په پښتو ژبه کې مایل او غیر مایل نومونه او د حالت نظام

لیکوال: محمد نبي ستوری

4

په پښتو ژبه کې مایل او غیر مایل نومونه او د حالت (Case) نظام

لنډیز

پښتو ژبه د خپلو ځانګړو نحوي ځانګړتیاوو له امله د نومونو د صرف او نه صرف یو منظم او قاعده‌مند جوړښت لري چې د مایل او غیر مایل نومونو تر کټګورۍ لاندې څېړل کېږي. دغه مورفولوژیک بدلونونه له ګرامري حالت (Case) نظام سره مستقیم تړاو لري او د جملو په نحوي جوړښت او معنوي روښانتیا کې بنسټیز رول لوبوي. په پښتو ژبه کې د نوم بڼه د هغه د نحوي دندې له مخې بدلېږي، او دغه بدلونونه په لاندې حالتونو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي: فاعلي، مفعولي، اضافي، ندایي، ابتدایه، آلي او مکاني حالتونه.

د دې مقالې اصلي موخه دا ده چې د پښتو ژبې په نحوي جوړښت کې د مایل او غیر مایل نومونو علمي تعریف، ډولونه، ځانګړتیاوې او د حالتونو له مخې د هغوی د صرف چلند تحلیلي څېړنه وکړي، څو د ژبې د معیاري کارونې، تدریس او ژبپوهنیزو څېړنو لپاره روښانه بنسټ رامنځته کړي. فرعي موخې پکې دا دي چې د نومونو د صرف قواعد منظم کړي، د حالتونو او نومونو ترمنځ اړیکه روښانه کړي، او د موجودو ګرامري قواعدو استثناوې وپېژني.

دا څېړنه د تحلیلي میتود پر بنسټ ترسره شوې ده چې پکې ژبني جوړښتونه ارزول کېږي، بېلګې سره پرتله کېږي، او د نومونو صرف د معنايي او نحوي چوکاټونو له مخې د ګرامري حالتونو په رڼا کې تحلیل کېږي. څېړنه د کتابتوني میتود پر بنسټ ولاړه ده او معلومات د پښتو د معتبره ګرامري کتابونو، علمي مقالو، درسي متونو او مستندو ژبنیو بېلګو څخه راټول شوي دي. د څېړنې بهیر داسې و چې لومړی د مایل او غیر مایل نومونو بېلګې راټولې شوې، بیا د ګرامري حالتونو له مخې تحلیل شوې، او په پای کې د هغوی نحوي دندې تشریح شوې.

د څېړنې موندنې څرګندوي چې مایل نومونه د حالتونو د نظام له لارې د جملې اړیکې روښانه کوي او د پښتو ژبې د نحوي معنا په جوړولو کې فعال او اغېزناک رول لري، په داسې حال کې چې غیر مایل نومونه د ژبې په جوړښت کې ثبات او ګرامري منظم والی څرګندوي. پایلې دا هم ښيي چې د مایل نومونو دقیق درک د سمې لیکنې، دقیقې ژباړې او د پښتو ژبې د معیاري تدریس لپاره خورا مهم دی. له همدې امله دا مقاله د پښتو ژبې د نحوي معیاري کولو او راتلونکو ژبپوهنیزو څېړنو لپاره یو منظم او عملي چوکاټ وړاندې کوي.

کليدي ټکي:
مایل نومونه، غیر مایل نومونه، حالت، د پښتو نحو، مفعولي حالت، اضافي حالت، ندایي حالت

سریزه

پښتو ژبه د آریایي ژبو له لرغونو او بډایه ژبو څخه ده چې ځانګړی صرفي او نحوي نظام لري. په دې ژبه کې نوم یوازې یو معنایي واحد نه دی، بلکې د خپلې نحوي دندې له مخې خپله بڼه هم بدلوي. دغه بدلونونه د مایل نومونو تر سرلیک لاندې څېړل کېږي.

د پښتو د ګرامري نظام یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې ټول نومونه یو شان چلند نه کوي؛ ځینې نومونه د ګرامري حالتونو له مخې بڼه بدلوي، په داسې حال کې چې نور خپل اصلي شکل ساتي. که دا توپیر په منظم ډول درک نه شي، نو د تدریس، لیکنې او ژورنالیزم په برخه کې تېروتنې رامنځته کوي.

د ستونزې بیان

که څه هم د مایل او غیر مایل نومونو موضوع د پښتو ګرامر بنسټیزه موضوع ده، خو ډېری خپرونې یا خو دا بحث تیت و پرک وړاندې کوي او یا یې د حالتونو له نظام سره بشپړ تړاو نه بیانوي. له همدې امله زده کوونکي او حتی لیکوالان د نومونو په نحوي کارونه کې تېروتنې کوي.

د څېړنې موخې

۱. د مایل او غیر مایل نومونو علمي تعریف وړاندې کول
۲. د مایل نومونو ځانګړنې او ډولونه بیانول
۳. د حالتونو او د نوم د صرف ترمنځ اړیکه تحلیلول
۴. د پښتو نحو د معیاري تدریس لپاره علمي بنسټ برابرول

د څېړنې پوښتنې

۱. مایل نومونه څه دي او په کومو حالتونو کې بدلون کوي؟
۲. کوم نومونه غیر مایل دي او ولې خپل شکل نه بدلوي؟
۳. ګرامري حالت څه شی دی او څو ډولونه لري؟
۴. د حالتونو نظام د پښتو د معنايي جوړښت په جوړولو کې څه رول لري؟

د څېړنې میتود

دا څېړنه د تشریحي ـ تحلیلي میتود پر بنسټ ترسره شوې ده. معلومات د پښتو د معتبره ګرامري کتابونو، درسي موادو او مستندو ژبنیو بېلګو څخه راټول شوي دي.

د ادبیاتو بیاکتنه

عبدالحی حبیبي (۲۰۰۵) په پښتو ژبه کې د نومونو صرف د لرغوني آریایي ګرامري نظام سره تړلی وباله. هوتک (۲۰۱۱) د مایل نومونو رول په ځانګړي ډول په مفعولي او اضافي حالتونو کې روښانه کړ، خو د غیر مایل نومونو په اړه ځانګړې څېړنې لا هم محدودې دي. دا مقاله هڅه کوي دغه تشه ډکه کړي.

د څېړنې اصلي متن

۱. مایل نومونه: تعریف او ډولونه

مایل نومونه هغه نومونه دي چې په ځانګړو ګرامري حالتونو کې خپل شکل بدلوي، خو اصلي معنا یې ثابت پاتې کېږي. دا بدلون د معنا له امله نه، بلکې د نحوي دندې او د جملې د جوړښت له امله رامنځته کېږي. په پښتو ژبه کې د مایل نومونو بدلون په فاعلي، مفعولي، اضافي، ندایي، ابتدایه، آلي او مکاني حالتونو کې څرګندېږي.

۱.۱ هغه نومونه چې په «ي» پای ته رسېږي

لرګی → په لرګي
منګی → په منګي
لښتی → په لښتي
وری → په وري

۱.۲ هغه نومونه چې په زورکي پای ته رسېږي

لښته → په لښتې
مینه → په مینې
وړه → په وړې
زرمینه → په زرمینې
ښځه → په ښځې

۱.۳ مؤنث نومونه چې په لنډ «ي» پای ته رسېږي

ازادي → په ازادۍ
وداني → په ودانۍ
خپلوي → په خپلوۍ

۱.۴ هغه نومونه چې په منځ کې «و» لري

پښتون → پښتانه
شپون → شپانه
ړوند → ړانده
ووړ → واړه
زوړ → زاړه
یوم → یامه
پوست → پاسته

۱.۵ یو سیلابي او دوه سیلابي نومونه

غل → په غله
مل → په مله
خر → په خره
اوم → په اومه
پړ → په پړه

۱.۶ جمع نومونه

سړیان → په سړیانو
ښځې → په ښځو
کتابونه → په کتابونو
لاس → په لاسونو
ګوتې → په ګوتو

۱.۷ ضمیرونه

زه → په ما
ته → په تا
دی → په ده
دا → په دې

۱.۸ اشاري ضمیرونه

دغه → په دغې
هغه → په هغې
هاغه → په هاغې

۱.۹ استفهامي ضمیرونه

څوک → په چا
کومه → په کومې

۱.۱۰ مبهم ضمیرونه

ځینې → په ځینو

۱.۱۱ د «تربور» ځانګړی استعمال

له تربره دې پوښتنه وکړه
تربره خبرې وکړې
زه تربره ته قلم ورکوم

۲. غیر مایل نومونه

غیر مایل نومونه هغه نومونه دي چې په ټولو ګرامري حالتونو کې خپل اصلي شکل ساتي. دا ثبات د ژبې د جوړښت خپلواکي او ګرامري منظم والی څرګندوي.

بېلګې:

۱. هغه نومونه چې په «ا» پای ته رسېږي:
یما، کاکا، لالا، اریانا، لوړتیا، سبا

۲. هغه نومونه چې په اوږد «و» پای ته رسېږي:
زانګو، ورشو، بیزو، پېرزو، راډیو، درخو

۳. مؤنث نومونه چې په «ۍ» پای ته رسېږي:
نجلۍ، سپوږمۍ، څوکۍ، کړکۍ

۴. هغه نومونه چې په لنډ «ي» پای ته رسېږي:
دوبي، موچي

۵. هغه نومونه چې په قوي توري پای ته رسېږي:
نیکه، تره، زړه، وراره، مرغه، واده، پسه

۶. ګډ صفتونه:
ډاډه، ساده، پیاده

۷. قوي پایونه له «په ـ کې» سره:
په اطاق کې، په خونه کې

۸. قوي پایونه له «پر ـ باندې» سره:
پر ګوډه پښه باندې

۳. حالت او ډولونه یې

ګرامري حالت هغه بڼه ده چې د جملې په جوړښت کې د نوم نحوي رول څرګندوي.

۳.۱ فاعلي حالت

سړي خبرې وکړې
مینې مقاله ولیکه

۳.۲ ندایي حالت

اې پلاره!
اې ماشومې!

۳.۳ مفعولي حالت

زه منګی اخلم → ما منګی واخیست
زه ازادي راولم → ما ازادي راوسته

۳.۴ اضافي، آلي، ابتدایه او مکاني حالتونه

د بریالي قلم
د ویالې اوبه
له سړي راغلم
په کوهي کې اوبه شته

پایله

مایل او غیر مایل نومونه د پښتو ګرامر بنسټیز او نه بېلېدونکي عناصر دي. مایل نومونه د حالتونو د نظام له لارې د جملې نحوي اړیکې او معنايي وضاحت رامنځته کوي، په داسې حال کې چې غیر مایل نومونه د ژبې جوړښتي ثبات او ګرامري نظم ساتي. ځینې استثناوې او سیمه‌ییز توپیرونه هم شته چې باید په راتلونکو څېړنو کې ورته پام وشي. د حالتونو د نظام سم درک د معیاري لیکنې، ژباړې، تدریس او ژبپوهنیزو څېړنو لپاره ډېر مهم دی.

 

ماخذونه

۱. Khushki, M. S. (2021). Contemporary Pashto Grammar: From Phoneme to Sentence. Kabul: Jahan Danish.
۲. Rashtin Zaiwar, Z. (2003). Pashto Nahveh (Grammar). Peshawar: Pashto Research & Development Center.
۳. Rashtin, S. (2020). Pashto Grammar (Linguistics). Jalalabad: Karwan Adabi Society.
۴. Shapiyev, D. A. (2016). Brief Pashto Grammar (ژباړن: دولت محمد دین). Jalalabad: Khatiz Publisher.
۵. Niazi, R. (2011). Historical Development of Pashto Grammar. Kabul: Academy of Sciences / Pashto Language & Literature Institute.
۶. Ziar, M. A. (2010). Pashto Morphology and Syntax. Kabul: Danish Publishers.
۷. Ziar, M. A. (2000). Pashto Linguistics. Peshawar: Danish Publishers.
۸. Hashmi, A. R. (2013). Grammatical Structure of Pashto Language. Jalalabad: Momand Publishers.

 

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.