!د وطن لپاره یې هر وګړی مسولیت لري

عبدالواحد تابع

53
له بده مرغه مونږ افغانان هېڅکله خپل مسولیتونه نه درک کوو او هر یو لګیا یو د نورو په سپکولو، کنځلو او رټلو سره خپل مکرجن غږ پورته کوو. له بده مرغه مونږ تل فرصتونه او وخت له لاسه ورکوو او هېڅکله مو خپل مسولیتونه د یوه اوسیدونکی په څېر نه دي پېژندلی. مونږ هېڅکله دا توان نه دی موندلی تر څو خبلو خلکو ته د هوسا زوندانه لاره وګورو.مونږ سره چې واک وي نو خبل ولس هېر او ورته شا کړو.همدا مونږ په خبله وو چې د بردیو غېږو کې وولېدلو او د هغوی په امر مو خپل خلک ووژل، بې کوره کړل، بندخونو ته مو کړل او له وطن څخه مو وتلو ته اړ کړل. مونږ شرق او غرب راوستل او دهغوی په ملاتړ مو د حکومت ولې بېلابې نسخې وکارولې خو په هېڅ نسخه د حکومت کولو کې مو خلکو ته د ژوند لاره هواره نشوی کړلی هغه ځکه چې زمامداران او مسول چارواکي ورته ژمن نه ول. کله چې شل کاله ټوله ناتو د امریاکایانو په ګډون د حکومت تر شا ولاړه وه نو مسولو چارواکو یو یې هم د یوې ثانې لپاره و نه غوښتل تر څو د وطن ژغورلو لپاره یوه خبره یاده کړي.
له ولسمشرانو تر یوه پیاده پورې ټولو همدا کوښښ کاوو چې څه ډول خپل جېبونه ډک کړو .هر یو کوښښ کوو د کرکو او کینو روانو لوبو کې دروغجنه برخه ولرو.ظرفیت مو دومره بې چاره او ټېټ وو چې په ډېره ټیټه او اسانه بیه یې زمونږ پر وړاندې د بیاځلې لپاره زمونږ خلک یې د خپلو پر وړاندې وروزل.
زمونږ چارواکو کې هېځ کله دا توانمندي پیدا نشوه چې خپل خلک ورخپل کړي تر څو یې پردي د ځان نه کړي. خو له بده مرغه پردیو دا توانمدي درلودله چې څنګه افغانان ورخپل کړي او د یوه ولاړ نظام پر وړاندې یې وجنګوي. دا فرصت او وخت له لاسه ولاړ امریکایانو او ملګرو یې لیدل چې نور د جکومت کولو توان پر دوی کې نشته او په ډېره اسانه یې طالب ته زمینه برابره او واک یې وروسپاره. نن بیا ځلې افغانان په خپلو کې د پردیو د خوښې لوبه ګرموي او د جګړو لباره لاره هواروي.نن د جمهوریت د وخت هغه مسولین،چارواکي او په اصطلاح مدني فعالان د کرکو او کینو خبرې کوي. دوی چې پاتې راغلي ول او و نه توانېدل تر څو ولس وژغوري نن په ډېره بې شرمې سره هر یو یې راپورته کېږي او بشپړه ورځ د خواله رسنیو، چاپي، غږېزو، او انځوریزو رسنیو له لارو د کرکو او دښمنیو نوی باب رامنځ ته کوي چې د وطن د ورکېدو لامل ګرځېدلی شي.
دوی چې خپله ناکامي او په وخت کې یې ورغلي فرصتونو څخه کار وانشوی خیستلی اوس پرې شرمېږي .پر ځای د دې چې له ولس څخه بښنه وغواړي او خپلې ماتې ومني او هغه ناکامو تجربو چې د دوی شل کلن نظام یې ونړاوو هغه ترمیم کړي دوی لګیا دي خلک کنځي او بشپړه ورځ کله خلکو ته،کله مېرمنو ته او کله هم چې عام وګړي ورسره بحث ته ورځي نو دوی یې کنځي او سپکې سپورې ورته وایي.د دوی ټول منتطق او هغه د دوکتوراوو او ماستریو ادعاوې چې کوي دوی یې په خپله له صفر سره ضربوي. اوس پوښتنه دا ده چې زمونږ دوکتورین ،ماستران او د دوی په خوله پوه کسان چې د منطق ژبه نشي خپلولی او تل د بل په کنځلو سره یې ټول په کرکو کې ککړ کړي نو کېدلی شي چې بیا ځلې دوی پرخلکو واکمن شي.دوی د شرم او حیا په نوم سره په خپل ادبي قاموس کې څه نه لري.
دوی د وطن او ولس ژغورلو په نوم هېڅ داسې څه له ځانه سره نه لري تر څو یو ځل بیا ولس پرې باوري شي او تر شا یې ودرېږي.نن چې له افغانستان څخه دباندې افغانان ژوند کوي د همدغو مکاره وو له لاسه افغانان په ډلو،ډلو سره وېشل وي دي.
نن بهر مېشتي افغانان د فرهنګ، دود او رواج،دین،مذهب او وطني غرور په نوم څه نه پېژني او بهر کې ځوان نسل هغو سپکو ته مخه کړئ ده چې کوربه هېوادونه هم پر دې کې دي چې د دوی قانوني حقوقو ته شا کړي. هغوی چې پر وطن او ولس سوزي نو یادو ټکو ته یې باید پام شي. په بهر کې د افغانانو د کورنیو مشران باید خپلو بچو ته دا ووايي او ورزده یې کړي چې دا مکاران د افغانستان د هېواد او ولس استازولي نشي کولی.دوی باید خپلو بچو ته ورز ده کړي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په پېړو،پېړیو یې خلک سره یو ځای اوسیېدلي او په ګډه یې ژوند سره کړی.دا د کورنیو د مشرانو دنده ګرځي تر څو د یادو مکاره وو مخ دوی ور تور کړي.
بېلګه:
کله چې دوی کولی شي د ځان د ساتلو او واک ته رسولو لپاره خلکو کې کرکه،بې باوري او کینه وزېږوي نو ایا خلک نشي کولی چې خپلو کې د تېر په شان یو شي او سوله یز ژوند خپل کړي.ځوا ب یې هو ده خو ورته لاس په کار شئ تر څو د دغو مګرجنو مخ تور شي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.