د پاکستان ستراتیژیک ژوروالی سیاست، تاریخي بدلونونه او دفاعي وړتیا (Deterrence)
لنډیز
د «ستراتیژیک ژوروالي» مفهوم د پاکستان د ملي امنیت په بحثونو کې ، په ځانګړي ډول د هند او افغانستان سره د جوړښتي سیالۍ او د سیمې د دوامدارې بېثباتۍ په پایله کې ، خورا مهم ځای خپل کړی دی . دا څېړنه د جوړښتي واقع بینی یا ریالیزم ، کلاسیک جیوپولیتیک او د سیمې د امنیتي معادلو په رڼا کې د ستراتیژیک ژوروالي مفهومي ریښې ، د پاکستان په امنیتي دکترین کې د هغې د برڅیره کېدو علتونه ، او د سویلي اسیا د هستوي کېدو وروسته د دې مفهوم بدلون څېړي . موندنې ښيي چې د پاکستان لپاره «ستراتیژیک ژوروالی» تر دې ډېر چې یو صرف جغرافیایي مفهوم وي ، د یو سیاسي ـ امنیتي ستراتیژۍ بڼه یې غوره کړې ده چې د هند له لوري د ادراک شوي ګواښ د مدیریت او د جیوپولیتیکي محاصرې د مخنیوي لپاره کارول کېږي .
سریزه
په کلاسیکو پوځي ادبیاتو کې ستراتیژیک ژوروالی هغه جغرافیایي واټن ته ویل کېږي چې د جګړې د لومړۍ کرښې او د دولت د حیاتي مرکزونو ( لکه پلازمېنه ، صنعتي مرکزونه او لوجستیکي غوټې) تر منځ موجود وي . دغه واټن یو هېواد ته دا توان ورکوي چې څو پوړیز دفاعي سیستم جوړ کړي ، ځواکونه په تدریجي ډول بسیج کړي او دښمن د اوږدې جګړې له لارې ستړی کړي .
لوی جغرافیایي هېوادونه لکه د روسیې فدراسیون په دودیز ډول له پراخ ستراتیژیک ژوروالي څخه برخمن دي . برعکس ، هغه هېوادونه چې جغرافیایي پراخوالی یې محدود وي او یا د نفوس او بنسټیزو تاسیساتو تمرکز یې سرحدونو ته نږدې وي ، نسبتاً ډېر زیانمن هیواد بلل کېږي .
د پاکستان په مورد کې د نفوس او بنسټیزو تاسیساتو تمرکز په پنجاب ایالت کې او له هند سره د سرحد نسبي نږدېوالی دا پوښتنه را پورته کوی چې آیا دغه هېواد د کلاسیک ستراتیژیک ژوروالي څخه برخمن دی او که نه، او که نه وي نو دا کمښت څنګه جبرانولای شي . همدا موضوع په لاندې برخو کې څېړل کېږي .
: جوړښتي واقعګرایي ریالیزم (Neorealism)
د کینت والتز له نظره د نړیوال نظام آنارشیک جوړښت دولتونه دې ته اړ باسي چې د خپل بقا لپاره د ځواک توازن تعقیب کړي . په داسې نظام کې دولتونه د امنیت د اعظمي کولو هڅه کوي، ځکه چې هېڅ مرکزي نړیوال حاکم شتون نه لري چې د هغوی امنیت تضمین کړي .
له همدې امله د ځواکمن ګاونډي (لکه هند) له لوري د ګواښ ادراک کولای شي پاکستان د جبراني سیاستونو پر لور سوق کړي . د جوړښتي واقعګرایۍ له مخې د دولتونو چلند تر ډېره د نړیوال نظام د جوړښت او د ځواک د وېش له لارې ټاکل کېږي .
کلاسیک جیوپولیتیک
د جیوپولیتیک نامتو نظریهپوهان لکه هالفورډ مکېنډر او نیکلاس سپایکمن د ملي ځواک په جوړښت کې د جغرافیې پر مهم رول ټینګار کړی دی.
مکېنډر د «هارټلنډ» یا د ځمکې د زړه نظریه وړاندې کړه او استدلال یې وکړ چې اوراسیا د نړیوال ځواک مرکزي محور دی او پر دې سیمه واکمني د نړیوالې واکمنۍ کلید بلل کېږي . سپایکمن بیا د «ریملنډ» یا د اوراسیا د ساحلي حاشیې نظریه وړاندې کړه او باور یې درلود چې د همدې ساحلي کمربند کنټرول د نړیوال ځواک په معادلو کې ډېر اهمیت لري .
د همدې جیوپولیتیک لیدلوري له مخې د پاکستان فضایي موقعیت—په ځانګړي ډول د ختیځ په جبهه کې د جغرافیایي پراخوالي محدودیت—یو مهم جوړښتي قید بلل کېږي .
د ستراتیژیک ژوروالي د دکترین تاریخي شالید
د ۱۹۴۷–۴۸، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو جګړو چې د هند او پاکستان تر منځ وشوې، د پاکستان د امنیتي ذهنیت په جوړېدو کې بنسټیز رول ولوباوه. په ځانګړي ډول د ۱۹۷۱ کال جګړه او د بنګلهدېش جلا کېدل د پاکستان لپاره یوه ستره ستراتیژیکه ضربه وه .
دغه تجربه وښوده چې که یو هېواد په یوه جبهه کې له جدي فشار سره مخ شي ، نو دا حالت کولای شي په بلې جبهه کې هم د امنیتي سقوط لامل شي .
د افغانستان د جګړې تجربه (۱۹۸۰مه لسیزه)
د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان کې پوځي مداخلې او د پاکستان د یوې مخکښې جبهې په توګه د دې جګړې کارېدلو د اسلاماباد په امنیتي محاسباتو کې د لوېدیځ اړخ اهمیت ډېر کړ .
په همدې دوره کې دا مفکوره پیاوړې شوه چې د افغانستان له لوري یو همغږی یا دوست حکومت د پاکستان لپاره د جیوپولیتیکي محاصرې د مخنیوي ضمانت کېدای شي .
ستراتیژیک ژوروالی څه ته ویل کېږي؟
په پوځي علومو کې ستراتیژیک ژوروالی هغه جغرافیایي یا فضایي واټن ته ویل کېږي چې یو هېواد د دښمن د احتمالي برید پر وړاندې لري ، څو وکولای شي :
خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي ؛
څو پوړیز دفاعي لیکې جوړې کړي ؛
وخت تر لاسه کړي ؛
او د حیاتي مرکزونو د ژر سقوط مخه ونیسي ؛ .
لوی جغرافیایي هېوادونه لکه د روسیې فدراسیون د پراخې خاورې له امله لوړ ستراتیژیک ژوروالی لري. برعکس، هغه هېوادونه چې جغرافیایي پراخوالی یې محدود وي، عموماً د لږ ستراتیژیک ژوروالي له ستونزې سره مخ وي .
ایا پاکستان محدود ستراتیژیک ژوروالی لري؟
الف – په ختیځ کې محدود جغرافیایي پراخوالی
د پاکستان ډېری حیاتي ښارونه لکه لاهور، اسلامآباد او راولپېنډي د هند له سرحد سره نسبتاً نږدې موقعیت لري . په ځینو سیمو کې د پنجاب له سرحد څخه تر مهمو ښارونو واټن تر درې سوه کیلومترو هم لږ دی . دا لنډ واټن په کلاسیکو جګړو کې د زیان مننې کچه لوړوي .
ب – د نفوس او اقتصاد تمرکز په ختیځ کې
د پاکستان د نفوس لویه برخه په پنجاب ایالت کې مېشته ده او د هېواد مهم اقتصادي او صنعتي بنسټونه هم په همدې سیمه کې موقعیت لري . له همدې امله که ختیځه جبهه تر فشار لاندې راشي، د هېواد اقتصادي زړه له جدي ګواښ سره مخ کېږي .
ج – له هند سره د ځواک عدم توازن
هند د نفوس ، اقتصاد ، صنعتي ظرفیت او پوځي ځواک له پلوه د پاکستان په پرتله ډېر لوړ دی . دا عدم توازن د پاکستان د امنیتي ادارو لپاره د دوامدار ګواښ احساس رامنځته کوي .
د – بېثباته لوېدیځه جبهه
پاکستان له افغانستان سره اوږد او ځینې وختونه ترینګلی سرحد لري . له همدې امله اسلامآباد نه شي کولای خپل ټول پوځي ځواک یوازې د ختیځ جبهې لپاره متمرکز کړي .
د پاکستان په پوځي دکترین کې د ستراتیژیک ژوروالي مفهوم :
د همدې جغرافیایي او امنیتي محدودیتونو له امله د پاکستان په امنیتي تفکر کې ، په ځانګړي ډول له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته ، دا نظر مطرح شو چې د افغانستان له لوري یو همغږی حکومت د پاکستان لپاره یو ډول غیرمستقیم ستراتیژیک ژوروالی رامنځته کولای شي.
د دې مفکورې هدف دا نه و چې پاکستان دې د افغانستان خاوره ونیسي ، بلکې موخه یې دا وه چې د هند احتمالي نفوذ او د لوېدیځ له لوري د دوهمې جبهې د رامنځته کېدو مخه ونیسي .
په دې توګه د «جغرافیایي ژوروالي» پر ځای د «سیاسي ستراتیژیک ژوروالي» مفهوم مطرح شو.
سیاسي ـ امنیتي اړخ
د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو په اوږدو کې د پاکستان ځینو پوځي او ستراتیژیکو کړیو استدلال کاوه چې په افغانستان کې یو همغږی حکومت کولای شي :
د دوهمې جبهې د رامنځته کېدو مخه ونیسي ؛
د هند نفوذ محدود کړي ؛
او د استخباراتي او لوجستیکي مانور لپاره فضا برابره کړي .
خو ډېری څېړونکي ټینګار کوي چې دا تصور تر ډېره د سیاسي نفوذ بڼه لري ، نه د واقعي جغرافیایي ژوروالي .
هستوي بعد
په ۱۹۹۸ کال کې د هند او پاکستان له خوا د هستوي ازموینو وروسته د سیمې امنیتي معادله بدله شوه. هستوي پوښښ د بشپړې متعارف جګړې احتمال لږ او د جغرافیایي ژوروالي دودیز اهمیت یې تر یوې اندازې راکم کړ .
په دې معنا چې د هستوي وسلو شتون د جګړې د منطق یوه نوې معادله رامنځته کړه .
: د مفهوم نقد او بیا تعریف
د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي نظریه له څو مهمو نیوکو سره مخ شوې ده :
افغانستان هېڅکله په دوامدار ډول د پاکستان د امنیتي ستراتیژۍ په مدار کې نه دی پاتې شوی .
د افغانستان په چارو کې مداخله د پاکستان د کورني امنیت ستونزې زیاتې کړې دي .
په معاصرې جګړې کې ، چې بالستیک توغندي او پرمختللي هوايي ځواکونه پکې مهم رول لري ، کلاسیک جغرافیایي ژوروالی د پخوا په څېر اهمیت نه لري .
له همدې امله ځینې څېړونکي استدلال کوي چې د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي مفهوم تر ډېره د «ګواښ د ادراک» او امنیتي ذهنیت انعکاس دی ، نه یو مطلق جغرافیایي ضرورت .
پایله
پاکستان د کلاسیک جیوپولیتیک له نظره محدود ستراتیژیک ژوروالی لري. دغه محدودیت د هند سره د جوړښتي سیالۍ په چوکاټ کې معنا پیدا کوي.
په عمل کې د ستراتیژیک ژوروالي مفهوم د پاکستان په سیاست کې تر ډېره سیاسي او امنیتي ماهیت لري، نه یوازې جغرافیایي بڼه. همدارنګه د هستوي بازدارندګۍ رامنځته کېدل د دې مفهوم د بیا تعریف سبب شوی دی.
په پای کې ویلای شو چې د پاکستان ستراتیژیک ژوروالی یو مطلق جغرافیایي حقیقت نه دی، بلکې د امنیتي ادراک، تاریخي تجربو، سیمهییز جوړښت او د ختیځ او لوېدیځ سرحدونو د رواني فشارونو محصول بلل کېږي .
ماخذونه
Kenneth N. Waltz, Theory of International Politics (Reading, MA: Addison-Wesley, 1979).
Halford J. Mackinder, Democratic Ideals and Reality (London: Constable, 1919).
Hasan Askari Rizvi, The Military and Politics in Pakistan (Lahore: Progressive Publishers, 1986).
Steve Coll, Ghost Wars (New York: Penguin Press, 2004).
Ahmed Rashid, Taliban (New Haven: Yale University Press, 2000).
Sumit Ganguly and S. Paul Kapur (eds.), The India-Pakistan Nuclear Relationship (London: Routledge, 2010) .
په درنښت
سیف قاضي زاده
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.