د بې‌سنده عمومي فتواوو خطر

ډاکټر محمدهمایون همت

56

د بې‌سنده عمومي فتواوو خطر، د جعلي/بې‌کیفیته درملو کلینیکي زیانونه، او د بکتریاوو د مقاومت آفت:  د حاکمانو ملي مسؤلیت

د لیکوال محوري پوښتنه (د مقالې هدف ته لاره)

پوښتنه دا ده: ایا لا هم د منطقې استخباراتي کړۍ د «شریعت» له نومه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، حقیقت پټوي او فتوا د خپلې اجنډا د پلي کولو لپاره سپر ګرځوي او ځینې مفتیان د خپلو اهدافو د تحقق په موخه د قیچي/بیاتي (scissors) په څېر ګوماري، څو د «فتوا» تر عنوان لاندې د افغان ولس د روغتیا او سلامتیا ګټې پرې کړي او د پردیو د ګټو لپاره پرې «خیاطي» ترسره کړي؟

ایا د هېواد پر بنسټ د درملو حرمت د شرعي علمي، انساني او افغان ولس د ملې ګټو روغتیا او سلامتیا له نظره د منلو دی؟

Key Statement (محوري دریځ)

یوازې د “هېواد” پر بنسټ د درملو حرمت نه قرآني ضابطه لري، نه طبي منطق، او نه د عامه روغتیا له اصولو سره سازګار دی.

Critical Claim Under Review (د لوستونکو پام)

د مفتي/واعظ له لوري بې‌علمه، بې‌سنده او عمومي حکم: “ هندستان جوړ درمل/دواګانې چې د افغان ولس د علاج لپاره افغانستان ته راځي، حرام دي

یادونه:  د نوم/هویت ځایونه قصداً خالي پرېښودل شوي، څو بحث شخصي نه شي.  معیار یوازې شواهد، کیفیت، صداقت او ضرر دی،چی د پوهی او عدالت په تله تلل کیږې

Abstract (لنډیز)

په ځینو ټولنو کې داسې ادعاوې خپرېږي چې “د فلاني هېواد (لکه هندستان)…… درمل حرام دي”، او دا حکم د تولیدوونکي د قوم/هېواد له نسبت سره تړي.

 دا مقاله د قرآن، حدیث، د فقهې د قواعدو، او د معاصر طب/عامه روغتیا د شواهدو په رڼا کې څرګندوي چې د درملو شرعي حکم د هېواد/قوم پر بنسټ نه ټاکل کېږي؛ بلکې د درملو د موادو (ingredients)، د تولید او عرضه د صدق/درغلي حالت (integrity vs fraud)، او د طبي ګټې او ثابت ضرر پر بنسټ جوړېږي.

مقاله د “لا ضرر” قاعده (حدیث: «لا ضرر ولا ضرار»)، د الله په نوم د بې‌ثبوته حلال/حرام اعلان منع (القرآن: النحل 16:116) او د بې‌سنده ادعاوو منع (القرآن: الإسراء 17:36) او د نړیوالو روغتیايي معیارونو له مخې د جعلي/بې‌کیفیته (substandard/falsified — بې‌کیفیته/جعلي) درملو خطرونه (د درملنې ناکامي، مرګ ژوبله، او د انټي‌بیوټیک مقاومت) بیانوي. د TB (نري رنځ) او د انټي‌بیوټیکونو د بې‌کیفیته/ناسم استعمال له امله د AMR (Antimicrobial Resistance — د انټي‌مایکروبي درملو پر وړاندې مقاومت) رامنځته کېدل د بحث د یوه مهم مثال په توګه څېړل شوی دی.

کلیدي ټکي: حلال/حرام، فتوا، لا ضرر، جعلي درمل، substandard (بې‌کیفیته)، falsified (جعلي)، AMR (د انټي‌مایکروبي مقاومت) TB (نري رنځ) drug resistance (د درملو مقاومت)، عامه روغتیا.

۱) Introduction (سریزه)

په اسلامي شریعت کې د انسان د ژوند ساتنه، د ضرر مخنیوی، او د الله په نوم د بې‌ثبوته حکمونو منع بنسټیز اصول دي (اشاره: المائدة 5:32؛ البقرة 2:195). کله چې یو څوک بې له معتبر علمي–شرعي دلایلو ووايي: “فلان هېواد کې جوړې شوې دواګانې حرامې دي”، نو دا ادعا هم شرعاً د خطا احتمال لري او هم د عامه روغتیا له پلوه خطرناکه ده؛ او دا ځکه چی:

 خلک له مؤثرو درملو محرومېږي، او بیا  د مشکوکو/جعلي بدیلو په دام کې لوېږي.

په افغاني ټولنه کې وروري ( ورونو او خو یندو رازۍ جی : د خورولۍ کلمه هم په و یلو او لیکلو کی مروجه کړو)، عدالت، د کمزورو لاسنیوی، د عامه خیر غوښتنه، او د انسان کرامت هغه ارزښتونه دي چې د روغتیايي نظام په اعتماد، د درملو په شفاف بازار، او د ناروغ په خوندي درملنه کې عملي بڼه اخلي. له همدې کبله د درملو کیفیت او د جعلي محصولاتو مخنیوی یوازې تخنیکي موضوع نه ده؛ دا د ا فغان ولس د خیر او سلامت برخه ده.

۲) Methodology (د مقالې میتود)

قرآن کریم: د حلال/حرام په نوم د بې‌سنده اعلان منع (النحل 16:116)، او د ځان/بل د هلاکت مخنیوی (النساء 4:29؛ البقرة 2:195).

حدیث شریف او قاعده “لا ضرر”: د ضرر کولو او د ضرر په بدل ضرر منع (حدیث: «لا ضرر ولا ضرار»).

طب او عامه روغتیا (د WHO (World Health Organization — نړیوال روغتیايي سازمان) له تعریفونو سره سم): د substandard (بې‌کیفیته) او falsified (جعلي) درملو تعریفونه او خطرونه، او د څارنی/نظارتي نظام اړتیا.

علمي ادبیات (منظم/ طبقه بندي)

تعریفونه او چوکاټونه: د AMR (د انټي‌مایکروبي مقاومت) او د substandard/falsified (بې‌کیفیته/جعلي) درملو بنسټیز تعریفونه او د خطر عمومي چوکاټ.

شواهد او میکانیزمونه: د بې‌کیفیته/جعلي انټي‌بیوټیکونو هغه لارې چې د درملنې ناکامي، د ناروغۍ اوږدېدل، او د مقاومت د انتخاب فشار زیاتوي (لکه فرعي-درملیز تماس، کم/ناسم API (Active Pharmaceutical Ingredient — فعاله درملیزه ماده)، ککړتیا، غلط لیبل).

تطبیقي بېلګه (TB (نري رنځ)): د TB (نري رنځ) د درمل–مقاومت ادبیات د تطبیقي مثال په توګه، څو د کورس نیمګړتیا، غلط رژیم، او کم‌کیفیت/کم‌دوز درملو رول روښانه کړي.

Operational Definitions (عملیاتي تعریفونه)

Substandard (بې‌کیفیته): هغه درمل چې قانوناً/رسماً اجازه لري، خو د کیفیت معیارونه او مشخصات نه پوره کوي.

Falsified (جعلي): هغه درمل چې قصداً د خپل هویت، ترکیب یا سرچینې په اړه غلط معلومات وړاندې کوي.

۳) شرعي بنسټونه: په ا سلام کی “حلال/حرام” هیڅکله بې‌دلیله نه اعلانېږي

۳.۱) د الله په نوم د بې‌ثبوته حلال/حرام اعلان منع

قرآن د دې خبرې مخه نیسي چې څوک د خپلې ژبې پر دروغو “دا حلال، دا حرام” وټاکي (النحل 16:116). له همدې کبله، که د درملو په اړه حکم یوازې د “هېواد جوړ” پر بنسټ ورکړل شي، دا د شرعي ضابطې خلاف عمومي‌سازي ده؛ ځکه شرعي حکم باید معتبر علت ولري: لکه حرامه ماده، ثابت ضرر، دوکه/غش، یا ثابت فساد—نه جغرافیه.

۳.۲) د “لا ضرر” قاعده

“لا ضرر” قاعده د دې معنا لري چې نه باید ضرر وشي او نه ضرر په ضرر سره جبران شي (حدیث: «لا ضرر ولا ضرار»). د درملو په باب کې دا قاعده عملي ده: که درمل خراب، ککړ، جعلي، یا د غلط دوز وي او د خلکو د مرګ/زیان سبب شي، نو د دې کار تولید/واردات/توزیع/پلور او قصدي پټول سخت منع ته نږدې کېږي.

۳.۳) د هلاکت مخنیوی (حفظ النفس)

هغه عمل چې په قوي احتمال سره د انسان ژوند له خطر سره مخ کړي. لکه جعلي یا بې‌کیفیته درمل—د شریعت د مقاصدو ( په ځانګړي ډول “حفظ النفس”) خلاف دی ( اشاره: المائدة 5:32؛ البقرة 2:195). له همدې اړخه د درملو کیفیت ته پام، شرعي–اخلاقي مکلفیت هم دی.

۴) د ادعا علمي نقد: “فلاني هېواد دوا حرامه ده” ولې بې‌اساسه ده؟

۴.۱) د هېواد/قوم نسبت شرعي علت نه دی

د درملو د حرمت علت باید مادي/حقیقي وي (مواد، نجاست، ضرر، دوکه). یوازې “هېواد” د حرمت شرعي علت نه شي کېدای؛ ځکه په هر هېواد کې هم معیاري محصولات شته او هم د قاچاق/تقلب له لارې بې‌کیفیته یا جعلي توکي بازار ته رسېدای شي. علمي قضاوت باید د ازموینې، کیفیت معیارونو، او څارنې له لارې ثابت شي.

۴.۲) اصلي ستونزه: Falsified او Substandard درمل

د عامه روغتیا له نظره اصلي خطر د “هېواد نوم” نه، بلکې د کیفیت او صداقت ماتېدل دي. substandard/falsified محصولات د کمزورې څارنې، ګډوډ supply chain، قاچاق، او د ثبت/کنټرول د نیمګړتیاوو په شرایطو کې زیات راڅرګندېږي.

۵) طبي او عامه روغتیا: د بې‌کیفیته/جعلي درملو خطرونه

۵.۱) د درملنې ناکامي، مرګ ژوبله، او د باور سقوط

بې‌کیفیته/جعلي درمل د درملنې ناکامي، د ناروغ حالت خرابېدل، د عوارضو زیاتېدل، او حتی مرګ ژوبله رامنځته کولی شي. له دې سره د روغتیايي نظام پر وړاندې د خلکو باور هم کمېږي، چې د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي خنډ دی.

۵.۲) AMR او جعلي/بې‌کیفیته انټي‌بیوټیکونه

په انتاني ناروغیو کې د انټي‌بیوټیکونو دوز، دوام، او کیفیت کلیدي رول لري. کله چې درمل substandard وي (کم bioavailability) یا falsified وي (غلطه ماده/ککړتیا/غلط لیبل)، نو درملنه ناکامه کېږي، ناروغي اوږدېږي، او د مقاومت د انتخاب فشار زیاتېږي.

۵.۳)  (API)  د فعالی مادی کموالی او فرعي-درملیز تماس

که د فعالې مادې API (Active Pharmaceutical Ingredient — فعاله درملیزه ماده) اندازه کمه وي یا د جذب/ثبات ستونزه وي، نو فرعي-درملیز تماس (sub-therapeutic exposure) رامنځته کېږي. دا حالت د ناکامې درملنې تر څنګ د مقاومت د راټوکېدو لپاره هم مساعد چاپېریال جوړوي، په ځانګړي ډول په اوږدمهالو او ترکیبي رژیمونو کې.

۵.۴) د حساس ګروپونو ځانګړی خطر

ماشومان، حاملې ښځې، زاړه کسان، او د مزمنو ناروغیو لرونکي د کیفیتي خطاګانو په وړاندې ډېر حساس دي. په دې ګروپونو کې ککړتیا یا غلط ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کېدای شي؛ نو د کیفیت تضمین د عامه روغتیا د عدالت برخه هم ده.

۶) TB  د درملمقاومت مثال: د غلط استعمال او نیمګړي کورس خطر

TB (نري رنځ) د اوږدمهاله، منظم او ترکیبي رژیم اړتیا لري. په درملنه کې د کورس نیمګړتیا، غلط رژیم، یا د کم‌کیفیت/کم‌دوز درملو کارونه کولی شي د TB (نري رنځ) relapse خطر زیات کړي، انتان اوږد کړي، او د مقاوم TB (drug-resistant TB — د درملو پر وړاندې مقاوم نري رنځ) خطر لوړه کړي.

۷) شرعي–انساني پایله: کوم شی واقعاً “حرام/منع” ته نږدې دی؟

جعلي/فاسده دوا: فریب، غش، د هویت/ترکیب/سرچینې دروغ—ځکه د خلکو ژوند ته خطر جوړوي (حدیث: «مَن غَشَّنا فَلَیسَ مِنّا»).

بې‌کیفیته دوا (substandard — بې‌کیفیته): معیار نه پوره کوي او د درملنې ناکامي/ضرر زېږوي.

بې‌علمه فتوا او عمومي حرمت اعلان: چې خلک له درملنې محروموي او د وېرو/شکو بازار پیاوړی کوي (الإسراء 17:36).

د ټولنیز تړاو

اقتصادي فشار او بې‌وزلي: کله چې کورنۍ د درملو لګښت په سختۍ برابروي، نو د “ارزان” او “نامعلوم” بدیل خطر زیاتېږي. په دې حالت کې هره بې‌سنده ویره یا عمومي حکم خلک له معیاري علاج څخه هم ګرځوي.

د بازار ګډوډې supply chain: د قاچاق او غیررسمي لارو په شتون کې د substandard/falsified (بې‌کیفیته/جعلي) درملو د ننوتلو امکان لوړېږي. دا د کیفیت ستونزه ده، نه د هېواد د نوم ستونزه.

د باور ستونزه: کله چې اوازې او عمومي حرمتونه خپاره شي، خلک ډاکټر ته ناوخته ورځي، یا د ځان‌درملنې( self Medication  ځان‌درملنه ) لاره نیسي؛ دا د درملنې ناکامي او عوارض زیاتوي.

AMR/TB د ټولنې ګډ تاوان: مقاومت لرونکې میکروبونه د یوه شخص ستونزه نه پاتې کېږي؛ کورنۍ، ښوونځي، جومات، کارځای او ټولنه اغېزمنوي.

ملي ارزښتونه او د حاکم مسؤلیت: وروري او خور ولې ، عدالت، او د کمزورو لاسنیوی یوازې شعار نه دی؛ عملي معنا یې دا ده چې د افغان ولس لپاره د درملو بازار پاک، شفاف، او د کیفیت له مخې خوندي شي.

۸) عملي سپارښتنې (د فتنې او ضرر د کمولو لپاره)

د درملو د حلال/حرام په بحث کې مواد، ثبت/قانوني عرضه، کیفیت، او علمي ازموینه اصل وګرځوئ، نه جغرافیه.

د TB (نري رنځ) او انټي‌بیوټیکونو کورس بشپړ کړئ؛ نیمګړتیا د مقاومت او مړینې خطر زیاتوي.

هغه څوک چې د فتوا دعوه کوي باید دلیل، ضابطه، او معتبر سند وړاندې کړي؛ که نه، د خلکو په ذهن کې دیني–طبي ګډوډي جوړوي.

د حاکمیت/دولت لپاره:

د درملو د کیفیت تنظيمي او نظارتي نظام پیاوړی کول (ثبت، بازار-څارنه، لابراتوار ازموینې).

د قاچاق/غیرقانوني عرضه‌زنځیر پر ضد همغږې هلې‌ځلې.

د TB (نري رنځ) او AMR (د انټي‌مایکروبي مقاومت) پروګرامونو لپاره د دوامدارې پوهاوي او تعقیب میکانیزم (adherence support — د درملنې د دوام/تعقیب ملاتړ) پیاوړی کول.

۹) Conclusion (پایله)

د درملو حکم د “هېواد/قوم” پر بنسټ نه شي تړل کېدای؛ دا بې‌علته عمومي‌سازي ده.

اصلي معیارونه: مواد، کیفیت، صداقت، او د ضرر علمي ثبوت دي.

جعلي/بې‌کیفیته درمل د درملنې ناکامي، مرګ ژوبله، او AMR/TB مقاومت زېږوي؛ نو د دې پر ضد مبارزه د دین، انسانیت، او طب ګډ مکلفیت دی.

د افغان ولس د روغتیا او سلامتیا ساتنه د حاکم/حاکمانو پر غاړه امانت دی؛ او د ملي افغاني ارزښتونو عملي تفسیر دا دی چې د درملو کیفیت او د بازار پاکوالی تضمین شي.

Final Message to the People (د افغان ولس مستقیم پیغام)

ګرانو افغانانوورونو او خو یندو!

د دین موخه د انسان ژوند ساتنه او د ضرر مخنیوی دی. که څوک بې‌سنده او عمومي ډول د درملو حراموالی اعلانوي، دا ممکن تاسو له مؤثر علاج څخه محروم کړي (النحل 16:116؛ الإسراء 17:36). همدارنګه که دوا جعلي یا بې‌کیفیته وي، ستاسو ژوند، ستاسو د ماشومانو روغتیا، او د ټولنې امنیت له خطر سره مخ کوي (حدیث: «لا ضرر ولا ضرار»).

نو معیار “د هېواد نوم” مه نیسئ؛ معیار “کیفیت، صداقت او ثبوت” ونیسئ. درمل د مسلکي ډاکټر په مشوره وکاروئ، د انټي‌بیوټیک او TB (نري رنځ) کورس نیمګړی مه پرېږدئ، او د شکمنو درملو په اړه د قانوني لارو راپور ورکړئ. ستاسو هوښیاري د کورنۍ سلامت او د ټول وطن د خیر سبب ګرځي.

د لیکوال یادونه:

لیکوال په څرګند ډول یادونه کوي چې هغه مفتي نه دی، د فتوا دعوه نه کوي، او ځان د فتوا د تخصص څښتن نه بولي. دا لیکنه د افغان ولس د عامه پوهاوي لپاره د مسلکي او اخلاقي مکلفیت له مخې وړاندې کېږي، او له متخصصینو څخه د اصلاح او تکمیل وړاندیزونه په درنښت مني.

اختصاراتو لست (Abbreviations)

AMR — Antimicrobial Resistance — د انټي‌مایکروبي درملو پر وړاندې مقاومت

TB — Tuberculosis — نري رنځ

API — Active Pharmaceutical Ingredient — فعاله درملیزه ماده

WHO — World Health Organization — نړیوال روغتیايي سازمان

MDR-TB — Multidrug-resistant TB — د څو درملو پر وړاندې مقاوم نري رنځ

RR-TB — Rifampicin-resistant TB — د ریفامپیسین پر وړاندې مقاوم نري رنځ

سرچینې او ماخذونه :

الف) نړیوال/انګلیسي روغتیايي او علمي مراجع

World Health Organization (WHO). Substandard and falsified medical products. Fact sheet. 3 December 2024.

World Health Organization (WHO). Substandard and falsified medical products. Health topic.

Zabala GA, et al. Substandard and falsified antibiotics: neglected drivers of antimicrobial resistance. BMJ Global Health. 2022.

Cavany S, et al. The uncertain role of substandard and falsified medicines in the emergence and spread of antimicrobial resistance. Nature Communications. 2023.

World Health Organization (WHO). Tuberculosis: multidrug-resistant (MDR-TB) or rifampicin-resistant TB (RR-TB). Q&A. 20 May 2024.

ب) اسلامي/شرعي مراجع

القرآن الکریم: سورة النحل، آية 116.

القرآن الکریم: سورة الإسراء، آية 36.

القرآن الکریم: سورة النساء، آية 29.

القرآن الکریم: سورة البقرة، آية 195.

القرآن الکریم: سورة المائدة، آية 32.

صحیح مسلم: حدیث «مَن غَشَّنا فَلَیسَ مِنّا».

سنن ابن ماجه: حدیث «لا ضرر ولا ضرار».

القواعد الفقهیة (مشهور مضمون): «الضرر یزال» او «لا ضرر ولا ضرار».

مننه او درناوی

محمدهمایون همت

جرمنې 20.02.2026

دعوت: د کډوالۍ په تیارو کې د قلم رڼا (د ۳۷ کلونو یو دروند رسنیز میراث)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.