د پښتو ژبې معیاري لیکنه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

87

د پښتو ژبې معیاري لیکنه

 د کتاب د سریزې پر ځای باندې

له دې کتاب سره زه یوه معیاري لیکنه وړاندې کوم. د سریزې له لوستلو سره به روښانه شي، چې پښتو څنګه یو داسې روښانه ژبلاریزه روښانونه لري، چې دا هم ځانګړې ده. ویې ګورۍ او پرېکړه وکړۍ.

غوره یادونه: دا کتاب د ما د تېرو کتابونو غزونه ده،  د نوو مېندنو سره یې روښانه-ونه او د هغو نورو نوو او زړو لیکنو سره، چې غوښتل مې په یوه کتاب کښې سره راټولې شي.

بیاهم د تکرار بخښنه غواړم:

  —و به نیسو، چې ژبه مو د لومړي ځل لپاره د ژبلار له لارې څخه روښانه کیږي، چې د اوس لپاره یا تر اوسه پورې یې هغه زیاته او معیاري روښانه-ونه ده.

—- پوهنه د چا ملکیت نه دی. یو چا چې څه و لیکل، هغه بیا د هغې ټولنې دی، چې څنګه یې منې او څه ورباندې لیکي، په دې کښې بیا زړه بدی یا پر هغې باندې د چا واک لرل  نه وي. دا د پوهنو وده ده.

— د لومړي ځل لپاره مو د ژبنیزو  پوهنیزو وییونو دندې روښانه کړې او پر پښتو باندې مو و ښودلې، چې پوهېدنه یې څه ده.

— لکه: اړیکوویونه، تړنوییونه، پوهېدنوړوني – او پوهېدنغزوونی مورفېمونه او نور، چې د کتاب په دننه کښې به یې وګورۍ.

— دا  د ما پر پښتو  لیکنې یا ژباړې باندې، چې هر ژبنیز وی په بر کښې نیسي، هغه ژبپوهنیز او ژبلاریز روښانه شوی، چې دا کار د لومړي ځل لپاره شوی دی.

که د ما لیکنه سمه وي، نو له دې څخه به دا وپوهېږو، چې دا معیاري هم ده.

 ۲۰۲۵ ز ک. د دسمبر د میاشتې دوه-ویشتم

دا چې دا لیکنه په پښتو ژبه کښې تاریخي  او تر اوسه پورې یوه یواځنۍ او  ځانکړی لیکنه ده، نو تر هغې پورې به سمه وی، تر څو پورې یې چې مخامخوالی پوهنیز نه وي ښوول شوی. دا پوهنیزه ویناده.

غوره خبره دا ده، چې دا تر اوسه پورې لیکل شوې پښتو ناسمه او همداسې هغه د ژبې غوره څه ته په ژبلار کښې بېخي پام نه دی شوی یا نه شو کېدی. زه یې چې له رسنیو څخه کله اورم او یا لولم، باور وکړۍ، چې پوره زورېږم.

دا فکر  تل راسره وو، چې لیکنې مې له نورو ژبپوهانو سره په مخامخوالي کښې دي. دا چې دا  یو  خورا ستر او په ژبلار کښې علمي کار دی، نو همداسې پرېښول یې او ولس ور څخه نه خبرول د ژبې سره ناروا همداسې د پوهنې سره ناروا دی او له دې امله مو ژبه په ولس کښې یا و ولس ته – د ما په اند –  هم همداسې ناسمه وړاندې شوې ده، چې باید معیاري او ژبلاریزه شي، نو ګرانو ژبپوهانو او لیکوالانو:

۱ – که لیکنې مې ناسمې راته و برېښي، نو دا  به یوه ناروا کړنه وي او د پوهنې،  پوهانو او و ولس ته به  نا درناوی، چې لږ تر لږه یې دا اوس باید خورې نه کړم.

دویم- او که دا ژبلاریزې لیکنې مې سمې  او یواځنۍ راته برېښي، نو باید د پېژندلو لپاره یې هلې ځلې وکړم، چې و دې کتاب ته د زده-کوونکو او استادانو پام را واړوم.

نو څه باید وکړم؟

–ــ یو وړاندیز و ژبپوهانو ته، په ځانګړې توګه د علومو اکادمي پښتو څانګې او  د کابل پوهنتون د پښتو و پوهنځي ته چې دا ستونځې په ګډه سره اوبی(حل) کړو.

له دوي څخه به د ما په ډېر درنښت هیله دا وي، چې کتاب و ګوري او خپله پرېکړه د ما سره شریکه کړي.

دا یو پوهنیز یا علمې کار دی او تاسو د پوهنیز او پوهنیزو کارونو د څېړنو او سمون ځای یاستي، نو هیله ده، چې دې هیلې ته مې مثبت ځواب ورکړي.

ملامت څوک دي؟

د موږ ژبپوهان او هم د نورو ریښو پوهان ملامت نه دي، ځکه چې د موږ هیواد یو وروسته پاتي هیواد دی نو په هر څه کښې وروسته پاتې یو، په ژبه کښې هم.

ولې په ژبه کښې؟

نورې ریښې خو له نورو یا نورو پر مخ باندې تللو ژبو څخه زده کولی شو، خو پښتو خو باید نور خلک هم له موږڅخه زده کړي.

د خپل ځوان په تېر تاریخ کښې مو ژبه له نږدې پنځه شپېته کالنو راپه دېخوا داسې نیمه-نیمخوره رسمي ژبه شوي، چې دا پاتې نږدې پنځوس کاله مو په جنګ تېر کړي دي.

پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده او دا ژبه یواځې په افغانستان کښې ملي او رسمي ده، چې د کرښې و بلې لور ته مو له اویا میلیونه څخه ډېر پښتانه هم پر دې ژبې باندې خبرې کوي، خو د دې ژبې ژبلاریز سم لیکل او معیاري کولو دنده د افغانستان د حکومت ده، چې دا کار په افغنستان کښې وسرته ورسېږي، نو دا غوښته:

لکه چې ګورۍ، ما په دې اخرو څه زیات  اولس کلونو کې د پښتو په څېړنه کې زیات کار کړی او ډېر اثار یا لیکنې مې خورې کړي، چې دا ټولې د پښتو تاریخ په اوږدو کې

لومړنی او یواځنی پوهنیز کار دی، د ژبې له لارې به دا هم ووایم، چې لیکنې مې رېښتیا هم  پر پښتو باندې او ځانګړې دي.

روحي ناروغ نه یم او باور وکړۍ، چې ځانپالی هم نه یم، خو دا څه چې کوم، د خپل ولس او خپلې ژبې لپار  ډېر اړین راته برېښی. پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده، چې د سم او ناسم مسؤلیت یې د افغانستان د دولت پر غاړه باندې دی.

ژبه مو باید معیاري وي او سمه.

—-دا لیکنه به د پښتو ژبې په تاریخ کښې تر اوسه پورې یوه ځانکړی لیکنه وي.

— زه د دې دعوه نه کوم، چې د ما لیکنې دې سمې وي، خو تر هغې پورې، چې زه پوهېږم و ما ته سمې برېښي او دا به تر هغې پورې سمې وي، چې چا یې  نا سمون نه وي ښوولی او دا یې پوهنیزه لار هم ده.

— هره پوهنه پر پوهنیزو ښوونو باندې اباده ده.

— دا به و پوهنې ته نا درناوی دی، که څوک ووایې دا ناسم دی او لامل یې نه راوړي یا یې پوهنیز نه ښایي یا یې نه شي ښوولی.

—- ژبه د چا د خوښۍ او نه خوښۍ او له ښکلي یا نه ښکلې برېښېدنې سره سر او کار نه لري. او د پښتو سوچه کولو او نومونو  یا نورو ژبو په نه پوهېدلو یا د هغو لپاره د نومونو پیدا کولو لپاره غورځنګي فکرونه باید نه وي، هر څه باید پوهنیز کره یا ښوول شوې وي او د نومونو یا یو څه نومه-ونو پیدا کول، چې هغه پوهنیز نه وي سم نه راځي. و ما ته هم د پښتو نومونه په پښتو لیکل، نابلد دي، خو همهغه نومونه دي او په پښتو دي لکه که درېګوډی ووایې، نو سملاسې پوهېږې، چې دا یو څه دي یا یوه رابنده هواره ده، چې درې ګوډونه لري….،:

—- له هر څه څخه د مخه د پښتو ژبې د ټولو استادانو بخښنه غواړم، که د ما لیکنې ورته ښه نه وې برېښېدلي، یا ورته د ما د کارزده-کړه یا ریښه ورته نه برېښی او له دې امله و دوي ته  د دوی په کار کښې ځان ګډول یا مداخله برېښی، خو باور کړۍ، چې دا  ژبلار، چې موږ ور سره په اخ او ډب کښې یو،  په المان کښې له لسم ټولګي څخه د پورته یا ډېر وخت کار نه دی او د دې توان باور راباندې ولرۍ او بل دا چې په دې هکله مې  له اولسو کالو څخه ډېر کار کړی او هره ورځ  له اتو ساعتونو څخه ډېر. اوس هم د شپې یوه بجه او پنخه-وېشت دقیقي او له همدې امله مې خوب لاړ.  نو د دې کار حق به ونه لرم، که چېرې مې تخریب کړی وي  او له تخریب څخه مې دې لوي څښتن لرې و ساتي.

—–دا لیکنه دې د ځانستایېنې له امله نه وي، خو د یوه پوره لټ انسان یو کار دی، چې یواځې او یواځې د ځان روغ ساتلو لپاره یې کړی. دا ،، یواځې او یواځې،، په شمېرپوهنه کښې ورځنۍ ده او له دې امله، چې دغه هڅې دوه اړخیزې دي، دا په دې پوهېدنه: چې روغ پاتې شم او چې روغ پاتې شم باید د دې لپاره و هڅیږم.

—-ما خپل دا د لیکنو کار ډېر په مینه کړی، څه زور راپسې نه وو او نه مې کومه بله ځانګړې هیله لروده.

—- د ما هڅې د پښتو ژبې د سمون لپاره ډېرې ستونځمنې او ډېرې په مینه وې، دا ځکه چې زه لومړنی او یواځنی افغان  یم چې: لومړی داسې لینکې کوم او بل د پښتو زبې  داسې یو ستر کار و سرته رسوم.

یادونه:ما شمېرپوهنه پر پښتو باندې لیکلې ده،  د فزیک څلور  کتابونه او اوس دا پښتو، پرته له دې یو کتاب د فلسفې او یو د ټولیز سم اند هم لیکلي او نور چې په پښتو دي. درې د هوښیارو ویناو کتابونه او دا نږدې د لسو په شاو خوا کښې د پښتو ژبې پر هکله باندې لیکنې.

—- ناسمونونه به وي، لیکنیز او ژبلاریز، خو دا به ډېر کم وي.

—– د ما د کار کارزده-کړه یا ریښه شمېرپوهنه ده، خو پر ژبلار او ژبپوهنه مې کار پیل کړ، چې ناسمونونو ته مې فکر شو او دا کار نږدې د ۲۰۰۶ ز ک په شاو خوا کښې او بیا یې دې دومره کار ته راو رسولم.

—- ما هم ژبه پل پر پل باندې زده کړه او دومره لیکنې مې ورباندې وکړې. ډېر هڅېدلی یم، چې دا وروستی ژبلاریز کتاب یا د پښتو ژبلار ستر کتاب مې پوره وي، خو دا به سمه خبره، ځکه نه وي، چې پوهنه نه پوره کیږي او ډېر نور څه یا شته وي او یا ور پسې راځي.

—-  بیا هم دا چې ماد شمېرپوهنې نږدې څلوېښت کتابونه لیکلي او ژباړلې، خو هغه ځکه ساده وو، چې د نورو له لیکنو څه مې را نیولي او راټول کړي دي، په ژبه کښې مې هم پېژندونه باید له نور ژبو څخه رانیولي وی، خکه چې  د موږ په ژبه کښې یا نه شته او یا داسې غوره یا سم یې نه شته، نو دا څه مې چې لیکلي، دا د ما کار دی، ځکه چې بل چا تر

اوسه پورې ژبلاریزې داسې لیکنې سوچې، بوچې نه دي کړی او زه څوک ګرم هم نه ګڼم، خکه د ما غوندې وخت او اړتیا ورته بل چا نه شوه لرودی.

—- د ما په لیکنو کښې چې ګورم، ما هم ژبلاریز ناسمونونه کړي او دا اړیکوییونه او اړیکټینګووني مې په لومړي پیل کښې داسې  نه دي لیکلي. که اوس ورسره مخامخ شم، نو سملاسي یې سموم او که؟

ما په ژبلار کښې څو څو لیکنې له دې امله  پرلپسې کړي، چې هر ځل مې سمې کړي او غزولي دي. که څه ورزیاتول او سمون باید وي، نو تاسو ګران ژبمینه-وال به یې سم کړۍ.

دا اوس لیکنه مې هم د تېرو لیکنو غزونه ده، خو د نورو سمونونو او معیاري کوونو د زیاتونو سره.

لیکنه رالنډوم: تکرار به وي، خو بیا هم د دې بخښنه راته کوۍ. دا په رېښتیا یو بې بېلګې کار دی او یواځنی.

دا چې که تاسو یې د لوستلو سره ستړي شۍ، نو زه به یې د لیکلو سره څومره ستړی شوی یم، خو دا به هلته ډېر بد وي، که په غوښتنو کښې مې تېری کړی وي .

موخه ۱: ځان روغ ساتل

موخه ۲: دا ښوول، چې پوهنې او همداسې ژبپوهنه  هم پر پښتو باندې لیکلکېدی شي.

—- ولې مې د پښتو ژبلار یا و ژبپوهنې ته پام راوګرځېده؟

—د ما لیکنې د نورو ژبپوهانو له لیکنو سره مخامخ دي، چې و دې ته به لنډه ګوته ونیسم او له همدې سره به دا هم وښایم، چې ما دا کار څنګه و مخ ته بیولی، له پیل څخه داسې لنډ

یادونه: دا لاندې چې څه روښانه-ونې کوم او نوې دي، دا ګوره نږدې ټوله ژبه او ژبلار په بر کښې نیسي یا نږدې ټوله ژبه او ژبلار خوندي لري.

زه له پیل څخه داسې و مخ ته ځم:

—-له هر څه څخه د مخه:

دا یا داسې لیکنه په پښتو سوچه بوچه نوې ده، نو:

— پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده، دا په دې پوهېدنه چې پښتو نومیناتیو او اکوزاتیو کاز یا کازوس، پښتو یې اړیټیګووني نه لري، په دې هکله مې پوره یو کتاب لیکلی او دلته مې هم د اړتیا له مخې راوړې.

او نور پسې:

لومړی: په پښتو کښې د ناسمونونو سره مخامخ شوم، لکه: سلنه، اوبلن د بهېدونکو لپاره، کچه، چې ډېره بې مسؤلیته یې د موږ د لیک-لوست خاوندان کار وي او داسې نور چې د کتاب په دننه کښې پوره غځېدلې، راغلي. د دې پیل سره سملاسي  له  ژبلار سره مخامخ شوم، چې باید له هغې څخه د مخه  مې دا د ځنې پوښتنو یا غوښتنو ځوابونه ور کړي وي

— ډېر لیکوالان یا ټول داسې لیکي: سږ کال تر ټولو ډېر انګور شوي. او دا هېڅ یوه د پوهېدلو وړ غوڼدله نه ده یا کومه موخه-ور څه نه دي لیکل شوي. دا ،،تر ټول ډېر،، همداسې څه لیکل دي او څه ور څخه نه پوهېدلکیږي. یا ،،تر ډېره برېده،، څه نه شته. دا ډېر برید نه شته. ډېر برېدونه، اوږد برې، پلن برید او…. شته.

د یوه درانه ژبپوه کتاب مې، چې پر،، فون، فونيم او الوفون: مشترکات او توپيرونه ،، باندې لیکل شوی وو، ور څه ه لیکم، دا د ما په همدې و تاس ته وړاندې شوي کتاب کښې ښه روښانه شوي، خو ده ،، واحد ،، چې د نومړي په اند  ګوندې دا یو دی آو پوره ناسم یې پسې نا اړونده لیکنه کړي، چې پر هغې باندې هم څه نه لیکم،  دومره وایم، چې په پوهنو کښې د موږ ژبپوهان دا ناسم لیکل شوی د ،، یوواليunite & Einheit،، لپاره لیکلی، چې د کتاب په دننه کښې یو لیکنه ورباندې شته.

دویم: کړنوییونه، بوختیا وییونه او یا مهالویونه. دا کړلکیږي، لکه: تلل، کښیناستل.

د نور ژبپوهانو سره په توپیر کښې: په پښتو ژبه کښې د کړنوییونو بڼه نه بدلیږي یا کړنوییونه  نه ګردانیږي، خو پوهېدنغزیږي، لکه:

زه کښېنم، زه هغه وهم، زه و کور ته لاړم، ما هغه وواهه. دا لته دا –م په کښېنم، لاړم  او وهم کښې او –ه د لومړي کس د تېر مهال لپاره په وهل کښې د وهل  کښېناستل و کړنې ته غزوي، دا که غواړۍ، د هغه ګردان بدیل یا انډول دی.

دریم: نومویونه: زه به د اسانتیا لياره نومځاینیوي راوړم.

دا په پښتو کښې په دوه ډوله دي:

ځانیز او پسې- او مختړلي  یا کلیتیکي نومځاینیوي:

دریم الف: ځانیېز: یو ګڼ یې: زه، ما، ته، تا، هغه( هغې)،هغه‌(هغې).

ډېر ګڼ یې: موږ، تاسو او هغوۍ.

یادونه او د ما سمه روښانه-ونه: د یوګڼ او ډېر ګڼ لپاره د موږ ژبپوهان یو ګړی او ډېر ګړی لیکي، چې دا یې له وګړي څخه  دا ،،ګړی،، رابیل کړی. پوهنیز څه ته یې پام سوچ-بوچ یا بېخي کړی نه دی. دا په رېښتیا چې ډېر ناسم دی. که دا پیشوګانې وی، نو بیا به یې څنګه لیکو: یو پیش او ډېرپیشه او که څنګه؟

غوره یادونه: دا نوموییونه د کړوني یا کړونو او نه کړوني یا نه کړونو لپاره راځي، خو په یو ګڼ کښې ،،ما….،، په کړوني کښې د تېر مهال لپاره او په پرېکړوني کښې د اوس مهال لپاره راځي.

—- دا نوموییونه هم په پښتو کښې نه بڼه بدلیږي یا نه ګردانیږي، خو په پښتو کښې بیا د دندې بدلېدنې لپاره څه باید وي. دا به په کاسوس یا اړیکټینګوونو کښې و لولو.

دریم ۲ :مختړلي یا و مخ ته تړلي او پسې تړلي یا پسېځاینیوي یا کلیتیکي نومځاینیو: مخ ته تړلي: را، در ، ور پسې ځاینیوی نومځاینیوي: مې، دې، یې.

څلورم: ادجکتیو یا خویوییونه( د موږ ژبپوان و دې ته ستایېن نوم وایي، خو په پښتو ژبه کښې ستایل او ستایېنه شته خو ستایېن نوم نه شته).  د ستایل( مخامخ یې غندل) په مرسته یو څوک د خپل خوي له مخې څخه ستایل کیږي یا غندل کیږي).

خویوییونه لکه سپین، جګ او نور.

—-خویوییونه هم بڼه بدلون نه لري، خو جګېدنه لري.

د خویوییونو جګېدنه  له ډېر، خورا ډېر او زښت ډېر  يا ښه، ډېر ښه خورا ښه سره کیږي.

پنځم: خویوییونه او نوموییونه څنګه پېژندلکیږي؟

خوییونه جګیږي او نومویونه جګېدنه نه لري یاه نه جګیږي. و دې ته دې تل پام وي.لکه په زړه، زوړ.

یادونه: بیادې هم ویل شوې وي، چې پښتو ستایېننومونه نه لري. دا ستایل یو کړنویی یا کړلوی، مهالوی او ښه یې بوختولي وی دی، نو له دې امله ستاینوییونه هم نه شته.

شپږم: پوستپوزېشنونه، پسېځاینیوي یا اړیکوییونه: لپاره، څخه، سره کره، پسې، باندې،کښې، ته او پورې.

یادونه:  په پښتو کښې مخځاینیوي یا پرېپوزېشن یا مخ اړیکوییونه نه شته، نو ځکه د پوستپوزېشن لپاره یواځې اړیکوییونه لیکم او نه پسې-اړیکوییونه.

د موږ ژبپوهان د، له، په … او نور پرېپوزېشنونه یا مخځاینیوي بولې، خو دا په پښتو ژبه کښې د هغو نوموییونو لپاره راځي، چې دنده یې د کړوني څخه و نه کړوني ته وړل شوې وي.(کازوس یا اړیکټینګوونو کې راځي)

— سفېکسونه، پسېتړلي یا پوهېدنغزووني. د دې دنده ده: له دې سره د کړنوییونو او نوموییونو او خویوییونو  پوهېدنې غزیږي، لکه: ځم، خورم، خورې، خوري. دا –م، -ې،-ي.  دا کړنوییونو پوهېدنغزوني دي او د ،، زړه،، پوهېدنغزونه و خوي وي ته ده: زړه-ور( زړور؟) او زړورتیا او زړه-وروالی دي.

۶ –کېز، کازوس او پښتو انډول یې اړیکټینګووني:

په الماني کښې د کازوس دنده دا هم ده، چې د نوموییونه دنده بدلون وښایي،لکه په لاندې ډول د الماني نومځاینیوو کښې.

Kasus: ich, mein, mir, mich

په پښتو کښې دا دوه دي، رېکتوس کړوني ( اوس یې خوزند ) او اوبلیکوس نه کړوني یا نه خوزند، ځکه دلته د کړنوییونو رول غوره دي:

۱ – کړوني یا خوزند اړیکټنګووني: زه، ما او …. زه د اوس مهال لپاره د هغه کړنویي لپاره چې یواځې کړونی لري او هم د هغه کړنویي لپاره چې پرېکړونی هم لري  او ،،ما،، د تېر مهال کړنویي لپاره، چې پرېکړونی لري. او ،،ما،، د زه بڼه بدلون نه دی.

الف : اړیکټینګوونی له کړنوي سره، چې یواځې کړونی لري:  زه ځم، زه لاړم. ا چې د کړنويي څخه پرته پرېکړونی هم لري، لکه: زه ډوډی خورم، ما ډوډۍ وخوړه. دلته دې ،، ما ،، پر یاد باندې وساتلی شي

ب–  اړیکټینګووني له کړنوی سره چې پرېکړونی هم لري: ما، زه لکه: ما هغه وهې، زه هغه ووهلم. موږ یواځې له کړنوییونو سره سر او کار لرو، چې پرېکړونی او کړوني

دواړه لري. دلته ما د اوس مهال لپاره او زه د تېر مهال لپاره راځي. دلته دې هم ،، ما ،، پر یاد باندې ولرو.

۲ – نه کړوني، چې اوس مې نه خوزند بللې او دا سم راځي.

۲۲ – د خاوندوالي اړیکټینګووني: د ما کور. ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی، چې د کړوني ،، ما،، دنده یې و نه کړوني،، د ما،، ته وړلې. بیا: دلته ،، د ما ،، نه کړونی دی.

۲۳ – داتیو – یا د اړیکوییونو اړیکټینګووني.

یو: له یوڅه څخه(سره، کره، پسې)

دوه: پریوڅه باندې. پر یو څه پورې( دلته د هغه تر سره پورې او د دې پورې پهمنځ کښې توپیر شته)

درې: په یوڅه کښې.

څلور: تر یوڅه پورې.

پنځم: و یوڅه ته

دلته تل له مورفېمونو له، تر، پر، په، و، پسې نوموییونه راځي او  د دې نوموییونو پوهېدنه  بدلېږي یا بدلوي او  پسېځاینییوي:  څخه،( سره، کره، پسې)، پورې، باندې، کښې،ته راځي او یواځې همداسې دي، بل هر ډول راوړل یې ناسم دي لکه ،،تر، چې ټول هر څه نیولي په پښو کښې هېڅ ژبنیز څه له لیکنو څخه نه لویږي، لکه د موږ ژبپوهان چې وایي.

د موږ ستونځې، هغه ډېرې یې همدلته دي، چې ګوته به ورته ونیسو او روښانه به یې کړو.

له داسې لیکنې سره تاسو د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږی، نو دا څېړنه به هرو مرو درته پردي یا نابلده وي.

اړېکوییونه پر پښتو باندې  او پر الماني – او انګرېزي باندې.

دا چې دنده یې اړیکې دې، نو ترې تېرېدنه یې ناسمه ده.

لپاره

سره

څخه

باندې

کښې

پورې

ته

کره

 For Für

With; mit

From; von

On; auf

In

Untill; bis

To; zu

By; bei

دا به دلته په یاد راوړم، چې ما هم دا له دې لیکنو څخه د مخه ناسمه پوهېدنه ور څخه لرله او ژباړه یې ناسمه وه، د موږ زیات لیکونکي اوس دا هم داسې ناسم بولې او زیات  یې له، پرې او…. ژباړي او دا ژباړې یې پرېپوزېشنونه بولې.

غوره یادونه: دا کتاب د  ما پر ژبلار او ژبپوهنه باندې د ما د نیوو میندنو غزېدنه.

اړیکټینګوونی د نوو څېړنو سره

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.