کلونه وشول، چې هېواد کې د بې شمېره بدمرغيو او ناخوالو سره يوه بله ناولې هڅه هم اوږه په اوږه روانه او تر ننه پورې په مختلفو بڼو د شرارت او نويو ناخوالو د زېږون لپاره لاس وپښې وهي.
د دې ناروغۍ زړی د ډاکټر نجيب الله د حکومت په وروستيو کلونو کې وکرل شو او د هغه د حکومت په ړنګولو کې يې هم مهم رول ادا کړ.
د تعصب د يادې ناروغۍ د خپراوي لپاره څو کسانو په داسې يوه هېواد کې، چې په ټول تاريخ کې يې څوک د شتون بېلګه وړاندې کولی نه شي، داسې هلې ځلې پيل کړې، چې دا دی اوس يې موږ په رسنيو کې هره ورځ ګڼې نښې وينو.
همدغو هېواد دښمنه کړيو څو خله د هېواد د تجزيې هڅې وکړې، تر دې چې د هېواد ورانونې لپاره د دښمنو هېوادونو په ښکاره غلامۍ هم کوم ننګ نه لري او په واز کومي يې د هر ټيټ امر منلو ته تيار دي.
د دغه نامشروع بهير په ترڅ کې څو ورځې مخکې د يوه نوي ( د ستورو باران) په نامه د کتاب د چاپ خبرونه هم د فيسبوک له لارې خپاره شول.
ياد کتاب د ښاغلي استاذ پرتو نادري د شعرونو ټولګه ده، چې زموږ ښه شاعر او ملګري ګران طائر ځلاند پښتو ته ژباړلی او په لږ وخت کې يې ګڼو د نظر خاوندانو هرکلی کړی.
د دې خبر په اورېدو لومړی حيران شوم، ځکه زه په دې تمه وم، چې ځلاند صيب به د هغه د وينا له مخې خپل هغه اثر چاپوي، چې د يوه مشهور الماني شاعر د شعرونو ژباړل شوې ټولګه ده.
فکر مې کاوه، چې ډېری وخت خلک هغه اثار ژباړي، چې خپلې ژبې ته يې اړتيا ډېره محسوسېږي او يا هم خورا مشهور وي.
ما کله هم داانګېرلې نه وه، چې د افغانستان په معاصرو دري ژبو ليکوالو يا شاعرانو کې به داسې څوک هم وي، چې کتاب يې د ژباړې په خوارۍ وارزي.
خو ما دا خبره هېره کړې وه، چې ( ګومان د ايمان زيان دی).
دا اصطلاح راته هغه وخت د کاڼي کرښه ښکاره شوه، چې کله مې د ځلاند صيب نه د هغه دا نوی کتاب وغوښت.
د کتاب لږه برخه مې لا لوستې نه وه، چې په خپل تېر ګومان پښېمانه شوم او، چې کله مې د شاعر يو څو شعرونه ولوستل، نو ناببره مې ذهن ته د حميد بابا دا بيتونه ودرېدل:
ما چې وپېيل دا در په باريکۍ
غوږو ورکړې يو له بل مبارکۍ
چې د آب سړه هوا يې شوه ولاړه
د ياقوتو له بازاره ګرمي لاړه
د نادري صيب د شعرونو په لوستو مې ځان ملامته وباله، خپل ذهن ته مې وويل، چې دا ستا تېروتنه وه. نه دې څه ليدلي او نه دي لوستي و، خو له مخکې دې قضاوت کاوه.
د هغه شاعرۍ ته، چې ځير شوم، نو د کلاسيکي دورې د نازکخيالو شاعرانو پير ته يې يووړم. د هغه هر نظم د انساني درد، فرياد او اه له سوز او کړيکو ډک او د طبعيت په داسې ښکلو سمبولونو کې نغښتی و، چې په ما يې د ښکلا دردمنې جزيرې وليدلې.
لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې د هغه خيال، احساس او ادراک راته ډېر عالي ښکاره شو او افرين مې پرې ووايه.
د ښاغلي پرتو نادري پر شاعرۍ بحث او خبرې کول جلا موضوع ده . که څوک وغواړي، نو پر شاعرۍ يې يو خوندور او جامع اثر ليکل کېدای شي، خو اوس به ځلاند صيب ته راشو، چې دا دومره خبرې مې د هغه د ژباړې له برکته وکړې.
د ژباړې په برخه کې له پخوا نه يوه عامه خبره دا ده، چې ( کاپي کله هم اصل ته نه رسي)، خو د دې اثر ژباړې ته چې لوستونکی ګوري، نو کله به هم دا فکر و نه کړي، چې ګنې دا دې د بلې ژبې د شاعرۍ ژباړه وي.
د ځلاند صيب ژباړه اصل ښکاري.
د ډېرې ستاينې وړ خو داده، چې نظم په نظم ژباړل، ډېر ستونزمن کار دی، خو هغه د نادري صيب د هر نظم ښکلا، نزاکت، خيال او اډاڼه په پام کې نيولې او په دې کار کې دومره برلاسی دی، چې بايد ډېره ستاينه يې وشي.
په دې کار سره هغه موږ له دې خبر کړو، چې د افغانستان د دري ژبې په معاصر ادب کې د پرتو نادري په څېر يو ظريف، د لوړو خيالونو خاوند او متعهد شاعر هم شته.
دې کې شک نشته، چې د يادې شاعرۍ د ژباړې د معنوي ارزښت ډېره برخه د همدې شاعرۍ شاعر ته رسېږي، خو ځلاند صيب هم په دې برخه کې دوه سترې لاس ته راوړنې لري:
لومړی پښتانه يې د يوه شاعر هېوادوال له ښکلې شاعرۍ خبر کړل او دويم دا چې اوسني متعصبين يې يوه ښه کلکه څپېړه ووهل.
هغه په دې کار سره څرګنده کړه، چې ټول افغانان خپلو کې سره ورونه، درد و غم او خوشحالۍ يې شريکې دي.
دا هغه خلک دي، چې د احمد شاه بابا له وخته تر دې دمه خپلو کې په سوله ايز ډول اوسېدلي.
دوی خپلو کې يو بل سره خپلوۍ لري او ان د جمهوريت تر وخته پورې په ټولو حکومتونو کې له تبعيضه پرته د وړتيا له امله ټولو ونډه لرله.
د ځلاند صيب د دې خوارۍ او هڅې دويم ارزښت په دې کې دی، چې د نوموړي دا اثر ټولو ته د انسانيت پر لاره د تګ پيغام لري.
هغه خلکو ته جوته کړه، چې انسانيت کې ټوله نړۍ شريکه ده. په دې کې د قوم او نژاد بېلتون نشته. او بيا زموږ هېواد خو ورته تر ټولو ډېر اړمن دی.
موږ بايد د بل غم خپل غم وګڼو، د نورو په درد دردمن شو او د نورو په برياليتوبونو رخه و نه کړو. د همدغه روحيې پياوړتيا ورورولۍ، مينې او متقابل درناوي او قربانۍ ته اړتيا لري او د ځلاند صيب په دې ادبي هڅه کې دا هر څه شته او نورو ته دا نغوته کوي، چې ګورئ پښتانه له تعصب نه پاک قوم دی، هغوی هر چا ته درناوی څه چې ان وړتيا يې هم ستايي ۔ هيله ده چې نور هم پر دې لاره روان شي، هغه لار چې د ټول انسانيت لپاره جوړه او انسانان پرې په اسانه تللی شي ۔
دواړو ته دې مبارک او دواړه دې بريالي وي.
بورن هايم ـ المان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320