په ماشومانو د کیسو مثبتې اغېزې

لیکواله: محموده تقوا میلاد

317

اکسون مجله، اوومه مقاله

سریزه

«البرت انشټين وايي که غواړئ ماشومان مو هوښيار وي؛ نو هغوی ته کيسې ولولئ او که غواړئ چې ډېر هوښيار وي نو هغوی ته ډېرې کيسې ولولئ.»

د ماشومانو د ادبیاتو ماهران وایي چې نکلونه یا کیسې له ادمه تر دې دمه مخینه لري. کیسې کړل یا ویل او کیسه اورېدل له ډېر پخوا وختونو څخه د انسانانو تر منځ دود وو. د ژمي اوږدې او سړې شپې به ډېری د کیسو په ویلو او اورېدلو سبا کېدلې. میندو به ماشومان په کیسو یا د اللو په زمزمو ویده کول. په هره لویه کلا یا کلي کې به هرو مرو داسې یو څوک وو چې کیسه ویل به یې فن وو او په شپو شپو به یې یوه کیسه نه تمامېده. ډېری کیسې شفاهي وې او خوله په خوله به یو بل ته لېږدېدلې، کله به د ټول کلي یا لویې علاقې په سر له ځینو سره د کیسو یو پنډ کتاب وو، لکه ملي هنداره. کیسو ته د خلکو په زړونو کې اوس هم هماغه ډول لېوالتیا پرته ده؛ خو په دومره توپیر سره چې اوس هم د لویانو لپاره او هم د ماشومانو لپاره کیسه چیان یا نکل چیان په کیسه لیکونکي بدل شوي او کیسه اورېدونکي په کیسه لوستونکي؛ خو کیسه اورېدونکي یا لوستونکي اوس د کیسې د اورېدو لپاره د ژمنیو شپو او بنډارونو انتظار نه باسي، بلکې په لیکل شویو کیسو خپله هنري تنده ماتوي؛ ځکه له کیسې سره مینه د ده په خټه کې اخشل شوې، همدا ذوق یا مینه ده چې انسان اړ باسي څو کیسه ولولي. د کیسې لوستل انسان له مجبوریته نه، بلکې له تږي ذوق او شوقه کوي او هېڅکله لوستونکی یا اورېدونکی نه ورڅخه ستړی کېږي، ځکه دا د هنر کمال دی؛ خو که چیرې د جغرافیې یا د حساب کتاب وي سړی ژر ستړی کوي، ځکه هغه په وچه او ستوغه ژبه لیکل شوی وي او سړی یې د لوستلو لپاره اړ وي.

نو؛ کله چې کیسه په ټوله کې د هر عمر انسان لپاره دومره په زړه پورې ده. کیسه لیکونکو او لوستونکو ته پکار ده چې لږ تر لږه د خپل مخاطب وخت بې ځای ورباندې تېر نه کړي یا د ښه بدلون په ځای لږ تر لږه منفي بدلون د لوستونکي او اورېدونکي په شخصیت او ذهنیت کې ورباندې را منځته نه شي. خصوصاً د ماشومانو په کیسو کې دا ټکي ډېر اړین دي؛ ځکه ماشومان د خامو لښتو په څېر دي چې هرې خواته یې کږوې هماغه خواته کږېږي او په همغه حال پاتې کېږي. په دې لنډه لیکنه کې د ماشومانو لپاره د کیسو په ځینو مختصرو ګټو تر دغه لاندې څو سرلیکونو لاندې خبرې شوې.

عاطفي تړاو: هغه څوک چې ماشوم ته کیسه لولي له هغه سره د ماشوم عاطفي تړاو زیاتېږي او کلکېږي. کله چې مور، پلار، نیا یا نیکه او د کورنۍ غړي ماشوم په څنګ کې کېنوي یا یې د خوب په کټ کې تر څنګ کېني او نکل ورته کوي. ماشوم احساس کوي چې ارزښت ورته لري. فکر کوي چې هغوی ورسره مینه کوي، په دې سره د کمۍ هغه احساس چې په طبیعي ډول له هر ماشوم سره وي ورو ورو له منځه ځي. له بلې خوا د نړۍ ډېری اروا پوهانو د ماشوم ذهني دنیا ته د ورننوتلو لپاره ډېرې هڅې کړي او ډېری دې پایلې ته رسېدلي چې د ماشومانو دنیاګۍ ته د ورننوتلو یواځنۍ وسیله یا ارتباطي پول کیسه یا نکلونه دي؛ چې په مرسته یې د ماشوم ذهنیت، ذکاوت، ذوق، رواني حالت، غوښتنې او ډېر نور اړخونه معلومولی شو او په مهیا کولو یا تر لاسه کولو کې یې مرسته ورسره کولی شو؛ چې په دې سره موږ په حقیقت کې د هغه ماشوم راتلونکی له ډول ډول ناخوالو او نیمګړتیاوو ژغورو.

د بېلګې په توګه که یو څوک غواړي معلوم کړي چې د ماشوم یې څه شی خوښېږي یا ماشوم به یې له څه شي سره خوندي احساس کوي. دوی کولی شي د مسلسلو کیسو لوستلو په ترڅ کې دا راز معلوم کړي او له خپل ماشوم سره په هغه برخه کې مرسته وکړي. لکه: ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د لوبو په موخه ډېر د لوبو توکي، موټرونه، نانځکې او ډول ډول نور شیان راوړي خو ماشومان یې په هغه شیانو هېڅ لوبې نه کوي او میندې یې بیا شکایت کوي چې دومره شیان مې ورته اخیستي خو هېڅ لوبې نه ورسره کوي. کېدای شي د هغوی د ماشوم مرغان خوښ وي، یا هم څاروي یا هم په طبیعت کې لوبې. کله چې کورنۍ خصوصاً میندې ماشوم ته نکلونه کوي نو کېدای شي د هغوی په حافظه کې تر پنځو یا شپږو کیسو ډېرې نه وي او په بیا بیا یې کېدای شي خپل ماشوم ته تکرار کړي خو ماشوم یې ممکن تل د هغه کیسې ویل ترې وغواړي چې د هغه خوښېږي. میندې باید دقت وکړي چې په هغه کیسه کې چې ماشوم یې بیا بیا غواړي داسې څه دي چې هغه دومره ورته لېواله دی. په دې سره به د میندو یا مشرانو لاس ته د خپل ماشوم د خوشحالولو یوه کنجي په لاس ورشي.

د تخیل پیاوړتیا: ماشوم د کیسې لوستو یا اورېدو ته اړتیا لري، د تخیل او تفکر قوه یې روزي. استدلال او منطق یې پیاوړی کوي. د ماشوم د رواني ودې لپاره د کیسو منظره کشي، تخیل، تلوسه، د غوټو او کشمکشونو تعقیب او یو په بل پسې حل او خلاصول تر ټولو اغېزمن او مهم ټکي دي. ماشوم د خوند تر څنګ له دې ټولو څخه زده کړه کوي. په کیسو کې خلاقیتونه یا نوښتونه، غچ اخیستل، په دښمن حمله، د برنامه ریزي، د کشمکشونو د حل لپاره د پلان طرحه کول؛ نېغ په نېغه تقلیدوي.

یوه خبره واضح ده چې کیسې د تخیل پر مټ لیکل کېږي خو ماشومانو ته د لویانو په پرتله د تخیل ډول او اندازه توپیر کوي. د لویانو په کیسو کې د ژوند رښتینی انځور د تخیل پر مټ رغول کېږي خو د ماشومانو په کیسو او افسانو کې غیر حقیقي وقایع د تخیل پر مټ منظر کشي کېږي؛ چې دا د ماشوم په ذهنیت ډېر ښه اغېز کوي او د خلاقیت په روزلو کې یې مثبت رول لوبولی شي. هغه ماشومان چې د کارتون، کتاب، مور او کورنۍ له خوا له کیسو سره اړیکه ولري د نورو په پرتله ډېر حاضر ځوابه، ځیرک او د ښه تحلیل څښتن وي.

خلاقیت پیاوړتیا: ښې کیسې یوازې لفاظي، تخیل او پیغام نه وي، بلکې ښې کیسې ډېر داسې څه په خپل ځان کې لري چې هره کرښه یې د لوستونکي او اورېدونکي لپاره د ژوند یوه تل پاتې نسخه کېدای شي. په دې خو پوهېږو چې په کیسه کې صحنې او کړنې کرکټر تمثیلوي؛ نو د دې لپاره چې د پیغام، نصیحت، تجربو او زده کړې نسخه په لوستونکي ماشوم په غیر ارادي توګه ښه اغېز وکړي او د هغه په واسطه جذب شي نو پکار ده چې کیسه لیکوال په کیسه کې مناسب کرکټر وټاکي؛ ځکه کرکټر په کیسه کې د روح حیثیت لري نو د ماشوم لپاره په کیسه لیکلو کې هم باید سرسري تر قلم تېر نه شي. په کار ده ماشوم ته د کیسه لیکلو په پار د هغه د عمر په پام کې نیولو سره د هغه د خوښې وړ کرکټر، لکه (انسان، حیوان، الوتونکی یا بلکل تخیلي موجود) ولوبول شي او له دې سربېره د کرکټر عمر، د عمر په اساس د خوښې وړ ژبه، مکالمې، د خوښې وړ جنس هم په پام کې ونیول شي. نن سبا په پرمختلیو هېوادونو کې چې کله څوک غواړي ماشوم ته کتاب یا کیسه ولیکي نو لومړی د پام وړ ماشوانو سره وخت تېروي او نظر پوښتنه ترسره کوي او بیا په لیکلو پیل کوي اوپه کومه موخه چې دوی د ماشومانو لپاره څه ولیکي د هغه پایله هم ډېره ښه ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه ځینې کورنۍ له دې سرټکوي چې ماشوم یې کورنۍ دنده نه ترسره کوي یا ښوونځي ته په شوق نه ځي. اړوند روزونکی یا پېداګوک یې له دې ډول ماشومانو سره ډېر وخت له نږدې کار کوي. له ذوق او رواني ځانګړنو سره سم یې کیسې ورته لولي؛ څو مثبت اصلاحات په کې راشي.

ساینسپوهان د ماشوم مغز له سفنج سره تشبه کوي. دا چې سفنج په اوبو کې کېږدو ټولې اوبه را کشکوي. ماشوم هم همداسې دی. ماشوم ډېرې کړنې پرته له ارزونې ډېر ژر کاپي او تقلیدوي؛ دقیق لکه سفنج چې اوبه ځان ته را جذب کړي. کیسه لیکوال او نکلچي باید دې ځانګړنې ته جدي پام وکړي او باید اجازه ورنه کړي چې د هغه سفنجي ماغزه هر څه ورسره کش کړي، بلکې په ارادي توګه باید د هغه د مغزو د جذب لپاره نوښتونه، مثبت پیغامونه، ښې کړنې، ټولنیز اداب او دې ته ورته توکي په کیسو کې ورته لېست کړي چې لږ تر لږه خو یې راتلونکی روښانه وي.

د ژبې او تجربو لېږد: د کیسو په لوستلو یا لورېدلو سره ماشوم د ژبې مهارتونه زده کوي، د کلیمو او جملو جوړښت پېژني، د کلیمو د سم تلفظ تر څنګ نوې کلیمې زده کوي. له دې سربېره ټولنیز مهارتونه زده کوي. د عواطفو څرګندول او د احساساتو کنټرول یې تر هغو ماشومانو ښه وي، چې کیسې نه ورته ویل کېږي. که د (انګک، بنګک او کلوله سنګک) کیسې ځینو برخو ته د ټولنیزو درسونو په توګه اشاره وکړو، له دې کیسې سره د افغانستان د ځوان کهول تقریباً نیم نسل را لوی شوی دی. په دې کیسه کې پنځه کرکټره دي. یوه وزه، درې وزګوړي او یو لېوه. وزه په واښو پسې ځي؛ چې وڅري او بچیو ته یې پۍ را پیدا شي. د تلو پر مهال خپلو بچیو ته وايي چې تر هغې چې زه بېرته نه یم راغلې هېچاته به دروازه نه وازوئ. بچي یې ژمنه ورسره کوي خو یو وخت لېوه راځي او د دوی د مور په څېر غږ ورته را باسي او ترې غواړي چې دروازه وازه کړي. په دې کې دوه بچي وايي چې دا زموږ مور نه ده خو کشری یې دروازه ورته خلاصوي او نور ځان پټوي. لېوه سم د لاسه د وزې کوچنی بچی خوري خو کله چې وزه را خبرېږي، لېوه په خېټه کې وهي او خپل بچی ژوندی ترې را باسي.

دا کیسه د ځینو ځانګړنو له مخې څه نا څه افسانې ته ورته ده، لکه: د حیواناتو خبرې کړل، د بچي ژوندي را ایستل د لېوه له ګېډې، انسانانو ته ورته د ژوند ډول او داسې نور. له دې هاخوا په دې کیسه کې تر ټولو مهم د پیغام برخه ده. ډېری کورنۍ خپل ماشومان کله نا کله په کور کې یواځې پرېږدي خو بیا سل نصیحته ورته کوي چې که څوک دروازې ته راغلل او هر څه یې وویل ګورۍ چې دروازه ورته را خلاصه نه کړئ؛ خو کله نا کله ماشومان د نصیحتونو سره سره بل چاته دروازه خلاصه کړي. دلته په دې کیسه کې یې تر غوږ ور تېروي چې که چېرې داسې تېروتنه وکړئ نو دا به مو برخلیک شي چې د لېوه لومړۍ شئ؛ خو دا چې کیسه د ماشوم په روان بد اغېز ونه کړي کیسه لیکونکی یې په تراژیدۍ نه بلکې په کامیابۍ سره پای ته رسوي، چې د ژوند غټه تجربه، درس او ښه پیغام ماشوم ته په کې وړاندې شوی.

د زده کړې تقویه: کیسه له زده کړې سره ارتباطي پول را منځته کوي. له زده کړو سره د ماشوم مینه زیاتوي او فکر یې وده ورباندې کوي. د کیسو په لوستلو سره د ماشوم له لیک لوست سره مینه په غیر ارادي ډول زیاتېږي؛ ځکه ډېری کیسې په یوه فکر او د یوې ټاکلې موخې په نیت د لویانو له خوا ماشوم ته لیکل شوې وي؛ نو مثبت پیغام یې د ماشوم په هر اړخیزه وده داسې اغېز کوي چې ماشوم خپله نه ورباندې پوهېږي خو بدلون په کې راځي. ماشوم د لویانو پرخلاف د کیسې بریاوو او ناکامیو، ښو او بدو اړخونو او پیغام ته ‌ډېر ارزښت ورکوي؛ نو کله چې ماشوم ته څوک کیسه لیکي، باید پام یې وي چې ماشوم ته د هغه له عمر سره همغږې کیسه ولیکي. د پلاټ، تلوسې، کلمو، جملو، پیغام څرنګوالی یې د ماشوم له عمر او غوښتنو سره مطابقت ولري؛ څو د ماشوم ذهنیت د کيسې له مثبت اغېز څخه بې برخې نه شي.

که غواړو چې د ماشوم په ځیرکتیا مو کار وکړئ نو دا یوه ثابته خبره ده چې د ماشومانو هغه کتاب چې کیسه او شعر ولري، ډېر خوښېږي. موږ کولی شو د شیر او شکر په بڼه د شعر او کیسو په محتوا او پیغام کې ډېر داسې څه خپل ماشوم ته ورکړو چې هغه یې په بله لاره نه شي هضمولی؛ ځکه د کیسو له لارې ماشومان کولی شي شمېرې، الفبا توري، رنګونه، د ژوند لوړې او ژورې، راشه درشه، ټولنیز ژوند، احترام او ډېر نور داسې څه زده کړي چې د نورو کتابونو له لارې ممکن همدغه شیان په سختۍ زده کړي.

پایله: که ماشوم ته کیسې او کتابونه د لوستو لپاره نه وي مور خپله هغه ته کتاب او کیسه ده. د ماشوم او کيسې تر منځ رابطه ډېره غښتلې او پخوانۍ ده، ډېر وخت خو حتی خلک د ماشوم ټول ادبیات په کیسه خلاصه کوي خو داسې نه ده؛ مګر دا ثابته خبره ده چې د ماشوم او کیسې ترمنځ اړیکه داسې ده لکه د مور او ماشوم ترمنځ خو یوازې په دومره توپیر سره چې مور ماشوم ته کیسه ورکولی شي؛ خو کیسه ماشوم ته مور نه، نور ټیک همداسې عاطفي او توده اړیکه ده.

د ګریم وروڼو د افسانو د یوه چاپ شوي کتاب په پای لیکل شوي چې زموږ د افسانو مخاطبین ماشومان نه دي خو دا چې هغوی یې خوښوي دا زموږ د خوښۍ سبب کېږي؛ له همدې کبله دوی د دې اثر د دویم ځل چاپ پر مهال ډېرې لیکنې د ماشومانو لپاره د عادلانه قضاوت تر سرلیک لاندې ځانګړې کړې او زیاته یې کړه چې «د ماشومانو سترګې له موږ سره ورته ځلا لري خو له کیسې څخه چې کوم خوند ماشومان اخلي موږ لویان یې نه شو ترې اخیستی» او په دې سره دوی د ماشومانو لپاره ډېر نوښتونه وکړل او نورو یې لاره تعقیب کړه. د پایلې په توګه مې د دې لنډ روایت له یادوولو څخه موخه دا وه چې ماشوم ته کیسه هم موره ده، هم ملګری، هم ښوونکی. کیسه یې د مور په څېر د هنر په ملتیا د منظره کشیو د عاطفې په غېږ کې نیسي. د ملګري په څېر یې د یوازیتوب شېبې رنګینوي او د ښوونکي په څېر د ژوند زده کړه ورکوي. غواړم د انشتین خبره د احسن تکرار په توګه بیا ولیکم چې که غواړئ ماشوم مو هوښیار شي کیسې ورته ولولئ او که غواړئ ډېر هوښیار شي ډېرې کیسې ورته ولولئ.

Mahmooda.taqwa@yahoo.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.