هغه کتاب چې د يوې کلیوالې په لاس ژباړل شوی

40

The let them theory _ خلک به څه وايي
دا یو مشهور انګليسي اثر دی چې له نیکه مرغه اوس خوږې پښتو ته هم ژباړل شوی او اکسوس کتاب پلورنځي په ۲۹۶مخونو کې چاپ کړی دی.
دا کتاب د شخصي ودې، ذهني ارامۍ او ښو اړيکو لرلو په موضوع راڅرخي. په دې کتاب کې دا په ډیره ښه او ساده بڼه سره بیان شوې ده چې موږ نشو کولی د نورو خلکو فکرونه، احساسات، ټاکنې او کړنې کنټرول کړو. زموږ هغه هڅی بې ځایه دي چې نور خلک له ځانه خوشاله او راضي وساتو او د دوی هر کار دي زموږ په زړه جوړ وي، نو ځکه خو بايد د اړیکو د نه زیانمن کېدو او خپلې ذهني ارامتیا لپاره دوی په خپل حال ومنو او پريږدو. په دې سره موږ خپله انرژي د يو بې پایلې کار پر ځای په خپل ځان لګوو او ټول پام مو ځان ته اړوو، چې په پايله کې زموږ دا بدلون په مقابل اړخ هم مثبت اغيز کوي.
دا نظریه دوه برخي لري- let them- let me چې د دواړو په پلي کولو سره به مو په ژوند کې يو ژور بدلون راشي.
د دې کتاب پښتو ژباړه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکې، ستاره ويسا کړې ده. هيله ده دا کتاب به ټولو ميرمنو او انجونو ته د يوې مثبتې انګيزې په توګه تمام شي ځکه په روانو زده کړييزو محدودیتونو کې د يوې لرې پرتې سيمي د اوسیدونکې له لوري داسې ګام پورته کول واقعا هم د الهام وړ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.