د میري شیلي ناول او د بې هویتۍ د درد ننداره

طایر ځلاند

155

د نولسمې پېړۍ په ادبي تاریخ کې د میري شیلي نوم د هغې د هغه ناول له امله ژوندی پاتې شوی چې په اتلس کلنۍ کې یې ولیکه، د فرېنکېنشټاین په نوم دا اثر چې په۱۸۱۸م کال کې خپور شو، له خپل پيدایښته د انسان د علمي زړورتیا، طبعیت سره د ټکر او د بشري مسؤلیتونو د ماتېدو په اړه ژور بحثونه راپورته کړي دي. خو په دې وروستيو اونیو کې دغه ناول یو ځل بیا په پام وړ ډول د رسنیو، ادبي مبصرینو او فرهنګي منتقدینو په بحثونو کې راڅرګند شوی دی. لامل یې د دې اثر هغه نوې فلمي بڼه ده چې نېټفلکس پرې جوړ کړی او د معاصرې سینما په چوکاټ کې یې د ناول فلسفي، رواني، علمي تخیلي او وجودي مفاهیم له نوې زاویې مطرح کړي دي.
میري شیلي چې اصلاً د انګلستان وه، د خپل ځوان عمر د فکري بلوغ او ادبي استعداد په برکت داسې موضوع ته ورکوزه شوه چې د هغه وخت لپاره هم بحث‌برانګېزه وه او هم د انسان د سرحداتو په اړه بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي. نېټفلکس دا اثر له کلاسیک ادبیاتو څخه معاصر فرهنګي ډګر ته راویستی او د علم، اخلاق، انسانیت، او د مصنوعي موجوداتو د راتلونکې په اړه یې بحث یو ځل بیا تود کړی دی.
فرېنکېنشټاین ناول د وکټور فرانکنسټاین د ژوند تخیلي کیسه ده، هغه ځوان ساینس‌پوه چې د طبعي علومو په ژور درک او د کایناتو په اسرارو د پوهېدو لیوالتیا کې دومره ورننوت چې د انسان د تخلیق حدونو ته ورنږدې شو. وکټور د بېلابېلو انسانانو د بدن له غړو څخه د برېښنا د ځواک په مرسته یو نوی موجود جوړوي ؛ خو کله چې دغه موجود سترګې پرانیزي، وکټور د وېرې، کرکې او ګناه احساس ونیسي او خپل تخلیق پرېږدي.
دغه موجود چې له ظاهره غټ، نااشنا او د خلکو له نظره وېرونکی دی، د ټولنې له خوا په سخت رد او کرکه سره مخ کېږي. دی د انسانانو د مینې، باور او پیژند لټه کوي، خو هر ځای چغې، تشدد او تیښته ویني.
د وکټور په لاس جوړ شوی دغه موجود چې ذهن یې تنکی دی، په نړۍ کې یوازې پاتې کېږي. د انسانانو له خوا د کرکې او وېره سره مخ کېږي. ګڼې کورنۍ او خلک یوازې د ظاهري بڼې له امله ورباندې دښمنانه چلند کوي. خو د دې باوجود هغه د ښو زده کړې، خبرو، ادب، او محبت د احساس وړتیا لري. د یوې کورنۍ د ژوندڅار له لارې د لوستلو، خبرې کولو او فکر کولو زده کړې کوي، او د انسانانو په اړه د امید او مثبتو هیلو احساس پیدا کوي. خو کله چې د هغې کورنۍ او خلکو له خوا هم رد کيږي له یوازیتوب، محرومیت او بې عدالتۍ وروسته هغه په انتقام رااوړي، ځکه چې د ده په نظر دا ظلم د انسانانو او په ځانګړي ډول د هغه د خالق وکټور ګناه ده.
د بیلا بیلو مړو شویو انسانانو له غړو جوړ کړی شوی دغه موجود له وکټور نه غواړي چې د هغه د یوازیتوب د ختمېدو لپاره ورته یوه ښځینه هم‌جنس موجوده جوړه کړي. وکټور په ابتدا کې منل پیل کړي، خو وروسته پرېږدي؛ ځکه وېرېږي چې د دوهم موجود راتګ به ممکن له انسانیت سره د لا لوی خطر لامل شي. دا پرېکړه دغه جوړ کړی شوی نوی زنده سری سخت غصه کوي او د غچ اخیستلو لاره نیسي.
په پای کې د وکټور مري کورنۍ، خوشالي او موخې ټول له منځه ځي. هغه د خپل جوړ کړي موجود د تعقیب له پاره شمالي یخنیو ته ځي، او هلته د سختو کړاونو سره مخ کيږي. موجود چې د خپل خالق له مرګ ويني، په لومړي سر کې خو هغه یوه قوي فلسفیانه پوښتنه کوي چې که زما خدای وکټور و نو هغه خو مړ شو، خو زه خدای یم ځکه زه نه مرم، خو بیاهم د یواځېتوب، د رد کېدلو او په انساني ټولنه کې د نه ځای کېدو له امله پښېماني هم کوي او وايي چې نور د ژوند تاب نه لري او په یخو شمالي سیمو کې به خپل ژوند پای ته ورسوي.
د ناول له پیل تر پایه د وکټور او د ده د جوړ کړي موجود اړیکه د خالق او مخلوق تر منځ د مخالفت، نفرت، درد، یوازیتوب، د هویت د لټون او د اخلاقي مسوولیتونو یوه دردمنه کیسه جوړه وي. موجود وکټور ته وايي چې زه ستا له خوا جوړ شوم، خو ته ما ته نه نوم راکړ، نه ځای، نه مینه او نه د انسانېدو حق.
په ټوله کیسه کې دې نوي مخلوق ته هیڅ ځانګړی نوم نه دی ورکړل شوی. میري شيلي په قصد سره هغه بې‌نومه پرېښی، او همدې کار ناول ته یو ژور فلسفي او فکري رنګ ورکړی دی.
په فرېنکېنشتاین کې د انسان او طبیعت تر منځ ټکر هغه مهال راپیدا کېږي چې وکټور فرانکنسټاین د طبیعت له ټاکلي سرحده تېرېږي او غواړي د ژوند د تخلیق راز په خپله ولکه کې راولي. د هغه علمي لېوالتیا یوازې د پوهېدو لپاره نه ده؛ بلکې د خالق رول خپلولو هڅه ده. طبیعت، چې د نظم، توازن او محدودیت استازی دی، د وکټور د دغې سرغړونې په وړاندې غبرګون ښيي او له همدې ځایه د انسان او طبیعت تر منځ د ژور ټکر سفر پیل کېږي.
د جوړ کړی شوي مصنوعي موجود یوازیتوب د انسان او ټولنې ترمنځ د اړیکو د نشتوالي یوه ژوره ننداره وړاندې کوي. مخلوق چې د وکټور فرېنکېنشتاین له لورې پیدا شوی، د خپل جوړونکي له خوا نه یوازې چې منل شوی نه دی، بلکې د ټولنې له خوا هم د وحشت او بدۍ په سترګه لیدل کېږي. دا حالت د هغه د هویت بحران رامنځته کوي؛ ځکه هغه د ژوند لرونکی موجود دی، خو نه پوهیږي چې په نړۍ کې د خپل ځای څرنګوالی څه دی او څنګه کولی شي ځان د نورو سره تړلی احساس کړي.
ټولنیز انزوا د هغه د رواني حالت اصلي عامل دی. مخلوق غواړي د نورو انسانانو سره اړیکې ولري، خو د هرې هڅې ناکامي د هغه د خپګان، غوسې او کینې احساس نور هم ژوروي. د نه منل کېدو او یوازیتوب دوامداره تجربه د هغه په چلند او فکر اغیز کوي؛ هغه د خپل درد څرګندونه په تاوتریخوالي، کرکه او انتقام کې کوي، خو دا عملونه د هغه د رواني فشار د نښې په توګه څرګندیږي.
همدارنګه، د احساساتو ګډوډي د هغه د یوازیتوب یوه مهمه پایله ده. مخلوق غواړي محبت او مینه ورکړي، خو د ټولنې رد او د جوړونکي بې‌مهاله چلند د هغه د احساساتو کنټرول ګډوډوي. د هغه داخلي تضاد د محبت غوښتنه او د منلو نشتوالید خپګان، اضطراب او رواني فشار سرچینه ګرځي.
په ناول کې د مخلوق یوازیتوب یوازې د ادبي موضوع په توګه نه وړاندې کېږي، بلکې د انسان د طبیعت، ټولنې، او اخلاقي مسؤولیتونو ترمنځ د اړیکو ژور تحلیل هم دی. د فرېنکېنشتاین د مخلوق یوازیتوب موږ ته ښيي چې د انسان د احساساتو، فکر او رواني سلامتۍ ساتنه د ټولنې او د هغه جوړونکي په مسؤلیت پورې تړلې ده.
د میري شیلي په ناول کې د اخلاقو او علم تر منځ تضاد د کیسې یوه بنسټیزه موضوع ده. وکټور فرېنکېنشتاین د علم د پرمختګ په لټه کې د ژوند د رازونو موندلو هڅه وکړه، خو د اخلاقو او انساني مسؤولیت په پام کې نه نیولو سره یې مخلوق پیدا کړ. دا د انسان د مسوولیت فلسفه څرګندوي: هر علمي نوښت چې د اخلاقي اصولو ملاتړ ونلري، د زیان او تباهۍ سبب ګرځي.
مخلوق د ټولنې له خوا رد شوی او د خپل جوړونکي له پاملرنې بې برخې پاتې شوی و، نو د هغه یوازیتوب او رواني فشار د هغه چلند بدل کړ. د محبت او منل کېدو د غوښتنې ناکامي، د غوسې او خپګان احساس، او د ټولنې د بې پروا چلند هغه د شر پر لوري ورساوه. په دې توګه، ناول موږ ته ښيي چې د علم قدرت باید د اخلاقو او انساني مسؤولیت سره یوځای وي، او که نه، حتی بې ګناه موجودات هم د تاوتریخوالي او شر د لوري تمایل پیدا کوي.
د میري شیلي ناول یوه داسې کیسه ده چې په یو وخت کې د علمي تخیل، سمبولېزم او اخلاقي فلسفې ټول اړخونه رانغاړي. د ساینس فیکشن له اړخه، ناول د انسان د علمي لېوالتیا او د طبیعت د کنټرول هڅو ته کتنه کوي، او ښيي چې علمي پرمختګ پرته له مسؤولیت او اخلاقي محدودیتونو خطرناک تمامیدای شي.
په سمبولیک سطحه، مخلوق د انسان د داخلي تضادونو، یوازیتوب، او د ټولنیز رد استازیتوب کوي. د هغه یوازیتوب، درد، او د شر پر لوري تمایل د انساني احساساتو او رواني فشارونو سمبولیک بیان دی. طبیعت، ژوند، او مرګ هم په ناول کې ژور سمبولیک معنا لري، چې د انسان د وجود او محدودیتونو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
اخلاقي اړخ د انسان د مسؤلیت فلسفه څرګندوي. وکټور فرېنکېنشتاین د ژوند د رازونو د موندلو لپاره مخلوق رامنځته کوي، خو د خپل عمل د پایلو مسؤلیت نه مني. د مخلوق شر ته تمایل د ټولنې رد، د محبت ناکامي، او د جوړونکي بې‌مهاله چلند پایله ده. دا ښيي چې علم باید د اخلاقو او انساني مسؤولیت سره یوځای وي، که نه، حتی بې‌ګناه موجودات هم د شر لوري ته تمایل پیدا کوي.
له کله چې نیټفلکس په دې ناول د جوړ شوي فلم د خپرېدو نېټه اعلان کړه نو بې صبرانه یې منتظر وم او غوښتل مې وګورم لکه د ګارسیامارکېز د یواځېتوب سل کاله ناول باندې د جوړ شوي سریال په څېر نوي څه په دې فلم کې د ناول په اړه موندلی شم، هغه کتونکي چې تېز او اکشن یا ډرامايي فلمونه خوښوي ممکن د هغوی له پاره ستړې کوونکی وی خو زما له پاره یې هره صحنه، هره مکالمه او هر منظر جذاب او زړه راښکونکی و، په ویډیو جوړونې کې له نویو وسایلو استفاده، دجوړ کړی شوي موجود څېره او د هغه اندامونه تر په ځنګل کې د کورونو او د لېوانو د حملې صحنې هم مهمې وې په فلم کې مې هغه تنهايي او د یواځېتوب هغه درد چې د وکټور د جوړ کړي موجود په برخه و په شد و مد حس کړ ناول ولولۍ او فلم وګورئ یوه شاهکاره تجربه په بېل بېل ډول حس کړئ او خوند ترې واخلئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.