د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، ټاکل شوې چې له افغانستان سره ټولې سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.
پاکستانۍ رسنۍ «مینوت میرور» د شنبې په شپه، د زمري/اسد پر ۱۷مه، راپور ورکړی چې نقوي له سوداګریزې ټولنې له استازو سره په خبرو کې دغه پرېکړه اعلان کړې ده.
د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ له لوړپوړو چارواکو او د سوداګریزې ټولنې له استازو سره په غونډه کې پرېکړه شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د مالونو د لېږد د اسانتیا په اړه هم بحث شوی دی.
همداراز، د افغانستان او پاکستان د اتباعو لپاره د قانوني سفر د اسانتیا موضوع هم مطرح شوې، خو په دې اړه کومه مشخصه پرېکړه نه ده شوې.
د پاکستان حکومت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغې غونډې د پرېکړو او د سرحدي دروازو او ترانزیټي لارو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې د اوږدې مودې لپاره تړلې کړې، چې له امله یې دواړو خواوو ته پراخ اقتصادي زیانونه واوښتل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.