مولانا خانزیب یو له هغو محدودو او نه ستړي کېدونکو مبارزینو څخه وو، چي د پښتنو د پټ ساتل سوي زیرمو، په خاورو کي د معدنیاتو شتون، او د ملت غولوني د برخلیک څخه ئې پرده پورته کوله. هغه د دې قوم د بیده وجدان د ستر سترګي وې، د هغه فکر دا وو، چي د ظلم، اقتصادي استعمار، او جغرافیایي جفاء پر وړاندي ږغ پورته کړي، او د خپلو زیربناوو په اړه ولسي شعور وروزي.
یو ژبور انسان وو، لیکني ئې د شعوري د ويښتیا لپاره وې، ویناوي ئې ولس ته سیاسي او اقتصادي عقل ورکوئ، همدا علت وو چي جابر ریاست باندي ئې ویناوي درنې سوې، او دا ږغ ئې خاموشه کړی.
هغه به تل په مجلسونو کي دا خبره یادول. « د بهرنیو شرکتونو، داخلي مافیاوو او خاینانو ترمنځ د پټو معاملاتو له امله پښتانه له خپل حق بې برخي ساتل کیږي.»
مولانا خانزیب د اقتصادي استعمار پر ضد مبارز وو. هغه دا ښودل غوښتل چي څنګه نړیوال شرکتونه، زورواکي، یا د داخلي مافیا حلقې غواړي زموږ طبیعي شتمني یرغمل کړي، او دا معلومات ئې د ولس په منځ کي ځکه عامول تر څو د ولس د خپلو زیرمو په اړه ویښ سي، او د دې استمعاریت څخه ځان خلاص کړي.
دا تاریخ جوړونکی انسان د پښتانه قوم لپاره په ريښتني شکل ملي او تاریخي خدمت وکړی، خطر منوونکی او زړور شخصیت وو، د خپلي خاوري ساتونکی او د اقتصادي خپلواکۍ ستر مبارز وو، د « شتمني پښتونخوا » افکار به ئې د ولس په منځه کي د یو لایحه عمل په شکل استفاده کیږي.
خپل مقدس مسولیت ئې ادا کړی پر ګُور ئې نور اروا ئې ښاده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.