د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO خبرداری ورکړی چې افغانستان به له معمول څخه ګرم او وچ ژمی تجربه کړي.
دغه سازمان یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ډېری سیمو کې د ورښت کچې کمېدو او له اوسط څخه د لوړې حرارت درجې امکان شتون لري.
د دغه راپور پر اساس، که څه هم تمه کیږي چې د ژمي په وروستیو کې به ورښتونه یو څه ښه شي، خو د فصل په لومړیو کې د ورښت کمښت به د ژمي په اوږدو کې جبران نهشي.
راپور کې راغلي چې د سږ کال ژمی له پیله له عادي حالت څخه یو څه ګرم پیل شوی او د خاورې د رطوبت پراخ کمښت لاهم دوام لري.
د خوړو او کرنې زیات زیاته کړې، وړاندوینې ښيي چې ښايي شمالي، شمال ختیځو او مرکزي برخو له متوسط حالت څخه کم ورښتونه وشي.
یاد سازمان اندېښنه ښوولې چې د ۲۰۲۶ کال پسرلي کې د اوبو سرچینې د اوبولګونې لپاره بسنه نهکوي او دغه وضعیت کولی شي، په کرنې او مالدارۍ منفي اغېزې ولري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.