🌱د افغانستان زرغون انقلاب….!!!
له قوشتېپې تر کوکچې، د کونړ له سینده تر ګنبیري دښتې پورې
کله چې د قوشتېپې کانال د شمال وچې دښتې خړوبوي،
او د کوکچې سیند د بدخشان له غرونو د سر چینو په اخستو
د تخار، کندز،بغلان او سمنګان پراخې دښتې او باغونه خړوب کړي،
او د کونړ ځواکمن سیند خپلې روانې اوبه د ګمبیري دښتې تږو کروندو ته ورسوي،
نو افغانستان به نور یوازې یوه جغرافیه نه وي،
بلکې یو حاصلخېز تمدن به وي.
دا اوبه د خاورې رګونه دي.
کله چې رګونو ته وینه ورسېږي، بدن ژوندی کېږي؛
همداسې، کله چې دښتو ته اوبه ورسېږي، ملت ودانېږي.
دګنبېري شګې که خړوبې شي، غنم به ترې راټوکېږي؛
کوکچه که په سمه توګه مدیریت شي، د مېوو خزانه به شي؛
او قوشتېپه که پرلهپسې وبهېږي، شمال به د غلې ډوډۍ ستر ګدام شي.
زرغون انقلاب له باروتو نه،
بلکې له باران، کانال او خاورې څخه رازېږي.
دا انقلاب د بزګر په لاس کې دی،
نه د سیاستوال په تشو ویناوو کې.
او که دا انقلاب بریالی شي،
افغانستان به د مرستو له کتاره ووځي
او د صادرونکو هېوادونو په قطار کې به ودریږي.
دا د اوبو انقلاب دی.
اوبه چې راغلې،
راتلونکی به ورپسې راشي. 🌱
درنښت… یارب 🤲🏻
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.