د وینزویلا نیول شوي ولسمشر، نیکولاس مادورو د نیویارک ښار په یوې فدرالي محکمې کې ویلي چې هغه یو شریف او بې ګناه انسان دی او ټینګار یې کړی چې لا هم د وینزویلا قانوني ولسمشر دی.
مادورو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د محکمې د اورېدنې پر مهال وکړې او ویې ویل چې هغه د امریکا له خوا “تښتول شوی” او پر وړاندې یې لګېدلي تورونه بې اساس دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د خپل هېواد د مشر په توګه له قانوني مصونیت برخمن دی.
د راپورونو له مخې، مادورو د خپلې مېرمنې سیلیا فلورس سره یو ځای د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی او امریکا ته لېږدول شوی دی.
پر نوموړي د نشه یي توکو د قاچاق او نورو درنو “جرمونو” تورونه لګېدلي، خو هغه دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
د مادورو وکیلانو ویلي، د هغه نیول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او دوی به د دې اقدام قانونيتوب په محکمه کې ننګوي. قاضي ټاکلې چې نوموړی به د مارچ پر ۱۷مه بیا محکمې ته حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې، ډیلسي رودریګز تازه د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه او ځان یې د دغه هېواد ولسمشره اعلان کړې ده.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.