موږ باید په خپلو دیني ادرسونو له سره غور وکړو.
نوره اسلامي نړۍ هم دیني مدرسي او مرکزونه لري، خو داسې له ترحم او شفقته خالي نه وي، داسې له حیاء او عزته بې برخې نه وي…
پاک.ستان تقریباً (40,000) سترې او وړې، رسمي او غیر رسمي مدرسي لري، د سترو مدرسو چلونکي ستر تجاران دي او د پاک.ستان حکومت دغسې تجارانو ته چې مدرسې چلوي، مالیه معاف کړي.
په پاکستان کې د جنرال ضیاء الحق له واک ته رسیدلو سره سم د دیني مرکزونه او حکومت تر منځ اړیکې جوړې او ورو ورو ټینګې شوي چې اوس د هرې مدرسي بنسټیزه موخه د پاک.ستان دفاع ده او د دې مدرسو ملایان او شیخان په ډېر لوړ اواز وایې چې مدرسي د پاکستان د دفاع سنګرونه دي.
په دغه مدرسو کې دین د وسیلې په څېر تدربس او زده کېږي چې څنګه دا وسیله په ورځني ژوند کې د شخصي او پاک.ستان د ګټو لپاره وکاروله شي.
په حقیقت کې دین ځانګړې باورونو، احکام او تر ډېره بریده اخلاقیات دي چې بشري ټولنه له اخلاقي پلوه اصلاح کوي، په دې مانا ډېری پاک.ستانۍ مدرسي له دینه خالي دي، یواځې په شعوري او غیر شعوري ډول د پوځ او ISI چوپړ وهي.
تاسې د دي مدرسو محصول او پیداوار وینئ چې د ټولنې هیڅ درد یې نه دی درمل کړي، بلکې د ولس تر منځ نفاق او شقاق د دوی له امله رامنځ ته شوی، خلک په وهابي، سلفي، پنجپیري، بریلوي، دیوبندي او… هم دوی ویشلي.
د تک.فیر، فسق او ارتداد ټاپې او فتواګانې هم له دوی سره دي، د جها.د په نامه د نیابتي جګ.ړې جنګیالي هم له دې مدرسو فارغېږ او د ط.لبانو، سپا.ه صحابه، جی.ش محمد، لښ.کر طیبه، حرکت ال.انصار، حرکت الم.جاه.دین، ټې ټې پې، ټې جې پې او نورو افرا.طي ډلو او ګروپونو لیکې هم له دوی ډکې دي.
له بده بخته چې له ط.لبانو سره دین ته د خدمت په نامه د مدرسي جوړولو دغه پاکستانی کلچر کټ مټ افغانستان ته هم را انتقال شو اوس چې ګام اخلي مدرسه په مخه درځي، داسې مدرسه چې نه کوم مشخص نصاب لري او نه د کومې اړتیا له مخه جوړه شوي…، له نورو ناخوالو سره سره د ځینو ط.لب مشرانو لپاره د عاید غوره سرچینه هم ده.
https://af.dawatmedia24.com/%d8%af-%d8%a7%da%a9%d8%aa%d9%88%d8%a8%d8%b1-%db%b1%db%b1%d9%85%d9%87%d8%9b-%d8%af-%d9%85%d9%86%d8%b8%d9%88%d8%b1-%d8%af%d8%a7%d8%b9%db%8c%d9%87-%d9%be%db%8c%d8%ba%d9%85%d8%a8%d8%b1%d9%8a-%d8%af%d9%87/
Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.