د دېوالونو له درزونو اوازونه

اکبر کرګر

33

په لويه دروازه كې چې دا مهال ړنگه بنگه وه، دړې يې هم نه وې او درنې تنبې يې هم په ځمكه رغړېدلې وې، پښه ږدم. د پښې له اېښوولو سره سم مې كلونو وړاندې منظرو ته پام اوړي.
هلته د لويې كوټې مخته دالان كې چې د دالان په بر سر كې د پخلي لپاره نغری و او د څپياكو اور پكې بل و، يوه مېرمن ورته ناسته وه، د جوارو سوكړك يې په تبۍ اچولی او له بلې خوا د شوتلو سابه په څمڅې لړي.
دوه ماشومان له پلار سره خوا كې په پوزي ناست دي، نوي له ښوونځي راغلي. دوی په همدې شپو ورځو كې په ښوونځي كې شامل شوي وو او اوس په خط بوخت دي. د دواړو ماشومانو په غېږ كې د لرگي دړې يا تختې اېښي، کړکی په سياهي كې كښته كوي او په تخته ليك كوي.
د ماشومانو پلار چې دنگ او ښكلی زلمی دی، د دېرشو كلونو په عمر دى، نرۍ دنگه ونه او سپينه څېره لري. د شوق او ذوق په سترگو خپلو دوه ماشومانو ته گوري، چې نوي يې ښوونځي ته لاره كړې، دواړو ماشومان كړكي په لاسونو كې اړوي، كله يې په لرگينه دړه كېږدي، يو توري وليكي او كله بل.
كله كله خو دواړه ماشومان پخپلو كي لالچ هم كوي، په يو بل سترگي راباسي او وايي: «غميه! نو «و» څوك داسې ليكي؟ د «و» سر غونډ وي، بيا لمنه لري.»
خو غمی بې واره ځواب ورکوي او ورته وايي: «ته دې خپل كار كوه، ما ته مه گوره، ما ته چې ماليم صيب څه ويلي، هماغسې يې ليكم، ستا يې څه؟»
پلار دواړو بچو ته مسكي وي، ورته خاندي، د زامنو له لالچ نه چې له يو بل سره يې كوي، هم خوند اخلي. غمي له كړكۍ قلم د سياهي په بوتل كې غوپه كوي. ډېره سياهي راوځي او په دړه يې لاره كوي.
لونگ بيا غصه كوي، ورته وايي: «دا كار په احتياط كوه، كه دې ډېر دا سياهي خوښېږي، نو خپله په بوتل كې ننووځه، چې ښه تور شې، رنگ خو دې هسې هم تور دى، نور به هم تور شي.»
د ماشومانو پلار رحمان د لونگ او د غمي خبرو ته هم ځیر دی، هم ورته مسكی دی او هم ترې خوند اخلي.
مور هلته يو قدم وړاندې نغري ته ناسته ده، د څپياكو او لندو لرگو لوگي يې سترگې سېځي، اور بلوي او كله خو د جوارو سوكړك په بل مخ واړوي، راپورته يې كړي.
كوچنی پاپي سپی د دالان په دروازه كې ولاړ دى. سترگې اخوا دې خوا اړوي، كله ژبه را وباسي او بېرته خوله پټه كړي او كله چې يې په شا يا ورمېږ كوم مچ كښېني؛ نو غپ پري وکړي، خپله لكۍ ښوروي. په څاو لكه پیره دار ولاړ دى.
رحمان خپلو ماشومانو ته او د هغو كار ته ځير دى. مور يې د لوگي له بابته كله سترگې ومښي او كله د ټیكري په پيڅكه پزه پاكه كړي او سترگې وچې كړي.
رحمان كه له يوې خوا د خپلو بچو او د هغو ليك ته گوري، د هغوی مشغولتيا د ليك له دړې او قلمونو سره او د سياهۍ رنگ ته گوري؛ نو په همدې كې يې فكر ډېر ليرې د مستقبل په لور غځېږي. نور هغه په خپلو تصوراتو كې اوږود سفر كوي، د راتلونكي په لور او د خپلې ترخې ماضي ياد يې د یوې بې رحمه لاروي په څېر په دې سفر كې ملگري دی.
هغه ورځ ياد ته ورځي، چې ماشوم و، له پلاره محروم شو، يتيم پاتې شو، مور يې د تره په سيوري كې رالوی كړ. له زده كړو او ښوونځي نه بې برخې پاتې شو. هر مهال او هر وخت په دې وېره او ډار كې و، چې د پلار دوښمنان يې چې د قتل سبب شوي وو، مړ نه كړي. پلار یې سخته دوښمني تېره كړې وه، دوه كسه يې د يو كور وژلي وو، هغوی هم زورور وو، جوړه روغه هم شوې وه، مشره خور يې په بدو كې واده شوې وه؛ خو بيا هم د مرگ وېره او د دوښمنانو وخت ناوخت گواښ لا پر ځاى و.
په همدې اندېښنو كې يې خپلو تنكيو ماشومانو ته فكر اوړي. كېداى شي د دوى په وجود كې او د دوى په ژوند او عمر كې خپل ژوند ته دوام وركړي. كه دوی لوی شي، زده كړې وكړي، ښوونځی تمام كړي، د كار او كسب شي، په خپل مټ د ژوند خاوندان شي؛ نو څومره به ښه وي.
رحمان په خپلو تصوراتو كې همداسې له ځان سره كرل رېبل كوي. د لونگ غږ چې مور ته يې كوي، وايي: «مورې، زه وږی شوم، موږ كله ناری كوو؟»
د رحمان د تصوراتو او ذهني سفرونو پړی شلېږي، وايي: «صبر وكه، ورور دې هم وږى دى. ټول به یوځای ناری وکړو، سوكړك پخېږي، سابه پاخه دي.»
لونگ بيا وايي، نو څومره صبر؟
غمي په خندا وايي، لكه چې د لونگ په گېډه كې چینجي او د لوږې چيغې هغه چنجيان وهي، نه لونگ.
مور په دلاساينې سره وايي، خير دی بچو، دا اوس درته ناری اچوم، پوهېږم پلار دې هم وږى دى. تاسې هم وږي ياست.
رحمان هغو ته ځير ځير گوري، له ځان سره خاندي؛ خو په عين حال كې دواړه زامنو په باب تصور كوي، چې قدونه يې اوږدېږي، ښوونځی خلاصوي، برېت يې په مخ راشنه كېږي، ږيرې يې راځي، د كارونو او كورونو خاوندان كېږي او د خپل بوډاتوب او سپينږیرتوب دوران ته ورځي.
مور يې سوكړك راباسي، سابه او شړومبې په لوښو كې اچوي او په بچيانو غږ كوي: «د ليك تختې مو اخوا ته كېږدئ، راځئ اوس ناری وكړو.»
هغوی ورنږدې كېږي، ټول څلور واړ په گډه د سترخوان ته كښېني.
له دې شيبې كلونه اوښتي دي. دهغو هېڅ درك اوپته نشته.
نن چې زه د همدغه كلي په لويه دروازه داخل شوم په يوه شېبه كې د درحمان او د هغه د بچو دماشومتوب او د رحمان د ارمانونو كيسه د برېښنا دڅړیكې په څېر زما په ذهن كې را ژوندئ شوه . هغه شېبي ياد ته راغلي چې رحمان په نري رنځ اخته شو، د درملو وس ي نه درلود اوله ډېر كړاو وروسته يې اولادونه له خپلو ارمانونو سره پر ځاى پريښودل،خپله ترې رخصت شو.
***
خو نن سم دم مې له كلونو وړاندې د خپل ماشومتوب همدغه صحنه ياد ته راغله. دېوالونه ولاړ دي، د كوټو بامونه په ځمكه پرېوتي دي، بشونه يې خلكو وړي دي؛ خو د دې كور او د دې دېوالونو له منځه نه هماغه غږونه او د هماغه مسكا او خنداگانو او د دوه ماشومانو لالچ او بيا خبرې ذهن ته راځي، جوړ لكه له دېوالونو چې يې اورم، خبرېږم چې دواړه ماشومان زلمي شول، د كورنيو خاوندان شول؛ خو په نورو ملكونو كې مړه او او لاړل، نښه نښانه يې پاتې نه شوه.
ژوندونه يې له لاسه وركړل، پته او درك يې ونه لگېده، كلا يې په بېخ ناسته ده، دروازه يې په ځمكه پرته ده، د كوټو بامونه هم په ځمكه پراته دي؛ خو له ولاړو دېوالونو، له درزونو لا هماغه خاطرې بيا بيا ذهن ته راځي او په ذهن كې چورلي.
ناڅاپه مې ذهن ټولې خواوشا ته غځېږي. ليري ځي، نه يوازې همدا كلی هوار دى بلكې ټوله سيمه هواره او خلك يې په سترگو نه برېښي، ژوند نه یې برېښي.

۳۰، اگسټ، ۲۰۲۵ – گرينفورډ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.