هره اداره یوازې هغه وخت دوام کولی شي چې رهبري یې له تخصص، پوهې او تجربې سره سمون ولري. که دا اصل مات شي، پایله یې حتمي ده، که هغه هر نظام وي، لنډ مثال یې زموږ تېر جمهوریت دی.
کله چې په یوه وزارت کې داسې څوک مقرر شي چې د هماغې برخې تخصص ونه لري، درې منطقي پایلې رامنځته کېږي:
اول، پرېکړې ناسمې کېږي، ځکه پرېکړه کوونکی موضوع نه پېژني.
دوهم، مسلکي کسان منزوي کېږي، ځکه غیرمسلکي رهبري د مسلکي خلکو ارزښت نه شي درک کولای.
درېیم، اداره له هدفه منحرف کېږي، ځکه علمي او تخنیکي معیارونه له منځه ځي.
دا د اداري سیسټم یو طبیعي قانون دی، نه سیاسي دریځ.
هو، دا درک کوم چې هر نظام غواړي خپل وفادار کسان په مهمو ځایونو کې کېنوي څو خپل فکري چوکاټ وساتي. دا د هر نظام حق دی. خو ستونزه هغه ځای پېلېږي چې وفاداري د تخصص ځای ونیسي. په همدې نقطه کې نظام له دننه کمزوری کېږي، نه د بهر له خوا.
د پوهنتون مثال تر ټولو واضح دی:
پوهنتون د فکر، تحقیق او تخصص مرکز دی. که په دې ځای کې رهبري غیرمسلکي او افراطي شي، پایله یې یوازې یو اداري بدلون نه وي، بلکې د راتلونکي نسل پر ذهنونو مستقیم اغېزه کوي.
دا اغېزې یوازې زما ادعا نه ده، بلکې یو منطقي تسلسل لري:
۱. کله چې رهبري علمي نه وي → علمي معیارونه راټیټېږي
۲. کله چې معیارونه راټیټېږي → نصاب محدود او ایډیولوژیک کېږي
۳. کله چې نصاب محدود شي → آزاد فکر له منځه ځي
۴. کله چې آزاد فکر له منځه ولاړ شي → تحقیق او نوښت درېږي
۵. کله چې تحقیف او نوښت ودریږي → مسلکي خلک نظام پرېږدي
۶. کله چې مسلکي خلک له ادارې او نظامه ووځي → اداره او نظام لا کمزورې کېږي
۷. کله چې ادارې او نظام کمزورې شي → نظام سقوط کوي بې ثباتي زیاتیږي او ټولنه نوره هم شاته ځي.
دا یو سلسلهيي سقوط دی، چې پیل یې له یوې ناسمې ټاکنې کېږي خو پایله یې د ټول نظام سقوط او کمزوري ده.
نو بحث دا نه دی چې څوک له چا سره سیاسي اختلاف لري، بلکې بحث دا دی چې:
ایا موږ غواړو داسې هیواد او نظام جوړ کړو چې دوام وکړي، که داسې چې یوازې لنډمهاله کنټرول ولري؟
پایله واضح ده:
که تخصص، شایستګي او علمي معیارونه اساس او بنسټ ونه ګرځي، نو هر نظام، که هر نوم ولري، د دوام توان نه لري.
او که دا اساس او بنسټونه ټینګ شي، نو هماغه نظام کولای شي هم خپل فکر وساتي او هم خپل او د هیواد راتلونکی تضمین کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.