پاکستان بيا بریدونه او د افغانانو سخته غصه

هاجره حرکت

142
پاکستان يو ځلې بيا زموږ په دريو ولايتونو بريدونه کړي او د بې پيلوټه الوتکو په وسيله يې، يوازي په خوست ولايت د ګوربزو په ولسوالۍ کې، په يو کور کې نهه ماشومان او يوه مور وژلې ده.
 دا هيواد خپله د ناکامه کړنو پړه، پر افغانستان وراچوي، حقيقت دا دی، چې له دوي څخه ولس ناراضه دی او د پاکستان پوځ  و حکومت له عام ولس سره، د زور او تشدد څخه کار اخلي، په زرګونو پښتانه او بلوڅان يې وژلي او په زرګونو يې تر تم کړي دي. چې دغه زور زياتې اوس تر وروستي حد رسیدلی  او د خلکو زغم نور تمام شوی دی.
خو د دغه هيواد زور اوس پر افغانانو  رسیږي، چې پوهيږي په افغانستان کې داسې يو حکومت واک چلوي، چې نړيوال رسميت نه لري، نو دوی چې هر وحشت او بربريت پر افغانانو وکړي، د پوښتنې به څوک نه وي.
پاکستان چې جوړ شوی، ټول وخت په درواغو چليدلې او مدام يې له مکر او فريب نه کار اخیستۍ دی. د دوي درواغ ټولې نړۍ ته څرګند شوي او همدا تريخ حقيقت يې اوس لا جوت شو. تل مدام يې خپله بقا، زموږ په فنا کې لټولې ده او بيا ځانته اسلامي حکومت هم وايې.
دوي په تیرو ورځو کې، چې په پنجاب کې ځانمرګي بريدونه وشول، پاکستاني چارواکو سمدستي اعلان وکړ، چې دا ځانمرګي بريدګر افغانان وو. په داسې حال کې، چې د ځانمرګي بريد کونکي د بدن ټوټې لا روغې نه پاتې کيږي، نو څرنګه دوي ته څرګنده شوه او په پوره يقين سره، داسې خبرې کوي. يا دا چې د دوي تختيک او تکنالوژي دومره پر مخ تللې شوه، چې په نړۍ کې ساری نه لري او سمدستي، معلومه کړه چې دا افغانان وو. دا يو ښکاره درواغ او بهتان دی.
موږ افغانان په تيرو شلو کلونو کې، چې د همدغه بد ګاونډي پاکستان څخه به ځانمرګي بريد کونکي راتلل او په يوه ورځ به يې په کابل کې، په ځان وژنه کې، په لس ګونو کسان د مرګ کومي ته ټيل وهل. دا په داسې حال کې وه، چې په هیواد کې امريکايانو او ناتو شتون درلود، چې ټوله پرمخ تللې تکنالوژي ورسره وه او په رڼو سترګو به مو ليدل، چې ځان مرګي له کومه راځي، بيا هم د ځان مرګي بريدګر ثبوت چا نه شو وړاندې کولې، تر څو ډير ژر به مخالفينو  اعلان وکړ، چې دا کار موږ کړی دی او د دوي ملاتړي او مرسته کونکی همدا پاکستان وو.
خو د پاکستان حکومتي چارواکو له دغه چاودنو سره سم، رسنيو ته، اعلان وکړ چې بريد ګر افغانان وو، د داسې بربنډو درواغو په ويلو سره، دوي لږ خپل ګريوان کې بايد سر ښکته کړي او بيا خبرې وکړې.
اسلامي امارت تر اوسه د مظلومو افغانانو د وژل کيدلو له پاره د خپل وياند له خوا رسمي غبرګون ښودلی، خو دا کفايت نه کوي، دوي بايد د ملګرو متلونو او بشري حقونو ټولنې ته رسمي احتجاج وړاندې کړی، ستر خنډ خو رسميت نه پيژندنه ده، چې د طالبانو حکومت يې نه لري، ځکه خو نن سبا هر ګيدړ څخه، موږ ته زمری جوړ شوی دی..
د ډيرو افغانانو غوښتنه دا ده، چې د پاکستان دا وحشت بايد بې ځوابه پاتې نه شي، دوي وایې:« په هيواد کې دننه چې د ملګرو ملتونو يا نور مرستندويه  بنسټونه فعال دي، دغه وحشت ورته وښودل شی، د شهيد کړاي شويو ماشومانو ويديو ګانې ورته ښکاره شي. » د دوي په خبره،  په بهر کې ميشت افغانان، هغه که د ځوانانو فعالې ټولنې، سیاسي او فرهنګی يا نورې دي، بايد په يو غږ خپل اوازونه پورته کړي او د مدني ټولنې غوږونو ته، خپل غږ ورسوي، تر څو د دغه وحشيانه کړنو لپاره، ورته سزا ورکړل شي. دوي زموږ د هر یو شهید لپاره بايد تاوان ورکړي او د ټپيانو له پاره هم.
اوس اړينه ده چې اسلامي امارت، نور له خوبه بیدار شي او هر څه ته په غور و پوره ژور فکر سره وګوري او په څو ټکو تمرکز وکړي: ۱ـ  ډير ژر ولسی جرګه را وغواړي، د پراخ بنسټه حکومت له پاره لار پرانيځي.۲- اساسی قانون جوړ او پلی کړي.  ۳ـ تر ټولو اړينه ده، چې د جينکو ښوونځي پرانيځي، په دې سره به د ولس ريښتينې ملاتړ تر لاسه کړي او هم به زموږ بي ګناه ولس د حيله ګر او درواغجن، ډير ظالم ګاوڼډي له دسیسو وژغورل شي. که نه وي نو، يا الله او يا نصيب.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.