ښکته او پورته د افغان خاوره

هاجره حرکت

212

ښکته او پورته د افغان خاوره

زه مې د ژوند په ژبه نه پوهیږم

کله شي خوږ راته سندرې وایې

یا مې را یاده شې همزولې

ستزګې مې تورې شې

تیاره جوړه شي

چې د واده په لومړي میاشت

کونډه شوه

او د وطن بچی

تیره اونۍ شهید شو

د خپلې خاورې

پر هغه کرښه

 چې د دې خاورې بچو

کله منلې نه ده

د ولس سینه کې ننوتې چاړه

او له همدغه لورې

شپیته اویا کاله تیریږې

چې مو  ولسونه مري

د ظالم پوځ بریدونه

وي ناببره او تپوس یې نه شي

د کرښې دواړه غاړې

د نمزود اور ته پراته

هره ورځ دوې زغمي

د غم څپیړې

د دواړو غاړو

په پرتو کلیو کې

د تنکیو هیلو درمند

د ځنګلي پوځ پر اورونو سوزي

هلته وي ناسته کونډه شوې ناوې

دا لا هم سرې سترګې وې

د ځوانیمرګ جانان

د قبر جنډې

په خپلو اوښکو مینځې

او کله ناببره

د سباوون سپیدې

په جادویې پیغام کې

د زړه په کور مې

د امید بڅرکې

بیا ځلوي

پورته د هسک پر سینه

د پاس اسمان ناوکۍ

د څوارلسمې سپوږمۍ

د مین زړه په راز کې

ډوبه ښکاري

ترینه چاپیره

راڼه ستورې

سترګکونه وهي

راته یو زیری

د بدلون راکوي

چې د ولسونو

بیدارۍ مقام دی

د اوښتون پیغام دی

یو ستر بدلون روان  دی

خو چې ماښام شي

د ګاونډي په کور کې

یتیم بچي د ژړا غږ وي

د دروازې اواز ته یې سترګې پاتې

یا یې د خوب پر کټ

د شپې تیاره

په شومه دم

خپله ژړانده مورکۍ

د کونټانه په تور پوړنې

د یتیم زوي او خپلې اوښکې

په ماښامي کې پرې تیارې روڼوي

اخوا بیا ناسته کوژده شوې پیعله

ترینه ورک شوی، لا درکه لالی

د بیلتانه  فراق کې

سوې ساندو په شور

د تپل شوې کرښې غاړې ته ځې

د بورې مور په سوو ساندو کې یې

ساه سوزي

او په فراق کې یې

د غم سندرې وایې

داسې بې شمیره

د دې خاورې زلمي

د خونړي پوځ دسیسو

د موخو ښکار، ګوانتانامو

کې ورک دي

دلته سوکه سوکه

یو ځل بیا مې ګوګل وسوزیږې

ناهیلې وغځیږې

د اوښتون او د بدلون نښې

په لټولو پسې ستړی ذهن

وي سرګردانه راته وغږیږې

چې ولس به کله؟

په خپل حق وپوهیږي

پوهه به یې دومره شي غښتلې

چې په یو غږ سره راټول شي

او د لر بر ولسونو

په غوږ شپیلۍ د اسرافیل شي

د انقلاب ناره کړې پورته

بیا یو ستر افغانستان جوړ کړي

بیا یو ستر افغانستان جوړ کړي

ايا ديورند کرښه نوره د زغملو ده؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.