| ګرانو هېوادوالو! د روژې میاشت مو مبارکه شه. راځئ د قرآن د نزول په دې مبارکه میاشت کې له دې روښانه کتاب سره خپله اړیکه لا ژوره کړو، ځانونه پرې پوه کړو، او د رڼا او هدایت پیغامونه یې عملي او نورو ته ورسوو. |
سريزه
انسان ته د الهي وحی دا وروستی ستر کتاب پخپله ځان په لاندې ښکلو نومونو او صفتونو یادوي:
قرآن کریم، قرآن حکیم، قرآن مبین، قرآن مجید، او قرآن عظیم، هدایت، ذکر، مبارک ذکر، نور، بیان، شفاء، رحمت، موعظه، واضح بیان، بهترینه وینا (احسن الحدیث)، برهان، حکم، ښکاره آیتونه (نښې)، فرقان، میزان او زیري.
قرآن انسان ته د الله تعالی پیغام دی، یا په بله وینا انسان د قرآن اصلي مخاطب دی. دا ستر کتاب هم ځانګړو انسانانو (مسلمینو، مومنانو، متقیانو، محسنانو، رسول الله ﷺ او د هغه قوم/ امت) ته، او هم ټولو خلکو ته راغلی او ځان یې په ترتیب سره متقیانو ته هدایت؛ مسلمینو ته هدایت، رحمة او زیری؛ مومنانو ته هدایت، زیری، موعظه، شفا، رحمة؛ محسنینو ته زیری؛ عالمونو ته ذکر؛ رسول الله ته نور، کتاب او ذکر؛ خلکو ته هدایت، د هدایت څرګندونې او رحمة؛ او په عمومي ډول مبارک ذکر، او روښانه قرآن او ذکر یاد کړی دی.
انسان ته د الله تعالی دا نوراني پیغام درې عمده برخې لري:
۱). په یو ستر د پالنې وړ، پالونکي، مهربان او مالک ذات (الله تعالی) باور ولرو.
۲). د هغه له هدایاتو سره سم په دې دنیا کې د احسنو اعمالو په کولو سره مسؤولانه او خیررسونکی ژوند تېر کړو، له نعمتونو استفاده وکړو او بهترین عملونه وکړو، او:
۳). په یوه بل پراخ او نه ختمېدونکي ژوند (اخرت) باور ولرو، او تیاری ورته ونیسو.
په نتیجه کې د الله تعالی د رحم په رڼا کې موږ د خپل ایمان او صالحو اعمالو نتیجو ته هیله من کېږو، چې هغه په دواړو جهانونو کې دایمي فوز و فلاح ته رسېدل دي.
دا درې مهم موضوعات (الله تعالی، د انسان دنیوي مسؤولانه او صالح ژوند، او اخروي فلاح) قرآن په ډېر ژور، متوازن او اغېزمن ډول تشریح کړي دي.
لومړی. الله تعالی
الله تعالی د کایناتو د خالق، رب، او مالک په توګه په قرآن کې تر ټولو زیات یاد شوی دی. باید هره شیبه د انسان په یاد وي، او هر کار د دغه ستر ذات په نوم او د هغه د رحم او خشیت په پام کې نیولو سره پیل کړي.
نومونه او صفتونه: قرآن مجید د الله تعالی ډېر ښکلي نومونه او صفتونه بیان کړي دي، چې د الوهیت، ربوبیت، او مالکیت په درې ګروپونو کې راټولیدای شي. الله چې موږ ته د مرۍ تر رګونو نږدې، د ځمکې او اسمانانو نور دی او په عین حال کې هیڅ شی د هغه په شان نشته، زموږ هره دعا اوري او قبلوي. د هغه رحمت او علم پر هر څه احاطه لري، او د فعالې ارادې څښتن، او تل ژوندی، قایم او پر هر څه قادر دی. هر چېرته چې موږ یو، هغه راسره دی. زموږ سترګې هغه نه ویني، خو هغه موږ ویني، د هر شي، پټو او ښکاره و، لویو او وړو، د ځمکو او اسمانونو او لومړیو او وروستیو علم له هغه سره دی. دا علم له حکمت، خبیروالي او فضل سره مل دی.. نه پرې خوب راځي، نه خوبولی کېږي، نه اولاد لري او نه والدین، بلکې له دې تعلقاتو او بل هر شي او صفت څخه چې څوک یې ورته منسوبوي پاک او لوړ دی. هغه تر ټولو ستر بخښونکی دی او انسان ته په هره شیبه (دقیقه او ثانیه) کې د بېرته ګرځېدو او توبې امکان او فرصت ورکوي. عفو او احسان او تقوی او ښېګڼه او قسط او عدل یې خوښیږي، او تر ټولو زیات د ستاینې او پالنې وړ ذات دی.
د قدرت نښې او نعمتونه: قرآن مبین په ژونديو موجوداتو (انفسو) او همداراز په غیرژونديو موجوداتو لکه ځمکه او کایناتو (افاقو) کې د الله د قدرت زیاتې نښې بیان کړې دي. د قرآن او نورو اسماني کتابونو آیتونه هم د الله د قدرت نښې دي.
د انسان په بدن او نړۍ کې د ده د قدرت دا ټولې نښې د الله د نعمتونو د بېلګو په توګه هم وړاندې کوي، او دا نعمتونه دومره زیات دي، چې که انسان وغواړي هغه وشمېري، نه یې شي شمېرلای.
دوهم. د انسان دنیوي ژوند، انعامونه او مسؤولیتونه
قرآن چې په حقیقت کې انسان ته د الله تعالی پیغام دی، د دغه ستر ذات په نوم پیل شوی او د انسان په نوم پای ته رسېدلی دی. قرآن حکیم د انسان د فطرت، خلقت، وړتیاوو، مسؤولیت، ډولونو، او سرنوشت په اړه ډېر ښکلي توضیحات وړاندې کوي.
الف. د فطرت عناصر: د انسان کرامت، د امانت سر ته رسولو ژمنه، مثبت او منفي خواص، او د ژوند لوری په قرآن کې تشریح شوی دی.
ب. د خلقت مراحل: قرآن حکیم د انسان د لومړي خلقت، د مور په نس کې ژوند، او تر زیږون وروسته د انسان د پیدایښت، لوییدو او رشد، او همداراز وفات کېدو ټول مراحل داسې بیان کړي دي چې هر چاته د پوهېدو وړ وي.
ج. د انسان وړتیاوې او د ایمان او عمل برخې:
یو. ایمان: قرآن کریم د ایمان مهم عناصر داسې بیانوي:
- پر الله تعالی (او د خیر او شر په اندازې د پوهې په شمول د هغه ستر ذات په ټولو ښکلو نومونو)
- پر ملایکو
- پر نازلو شوو کتابونو
- پر رسولانو او
- پر اخرت (بیا ژوندي کېدل، محاسبه، جنت او جهنم).
دوه. مسؤولیت او د اعمالو او اړیکو درېبعدي محوري ترتیب:
- عمودي محور (له خالق سره اړیکه): دا له الله (جل جلاله) سره د انسان اړیکه ده چې دا برخې لري: ایمان، تسلیمي، عبادت، ذکر، دعا، توبه/ مغفرت غوښتل، توکل، رضا، خشیت، مینه/ حب، امید/ هیله، صلوة یا لمونځ، روژه، حج، زکوة، قربانۍ، رکوع، سجده، سنت الله، هدایت، یقین، اطاعت؛ فلاح، فوز، نور، جنت، او نعمت غوښتنه او شکر.
مرکزي محور (له ځان سره اړیکه): د انسان د شخصیتي اصلاح او روحاني ودې اړخ دی چې د اخلاقو، تقوا او تزکیې له لارې ترسره کېږي او دا مهمې برخې لري: تقوی، اخلاص، صبر، استقامت/ ثبات، صدق، طهارت، تزکیه، تفکر، تدبر، تعلم، حکمت، سعی، کسب، احسن عمل، ازموینه/ ابتلاء، شعور، عقل، سیر، تحقیق، رشد، فطرت، صفا، مسؤولیت مطمئن نفس (اطمینان)، تعادل/ توازن/ وسطیت، صالح عملونه، حلال او حرام، خیرات، زهد، شفا، او د رزق او نعمتونو کارول پکې شامل دي.
- افقي محور (له همنوع، ټولنې او چاپېریال سره اړیکې)
الف) له همنوعانو (کورنۍ، خپلوانو او ټولو انسانانو) سره:
احسان، په ځانګړي ډول له والدینو سره، صله رحم، یتیم پالنه، ماشوم پالنه، ورونو/ خویندو سره اړیکې، ازواج/ نکاح، مباشرت، مودت، رفاقت/ دوستي، نصیحت، نصرت، شفقت/ رحم، رحمت، عفو، زړه پاکول، قول سدید/ معروف، وعده پوره کول، ګاونډي سره نیکي، ایثار، انفاق، تعاون، شورا، مشوره، معاشرت، موافقت، تعاملات، معاملات، عرف، سلام، تحیت، عافیت.
ب) له ټولنې سره:
اصلاح، امر بالمعروف، قیام الدین، شریعت، جهاد، هجرت، سرپرستي/ خلافت/ ولایت، امام/ امامت، امانت، اهلیت، عدل/ انصاف، قسط، حقوق، برابري، خدمت، اتحاد، ابلاغ/ دعوت، حسن ظن، تعلیم، حدود، قوانین منل، امنیت، صلح/ سوله، مصلحت، ښوونه او روزنه.
ج) له چاپېریال سره:
اعمار، عمران، استفاده، ساتنه، د شفا، رزق، او بې شمېره نعمتونو ترویجول او د خالق د قدرت د نښو په توګه ورته توجه کول.
د. د انسان ډولونه:
- مثبت انسانان: مسلمین، مومنان، متقيان، محسنین، عالمان، مفلحون، ابرار، فایزون، مهتدون، او تر ټولو لوړ یعنې رسولان، صالحین، شهداء، او صدیقین مثبت انسانان ګڼل شوی دي.
- منفي انسانان: منافقان، مغضوب کړل شوي، کافران، ضالین، ظالمان، مفسدین، فاسقان، متکبرین او مترفین، همداراز په ځانګړو حالاتو کې رهبان (پیران) او احبار (ملایان) هم په منفي انسانانو کې یاد شوي دي.
هـ. د عبرت کیسې: قرآن حکیم د عبرت لپاره د پخوانیو ټولنو، افرادو او ډلو مثبتې او منفي بېلګې او د هغوی نتیجې راوړي دي. د تېرو امتونو او رسولانو د سرګذشت او سرنوشت ډېرې کیسې دي.
و. د انسانانو او ټولنې د ورځینو چارو احکام: قرآن کریم د انسانانو د ورځنیو چارو په باب د اوامرو او نواهیو لارښوونې کړي دي، چې د ځینو شمېرنو له مخې د قرآن کریم ۵٪ برخه تشکیلوي. البته فقهاوو د قرآن او سنتو په رڼا کې د انساني اجتهاد له لارې تفصیلي فقهي نظام جوړ کړی دی، چې د زمان او مکان له شرایطو سره سم یې تفسیر او تطبیق کېدای شي.
د قرآن په رڼا کې یو ستر تمدن رامنځ ته شوی وو، چې پکې پر فقه سربېره تفسیر، کلام، تصوف، سیرة، تاریخ، حدیث، فلسفې او ساینس ټولو ډېره وده کړې وه، چې د بشري تمدن په رامنځ ته کېدو او پرمختګ کې یې مثبته برخه اخستې ده.
ز. نتیجه او سرنوشت: پدې ژوند کې د انسان د خلقت هدف او سرنوشت دا ښودل شوی دی چې په خپل ایمان، د الله پر لور د زړه او ذهن دایمي توجه، اخلاص، احسنو اعمالو (تقوی، احسان، تعاون، خیر او اصلاح) او د الله په رحمت سره د دې دنیا فلاح، فوز او رشد ته ورسيږي. خو که مسؤولیت ته شا واړوي، نتیجه یې ناکامي او تاوان دی.
ح. د قرآن مجید ایډیال، داسې رشید انسان دی چې له ځان، الله تعالی، والدینو، ازواجو، اولادونو، خپلوانو، نږدې انسانانو، ټولنې، نورو ژوندیو موجوداتو، چاپېریال، نړۍ، او کایناتو سره د متوازنو او مسؤولانه اړیکو له لارې خپل اعلی شخصیت وروزي.
دا انسان، که په هر حالت کې وي (روغ یا ناروغ، شتمن یا بیوزلی) او که په هر دریځ کې وي (مامور یا امر) زړه به یې ډاډه، صابر او شکرګذار وي، نیت به یې صالح، خیرغوښتونکی وي، عمل به یې مسؤولانه او نافع، او شتون به یې د نورو لپاره د ګټې او خیر سرچینه وي.
دریم. آخرت (وروستۍ نتیجه)
د قرآن عظیم شاوخوا دریمه برخه آیتونه د اخرت په اړه دي، او دا دنیا د اخرت لپاره د تیارۍ (آمادګۍ) مرحله ګڼل شوې ده.
په الله تعالی باور او پر لور یې دایمي توجه، د اخرت فلاح ته هیله، او احسن (بهترین) عملونه د قرآن بنسټیر پیغامونه دي، چې انسان ته تر مرګ وروسته د ابدي فلاح او کامل ژوند هیله ورکوي.
په قرآن حکیم کې د مرګ، قبر، برزخ، بیا ژوندي کېدلو، قیامت، او محاسبې ډېر زیات مستقیم، استعاروي او سمبولیک بیانونه تشریح شوي دي، چې د اعمالو او نیتونو دقیقه او عادلانه محاسبه به وشي، او:
- بریالیو انسانانو ته به داسې جنت ورکړل شي چې پراخوالی یې د ځمکې او کایناتو په اندازه وي او هلته به دایمي فلاح، دایمي ژوند او دایمي نعمتونه وي.
- ناکامان به جهنم ته ولېږل شي، چې د دوی د اعمالو پر بنسټ به پکې (د عدالت د تطبیق لپاره) اوږدمهاله عذابونه وي.
د رحمت او عدالت پر بنسټ الهي محاسبه: د الله تعالی د بې پایه رحمت، بخښنې، عفوې، مهربانۍ او عدالت له مخې به نیکانو ته د هغوی د عملونو دومره زیات اجر ورکړل شي، چې له الله تعالی پرته یې بل څوک نه شي شمېرلی. د جنت تر ټولو ستر نعمت رضوان الله یعنې د الله رضایت ګڼل شوی دی.
خو هغو کسانو ته چې په شعوري ډول یې تر وروستۍ شیبې هم توبه نه وي کړې او سمې لارې ته نه وي راګرځېدلي، د خپلو اعمالو سره سمه سزا ورکړل شي، او د یوې ذرې هومره ظلم به ورسره ونه شي.
د دنیوي او اخروي ژوند پرتلنه: په قرآن کې دنیا د انسان لپاره په احسنو اعمالو کې د ازموینې، له نعمتونو او الهي رحمت څخه د استفادې ځای او اخروي دایمي ژوند ته د تللو پول بلل شوې ده. الله تعالی انسان د ځمکې خلیفه ګرځولی، د معیشت لارې یې ورته برابرې کړې، او پر ایمان، دعا او نیک عمل یې مامور کړی دی. د اخرت فلاح او بری په دنیا کې د انسان په ازادو او اختیاري ښو عملونو پرې تړلی دی. په حقیقت کې دنیا د الله له نعمتونو د استفادې ځای، د انساني ماموریت ډګر او د اخرت ابدي نېکمرغۍ ته د تیاري فرصت دی، چې انسان باید پکې د خوف او رجا ترمنځ د الله پر فضل تکیه وکړي.
دنیوي ژوند رښتیا لنډ او له محدودیتونو سره مل دی، او که په منځني ډول یې ۷۰ کاله وګڼو، نو د اخرت له نه تمامېدونکی، نامحدود او له شمېره وتلیو نعمتونو ډک ژوند سرهپه هیڅ صورت د پرتلنې وړ نه دي.
د قرآن ژبه او د موضوعاتو تکرار:
دا درې مفاهیم (الله تعالی، د انسان دنیوي ژوند او مسؤولیتونه، او آخرت) په عظیم الشان قرآن کې بیا بیا، په بېلابېلو بڼو، بېلګو او ډولونو بیان شوي دي، او دا ترې څرګندېږي چې قرآن د تعلیم، تربیې، تزکیې، موعظې او حکمت یو الهامبښونکی او ژور کتاب دی (د معاصرو تعلیمي و تربیتي نصابونو تر ټولو مهم اصل دا دی چې لږ محتویات او مشخص پیغامونه یې کافي دي، چې په دوراني ډول بیا بیا تکرار شي). قرآن د طبیعي علومو تفصیلي نصابي کتاب نه دی، بلکې د هدایت کتاب دی چې انسان د تفکر او علم پر لور هڅوي. په مجموع کې قرآن د فرد اصلاح، د کورنۍ توازن، د ټولنې عدالت، او د تمدن د اخلاقې بنسټونو د ټینګښت لارښوونه کوي.
په پای کې ویلای شو، چې د قرآن کریم له دقیقې، بېغرضه او ژورې مطالعې سره، انسان درک کولی شي چې دا ځلېدونکې رڼا نه یوازې د عبودیت او احکامو کتاب دی، بلکې د الله تعالی، انسان، او آخرت ترمنځ د اړیکو د ټینګولو، او د لوړ انساني شخصیت د روزنې یو بشپړ لارښود دی. دا کتاب داسې روښانه او ژور بیان وړاندې کوي، چې انسان ته د تفکر، علم، اخلاقو، تزکیې، تربیې، حکمت، مسؤلیت، هیلو، رشد او فلاح لارې پرانيزي، او پر دغه مسیر د عمل لارښوونه ورته کوي.
هر هغه څوک چې (له خالق، خپل نفس، او نورو انسانانو او چاپېریال سره) دا درېبعدي اړیکې درک او عملي کړي، د قرآن له ژور پیغام سره وصلېږي، او په نتیجه کې به هم په دنیا کې فلاح ومومي، او هم په آخرت کې.
په پای کې تاسو ټولو ته د قرآن د فهم او عمل توفیق، او د هغه په برکت د رشد، فوز، فلاح او د الله تعالی د رضا او دوامدارو نعمتونو دعا کوم. آمین!
د افغانستان د بې ثباتۍ او وروسته پاتې کېدو داخلي او خارجي عوامل
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.