د کاروان صاحب د ناول «شنه غمي ولا جلکۍ» په اړه زموږ د تېرې لیکنې موضوعي تمرکز د کیسې یا ناول په فني یا هنري ځانګړنو و؛ خو په دې لیکنه کې یې د کیسې د مضمون یا منځپانګې په اړه خبره کوو، چې زه یې د یوه ادبي متن د دوه بیانیو کامیابه او هنري کیسه او ناول بولم.
په معاصره یا نوې کیسه او ناول کې یوازې کیسه نه وي، چې د خوند او پند لپاره یې خلک لولي؛ بلکې اوس خو بېخي د یوې فکري او موضوعي بیانیې په توګه هره کیسه او ناول یوه منفرده کیسه او بیانیه هم لري، سره له دې چې انفرادیت یې همغه د کیسې عمومي او فني برخه ده؛ خو دلته له بیانیې منظور د کیسې د ایجاد او وړاندې کولو د طرز او سبک ترڅنګ د کیسه لیکوال هغه فکر او نظریه د، چې دای یې په کیسه کې په خپل ځانګړو او منظمو پېښو جوړوي یا تخلیق کوي، دا په یوه کیسه کې د کیسې اصل، منځپانګه یا کلي مفهوم او طرز دواړه یې هم بولي. د بیانیې تعریفونه ځینو کرکتونکیو په کیسه کې د راوي یا کردارونو د مکالمې او یا په کیسه کې د نورو کیسو او واقعاتو په مانا هم کړي دي؛ خو موږ یې دلته په همغه لومړنۍ او عامه مانا اخلو، دا ځکه چې د کاروان صاحب ناول د همداسې یوې ځانګړې فکري او موضوعي بیانیې او کیسې بیان او روایت دواړه لري.
زموږ په پخوانیو ادبي کره کتنو کې د ادبي متن یا هیئت او منځپانګې په اړ بحثونه یې په کافي اندازه شوي، چې دلته بغیر له هغې هم چې د کیسې خبره ده اړتیا نه لېدل کېږي، ځکه د کیسې متن یې د شعر له متنه د منځپانګې یا مضمون له پلوه بېل او لږ بدل دی، یعنې د کیسې متن د پیغام له پلوه مرکزیت ته ډېر نږدې او غالب دی، په بله مانا فکر او منځپانګې ته زیات اهمیت ورکوي.
کریټي فکشن (Critifiction) د همداسې یوه کیسیز تصور نوم او تمایل دی، چې یو لیکوال په کیسه کې د کرکټرونو، پېښو او روایت له لارې خپل فکري، فلسفي یا نظریاتي توضیح او تشریح کوي، په بل عبارت، کریټي فکشن داسې کیسه ده چې یوازې تفریح او یا خیالي روایت نه دی؛ بلکې د انتقاد، فلسفې او ژور فکر د څرګندولو یوه ادبي بڼه هم ده. مانا دا چې د «شنه غمي ولا جلکۍ» په ناول کې د کریټي فکشن د بڼې داسې یو تمایل هم شته، چې که له یوه پلوه په دې ناول او کیسه کې ادبي هیئت او ارزښت ثابت دی؛ نو بل اړخ ته یې فکري او نظریاتي بیانیه هم په خورا ادبي ارزښت او ځانګړنو یا په یوه ادبي جواز ادبي ګرځولې ده او زه یې په همدې اساس په متن کې د بیانیو ځایول هم ادبي ګڼم او هم د ادبي کولو د هنر یې معترف یم او ادعا یې لا دا هم کوم چې دا ناول د ادبي کولو او پکې د بیانیې ځایول او وړاندې کول یې بېخي په يوه عالي او هنري امتزاج پېیلي دي.
هر لوی ناول یا شهکار چې د همداسې فني او هنري امتزاج له ارزښته د پیغامونو یا د لویو او وړو بیانیو یو لهر یا یو فکري او نظریاتي هدف او لېږد هم لري او په همدې وجه د یوې لویې کتلې د خلکو د ذوق ترڅنګ د فکري، سیاسي او نظریاتي لوړو ژور لارښود ګرځي؛ نو د کیسې د هدف او مضمون په انتخاب کې یې کیسه لیکوال هیڅ مصلحت یا بې زړه توب نه کوي؛ بلکې له ټولې زړورتیا سره همدې فکري خط و مسیر ته متوجه وي او دا د زوړورو لیکوالو او شهکارو کیسو ځانګړنه ده، کاروان صاحب چې د «شنه غمي جلکۍ» په کیسه کې کومه بیانیه وړاندې کړې ده بې له شکه چې دای زوړور پنځګر او کیسه یا ناول یې شهکار دی.
راځو دې ته چې په دې ناول کې د دې بیانیې اصل او هویت څه دی؟ ځکه تراوسه یې موږ پر ادبي ارزښت او جواز خبرې وکړې، ایا دا بیانیه یا بیانیې هم په دې ارزي یا د کیسه لیکوال انتخاب یې همغه د بین المتنیت په اساس له نورو بیانیو او متنو سره هم وصل یا تړلی دی او که هوایي ده؟ زه فکر کوم دا زموږ د ادبي شعور یوه ډېره برجسته او مهمه خبره او پوښتنه هم ده.
په دې ناول کې یوه مرکزي بیانیه د ښځمنوالې یا د ښځې د عظمت او بله هغه یې د طبعیت ده، له طبعیت منظور د کایناتو هغه برخې دي لکه د ونو، بوټو، ځنګلونو او په ټوله کې د مرغانو او حیواناتو پر وړاندې زموږ د بې تفاوته چلن، بې اهمیت یې ګڼل او د هغې د ګټو، نواقصو یا زیانونو په اړه شعور او پوهاوی دی. پیغام یې دا دی، چې انسان او طبیعت نه جلاکېدونکي دي، د انسان د بقا او د روح د آرام سرچینه په همدې طبیعت کې ده. شین غمی د بوټو درمل او د ځنګل ژوند دا ښيي، چې که انسان له طبیعت سره اړیکه پرې کړي، خپله درملنه، ژوند، رڼا او راتلونکی له لاسه ورکوي. ځکه خو دای د ونو، بوټو او انسان ترمنځ مکالمه ایجادوي او په همداسې یو پیغام یې تاکید او تمرکز کړی دی چې د طبیعت په ساتنه او درناوي کې د انسان د ژوند اصل او اساس نغښتی دی.
همدا نن چې زه دغه کرښې لیکم، ایله د څو اونیو په تفاوت موږ ولېدل چې پښتنې سیمې د اقلیمي بدلونونو یا موسمي تغیراتو په زد کې دي، په تېره د کونړونو د زلزلو تر د کوزې پښتونخوا سوات، بونیر، دیر او د پیر بابا سیمې د سیلابونو لامله تقریباً او له بده مرغه تر سلګونو ځاني ضایع او مرګونه لري، په زرګونو کورنۍ او ابادۍ یې اوبو وړي دي او د اربونو مالي او اقتصادي تاوانونو خبرونه یې راځي. دا تباهۍ بېخي د نه زغم دي، د بې کوریو او ویجاړیو او د انساني غم او ماتم یو پرجوشه او زړه چاودونکی داستان و، د موسمي بدلونونو کار پوهانو چې دغه ویجاړیو ته کوم ساینسي اپروچ یا ارایه لري، هغه همدا ده، چې دا موسمي بدلونونه زموږ د طبیعت ضد کړنو په وجه نور زموږ تر درشلونو او کورونو راننوتي او دا نور غیر معمولي پېښې نه دي، بلکې زموږ د ژوند دایمي برخه ګرځېدلې ده. د وروستیو کلونو سېلابونه، کلاؤډ برسټونه «د اوبو اسماني تندرونه» زلزلې او د کرنیزو فصلونو تباهي ښيي چې طبیعت له انسانه د خپل ګډوډ نظم انتقام اخلي. همدا ده چې انسانانو د خپلې ګټې لپاره د طبیعت د زغم سرحدونه مات کړي دي؛ د صنعتي دورې له لوګي، د فوسیل تیلو له لمبو، د وسلو له اور او د ټیکنالوژۍ له غرور سره یې د ځمکې زړه ټوټه ټوټه کړ، اوس طبیعت د زغم له حده ووت، په جنوني قهر یې کلاؤډ برسټونه او سېلابونه راپیل کړل، که دا قهر ونه درېږي، نو شاید همدا طبیعت همدا ځمکه، خپل سرکشه اولاد انسان په بشپړه توګه له منځه یوسي. که موږ بېړني ګامونه پورته نه کړو، هر کال به زرګونه انسانان ژوند وبایلي، اقتصاد به په لسګونو اربه زیان وویني، او راتلونکی نسل به له داسې یوې نړۍ سره مخ وي چې حد اقل د انسان د اوسېدو وړ به نه وي. د حل یوازینۍ لار همدا ده چې نن عمل وکړو، د ځنګلونو پرېکول ودروو، د سیندونو طبیعي لارې وساتو، د اوبو د اټکل او مخنیوي سیسټمونه جوړ او فعال کړو او خلکو ته پوهاوی ورکړو.
راځئ وګورو چې د همدې موسمي کار پوهانو په وینا لاندې هغه کوم مشخص علتونه دي، چې موږ او زموږ اعمال او ژوند یې له ګوښ سره مخ کړی دی:
1. کاربن ډای اکسایډ او ګازونه:
د فوسیل تیلو (تیل، ډبرو سکاره، ګاز) سوځول د فضا په طبقاتو کې د کاربن ډای اکسایډ او نورو ګازونو کچه ډېره لوړه کړې ده. دا ګازونه د ځمکې تودوخه بندوي
2. صنعتي انقلاب او تولیدات:
له صنعتي انقلاب (۱۸مه پېړۍ) وروسته اوس په خصوصیت سره د فابریکو، ټرانسپورټ او ټیکنالوژۍ زیات استعمال د طبیعت د توازن ضد اغېزې پیدا کړي.
3. ځنګلونو پرېکول:
ونې د کاربن د جذبولو ستره سرچینه ده. کله چې ونې، بوټي او ځنګلونه بېرحمانه پرې کېږي، نه یوازې په عام ډول دا کاربن نه وي؛ بلکې زیاتېږي او د باران او اوبو طبیعي نظم هم ګډوډېږي.
4. نویوکلیایي ازموینې او پوځي ماشینونه:
له ۱۹۴۵ وروسته د اټومي وسلو چاودنو نه یوازې زرګونه انسانان ووژل؛ بلکې د ځمکې په فضا کې یې د وړانګو (Radiation) او تودوخې په توازن کې خطرناک بدلونونه رامنځته کړل. دا د “انتروپوسین” د نوې زمانې مهمه نښه ګڼل کېږي. ټانکونه، جنګي الوتکې او کښتۍ په ډېره لوړه کچه تېل مصرفوي او زرګونه ټنه کاربن فضا ته خوشې کوي. ویل کېږي یوازې د نړۍ همغه لوی قدرتونه او پوځونه یې د نړۍ د کاربن د اخراج ۶٪ برخه لري، چې دا د ځینو لویو هېوادونو له ټول اخراج سره برابر دی
5. د اوبو او سیندونو لارې بندول:
په سیلابي سیمو کې کورونه، سړکونه او پلونه جوړول د طبیعي لارو مخه نیسي، چې بیا د بارانونو پر وخت ناڅاپي سېلابونه رامنځته کېږي.
6. یخچالونه او قطبي سیمې:
د ځمکې ګرمېدو له کبله یخچالونه ویلې کېږي، د سمندرونو سطحه لوړېږي او باراني نظامونه ټول سره ګډوډ شي.
اوس د دغه موسمي یا اقلیمي علتونو په ارزونه کې که بنده د خپلې ټولنې د خلکو او د طبیعت پر وړاندې یې چلن وګوري؛ بغیر له کوم سوچ او فکره ویلی شي، چې له بهر د راپېښو او یا یې د تپنې وراخوا موږ په خپله په دې جګړه کې د بېخي نامي اتلانو او میړانيو په نقش کې یو او ښه د ترپ او خرپ پر جګړه ورسره بوخت یو. ځکه خو د کاروان صاحب د ناول د کرکټرونو په کیسو کې د همدې طبعیت ضد جګړې غږ انعکاس موندلی او په چیغو چیغو پکې ژاړي، بیخي لکه موږ چې کاڼه او ړانده یو او یو څوک کیسه لیکوال مو سترګو او غوږونو کې د بېدارۍ او نابودۍ نارې راته وهي، دا همدومره مهمه او ضروري بیانیه ده، چې یو څوک یې باید په کیسو، په سندرو او بوللو راته ووايي؛ کنه د غرقې ورځې له راتګ مخکې یې پر جګړې د ویلو حق هم ورسره ده، بیا لا دا چې د کاروان په څېر سندرمار یې د کیسې او خیال په زور راته وایي، خبروي مو، شعور یې راکوي، دا نو پر موږ، خلکو او ټولنې یې له لوی احسان او لورونې کمه نه ده.
په دې ناول کې په هغه صحنو لا د سړي زړه پر طبیعت بې ځایه شي، کله چې د غرڅنۍ دوی پلار په هغه پیښه کې زخمي شي چې دوی بچو لپاره یې له نښترو ژاوله ورته راوړي ، په مقابل کې ونې، بوټې کومې خبرې یا مکالمه کوي او یا د مرغانو او د هغوی د پاچاهۍ چې کومه غونډه او د هغې مکالماتي ایجنډا یا خبرې دي، دا د جدید یا نوي فکشن او کیسې میتود دی او د بیانیې له پلوه حتی د نړی جدیده بیانیه ده. ځکه خو زه دې بیانیې ته د طبیعت د بیانیې ترڅنګ هنري یا شهکاره او نړیواله ادبي بیانیه هم وایم، چې د ټولو یا د هر چا لپاره طبیعت په کې خپله ژبه لري. غرونه، باران، ونې، مرغان، اوبه او حتی د غرونو جلال او جمال داسې په کې انځور شوي دي، چې د انسان په څېر خبرې کوي او د کرکټرونو د احساساتو او د عواطفو په کچه ګډه مکالمه او شالید جوړوي؛ مثلاً کله چې غرڅنۍ غمجنېږي، باران د هغې د اوښکو انځور ګرځي او چې د مینې یا امید خبره کېږي؛ نو شین غمی د زرغون راتلونکي نښه ګرځي، همدا ډول د مرغانو نغمې، د چنار سیوری او د بوټو د درملو سیمبول د انسان او طبیعت ترمنځ د نه جلا کېدونکي تړاو غږ ته انعکاس ورکوي، همدا ځای دی، چې طبیعت په کې یوازې شالید (Back-ground) نه دی، بلکې د کیسې فعال کرکټر هم دی؛ یعنې د غرڅنۍ د ژوند کیسه د طبیعت له مکالمو او نښو پرته نیمګړې ده، په بله مانا دا کیسه د همدې طبیعت پر بیانیه مکمل او مستحکمه ده.
له دې طبعیتي ځانګړنې یې وراخوا په خپله په کیسه کې د همدې بیانیې جوړول یا ایجادول او وړاندې کول ډېر جالب دي لکه پورته مو چې هم وویل دا انتخاب یا ایجاد د لویو کیسه لیکوالو ځانګړنه ده، له یوې خوا همدا د طبیعت پر وړاندې زموږ د جمعي شعور ټیټه کچه او بل خوا یې په غیر شعوري ډول د همدې جګړې پر وړاندې زموږ جګړه هغه ده، چې دا ناول یې یو ډول د کیسې او بیانیې شهکاره بېلګه ګرځولی ده، همدغسې یې هغه دویمه او مرکزي یا د ښځمنوالې بیانیه هم درواخلئ، چې کیسه لیکوال یې زموږ د نرواکې ټولنې په بې اهیمته او په کمه سترګه ورته د کتنې په وخت کې په څومره لوی او هنري عظمت ایجاد کړې ده، همدا وخت چې له غربي فیمنیزمه زموږ تر پښتون درشله ښځه یا ښځمنواله «مور، خور، لور او د میرمنې» په توګه د څومره کشمکشونو او د نظریاتو د افراط او تفریط ښکار ده، زه ویلی شم، چې دا د یوې مظلومې طبقې د ټول جهان په کچه او زموږ په خاصه توګه تر ټولو ستر او ظالمانه استحصال ده، جالبه یې دا ده چې کاروان صاحب په دې کیسه یا ناول کې ښځه نه د غرب د فیمینیزم په نرمه او غیر طبعي شعار او یوازې د کاغذي قوانینو په اساس غیر عقلانې کړې او نه یې د شرق د دعوګیرو په بې رحمانه او افراطي رنځیرونو تړلې؛ نه په کې د نظریې بند شته او نه په کې د سپین، تور او یا نسلي او جنسي ویش افراطیت؛ بېخي د یوې سترې، ښکلې، سپیڅلې، عقلي او بشرې ښځې څېرې په کې له ټولو هغو افاقي ارزښتونو سره انځور شوې؛ لکه څنګه چې یې خپل طبعي رغښت، طبعیت او فطرت دی.
غرڅنۍ چې د دې کیسې مرکزي کرکټره ده، د یوې لور په توګه د مور له دعاوو، د یوې زده کوونکې په توګه د علم په تنده او د یوې درملګرې په توګه د ټولنې له دردونو سره تړلې ښځه ده او بلااخره له انجینر نورجمال سره د ژوند د ملګرې په توګه د یوې ویښې او باشعوره مېرمنې په توګه هغه ده، چې د وطن د ابادۍ پر علامت اوړي. د مور د مینې، د لور د زړورتیا او د زده کړې د هڅې له لارې همدا ښځه بیا یوازې د کورنۍ په محدوده کې نه پاتې کېږي؛ بلکې د ټولنې د ژوند او بقا بنسټ ګرځي. په دې ناول کې ښځه د رڼا، شفا او د هېواد یا وطن د جوړېدنې سیمبول او د مینې سرچینه ده، چې د خپلو هڅو او قربانیو له لارې د خلکو ټپونه تداوي کوي او راتلونکې ته د امید لاره پرانیزي.
په داسې یو وخت کې د ښځې د عظمت تر شاه دا پیغام چې ګنې ښځه د ټولنې د ودانۍ ستن او اساس ده. که ښځه پوهه او شعور ترلاسه کړي، نو نه یوازې خپله کورنۍ؛ بلکې ټول ملت په رڼا بدلولی شي، دا د لیکوال نهایتاً لوی او ستر پیغام دی، د لوی او ستروالي بل دلیل یې په دې فني بیانیه کې دا هم ده، چې موږ عموماً «سپینه مامدینه یې وایم» ښځه د کور، ګور او یا یې د یوې آلې په توګه یوازې د غریزو یو ارزښت بولو؛ خو په دې کیسه کې زموږ د دې معمول یا ټولنیز متن روایت مات دی او دا ماتېدنه په خپله د یوه بل متن د رغښت جوړېدنه یا په ادبي اصطلاح تخلیق ده، د ماتېدنې همدا هنریت یې بیا بله هغه ځانګړنه ده، چې د يوې محکومې او ځپلې ټولنې دوه داسې روایتونه پکې توږل شوي، چې د خلکو د مسلمو یا ثابتو ارزښتونو په توګه یې درنښت هم پکې شته او په غېر مستقیم ډول ګوتنېونه یا نقد هم لري؛ بلکې نوی او مثبت معکوس روایت وړاندې کوي، چې دا له ادبي پلوه هم په خاص ډول د فورمالیستانو په اصطلاح د نااشناتوب غوندې یو ادبي ارزښت او هنر دی، مثلاً د ناول په پای کې همداسې یوه حالت سره مخ کېږو، کله چې له انجینر نورجمال سره د غرڅنۍ د ژوند خواږه ګډېږي، نو معمولاً باید یو ډول روماني کیفیت وي او د همداسې محسوساتو خواو ته بنده متوجه وي؛ خو دلته داسې نه دي شوي؛ بلکې برعکس او په بېخي طبعي ډول د کرکټرونو رومان له روماني والي سره ــ سره وطني یا د بیاودانۍ پر ارمان او محسوساتو اوړي، په تېره بیا د ډاکترې غرڅنۍ تعبیر خو یې بېخي نااشنا او جالب دی.
د ناول او پکې د بیانیې د متن یو بل روایت چې خورا لوی ادبي او متني اساس او شالید لري هغه د همدې دواړو بیانیو د ایجاد ترڅنګ موضوعي همغږي ده؛ یعنې زه دا بېخي نه ګڼم، چې ګنې دا همغږي د کاروان صاحب لاشعوري یا تصادفي ده؛ بلکې منظم دقت، تناسب او مهم والی یې راته وایي، چې کاروان صاحب دا دواړه بیانیې د طبعیت او ښځمنوالې په هغه شعوري او غیر تصادفي اړیکه لیکلي دي، چې نړیوال تخلیقي او تنقیدي دواړه خواوې یې راویت او اساس لري. په نړیوالو تخلیقي ادبیاتو کې په ځانګړي ډول د رومانویت د غورځنګ پر مهال د دوی په شعر او کیسه کې ازاده طبیعت پالنه یې په مهمو ځانګړنو کې حساب وه، ورډز ورت خو طبیعت حتی د انسان لپاره یو لوی ښوونکی باله. د هغه په اند طبیعت د ښکلا، سکون او د اخلاقو د روزنې سرچینه ده، ځکه خو باید شاعري یا په ټوله کې ادب باید له طبیعت سره تړلی وي او له همدې لارې د خدای قدرت او طبیعت وښودل شي. همدا ډول څیړنیزو یا غیر تخلیقي ادبیاتو کې د طبیعت او ښځمنوالې د تړاو یوه مشترکه نظریه چې د چاپیریالپوهنې ادبي نقد یې د یوې پنځونې د تحلیل پر مهال په پام کې نیسي هغه د «ایکو فیمینیزم» دی؛ یعنې همدا د طبعیت او ښځې ترمنځ مشترکې اړیکې او عملي تطبیق یې څیړي، د دوی په باور لکه څنګه چې طبیعت استحصال او استثمارېږي، همداسې د ښځو حقونه هم تر پښو لاندې کېږي. نو ځکه د ښځې درناوی او د طبیعت ساتنه دواړه له یو بل سره تړلي دي.
زه همدې نړیوالو ادبي ارزښتونو ته له هغه لږ و ډېر اختلاف سره ــ سره دا ناول ځکه هم د نړېوالو ادبي ارزښتونو په تول پوره بولم، چې یو خو یې د کیسې د وړاندې کولو او جوړولو کیسیز طرز او سبک ادبي یا ټولمنلی دی او بل یې د کیسې پلاټ او بیانیه داسې خپله ده، چې هم زموږ او هم د نړۍ د هرې جغرافیې د محکومې کتلې او طبقې استازی غږ کېدای شي، دا که څه هم په دې ناول د یو جلا بحث برخه ده؛ خو فعلاً یې د همدې مهمو بیانیو سره په تړاو همدومره کافي ګڼم او هغو ته یې وریادوم، چې د «نړېوال» لفظ یا اصطلاح یې کله کله په خپلو داسې شهکارونو هم د ذوق پر وړاندې خنډ ګرځي.
بې شکه چې دا ناول د همداسې یوه نړېوال شهکار او قوت ټوله او هر اړخیزه توانمندي لري، لکه څنګه چې یې د نړی نورې ژبې، ادبیات او ناولونه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.