یو وخت و چې په راډیو کې به د خپرونو تر ټولو ستړې کوونکې برخه د فوتی اعلانونه وه. دا اعلانونه به اوږده وو؛ نطاق به د هر مرحوم د خپلوانو، اقاربو او دوستانو بشپړ نوملړ په حوصله لوسته. که به چا د ستړیا له امله د راډیو بټن بل لوري ته واړاوه، د کور مشر به ورته غږ کړ:
«پریږده، تر پایه یې واورم؛ هسې نه کوم آشنا پکې وي.»
هغه مهال نه د خواله رسنیو دا شور و او نه د معلوماتو دا بېساری دجالی سیلاب. د ساعتېرۍ لارې محدودې وې، او که به څوک ستړی شو، تر ټولو لنډه لار دا وه چې له کوټې ووځي او د ماښام له چوپتیا سره ځان مل کړي.
خو د ۴ لسیزو جګړو او ناخوالو افغانان د نړۍ پر هر ګوټ وپاشل. نن که د نړۍ هر لوري ته ورشي، افغان به ومومې؛ داسې ښکاري لکه چې هره ډبره چې پورته کوې، لاندې به یو افغان ناست وي. له همدې امله اوس د پلرنۍ هدیرې نصیب ډېر لږو کسانو ته رسیږي.
خلک وایي: «وطن قبله ده، مخ ترې نه اوړي.» او د حدیث شریف کلمات دي: «حبُّ الوطن من الإيمان.» خو د افغانانو د تقدیر کیسه بیا بله ده، دا برخه ورته چندان صدق نه کوي. د وخت څپو دوی داسې وویشل چې ډېر یې آن د مرګ په شیبه کې هم له خپلې خاورې بېل پاتې شول.
نن د پلرنۍ هدیرې بیه ډېره لوړه شوې ده. هغه پخواني ستړي کوونکي راډیويي اعلانونه نور نه اورېدل کېږي؛ خو له بهرنیو هېوادونو نه د مړي د جسد انتقال زرګونه ډالر، پونډونه او کرونونه غواړي. ځینې کسان آن دا هم وایي: «زاړه هډوکي وطن ته مه استوئ.»
په پردیو هېوادونو کې د مړو د ښخولو دودونه هم بدل دي. قبر به د ماشین په واسطه وکيندل شي او ښخول به هم ډېر کله په اسکواټر ترسره شي. هغه ګڼه ګوڼه، هغه دعاوې، او هغه د زړه له اخلاصه بدرګه چې د پلرني وطن په هدیره کې لیدل کېږي، دلته ډېر لږ تر سترګو کېږي. دلته خلک د مادې لاسته راوړلو لپاره ژوند کوي؛ پوهېږي چې سبا به د دوی هم همدا منزل وي، خو د دنیا بوختیاوې یې زړونه تر ډېره بېپروا کړي وي.
په هدیره کې تل د عقیدې او اخلاص خلک نه راځي چې لکه د پلرنۍ هدیرې په شان ستا پر قبر ودرېږي او د مغفرت دعاء درته وکړي. حال دا چې مړی هر څه پرېښي وي او د تل لپاره تللی وي. الله تعالی فرمایي:
«وما تدري نفسٌ بأيِّ أرضٍ تموت.»
ژباړه: هیڅ یو نفس نه پوهېږي چې په کومه ځمکه کې به مړ کېږي.
قبر د انسان د عملونو صندوق دی؛ خو که څوک د پردۍ خاورې، د قبرس د ټاپو یا د نړۍ په کوم بل ګوټ کې ښخ شي، څوک به یې پر قبر تېر شي چې د مغفرت دعا ورته وکړي او د زړه له کومې مناجات ورته وکړي؟
همدا وخت دی چې انسان ته د هغه پخواني، خسته کن راډیويي اعلان قدر هم ورپه زړه شي؛ ځکه په هماغه اعلانونو کې د انسان او خپل وطن ترمنځ د پیوستون وروستی تار هم ژوندی پاتې و.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.