یو افغان کډوال په ایران کې خپله مېرمن وژلې

34

د راپورونو له مخې، یو افغان کډوال د ایران په پلازمېنه تهران کې خپله شاوخوا ۴۰ کلنه مېرمن د چاقو په ګوزارونو وژلې او خپل زوی یې هم ټپي کړی دی.

سرچینو د شنبې په ورځ، د زمري/اسد پر ۱۷مه، رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د تهران ښار ته څېرمه د حصار امیر په سیمه، د مامازند په شاوخوا کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، له پېښې مخکې د کورنۍ د غړو ترمنځ شخړه شوې وه او دغه سړي له خپل زوی سره د سهارنۍ د اخیستو پر سر بحث کړی و.

تر اوسه د دغې وژنې اصلي لامل او انګېزه نه ده روښانه شوې. ویل کېږي چې دغه سړي خپل زوی هم د چاقو په وسیله د غاړې په برخه کې وهلی او سخت ټپي کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ټپي زوی روغتون ته لېږدول شوی او د جدي پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دی. د نوموړي پلار هم له پېښې وروسته نیول شوی دی.

فقر، رواني ستونزې او کورنی تاوتریخوالی هغه عوامل دي چې د کورنیو غړي یې په هېواد دننه او له هېواده بهر له ورته خونړیو پېښو سره مخ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.