په ټکساس کې د افغان پخواني سرتېري مرګ؛ له نیول کېدو ۲۴ ساعته وروسته ومړ
محمد نذیر پکتیاوال، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری او افغان کډوال، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) له خوا په ټکساس ایالت کې تر نیول کېدو لږ تر لږه ۲۴ ساعتونو کې دننه مړ شوی دی.
د کورنۍ او د «افغان ایواک» بنسټ په وینا، پکتیاوال د جمعې په سهار هغه مهال د خپل کور مخې ته ونیول شو چې ماشومان یې ښوونځي ته بیول. هغه وروسته د دالاس پارکلنډ روغتون ته ولېږدول شو، خو بله ورځ کورنۍ ته د هغه د مړینې خبر ورکړل شو.
پکتیاوال ۴۱ کلن و او د کابل له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی و. هغه په دالاس کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره اوسېده او د پناه غوښتنې دوسیه یې لا تر څېړنې لاندې وه.
د هغه د مړینې کره لامل لا نه دی څرګند شوی، خو «افغان ایواک» د پېښې د بېړنۍ او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.