کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې۹۳۰۰ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، په تېرو دوو ورځو کې (دوشنبه او سه شنبه) له ایران او پاکستان څخه کورنۍ ۱۷۲۷ چې ۹۳۱۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، ۳۳۲۹ راستنې شوې کورنۍ چې ۱۷۵۰۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۵۹۸ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۵۲۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، د لېندۍ په دویمه له ایران او پاکستان څخه ۲۱۰۲ کورنۍ چې ۱۱۸۵۵ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.