د ایران د جنگ اغېزې او دوې  سترې نهیلۍ

لیکنه، ژباړه او تحلیل: نسیم ستانیزی

55

د ایران د جنگ اغېزې او دوې  سترې نهیلۍ !!!

 

اوله نهیلي: ولسمشر  د ناټو له نظامی اتحاد نه نهیلی دی!

ولسشمر  ټرمپ د سه شنبې په خبری کنفرانس کې . دمارچ اولسمه  ، ٢٠٢٦ م کال

همدارنگه له ولسمشرټرمپ  نه،   نن  د سه شنبی په ورځ  یو خبریال د ناټو برخه کې  پوښتنه وکړله چې ایا دی له  ناټوسره،  له سره په  اړېکوغورکوي؟

او که امریکا به دامکان په صورت کې  د ناټوله نظامی اتحآد نه ووزي؟. هغه وویل چې دی د ناټو نه نهیلی دی، ځکه ا مریکا  څو تریلونه ډالر په دې نظآمی اتحاد  په تیرو  کلونو کې  لگولی دي. نو کله چې  هغوی  له موږ سره مرسته نکوي، دایقینی خبره چې موږ به هم دهغوی برخه کې  فکر نکوو؛ او  زه په دې فیصله کې دامریکا کانگریس  ته هم  ضرورت نلرم . ښاغلي ټرمپ زیاته کړله چې فعلا له ناټوسره د بیرته یوځای  کېدلو برخه کې کوم  فکر او پلان نلري او نه په دې خوشاله دی چې د یوکراین مسله  کې موږ ورسره مرسته وکړله.

جنگ او لگښت:

د رسنیوله تحلیل او څرگندونو نه داسی ښکاری  چې نړۍ وال دانسانانو پرتلفاتو، دومره خواشېنې ندي لکه د تیلو د قیمت پر لوړېدلو چې خواشېنې دي. په ایران کې ، د ١٧٠ نه زیاتوماشومانو پر  وژل کیدلو هم دومره غوغا  نده جوړه شوې لکه دتیلو د قیمت پر لوړېدلو چی جوړه ده !

دا زموږد  معاصر تمدن ښه د هیښتیا وړ څرک دی، نپوهېږم  چې په کومه تله   وتلل سي.

د ا یران له خوانه د هرمز تنگي بندیدل چې دتیلو د صادراتو حیاتې سمندری لاره ده، دنړۍ والو اندېښنی  زیاتې کړې دي.

د ښاغلی ټرمپ دویمه،  نهیلي د برتانیې د لومړي وزیر ځواب  دې چې نه غواړي د ایران په جنگ کې په پراخه کچه  ښکیل سي:

د امریکا ولسمشرډانلډ ټرمپ د برتانیې د حکومت د لومړي وزیر پر ځواب چې ویل ېې نه غواړي دایران پرخلاف پراخه جنگ کې ورښکیل سي،  نهیلي ښکاره کړه او پر هغه ېې نیوکه وکړله ، ویل ېې سټامر  ښه  سړې  دی خو په دې برخه کې واضح دریځ نلري.

ټرمپ ددوشنبی په ورځ د مارچ  ١٦ – مه ٢٠٢٦ م کال، خبریالانو ته وویل چې  دی  د برتانېې  د لومړی کیرسټامر په منفي  ځواب  خوشاله ندی. هغه وویل پکارده چې دی په ډیره خوشالۍ په دې هڅو کې شامل شوی وای چې د هرمز تنگی خلاص  شي.

  

د برتانیې  لومړی  وزیر  کیر سټامر  او دهغه میرمن د ډاونېنگ سټریټ نه بهر.

ایران، د یوې جنگی ستراتیژۍ پر بنسټ،  دهرمز تنگی بند کړیدی چې نړۍ وال د تیلو د قیمت له لوړوالي او کمبود سره مخامخ شي. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د هرمز تنگی د تیلو د صادراتو یو حیاتي بندر دی.

د تیلو قیمتونه مخ په لوړېدو دي،  ځکه ایران په اغېزمنه توگه د هرمز تنگی بند کړیدی.

کیرسټامر  د برتانیی  لومړي وزیر وویل چې برتانیه په سیمه کې دماین لټولو ټیم لري خو هغوی ته په دې برخه  کې کوم خاص امر لاهم ندی شوی ؛ نو ښاغلی  ټرمپ په دې خبره نهیلی او ناخوښه دی.

د ولسمشر ټرمپ او متحدینو د دریځ  او اختلاف  مهم ټکي:

ولسمشر ډالنډ ټرمپ، دایران د جنگ راهیسې په تیره اخرو ورځو کې د خپلو انډیوالو هېوادونو په عد م تمایل  چې په دې جگړه کې ورسره په پراخه لاس برخه واخلی،  نهیلی  اوخواشینی څرگند کړیده.

اصل مسله  د هرمز دتنگي  د بندولو پر سر چې  دتیلو د صادراتو نړۍ واله  لاره ده ؛ را پېدا سوله . ایران دالاره په اغېزمنه توگه بنده کړیده او دتیلو قیمت مخ په لوړېدو دی. ددی ترشا ستراتیژي داده چې د قیمتونو د لوړوالی  نتیجه کی به ، د جنگ ضد او د جنگ خلاف پلویان زیات شی ، له دې سره به پرامریکا هم فشار زیات  شی چې له ایران سره کومې روغې جوړې ته ورسېږی. اټکل خو همدادی،  داچې په راتلونکیو شپو ورځو کې به څه بڼه به غوره کړی ، هغه به وروسته معلومېږي. له ولسمشر نه دا پوښتنه هم وشوله چې د پیاده عسکرو په ورلیږلو غورکوی او که نه ؟ هغه وویل چې غور پرې روان دی.

د ولسمشر  ټرمپ  دنهیلی  مهم  ټکي لاندې توضیح شویدي:

له  دېنه د متحدینو انکارچې دهرمز تنگي په خلاصولو کې ورسره  مرسته  وکړي:  ټرمپ دناټوپرمتحدینو سخته نیوکه  وکړله چې دهرمز  تنگي ته جنگي  بیړۍ نه لېږي چی تنگی بیرته خلاص کړي. ټرمپ دهغوی انکار ” احمقانه غلطي ” وبلله.

دا جگړه د اروپا نده: د ټرمپ  د خپگان اونهیلی سره سره اروپايي متحدین برتانیه، د جرمنی په  شمول اوهسپانیه، له نظآمی مرستو نه انکارکوي. هغوی دغه  شخړه داسې  تشریح کوي چې “دا جگړه داروپا  جگړه نه ده” ا و د ټرمپ  په یوازې ځان پریکړې باندې په دې برخه کې انتقاد کوي.

پر متحدینو ځانگړې انتقاد: ټرمپ  په خاصه توگه د برتانیې پرصدراعظم  کیرسټامر انتقادوکړچې  پر ا یران  بریدونو کې ېې  برخه وانخیستله. هغه وویل چې  د لومړي وزیر کیر سټارمر څخه “خوښ نه دی” چې پر ایران ېې په بریدونو کې برخه وانه خیستله   او ” د ډیاګو ګارسیا ” پوځي اډې  د کارولو مخه  هم  یې نیولې ده.

ټرمپ هسپانیه هم “وحشتناکه او ناوړه وبلله” وبلله. ځکه هغوی  هم دایران خلاف د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه ورنکړه، او د سوداګرۍ د پرې کولو ګواښ یې هم وکړ.

“موږ هغوی ته اړتیا نلرو”: ښاغلي ټرمپ ، له خپلو متحدینو نه ،  د خپلې نا امیدۍ سره سره، په عامه توګه دا هم ویلي د ي “موږ هغوی ته اړتیا نلرو”. که څه هم داخبره زموږ په وطنی اصطلاح دانگور تورشه دي!، ته ورته ښکاري. خو بیا وايی ، مګر دوی باید له موږ سره هلته وای،” او ادعا یې وکړه چې امریکا کولی شي،  د ایران د پوځي ظرفیت د زیانمنولو وروسته وضعیت په یوازې ځان  هم اداره کړي.

د “بد راتلونکي خبرداری: ټرمپ د ناټو متحدینو ته خبرداری ورکړ چې که دوی د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د هڅو ملاتړ ونه کړي، نو دوی به له  “ډیر بد راتلونکي” سره مخ شي، او اتحاد ته به د “یو طرفه سړک” په سترګه ګوري.

جنگ، لگښت او نورې  پایلې:

نړۍ وال دانسانانو پرتلفاتو، دومره خواشېنې نده لکه د تیلو د قیمت پر لوړېدلو چې خواشېنې ده. د ١٧٠ نه زیاتوماشومانو پر  وژل کیدلو دومره غوغه  نده جوړه شوې  لکه دتیلو د قیمت پر لوړېدلو ! دا زموږد  معاصر تمدن ښه تله ده چې  پرې وتلل سي.

د ا یران له خوانه د هرمز تنگي بندیدل چې دتیلو د صادراتو حیاتې سمندری لاره ده.

د ولسمشر ټرمپ له نهیلی نه دوه احتمالات څرگندیږی. اول داچې په یوازې ځان د هرمز د تنگي خلاصول  گران کاردی او یاېې نشی کولی.، دویم احتمال دادی چې ”  جنگ تر توقع زیات اوږد او لگښت ېې  هم زیات سویدی ” . دادوړاه عنصر  د پریشانی وړ دي. ددېنه فعلا  داسې ښکاری  چې دایران له خوانه د جگړې داوږدولو او سوکه سوکه د شاو خواو هېوادونو د لگښت اوژوند باندې ناوړه اغېزې د فعلا لپاره کامیابې ښکاری  ؛ څو بالاخره دجنگ مخالفان ډیر سي او پر امریکا اواسرائیل فشار   زیات سی.  والله اعلم باالصواب

 یادونه: په پورتنی لیکنه کې د ډیلی ټیلې گراف، بې بې سي، او گارډین له مقالو نه گټه اخیستل شوېده اولنډیز  ېې دلته وړاندې سوېدی.

*** پای ***

د یو بریالي، سوکاله او سوله ئېز افغانستان لپاره زموږ لید او تصور

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.