ايا ديورند کرښه نوره د زغملو ده؟

هاجره حرکت

70

د ديورند کرښې دواړو غاړو ته ميشتو، پښتنو افغانانو زغم نور پاې ته رسیدلی او د ژوند ناخوالو ترور کړې، له خپله ژونده بې زاره شوي دي.

دا هغه وخت محسوسیږي، چې څوک په هماغه سیمه کې اووسیږي او د زور، جبر او ستم ناخوالې په خپله ووينې او تجربه يې کړي.

د پاکستان رامنځ ته کيدلو راهيسې، چې څه نا څه، نږدې اتيا کلونه تيريږې، لا هم د پښتنو افغانانو حالت د اور په لمبو کې دی.

د بابړې له نسل وژنې، تر اوسه پورې، په پرله پسې ډول، په زرګونو بيګناه پښتانه وژل کيږي او د حق له پاره چې چا غږ پورته کړ، هغه سمدستي ترور کيږي.

 که دقيقه شميرنه يې وشي، نو هر کال په زرګونو ځوانان او مشران، يا د هدفي وژنو ښکار شي او يا په یو او بل نوم، د وژونکي پوځ په بريدونو کې، خپل ژوند له لاسه ورکوي. نور بيا د زندان تورو تمبو تر شا ورکيږي.

تر اوسه هيڅوک نه شي ويلی، چې دا د وحشت او ظلم لړۍ به کله پاې ومومې او ايا داسې وخت به راشي، چې دغه مظلوم او ځپل شوی ولس  د ارامۍ ساه واخلي؟

د پښتو ژبې نوميالي شاعر اجمل خټک دا بیتونه، ډير پخوا ويلي دي

ملګرو نور په لوګيدو ونه شوه   ځئ چې لمبه شو دا خپل ځان وسوځوو   د نوي ګل د خصمانې لپاره      دا زوړ خوړلی ګلستان وسوځوو

کله چې د سيمې اوسیدونکو سره د زړه خوالې ته کښينې، لکه په مروره او سرکاڼو سيمو کې، هغه سپين ږيري او عمر خوړلې اوسیدونکي، به درته د تير مهال له شپيته کاله په ډيره موده کې يوازې د پاکستان له خوا د تيريو او زياتيو، بيګناه اوسیدونکو د شهادتونو کيسې وکړې.

دوي وايې، دا غميزه د پاکستان په نوم د کرغيړن هيواد له رامنځ ته کيدلو سره سمه، پيل شوې ده او کال په کال يې په ظلم او ناروا کې زياتوالې راغلی دی. لکه د بابړې په عامه وژنه کې په ښکاره، وحشت وشو، خو اوس هدفي وژنې دي، د خپلو ګمارل شويو، قاتلينو په لاس ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او يایې په زندانونو کې تري تم  کوي. دوي يې څارې چې څوک، د پاکستان د پوځ پر وړاندې، د سر پورته کولو وړتيا ولرې، هم هغه بيا د ژوندي پاتې کيدلو تمه نه شي کولی او له منځه وړل کيږي..

د کنړونو ولايت، د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی، حاجي بهرام خان وايې:«زموږ ټوله سیمه مدام تر ګواښ لاندې ده، د جمهوریت په وخت کې، چې دغه کرغيړنه، د ازغو لرونکو سیمانو جاخه تيره شوه، باور مو وشه، چې د پاکستان دا سپين سترګي او بې حيا پوځيان، زموږ تر کورونو، ان تر دې چې، څو څو کيلومتره مخکې راغلل.»

د حاجي بهرام خان په خبره، پلرونو مو هم د هوساينې ساه نه ده اخيستې او زموږ ساه، خو نوره په وتو راغلي ده.

دغه راز د بټيکوټ ولسوالۍ اوسیدونکی، حاجې غلام جان هم د خپل، ژوند له ناخوالو سر ټکوي، دی وايې، د دې وخت رارسيدلی چې د انګريز په لاس، د فتنې او شر اچولو په موخه، جوړ شوي هيواد سره حساب او کتاب وشي. په دې دومره موده کې، چې زموږ هيواد یې ړنګ کړی او د ګړنګ پر سر يې درولي يوو، ورسره يې معلومه کړو.

حاجې بهرام خان وايې:« موږ نه په خپل کلي کور کې، د ارامۍ ساه اخيستې شو او نه هم د ژوند کولو له پاره کومه سوداګري يا بل کار کولې شو. مدام د دوي ترهګر لاسونه زمونږ تر مرۍ رارسیدلي او زموږ، کمزورو او ناکاره حکومتونو تر اوسه ونه شو کړاې، چې دوي په خپل ځاي کښینوي او خپله نيول شوې خاوره ترې خپله کړو.»

حاجي بهرام چې د ميوو پلورلو کاروبار لري، اوس مهال يې بيا پوره اته لارۍ موټرې په تورخم کې بندې ولاړې دي او په لکونو افغانۍ زيان ورته رسیدلې دی.

دې وايې، په تيره يوه مياشت کې، افغاني سوداګرو ته له دوه ميلون ډالرو څخه زيات، زيان رسیدلی دی.

د ننګرهار ولایت جلال اباد په ښار کې میشت، د سوداګریزو چارو کارپوه، سپين ږيرې حاجي مراد، د پاکستان له خوا له افغان سوداګرو سره ناوړه چلند، د پاکستان چارواکو يوه بله دسیسه بولې او وايې:« دغه هيواد، شيطاني طلسم ته پاتې کيږي، دوي غواړي د کابل چارواکو زغم وننګوي او دې ته یې اړ کړي، چې خپلې سوداګريزې چارې په ټپه ودروي، نړۍ ته ځان مظلوم ښکاره کړي، ورسره سم په پاکستان کې د ولسونو، ذهنونه هم د اسلامي امارت پر وړاندې خراب کړي. په دې مانا چې ورته ووایې، موږ طالبان دلته وساتل او اوس له موږ سره دښمني کوي. لکه په ټولنيزو رسنيو کې چې،له تیرو ورځو راهيسې پرې خبرې کيږي.»

د حاجي مراد په خبره، اوس مهال تر ټولو غوره دا ده، چې هيواد کې خصوصي او دولتي سکتور سره پرې مشورې وکړي او له دغه دوامداره، کړکيچ څخه ځان وژغوري. په يو ځل ورته نه ووايې.

د چارو شنونکي هم په دې اند دی، چې له پاکستان سره سوداګري پاي ته ورسیږي، که څه هم دا به په لومړي سر کې، لږ څه ستونزمن کار وي، خو څه موده وروسته به سوداګر، داسې ستر زيانونه نه ګوري، کوم چې هر کال يې ټوله خواري او زيار، خاوري کيږي.

په ټوله کې د دوی په اند نورې بدیلې لارې شته او اسلامي امارت بايد ډير ژر دغه لارې ومومي او نور ځنډ ونه کړي.

 د ډيورند کرښه د ډيرو افغانانو له پاره نوره د زغم وړ، ځکه نه ده، چې د دوي ژوند، ورځ تر بلې د ناورين او تاوتريخوالي سره مخ کيږي. د دوي په اند، اوس يې وخت رارسیدلې، چې د کرښې دواړو خواو کې ميشت، افغانان سره يو لاس شي او دغه کرغيړنه کرښه له منځه يوسې.

 پاې

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.