د کتاب پيژندنه
دا کتاب عزیز الرحمن فتحي لیکلی دئ او پښتو ژباړه ئې مرحوم غلام محی الدین ایوبي کړې ده.
ددې کتاب را ټولونه او اهمتام کار ئې بیا استاد هارون صمیم کړی دئ. استاد صمیم ددې کتاب په سریزه کي لیکلي دي، چي له نن څخه اویا کاله مخکي مرحوم ایوبي صاحب ژباړلی دئ او دغه ژباړه د طلوع افغان د ۱۳۳۲ کلونو په پای او د ۱۳۳۳ل. کلونو په سر کي د (طلوع قصه) یا د (طلوع نکل) تر عنوان لاندي په مسلسل ډول خپره سوې ده.
په دې داستان کي د ددو کورنیو او څو جوړو مینانو خواږه بیانونه 29 برخو کي او 248 مخونو کي سوي دي.
ددې کتاب د چاپ لګښت د ایوبي صاحب زامنو نجیب الله ایوبي او خلیل الله ایوبي کړی او د چاپ چاري ئې بیا د صداقت خپروندویې ټولني کړي دي.
ددې داستان مهم درسونه:
– لومړۍ درس د ژوند قرباني: په کورونو کي همیشه وروڼه تر خوندو په قربانۍ کي ځانونه یو څه بالا ښيي، خو په اصل کي خوندي دي چي د ورور هرې قربانۍ ته اماده ناستي وي، غم وي که ښاد وي، دوی زیاته ونډه په کښي اخلي. نو په دې داستان کي هم داسي یو له درده ډک درس دا بیان سوی دئ، چي څنګه یوه سرسنجیده خور تر ځان او د خپل ژوند، د خپل ورور راتلونکی ژوند د خوښیو او خوشالۍ ور ډک کړي یعني حق اولیت يې ځان ته نه بلکي د ورور د ښه ژوند جوړولو ته ورکړی دئ.
– دوهمه درس ښه روابط ساتل: په دې داستان کي بل مهم درس دا و، چي په ټولنیز ژوند کي د همسایه ګانو، قریبانو سره ښه روابط ساتل، د هغوی د احوال پوښتنه کول مهم دي.
– درېیم درس د جبري رایې چلول: په دې داستان کي هغو والدینو ته چي د خپلو اولادونو د ژوند په مقابل کي خپلي جبري رایې چلوي، د هغوی له پاره دا درس راغلی دئ، چي څنګه یو پلار د خپلي جبري رایې چلولو په خاطر د زوي ژوند ورخراب کی، ځان او نوره کورنۍ ورسره په تکلیف اخته کړي او اخر پښېمانتیا همدا پلار کوي.
– څلرم درس د ژوند پرتله: د تعلیم یافته او بې تعلیمه خلکو د ژوند پرتله بیان سوې ده.
– پنځم درس د اولادونو ترمنځ توپيرز چلند: په کورونو کي د اولادونو تر منځ د توپيرز چلند یو درس په کښي ذکر سوی دئ، چي څنګه یوه میره د خپل سکه زوی په پرتله د ناسکه زوی سره څنګه توپیریز چلند کوي او د خپل توپيرز چلند نتیجه همدا میره وویني.
– شپږم درس شفقت، مهرباني…: په دې داستان کښي څو ځایه د مهربانۍ، شفقت، صله رحمي، احسانمندۍ درسونونه بیان سوي دي.
اووم درس علم ارزښت: د داستان د یوې پاڼي په اخرنۍ جمله کښي دا لوی درس لیکل سوی و: علم اخلاق ښه صیقل کوي او نواقص اصلاح کوي.
راځئ کتابونه ولولو، چي ژوند مو روښانه سي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.