږي چې پاکستان غواړي افغانستان د خپل «پنځم ولایت» او د هند پر وړاندې د ستراتیژیک عمق په توګه وکاروي .
هند کولای شي پراختیايي پروژې لکه د برېښنا بندونه، روغتونونه، ښوونځي او لویې لارې پراخې مرستی وکړي، او حتی د افغانستان د اورګاډي پروژې هم مطرح شوې دي .
د یادونې وړ ده چې بګرام اډه د ۲۰۲۱ کال د اګست د وتلو پر مهال د امریکايي ځواکونو له خوا د تخلیی تر نامه لتندی ډیری نظامی تجهیزات یې ویجاړ کړل ، او پاتې وسایل هم د طالبانو تر راتګ مخکې د ټوپکمارو له خوا لوټ او تالا شول .
د بګرام اصلي ارزښت نه په پاتې نظامي تجهیزاتو کې دی او نه په پرېښودل شویو تاسیساتو کې ، بلکې په دې کې دی چې کوم قدرت پر دې اډه کنټرول لري . د افغانستان غرنی او سخت جغرافیه د هوايي حریم کنټرول ستونزمنوي ، او بګرام د درنو الوتکو لپاره یو نادر مناسب ځای برابروي .
د دې څېړنې موندنې ښيي چې د دونالد ټرمپ د بګرام د بېرته نیولو څرګندونې باید د مرکزي او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژیکو ګټو د بیا تعریف په چوکاټ کې تحلیل شي . دا موضوع یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزې پورې محدوده نه ده، بلکې د قدرت د توازن او له چین سره د جیواستراتیژیکې سیالۍ له منطق سره تړاو لري . بګرام په دې چوکاټ کې د یوه « ستراتیژیک پلاتفورم » په توګه مطرح کېږي چې د څارنې ، دفاع او غیرمستقیم فشار وسیله کېدای شي .
خو واقعي تحلیل ښيي چې د دې هدف تحقق له جدي محدودیتونو سره مخ دی:
لومړی ، د طالبانو سیاسي او ایډیولوژیک جوړښت د امریکا د بیا حضور مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي .
دوهم ، د امریکا د نظامي حضور بدلېدونکی ماډل چې پر غیرمستقیمو وسایلو تمرکز لري د بګرام په څېر اډو ته د بېرته ستنېدو انګېزه کموي .
درېیم ، د دې اقدام لوړ سیاسي او اقتصادي لګښتونه هم د مخنیوي عامل ګرځي.
په عمومي کچه ، دا موضوع د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې یو بنسټیز پارادوکس څرګندوي: له یوې خوا د مستقیم نظامي حضور کمول، او له بلې خوا د ستراتیژیک برترۍ ساتل . بګرام په دې منځ کې د همدې تضاد یو سمبول ګرځي .
په پای کې ، ویلی شو چې د بګرام راتلونکی د یو ځانګړي لوبغاړي په اراده پورې نه ، بلکې د افغانستان د داخلي شرایطو ، سیمهییزو سیالیو او د نړیوال نظام د بدلونونو ترمنځ په پېچلي تعامل پورې تړلی دی . حتی که د امریکا مستقیم بېرته ستنېدل ژر تحقق ونه مومي، د دې اډې ستراتیژیک اهمیت به د لویو قدرتونو په محاسباتو کې پاتې شي او د سیمې د جیواستراتیژیکو معادلو یو مهم عنصر به وي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.