د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ
ژبه؛ د هویت، کلتور او بقا اواز
د فبرورۍ ۲۱مه د نړۍ په کچه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، هغه ورځ چې د UNESCO له خوا په ۱۹۹۹م کال کې اعلان شوه او له ۲۰۰۰م کال راهیسې هر کال نمانځل کېږي. دا ورځ د ژبني تنوع، کلتوري شتمنۍ او انساني هویت د ساتنې ژور پیغام له ځانه سره لري.
مورنۍ ژبه د انسان د ژوند لومړۍ نغمه ده. ماشوم چې نړۍ ته سترګې پرانیزي، د مور په غېږ کې لومړی غږ اوري او لومړۍ کلمه زده کوي. همدا ژبه د هغه د فکر بنسټ جوړوي، احساساتو ته یې رنګ ورکوي او شخصیت ته یې بڼه وربښي. هغه ماشومان چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه کوي، په پوهه، تخلیقي فکر او پر ځان باور کې پیاوړي وي، ځکه ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده،
بلکې د فکر کولو او نړۍ درک کولو لاره ده.
زمونږ مورنۍ ژبه پښتو ده. پښتو د لرغوني تاریخ، غني ادب او ژور کلتور ژبه ده. د پښتو په غېږ کې د میړانې کیسې، د مینې سندرې، ولسي متلونه او تاریخي ویاړونه خوندي دي. د خوشحال خان خټک حماسي اشعار، د رحمان بابا روحاني پیغامونه او د حمزه بابا ادبي نوښتونه د دې ژبې ادبي شتمني ده. دا ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د غیرت، عزت او انسانیت استازولي کوي.
که موږ خپلې ژبې ته درناوی ونه کړو، که په خپله ژبه لیکل، لوستل او خبرې کول کم شي، نو ورو ورو به زمونږ کلتوري هویت هم کمزوری شي. په نړۍ کې ګڼې ژبې له ورکېدو سره مخ دي، او د هرې ژبې له ورکېدو سره د تاریخ یوه خزانه له منځه ځي. نو ځکه اړینه ده چې مونږ پښتو ته ځانګړې پاملرنه وکړو، خپلو ماشومانو ته یې ور زده کړو، په علمي او ادبي ډګر کې یې وکاروو او د هغې د پرمختګ لپاره هڅه وکړو.
مورنۍ ژبه د راتلونکي نسل امانت دی. که موږ نن پښتو ژوندۍ وساتو، سبا به زموږ اولادونه په ویاړ خپل هویت وپېژني. راځئ چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ یوازې په شعارونو ونه نمانځو، بلکې په عمل کې خپله ژبه وکاروو، ولیکو، ولولو او پرې وویاړو، ځکه ژبه د ملت روح دی، او پښتو زمونږ د روح ژبه ده.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.