کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرواګرام ویلي، د بودجې د کمښت له امله اړ شوي چې په افغانستان کې له هرو څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې له یوه سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلېف له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي: «موږ د خوړو له یوه ناورین زېږوونکي کړکېچ سره مخ یو چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه ماشومان په شدیده یا بحراني کچه د حادې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. دا په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ تر ټولو لویه زیاتېدنه ده چې تر اوسه ثبت شوې.»
هغه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې د څلور میلیون ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د روان ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د ۱۴۰۳ کال له چنګاښ میاشتې د ۱۴۰۴ کال تر چنګاښ میاشتې پورې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته ۲.۹ میلیون ماشومان او میندې ثبت شوي دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.