د یوبریالي ، سوکاله اوسوله ئېز افغانستان لپاره زموږ لید او تصور
د ډاکټر متین روئین او نسیم ستانیزی لیکنه او ژباړه
مهمې پیلیزې، دغور او فکر وکړ خبرې:
افغانستان ؛ ملي یووالی ، سوله او پخلاینه
- په افغانستان تر ۴٦ کلنو جگړو وروسته
ملي یووالی څنگه عملی کولی سو؟
***
- د خپلواک، سوله ئېز او سوکاله افغانستان په باب پر یوتصورباندې څنگه سره راټول سو؟
- د رهبری او مشرتوب نقش دلته څه دی؟ ایا رهبری اومشرتوب دولس خدمت کول دي؛ د گټوساتل دي، پریومرکز د ولس راټول دي، دملت اواز ؛ اونظر ته لاره برابرول دي، د ملی گټو ساتل دي او که مازې ددین او اخرت د سمون په نامه امریت کول دي؟ یادونه: دادواړه کارونه په تیرو ۴٨ کلونو کې عملا سرته رسیدلی دي؛ خو سمه نتیجه ېې نده ور کړې، ځکه ولس ، شوری او دولس غږ پکې نه و.
- او که رهبري: ددنیا یي چارو د سنبالولو، سمولو مسوولیت منل او ولس ته د خدمت کول دي؟.
په افغانستان کې سوله ، سوکالي او بریالیتوب یوازې اویوازې د ټولو پتمنو، او په وطن مینوافغانانو په شراکت او گډون منځته راتللی سي”.
په دې سفر کې به د هر افغان او افغانې لپاره زموږ وسله او د لارې توښه (تعلیم، او تعلیم، کتاب، او قلم او پوهه (علم) او عمل وي”. دانسان له پېدا یښت سره سم الله ج ادم علیه السلام ته د علم فضیلت ورکړ او ملایکو ورته درناوی وکړ.
******************
هغه پوښتنه او پوښتنې چې ځواب او ځوابونه غواړي:
په پېلېزو خبرو کې هغه پوښتنې اواندېښنی مطرح سوې چې پکارده هرڅوک پرې غور وکړي چې ځوابونه ېې څنگه پېداکولی سو او څنگه ېې عملی کولی او خوندی کولی سو. دا دملی بحث پیل دی.
سوکاله اوسوله ئېز افغانستان: “… په افغانستان کې سوله ، سوکالي او بریالیتوب یوازې اویوازې د ټولو پتمنو، او په وطن مینوافغانانو په شراکت او گډون منځته راتللی سي؛ په ملي یووالي، ملي پخلاینه او اسلامي ورورولۍ منځته راتللی سي “.
په دې سفر کې به د هر افغان او افغانې لپاره زموږ وسله او د لارې توښه (تعلیم، او تعلیم، کتاب، او قلم ) وي” . که په دې ټکي سره سلاسولو، نو دابه د سولې او پخلاېنی په بهیر کې د بري اول گام وي.
یادونه:
- د ملي منافعو تعریف د کورنیو ستونزو او شخړو له نظره ؛ د سیمه ئېزو (منطقوی) او نړۍ والو علتونو له نظره او دهغو داوږدې مودې اغېزې پر افغانستان باندې.
- په دې برخه کې مو پکارده، دیته پام وي چی دافغانستان گاونډیان کومې اصولي اوغېراصولی گټی لري او غواړي ېې، که دمذاکراتو او سولې له لارې وي او که دغیراصولي لارو او زور له لارې وي، داد عملی دینا او د ژوند
عملی فلسفې ( Pragmatism (منل شوی دود دی.
- په دې کې د پاکستان گټې اوعزایم دافغانستان په برخه کې ، د هند او پاکستان ستراتیژیکه سیالي او پر افغانستان ېې وړاو ناوړه اغېزې، هم د یادولو او دقیق غور وړ دي. داهم د یادولو وړ واقعیت دی چی گاونډی پاکستان د افغانستان په چارو کې له تیرې نیمې پیړۍ راهیسې لاس وهني کوی او دا لاسوهنه اوس هم پټه او ښکاره مستقیمه اوغیرمستقیمه روانه ده؛ په دې کې مثبتې اومنفي دواړې اغېزې شاملې دي.
- له همدې امله ددوست او دښمن پېژندل یواړین گام دی، چې په غړولو سترگو دوست او دښمن دواړه وپېژنو.
- همدارنگه د ایران اوامریکې گټې په سیمه ئېزه اونړۍ واله کچه دافغانستان دملی گټو د تشخیص او کره تعریف لپاره پکارده په نظر کې ونیول سي.
- دروس ، چین ا وامریکا متضادې گټې او دلاسته راوړلو لپاره افغانان له ځان سره په گڼو پلمو شریکول، زموږ د هېواد ددیپلوماسئ؛ کودتاگانو ، کورنیو شخړو بل فصل اوباب دی.
- ددې ټولو مسایلو په نظر کې نیولو سره افغانستان خپله بهرنۍ پالیسي څنگه طرحه او جوړه کړي؛ چې لږترلږه د نړۍ والو اوگاونډیو قدرتونو کورنیو منافعو ته خطر نه وي او هغوی موږ په خپلو سیالیو کې د جگړی د میدان په توگه و نه کاروي.
- ولې داکار وکړو؟
********************
لید ، تصور، او بصیرت Vision–:
د ملي او اسلامي یووالي په لور یون او حرکت د ښې او وړ رهبرۍ ( Good Leadership) او قیادت، اغېزمن حکومت (خادم حکومت) او یو واضح ستراتیژیک پلان ته ضرورت دی چې سوله او ملي پخلاینه (د ملي گټوــ National Interests ـ) په رڼا کې دافغانستان د ټولو خلکو لپاره له کوم تبعیض او توپېر نه پرته لاسته راولو.
دنده او رسالت Mission
د افغانستان د ملي گټو خوندي ساتنه:
( Upholding the National Interests of Afghanistan )
د اسلامی امارت او هغو مسلکی او صادقو افغانانو ترمنځ د خبرو او مذاکراتوته لاره اوارول چې په اداری فساد کې ککړ نه وي؛ دا کسان که د افغانستان په داخل کې وي او که په خارج کې وي، پکارده له یوبل سره په دې موضوع خبرې وکړي چې ملی یووالی اوملی پخلاینه څنگه منځته راولو. زما په نظر که پنځو ټکیو ته داهدافو د تحقق لپاره ( ملي یووالی او ملي پخلاینه ) پام وکړو او عمل پرې وکړو؛ نو دافغانستان په آینده کې ډېر مثبت او ځانگړی اغېز ولري.
**************************************************
(اضافي یادونه ــ Extra Notes )
هغه شپږ گامونه کوم دي چی پکارده د سولې د لاسته راوړولو په بهیر کې واخیستل سي: پردوغو شپږو گامونوهروخت او هرځای کې چې یاست غور وکړئ ، که غواړئ چې د سولې د لاسته راوړولو بهیر پیل کړئ:
- هغه څه له ځان سره اول قبول کړئ چې تاسې څومره بدلون پکې راوستلی سئ او یاکنترول پرې لرئ. تاسې یوازې خپل ماغزه او فکر کنترولولی سئ؛ نو دا خبره په ډیرصداقت وکړئ ( ډېر سوله خوښوونکی واوسئ ــ خو لکه څومره چې په ټول ژوند کنترول نلرئ، داسې د بل په فکري لاره هم کنترول نلرئ).
- د بښلو دکړندود (طرزالعمل) مشق او تمرین وکړئ.
- د فکر کولو اوغورکولو ( ذهني تامل) تمرین او ممارست وکړئ او پام ورته وکړئ..
- د ځان لپاره خا ص وخت ځانگړی کړئ
- د خپل پرمختگ د یادداشت لپاره د خاطرو یو کتابگوټی ولرئ چې هرڅه په کې یادداشت کړئ.
- دانسانانو د طبیعی ژوند او طبیعت په لور سفر پیل کړئ ؛ دا ژوند د سولې ، ورورولئ اوخواخوږئ لپاره ډیر کم دی، که په دې واقعیت پوه سو نو د جگړو اودښمنیو لپاره وخت نه پاتې کېږي.
- دعلم زده کړه دخپل ژوند یوه زرینه پیمانه وگڼئ، او دعلم له لارې خدمت هغه پانگه ده چې هېڅ نه خلاصیږي:
مثلا که تاسې ډاکټریاست ؛ له (بډای اوبیوزله) سره یوډول مرسته کولئ سئ او دامرسته د ژوند تر پایه کولئ سئ؛ هیڅکله ددولتی بودیجی په څېر خلاصون نلري.
- دالله تعالی ورکوونکی لاس خوښېږي.
- له خپل ورورسره مرسته وکړه ؛ که ظالم وي اوکه مظلوم. که ظالم وي مرسته ورسره وکړه چې له ظلم نه ېې ایسار کړې. اوکه مظلوم وي د ظالم، تیري کوونکي له ظلمه ېې وژغوره !. داکار دهغه او ستا ددین اودنیا دواړو د سوکاله کولو لپاره زښته ډیره گټه لري.
- په دې توگه موږ خپل پردی او دښمن ټول (د غچ، انتقام ، تباهئ او بربادئ له اوره) ژغورلی سو.
- وايي چې بوډا نیکه خپل لمسي ته نصیحت کاوه. ویل لمسیه دهرانسان په وجود کې دوه لیوان یو تور او بل سپین (د بدۍ او د نیکۍ لېوان) تل په جگړه بوخت وي؛ لمسي وویل ابا نو کوم یو به په اخر کې دا جگړه و گټي؟ بابا وویل : هریوه سره چې ته مرسته وکړې اوپه نس ېې موړ وساتې!.
*********************************************************
ســــــــریـــــــــــــــزه ـ Introduction :
که څه هم د هېواد په سترو ملي او خورا مهمو مسایلو کې ډیرې ننگونې، سیالۍ اوستونزې شته دي؛ خو سره له دې هم د افغانستان دموجوده مشرتابه ( دافغانستان اسلامی امارت ) لپاره یو فرصت شته دی چی له وطنپالو، صادقو او مسلکی افغانانو سره په ملي کچه خبرې وکړي، څو یوه ملي اجماع منځته راولي. دا ددی لپاره چې افغانستان له اوسنیو شخړو او جنجالونو نه دیوښه او سوکاله افغانستان په لور روان کړو. راځئ، د سولې راوستل هم وازمایو؛ ځکه تیره نیمه پیړئ مو گڼې جگړې د فکر ي اونظري اختلاف پربنسټ، دقدرت پر بنسټ، قومي، ژبنیو اوسمتي مخالفتونو پربنسټ وکړلې؛ خو نتیجه ېې هغه نده چی موږ ېې په ویاړ دافغانستان خلکو ته وړاندې کولی سو؛تردې مهمه داده چی څنگه ېې ټول راسره ومني.
( دافغانستان د ملی گټو معلومونگ، خوندي کونگ، ملي گټوته داولیت حق ورکونگ) د بري لومړی شرط دی.
ددې ملي خبرو اترو د پیل لپا ره یوبل مهم ټکی دادی چې پکارده یوڅه مشخص گامونه هم په داخلي اوهم په خارجي برخه کې واخیستل سي.
اول، د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو لپاره باید ټاکلي او کوټلي گامونه پورته سي؛ په دې کې دامریکا د متحده ایالات او دهغه سمه ئېز مِتحدین هم شامل دي. ددې لپاره چې داهدف لاسته راوړو پکارده چی فعاله او اغېزمنه مشري او رهبری ولرو. خادم قیادت ولرو؛ ښه حکومتولي ولرو؛ د ملی یووالی په لور حرکت اوخوځښت پیل کړو او دملی پخلاینې په لور عملي گامونه اوچت کړو.
داپورتنی اقدامات د سولې او ملي پخلاینی د بهیر د پرمختگ لپاره مهم اواساسي کارونه دي چې پکارده سرته ورسول شي.
په دې برخه کې تر ټولو بنیادي شرط، او د پام وړ کار دادی چی ( دافغانستان د ملی گټوپر ساتنه اوخوندي کونه) کلک ټینگار وسی او ملاتړ ېې وسي.
ددې تاکید او ملاتړ سبب دادی چی په تیره نیمه پیړی کې دافغانستان سیاسی رهبرانو په لازمه توگه په خپلو اقداماتو کې (دافغانستان ملی گټو ) ته هغه راز پاملرنه نده کړې چې گڼ ولسونه او سیاسی گوندونه پکې (ملی گټوته اولیت) ورکړي. دا یونړۍ وال منل سوی سیاسی واقعیت او اصل دی، خو ددې په ځای افغانستان کې گوندي، قومي، ژبنیو اوسمتي گټوته اولیت ورکړل سویدی.
د افغانانو ستونزه څه ده؟:
دافغانستان پتمنو او درنو خلکو، په تیرو پنځه څلوېښتو کلونو کې د دوامدار تشدد او جنگ جگړو له امله، زښت ډیر زیان اوتاوان گاللی دی. (د کودتاگانو، او د جگړې د بیرحمه اور په بټۍ کې گناهکار اوبیگناه ، دهرقوم، هرې ژبې او هرسمت خلک ټول سوځېدلي دي او دا د تیرې نیمې پیړۍ زهرجن او ډیر تریخ واقعیت دی ). بلکه دملی غمېزې بڼه ېې غوره کړېده. ددې شخړو رېښې کورني او بهرنی علتونه لري څې په لنډه توگه به بیان سي:
١ــ داخلي ستونزې: په کورنیو ستونزو کې ( کودتا گانې ؛ گوندي اجنډا گانې ، کمزورې رهبري، کمزورې حکومتولي، یومخ سروپ ناروا اداري فساد او دافغانانو ترمنځ داخلي شخړې شاملې دي. کودتا گانو پخوانی داخلی ، دودیزنظم اونظام ( شاهي نظام ) وپاشه ؛ خو نوی ېې جوړنکړای سو. اداري فساد ( زه ېې رسمي او دولتی غلا بولم) په ډیرو برخو کې سیستما تیک Systematic Corruptions- (١) و .
په دې توگه له حکومتی قدر ت نه خلکو ته دخدمت کولوپه ځای نا وړه گټه اخیستنگ روان و. شخصی او ډله ئېزې قدرت غوښتنې ، داخلي جگړې چې په ستره کې د قومي، ژبنیو، سمتي اواحیانا مذهبی سیاستونو له امله منځته راتللې. ددې خبرې یادونه لازمی ده چې د کودتاگانو او گوندي پروگرامونوپرله پسې ناکامیو ټوله دنیا او حریص گاونډیان افغانستان ته متوجه کړل.
په دې لړ کې ، کودتاگانی په هغو ستر علتونو یا علت العلل کې حسابل کیدلی سی چې سړی په ډاډ سره ویلی سي چی د بهرنیو قدرتونو لپاره ېې له افغانستان څخه د جگړی میدان جوړ کړ. داخلي قوتونو، د بهرنیانو د لاسوهنی په مرسته ؛ د جگړو بیرحمه بهیر کنترول نکړای سو اوپه نتیجه کې افغانستان د تیرې نیمی پېړۍ راهېسی د جگړو اووسلو دازمېښت په میدان بدل کړی و، له همدې امله زه د بهرنیو مداخله علت العلل یا ام العلل بولم ـ دعلتونو مور بولم؛ خارجي فساد له کورنیو فتنو سره لاس یو کړ. ښاغلي فساد او اغلې فتنې چې واده وکړ نو جنگ ، نفاق، تعلیمي او اقتصادی فقر دواړه ېې وزېږول، اوملت ېې خورا ډیرې ځپونکې نیستۍ ا وخوارئ ته کیناوه.
**********************************
(1). Systematic Corruption:
په دولت کې داداري فساد درې درې ډولونه:
په اداري فساد اخته نظام، له اداری فساد سره مقابله نسي کولی چې بندېې کړي، ځکه نظام په خپله فاسد دی، که یوڅه فساد برالا کړي، هغه ددې لپاره وي چی خپل نوم ښه کړي، خو ډیر پیچلی اداری فساد ډیرپرمختللی نظام غواړي چی وې پېژني او حساب ورسره وکړي.
د اداري فساد کلني شاخص د اداري فساد دری ډولونه په دولت کې تشریح کړي او اندازه کړي دي:
اول، ددولت په ټوله اجرائیه قوه کې ادارې فساد؛ قضائیه قوه ، اردو ، پولیسو او مقننه قوه کې اداري فساد شامل دی. په دې کې رشوت خوړل، د نامناسب اثر اورسوخ موجودیت یا د حکومتی او یا د شخصی گټو د ادارو له خوانه، ددولت په بودجه کې اختلاس، غبن او د ددولت په نورو منابعو او سرچینو کې د قانون خلاف لاسوهنه ، (په عامه اصطلاح د خپلو جیبونو ډکونه او د حکومتي منابعو حیف او میل کونگ شامل دي) دخپلې گوندي ډلې، شخصی اورسمي انډیوالانو په واسطه د اختلاس تسسهیل کول؛ خپلوانو شخصی ملگرو اوکورنيو لپاره د قانون پوزه کږول ، شامل دي.
د سیستماتیک اداری فساد یوتعریف داهم دی چی غیرقانونی چلند پکې دخیل وي، خو یوه یا دوه پیښې نه وي، بلکه په مکرر ډول ؛ د یو طرزالعمل اوکړندود بلکه د حاکمې ډلې غېرمستقیم ، او خپل منځي قانون ، څرگندونه کوی. ددغه ډول چلند وجه په سیستم اونظام کې دننه داخلي علتونه دي؛ لکه د صداقت نشتون، د فساد نه تشخیص، داحتساب نشتون درې واړه پکی شامل دي؛ او دا د حکومت په یوه اداره کې نه بلکه په ډیرو ادارو کې، د ډیرو کسانو له خوانه سرته رسیږي؛ خو تشخیص او احتساب پکی نه وي؛ او یا په لوی لاس د باصلاحیته اشخاصو له خوانه پرې پرده غوړول کېږی ؛ ځکه هغوی هم په گټه کې شریک وي. په اداری فساد اخته حکومت په حقیقت کې یوه مافیايی ډله وي ، خو ښکاره ده ، نیکټايی اودریشي سره ده او دولتي دندې او القاب هم لري.
معاصر فیلسوف برتراندرسل وايی که څوک فساد وینی او چوپه خوله پاتې کېږي اویاسترگې پټوی چې گوندی نه ېې ویني، نو داسړی یا بزدل دی او یا پکې شریک دی. بزدلان ا وشریکان داټول پکې ول.
په نظام کې اداري فساد په څلور و برخو کې تشخیص سوی او لیدل سویدی: اول، د عرضې اوتقاضا برخه کې فساد ؛ دویم ستر اداري فساد، دریم د پرچون اوپه اصطلاح خس دزدي کونگ اداری فساد . نو ادارې فساد ، بیاهم اداری فساد دی که څه هم ډیر معمولي وي، یا یوازې یوه پېښه وي، او یا څو پېښې وي. که دیوتن له خوانه وي او که ډیر کسان پکې دخیل وي. اداری فساد بیاهم فساد د ی او مخنیوی یی پکاردی. اداری فساد په یوه اداره ، یوه وزارت او یا څو ادارو او وزراتونو کې پېښیدلی سی. دا ضرور نده چی ډیری کسان کې پکې لتاړ وي، او یایو تن یا دوه تنه ؛ بیاهم ادارې فساد دی .
په نظام کې مدغم اداری فساد کې لاندې ډولونه شامل دي: رشوت، اختلاس ؛ غلا ، ټگي برگي، سیاسی فساد ( په سیاست کې اداری فساد دادی چی یو مقدار بودجه دخلکو لپاره اختصاص سوی وي، خو عاملان ېې یوه برخه د عاموخلکو لپاره وکاروي، اونور په گڼو پلمو خپل جیب ته واچوي). له سیاسی قدرت نه گټه اخیستل یعنی خلک له خوږ گوتې نیول، په زور اوبدماشی ځېنی پېسې اخیستل؛ پېسو ته لاسر سی هم د فساد سبب کېږی؛ د خپل سیاسی نفوذ اثر اورسوخ، سلطې او اقتدار خرڅول پرهغو کسانو کې د قانون له لارې کارنه پرمخ نشی بیولی، او دوزیر صېب او والی صېب ټیلیفون او سپارښتنې ته ضرورت لري، دا ټول په ادارې فساد کې شامل دي.
****************************************
د ځانگړیو پېښو څېړنه: Case Study
یادونه : د ښاغلي کرزي له دورې نه نیولې چې افغانستان پکې د ادارې فساد دتورې کندې “Black hole of corruption” لقب اوشهرت وگاټه او ډاکټر اشرف غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ دقدرت تر شخړې پورې ، دنورو عواملو ترڅنگ د اداري فساد برخه کې داحتساب نشتون اود دولت منابعو نه په شخصی، گوندي، ډله ئېزې ، سمتی او قومی گټو لپاره کار اخیستل کېده. د اثر او رسوخ خاوندانو به دخپلې کورنۍ، گوند، قوم اوسیمی خلکو ته ترجیح ورکوله. په دې توگه امانت اهل ته نه سپارل کېده. رشوت دومره عام و چی هېچا دخپلی بریښنا او تیلیفون میاشتنی مصرف بې رشوته نسوای اداکولی. د یو بهرنی هېواد د یوې مشهورې ادارې په یوه سروې کې تقریبا ترملیون زیاتو افغانانو نه پوښتنه سوې وه ؛ په سروې کې تقریبا ۴٥ سلنه حکومتی مامورین په اداری فساد کې لتاړو ل. خودا پېښه او دیته ورته نورې دقیقه څېړنه غواړي.
*************************************
دویم، بهرني نړۍ وال او منطقوي علتونه: گاونډي هېوادونه، د ستراتیژیک نفوذ دمنځته راوستلو لپاره خپلې گټې خوندي کوي، په دې توگه دافغانستان ملي گټو ته دخپلو داخلي او بهرنیو بانفوذو اشخاصو په لاس زیان رسوي.(١)
درېم، نړۍ وال علتونه: په دې برخه کې په اوله درجه کې، دابرخه دامریکا متحده ایالاتوته منسوبولی سو. په دویمه درجه کې پخوانی اتحاد شوروي، یا ا وسنۍ روسیه ، برتانیا، او یوشمیرنورو غوښتل چې دافغانستان په چارو کې اثرو رسوخ ولري. ډیری ستر مورخین په دې باوردي چې دروس ( خلق او پرچم ) او امریکا په مشرتابه پنجابی جنرالان ( یوشمیر داخلي گوندونه) دهغی سترې لوبې په ادامه لگیا دي چی د مشهورې او سترې تاریخی لوبې ( ستره لوبه ـ ستر قمار ـــThe Great Game )په نامه یادیدله او په ١٨٥٦ م کال کې پیل او په ١٩٠٧ م کال کې عملا پایته ورسیده؛ خو ستراتیژیک اهداف بدلیږی او لوبغاړی بدلیږي، له همدې امله ستره لوبه دوام لري، خو لوبغاړي او اهداف یوڅه ناڅه بدل سویدي. مگر افغانستان ا وس هم د امریکا، چین، پاکستان او هند له خوانه مرکزی اسیاته درسیدو مهمه لاره ده. اوروسیه اوس هم غواړی چی د پاسني او گوادر دبندرونو له لارې ( اوسني پاکستان ) کې پراته دي، د هند سمندرته ورسیږي. دسمندری تجارت له اهمیت نه نن سبا هېڅوک انکارنسي کولی؛ نو اهداف لا په خپل ځاې او خپل اهمیت لري.
بارنیټ روبین: عبدالرحمن خان
دلته به موږ دافغانستان د جنجالونو په کورنیولاملونو یعنی د فعالی رهبرئ، اغېزمنی اوخادمی حکومت ادارئ ، د سولی په راوستلو اوملي پخلاینی بحث وکړو. ځکه چې پرداخلی مسایلو باندې بحث او حل لارو ته ېې پاملرنه له افغانانو سره مرسته کولی سی چی
چې د ملي گټو په چوکاټ کې دملي یووالي، ملي تفاهم، پخلاېنی (آشتي ملي) ، ملی پیوستون په لور گامونه واخلي. دلته به په لنډ ډول په هره موضوع بحث وکړو؛ هغه هم په دې امید چی ( د اسلامی امارت موجوده رهبري) له دغه تاریخي فرصت نه گټه واخلي او په دې برخه کې عملي گامونه پورته کړي، څو د ملي یووالی په برخه کې ترینه گټه واخیستل سي.
١ـ دافغانستان ملي گټې ( National Interests of Afghanistan 1-)
دافغانستان ملي گټې دافغانستان دخلکو د ضروریاتو ، غوښتنو, موخو (اهدافو) او د ټولو افغانانو د هیلو او اسرو په بڼه تعریفولی سو؛ په دې کې شک نشته چې ټول افغانان سوله ئیز او سوکاله له بنیادی اړتیاو اوضرورتونو څخه ازاد، عادلانه اوباعزته ژوند غواړي. دلته نهاي موخه داده چی دغه ملي گټې تعریف سي، خوندي وساتل سي او د افغانستان دخلکو ملی گټی په لاندې برخو کې پرمخ بوول کیدلی سي چې ټول ترینه گټه واخلي.
- کولتوري ) دودیزې ـ گټې( ـ Cultural Interests: کولتوري گټې له باورونو او عقایدو سره تړاو لري، له دودیزو ارځښتونو سره تړاو لري. دا ټول بیا د افغانانو د گڼو قومونو ( قومي، ژبنیو، سمتي او مذهبی ) کولتوری او عنعنوی گټو اوارځښتونو سره تړاو لري. ددغو ارزښتونو داهمیت په برخه کې، پکارده چې د مختلفو او گڼو افغانانو ترمنځ ( ملي تفاهم اوملي اجماع) او یوبل ته لازم درناوی موجود وی.
- سیاسی گټې ـ Political Interests: دافغانستان له گاونډیو هیوادونو او دنړۍ والې ټولنی له نورو غړیو هېوادونو سره یوه سوله ئېزه، او بېطرفه بهرنۍ پالیسي موجوده وي.
دا پالیسي به دافغانستان داستقلال په برخه کې د دوه اړخیزدرناوي، او تفاهم پر بنسټ موجوده وي.
- اقتصادي گټې ــ Economic Interests: داقتصادي انکشاف او پرمختگ لپاره پکارده لنډمهاله اقتصادی کړنلاره او اوږدمهاله اقتصادی کړنلاره جوړه سی. دغه اقتصادی کړنلاره باید د افغانانو د سملاسي بشري ضرورتو نو چاره وکړي. ددې مقصد به داوي چې افغانان په نهایت کې له اقتصادی پلوه په کوره د پوره کیدو پر لاره روان کړي. خو په دې کې له نړۍ والې ټولنې او طبعا له گاونډیوهېوادونو سره همکاری لازمه ده.
امنیتي گټې ــ Security Interests: دافغانستان د خلکو یوه قیمت بها او با ارځښته غوښتنه او هیله په هېواد کې سوله او ثبات دی؛ ځکه چې په دې هېواد کې له ۴٥ کلونو راهیسی مستمر ، دوامدار ، او پرله پسې جسمي او رواني غمیزو چې د جنگ زیږنده دي، دوام درلود. دافغانستان مشران او دافغانستان حکومت او دافغانستان خلک پکارده چې هېڅ یوې ډلې ته ، که خارجي وي او که داخلي وي اجازه ورنکړي چې یوځل بیا افغانستان ته ، دافغانستان گاونډیو هیوادونو ته اونورو ملتونو ته گواښ اوخطر پېښ نکړي.
دویم: فعال او اغېزمن قیادت: قیادت اورهبري هغه علم ، فن اوهنر دی چی پر خلکو مثبتی اغېزې کوي، البته دعلم ، معرفت ، پوهی او داسې مهارتونو په واسطه چی د ملت د مسایلو په حل کې څه ډول عملي دریځونه غوره کوي. قیادت یوه داسی ځواک دی چې دولس داکثریت تصور، اسرو، پریکړو کولو؛ برخه کې دالهام ورکولوسبب گرځي اوهغه اهداف چې ټول افغان ېې لري او غواړي ېې پرې لاسته راځي . په لنډه توگه موږ قیادت ملت داهدافو حا صلول دي. په اهدافو کې وگړیز اهداف دادی چی دملت هروگړي ( نارینه او ښځې ) د کار حق ( د مسلک او اهلیت له مخی )، د تعلیم حق او د قانون په مقابل کې د برابرۍ ټول بنیادی اومنل شوي حقوق ورکړل شي.
دافغانستان داسلامي امارت رهبري ( IEA ) باید داتوان اوقدرت ولري چی په ملت کې یوه مهربانه او با شعوره ټولنه منځته راولي. ددغه معیار له مخی به د خلکو ترمنځ ، یوپربل باور او اعتماد؛ درناوی ، ازاد بحث او تفاهم منځته راسي؛ تردی ټولومهمه داده چی ډله ئیز کارته خلک وهڅوي او رواج ېې کړي. دافغانستان مشران او رهبران باید ټولو افغانانو ته د رسالت اومسوولیت د احساس ، ماموریت ، هدف ، صداقت اوامانتدارۍ په لرلو سره، خدمت وکړي؛ پکارده له هرافغان او افغانې سره دورورولۍ، خورولۍ په روحیه ، د ملي یووالي په لور یون پیل کړي اوهغوی له ځان سره په دې لاره کې شریک کړي.
درهبری اوقیادت لاندې نمونې (Leadership Models) د افغانستان د اسلامی امارت تر مشرتابه لاندې د گڼو افغانانو ترمنځ د باور او گډژوند فضا منځته راوستلی سي.
د اغېزمنی او موثرې سولې د راوستلو لپاره لږ تر لږ د پنځوشرایطو برابرونگ ته اړتیا لیدل کېږی:
- اقتصادي بیا رغاونه : د دوامدارې سولې د رغښت او ټنیگښت لپاره، اول پکارده په هیواد کې داسی چاپیریال او اقتصادی بیارغاونه جوړه سي چې په خپل کورد پوره کیدلو ملاتړ وکړي.
- دمخالفینو پخلاکونگ : مخالفین دې (د هرافغان او افغانې ، هرقوم او هرې سیاسی ډلې ) په شمول پخلا کړای سي.
- د زړو او نویو شخړو حل : یوه داسې اداره دې جوړه سي چې د زړو شخړو د بیا پېلیدنگ او نویو شخړو د پیداکیدنگ مخنیوی وکړی او حل ېې کړي.
- مدني ټولنه د حکومت او ټولنی برخه شي.
- د قانون حاکمیت او تعمیل: او حکومت او تشکیلات نه یوازې منځته راشي بلکه په ټینگه د تعمیل او تطبیق لارې چارې وسنجول سی.
- په ټولنه کې د گڼو اقوامو لپاره درسمي او تشکیلاتی نا برابریو او ټولنیزو مسایلو حل لارو ته په ټینگه پاملرنه وسی.
- د سولې په راوستلو کې شامل کارونه: دشخړو اداره، دشخړو مخنیوی؛ د شخړو حل ؛ بدلون اوِتحول راوستل؛ له شخړو وروسته پخلاکونگ؛ دسولی منځته راوستل داوږد ې مودې کړنلاره او ستراتیژي ده چی د ټولنی په هره کچه او سطحه کې پکارده موجوده واوسي. په دې توگه دخلکو په منځ کې دوامداری اړیکې (په ځاي کچه او ملی کچه منځته راځي. په نهایت کې په نړۍ واله کچه هم له نورو متلونو سره د سولی شرایط او معیارونه منځته راځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.