روژه د انسان د بدن لپاره یوازې د لوږې او تندې تجربه نه ده، بلکې دا د بدن د داخلي نظم، سکون او بیا تنظیم یوه ځانګړې دوره ده. د ورځې په اوږدو کې، کله چې بدن له خوړو او اوبو څخه محروم وي، نو د هغه ټول فزیولوجیکي سیسټمونه په یو محتاط او سپمايي حالت کې داخلېږي. چې انرجي مصرف کمېږي، د مایعاتو ساتنه ډېره کېږي او بدن هڅه کوي چې له موجودو سرچینو څخه لويه ګټه واخلي. په همدې موده کې بدن یو نوی توازن خپلوي، داسې توازن چې د لږو امکاناتو سره هم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
خو کله چې د روژه ماتي شېبه راورسي، دا توازن ناڅاپه له یوه بل حالت سره مخ کېږي. بدن چې د ساعتونو لپاره په تدریجي محرومیت عادت شوی وي، ناڅاپه له زیاتو مایعاتو او خوړو سره مخامخ کېږي. همدا ناڅاپي بدلون کله کله د سر درد، ستړیا او د عمومي ناراحتۍ سبب ګرځي. ډېر خلک دا حالت تجربه کوي، هغه درد چې د روژه ماتي څو دقیقې وروسته پیل شي او حتی تر څو ساعتونو دوام وکړي.
د دې تر شا یو مهم علمي اصل پروت دی. کله چې یو تږی انسان په یو وخت کې ډېرې اوبه وڅښي، نو دا اوبه په چټک ډول د وینې جریان ته داخلیږي. په پایله کې د وینې دننه د سوډیم یا مالګې غلظت کمېږي. سوډیم د بدن یو حیاتي عنصر دی، چې د اعصابو د پیغام رسولو، د عضلاتو د فعالیت او د بدن د مایعاتو د توازن د ساتلو لپاره مهم رول لري. کله چې د دې اندازه ناڅاپه راکمه شي، نو بدن خپل نارمال تعادل له لاسه ورکوي. په طب کې دې حالت ته د سوډیم د کمېدو له امله د مایعاتو رقیق کېدل ویل کېږي.
د دې بدلون اغېزه تر ټولو لومړی په مغز کې څرګندېږي. مغز د بدن تر ټولو حساس ارګان دی او د مایعاتو او منرالونو په کوچنیو بدلونونو هم زر غبرګون ښيي. کله چې د سوډیم کچه راټیټه شي، د مغز حجرې Cells د مایعاتو په وېش کې بدلون احساسوي، چې پایله یې د سر درد، سر ګرځېدو، ذهني ستړیا او د دروند احساس په بڼه څرګندېږي. دا په حقیقت کې د بدن یو طبیعي خبرداری وي چې داخلي توازن یې ګډوډ شوی دی.
خو دا ستونزه یوازې د اوبو له مقدار سره تړلې نه ده، بلکې د څښلو له طریقې سره هم ژوره اړیکه لري. بدن چې د اوږدې مودې لپاره له اوبو محروم پاتې شوی وي، هغه نشي کولی ناڅاپه ډېر مقدار مایع په اسانۍ سره تنظیم کړي. تدریجي څښل بدن ته فرصت ورکوي چې خپل داخلي سیسټمونه بېرته په عادي حالت کې تنظیم کړي. برعکس، که اوبه په یو ځل ډېرې وڅښل شي، نو دا به پر بدن یو ناڅاپي فشار وارد کړي.
همدارنګه، د خوړو ډول هم مهم رول لري. کله چې د روژه ماتي پر مهال ډېر خواږه، غوړ یا درانه خواړه وخوړل شي، نو د وینې د شکر کچه په ناڅاپي ډول لوړېږي او بیا ژر راټیټېږي. دا بدلون هم د سر درد او کمزورۍ سبب کېدای شي. هغه کسان چې د نیم سري یا مایګرین ستونزه لري، د دې ډول بدلونونو پر وړاندې لا ډېر حساس وي، ځکه د هغوی عصبي سیسټم زر اغېزمن کېږي.
د دې حالت یو مهم پیغام دا دی چې بدن له اعتدال سره ښه سازګار دی. بدن ناڅاپي بدلونونه نه خوښوي، که هغه د محرومیت وي او که د مړښت. لکه څنګه چې بدن د ورځې په اوږدو کې په تدریجي ډول د لوږې حالت ته داخلیږي، همداسې باید بېرته د مړښت حالت ته هم په تدریجي ډول راوګرځي.
له همدې امله، غوره ده چې د روژه ماتي پر مهال لومړی لږې اوبه وڅښل شي، بیا څو دقیقې وقفه وشي او وروسته نور مایعات واخیستل شي. د مالګې او منرالونو متوازن استعمال، لکه په مناسب مقدار خواړه، مېوې یا شوروا، کولی شي د بدن د توازن په بېرته راوستلو کې مرسته وکړي. دا ساده عادتونه نه یوازې د سر درد مخنیوی کوي، بلکې بدن ته دا فرصت هم ورکوي چې خپل طبیعي نظم بېرته ترلاسه کړي.
د روژه ماتي وروسته سر درد د بدن د حساس نظم یو څرګند مثال دی. دا مونږ ته یادونه کوي چې بدن یو دقیق او هوښیار نظام دی. هغه له زور او افراط سره نه، بلکې له اعتدال، صبر او تدریج سره همغږی دی. روژه یوازې د لوږې تمرین نه دی، بلکې دا د بدن د اورېدو، د هغه د درناوي او د هغه د اړتیاوو د درک کولو یو هنر دی.
کله چې انسان دا هنر زده کړي، نو روژه نه یوازې یو عبادت پاتې کېږي، بلکې دا د بدن او ذهن د توازن یو ژور درس هم ګرځي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.