دنورو دژغورلو قرباني

اکبر کرګر

35

كله چې لويي اوسپنيزي دروازې ته ودرېدو ،ساتونكى وويل : ادرس مو سم نه دى ،دا وداني نه ده ،وگرځئ مخامخ دروازه كې داخل شې ،هلته به درته لارښوونه وكړي ․
دوه ميرمنې چې وروسته پوه شوم پلټونكي دي يوه په عمر پخه اوبله ډيره ځوانه اوتروتازه بريښيده ․ هغوې ترمخه شوي اوزه هم ورپسى روان شوم ․ كله چې په نښه شوي دروازې ته وردننه شو ، هلته يې ټول كالي ،جامي ،بكس اومباېل واخيستل ،وى پلټل ․دپيژند كارتونه يې هم پر ځاى كيښودل اونور يې راكړل ،يو سړى چې په قد ډېرلوړ اوپوره هډور وو دمخه شو ․
داسى بريښيده چې هغه هم ساتونكي و ، ځكه دپتلون كيڼې خواته يې ډيرو درنو او غټو كيلي گانو شرنگا كاوه ․ هغه ترمخه شو موږ ورپسې روان وو ،په ېوه قلف كې يې كېلي تاو كړه ،بيا يې زور وواهه ․
دروازه نيمايي دكېلي اونيمايي دهغه دمټو دزور په وسيله بيرته شوه ․ موږ ننوتو ،كيڼ لاس ته تاو شو هلته بله دروازه وه ،هغه هم په دې ترتيب خلاصه شوه ، چې دوه قدمه په دهليز كې ښې لور ته يوه زينه وه موږ يې زېنې ته مخامخ كړو چې پر هغي پورته شو ․
موږ درې واړه چې ميرمني ترمخه وي ،ساتونكي تر ټولو دمخه روان وو وختلو ديو پنډ كېلي گانو شرنگايي بې خونده موزيك خپراوه ․خو له زيني سر ته په پورته كيدو سره بله دروازه هم وه ․ پهلوان ساتونكى دلته هم له زور نه كار واخيست ،دروازه بيرته شوه ․يوى خالي كوټي ته يې لاس ونيو هلته دوه څوكئ ايښي وي․ دوه نورې يې له بلې كوټي راوړي ،ټولي دروازې اوكړكئ بندي وي داكسيجن په كې پته نه وه․موږ كښيناستو ․پوښتنه مې وكړه ايا نور كسان هم دپوښتني اوڅيړني په موخه را ځي ؟
مشرې ميرمني وويل ! نه ، همدا موږ يو نور څوك نشته ․
ماته ټول دهليزونه ،دروازې ،څارنه په ذهن كې بيا را وگرځيدل كلونه وړاندې مې دسفر جادو په نوم يوه كيسه لوستې وه ، خو هغه جادويي سفر د راوي په ذهن كې دوام كاوه ، او د ذهن دكږو وږو دهليزونو او لارو دهغه په ذهن كې تيريده․ دهغه داستان راوي د كركتر ذهن وو ، چې انځورونه يې وړاندې كول خو دنن ورځې دهليزونه عيني او واقعي هغه وو ․ دا دهليزونه جادويي دهليزونه نه وو․ افسري ته مې وويل : دا ودانئ خو جوړه جادويي دهليزونه لري كه څنگه ؟
هغي سر وخوځاوه ․ته سمه وايي :
په كوټه كې لږه شيبه په انتظار كښيناستو ،․په دروازه كې ېو زلمكې چې ساتونكي يې شاته وو را ننووت ․ په لوړه روحيه يې سلام وكړ ․ روغبړ مو سره وكړ ․ په مخامخ څوكۍ كښيانست ․پوښتنه ترې وشوه․
زمان نوم ضامن دي ․ زه دافغانستان يم ․
-پوهيږي چې ولې يې دې ودانۍ ته راوستي يي ؟․
-يو څه پوهيږم ،خو په ډير څه نه ؟
-ته دې كيسه وكړه څرنگه او ولې دلته را وستل شوې ؟
دطالبانو له راتلو وروسته په موږ وطن سور تنور شو له خپل مور وپلار اودوه خويندو سره چې كاكا مو هم راسره وو ايران ته راغلو ․ په ايران كې مې پلار اومور اودوه خويندې په يوه ښار كې پاتي شول كور يې كرايه كړ ․ زه سره له دې چې ډير ځوان يا ماشوم وم دولس كلن ووم له كاكا سره بل ښار ته ولاړم هلته مې مزدوري كوله ․
-كوم ډول مزدوري ؟
-په يوه ودانې كې مې كاكا كار كاوه اوما هم ورسره ځيني سپك اواسان كارونه كول ․
-نو ولې ؟
-دا ځكه چې پلار مي كار نه شو كولي خويندې مې كوچني وې دهغو دكور كرايه او درزق دمشكل دحل له پاره مې كار كاوه اوپيسې مې ور استولي ․
-ته خپله چيرته اوسيدې ؟
-زه په هماغه ودانۍ كې چې دورځي مو په كې كار كاوه دشپې له كاكا سره دهغه ودانئ په يوه بي چته خونه كې مي شپه تيروله ․ څو مياشتي مي كار وكړ ․بيا له كاكا سره تركې ته راغلم․په تركيه كې مې هم كاركاوه كاكا مې راسره وو هغه بيا هم تعميراتي كار كاوه او زه له يو گنډونكي (خياط) سره شاگرد ووم ․
-ښه نوره كيسه وكړه ؟
هلته خبر شوم چې كورني مې د حكومت له خوا په زور اوفشار له ايران نه وشړل شوه اوبيرته افغانستان ته ولاړل ․ ما بيا هم كومك كاوه ․ له څه مودې وروسته له اكا سره دې خوا را روان شوم ․ په پوله كې مې كاكا پوليسو ونيو اوله تركيي نه يې بيرته افغانستان ته واستاوه ․ خو زه دنورو ځوانو هلكانو سره داجنټ په مرسته له يونان ته را تير شوم ․هلته په يوه كمپ كې بندي شوم ․اجنټ په مرسته بيا كروشيا ، صربيا اوبيا فرانس ته راغلم ․
نو كله بيا دپوليسو له خوا ونيول شوې ؟
-ايا تاسو خبر نه ياست ؟
-موږ خبر يو خو ته يې خپله راته ووايه چې ستا نظر څه دى ؟
-خبره داسې وه چې موږ دڅوماشومانو اوكورنيو سره قاچاقبر په يوه كوچني بيړۍ كې كښينولو ،حركت يې وركړ ․ كله چې له نيمايي لاري بيړۍ ر اتيره شوه له وړاندې دلندن پوليس بيړۍ ته رانږدې شوه ․ كله چې دبيړۍ اصلي درايور هغوي وليدل ،وډار شو اوځان يې وروسته كړ ، اوپټ شو تري تم شو ․ په بيړۍ كي ښځو اوماشومانو چنگار اوژړا پيل كړه ، بيړئ پهخپله شاوخوا تاويده چې نږدي وه ډوبه شي ․ له ما يي وغوښتل زاري يې وكړه چې ته ورته كښينه ․ بيړ ته كښيناستم ،حركت مي وركړ دپوليسو بيړي ته ورنږدي شوم دهغوې بيړې مخكې بوتله اوله اوبو غاړي ته را ووتلو ․خو زه سم دواره پوليسو كلك ونيولم سره له دې چې زما عمر ۱۶ كالو دى ما سرښندنه وكړه ميرمني اوماشومان مي وژغورل خو زه پوليسو كلك ونيولم پوښتني يې را نه وكړي اودلته يې را وستلم ․ ما هغوې وژغورل خو زه دادې ستاسو مخ كې يم ․
كله چې دضامن علي خبري خلاصي شوي سترگي يې ډكې شوي․ دكړكۍ خواته يې وكتل اسمان په ورځيو پوښلي وو ․ دكړكۍ بهر دوه چوغكو چغار كاوه الوتلي ا وكښيناستلي خو ضامن دنورو خبرو وس نه درلود ځوانې افسري ميرمني سترگي هم له اوښكو ډكې شوي ․ پوښته يې تري وكړه :
-خوب دې څنگه دى ؟
-بد نه دى خو نيمه شپه چې را ويښ شم بيا خوب نه را ځي ․
-ايا ډاروونكي خوبونه ويني ؟
-نور نه پوهيږم ․ خو كله پلار اومور خوب كي وينم پلار په ژړا وينم اوخويندې هم له مور سره ․
۶ فبرور ۲۰۲۶ كال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.