د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ او څو کوټلې غوښتنې

محمد طاهر کاڼی

32
د فبرورۍ ۲۱ لومړی ځل د ۱۹۹۹ زېږدي کال په نوامبر کې د ملگريو ملتو سازمان د یونسکو د ټولوال کنفرانس په غونډه کې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توگه وټاکل شوه او له ۲۰۰۰ زېږدي کاله راهيسې هر کال په ټوله نړۍ کې د گڼ ژبيز شتون د ساتنې په موخه لمانځل کېږي.

د روسي ژبې برېښنايي پوهنغونډ (ويکيپېډياد نړۍ د هغو ژبو، چې تر لس ميليونه ډېر ویونکي لري، یو نوملړ خپور کړی دید دغو ژبو شمېر ۶۹ ته رسېږي، چې پښتو ژبه د ویونکو (د هغو وگړيو چې پښتو يې مورنۍ ژبه دهد شمېر د ډېروالي له پلوه پکې ۳۳ ځای لري، او د ويونکو شمېر يې څه باندې ۲۶ ميلیونه يانې ۲۶۸۱۱۶۵۷ او د ويونکو هېواد يې يوازې افغانستان ښوولی دیهمدا راز روسي برېښنايي پوهنغونډ د پښتو ژبې د ویونکو شمېر له ۴۰ ميلیونو تر ۶۰ ميلیونو ښوولی دیدا په داسې اکر کې چې انگرېزي برېښنايي پوهنغونډ بیا دا شمېر ۵۱ يوپنځوس ميلیونه ښوولی دی.

لکه څنگه چې ټولو ته څرگنده ده، څه کم و زيات پنځوس کاله کېږي چې زموږ په هېواد کې وگړشمېرنه نه ده شوې او ښکاره خبره ده چې په دغه موده کې، له کورنۍ جگړې سره سره، د پښتنو وگړیو شمېر څو گرایه ډېر شوی دیپر دې بنسټ ويل کېدای شي چې دغه احصاييه او شمېرانه کره نه برېښيد ناکره توب لامل يې دا هم دی، چې د ځينو لوېديزو، گاونډي او دوښمنو هېوادو څارگريزو ادارو خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د پښتو ژبې ويونکو او پښتنو وگړیو سلنه او شمېر لږ وښيي.

له آره پښتو د نړۍ یوه له هغو ژبو څخه ده چې نن ورځ يې د ويونکو ډېر شمېر په دوو هېوادو افغانستان او پاکېستان کې اوسي او که کره وگړ شمېرنه وشي نو د ويونکو شمېر يې څه کم و زيات ۷۰ اويا ميلیونو ته رسېږي، خو له دې سره سره يې په دغو دواړو هېوادونو کې تر اوسه خپل بشپړ حق نه دی تر لاسه کړی.

زموږ په گران هېواد افغانستان کې د پښتو ژبې، چې د دغه هېواد د ډېری وگړيو مورنۍ ژبه ده، د اوسني روسته پاتې اکر لاملونه اوسني نه دي، بلکې تاريخي مخینه لريله پېړيو راهيسې بيا تر ننه هېڅ يوه افغان سرکار دا د خپل ځان له آرو دندو نه ده بللې، چې پښتو ژبې ته هم د هېواد د بلې دویمې دري ژبې په څېر د هېواد او ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې وده ورکړي او ويي کارويکه کوم سرکار په دې برخه کې کوم گام اوچت کړی هم وي، هغه ډېر کوشنی دید بېلگې په توگه يې د حامد کرزي او اشرف غني په واکمنیو کې په ښوونځیو (هغه هم يوازې د پلازمېنې په ښوونځيوکې د پښتو ژبو زده کوونکيو لپاره د پښتو ټولگیو جوړول يادولی شودا چې د دغو پښتو ژبو ټولگیو لپاره د ښوونکیو شمېر لږ وو او بسنه يې نه کوله دا بيا بله ورسره تړلې ستونزه او د دغې سکالو بل اړخ دیپه هېواد کې د پښتو ژبو ښوونکو د روزنې لپاره د ښوونتونونو (دارالمعلمينو)، د پوهنتونونو د ښواندانو (پوهنتوني استادانود روزنې د زده کړييزو مؤسسو د نه شتون ستونزې، د اړینو پوهنڅانگو لپاره د پښتو درسي کتابونو د پوره شمېر نه شتون د دغه بهير د نورو گڼ شمېر ستونزو له نوملړ څخه دی

دا یوه داسې ربړه ده چې دلته يې يوازې په دې لنډه يادونه بسنه نه شي کېدای او د ټولې ربړې د څېړنې لپاره يې بشپړ کتاب ته اړتيا ليدل کېږي، چې که مې د څه ناڅه مهال او سرچینو د تر لاسه کولو شونتيا ومونده دا کار به هم د ستر څښتن په توکل کوم.

اوسمهال له اوسني افغان سرکاره دا غوښتنې لرم:

لومړۍد هېواد په پلازمېنه کابل کې دې له لويو پرمختللیو بهرنيو ژبو څخه پښتو ژبې ته د پوهنتوني درسي او درسي مرستندويو کتابونو د ژباړې يوه منځۍ (مرکزجوړه شيدا منځۍ باید تش په نامه د ژباړې منځۍ نه ويپه هغې کې بايد تکړه ازمېښتکار ژباړونکي پر دنده وگومارل شي او دومره رزمنه (تنخواورته وټاکل شي، چې د وټيزو (اقتصاديستونز له لامله د ژباړې دندې پرېښودو ته اړ نه وزي.

دويمهد هېواد په هغو ولایتونو کې چې د پښتو ژبو زدکړيالو لپاره د هغوی په مورنۍ ژبه پوهنتونونه نشته، هلته دې د هغوی په مورنۍ ژبه د لوړو زده کړو لپاره پوهنتونونه جوړ شي.

درېيمهد هېواد په داسې ولایتونو لکه کابل، جلال اباد، کونړ، لوگر، ميدان وردک، پکتيا، پکتيکا، غزني، هېلمند، زابل، کندهار، هرات، مزارشيف، بغلان، کوندوز او نورو هغو ولايتونو کې، چې اړتيا ورته لیدل کېږي، دې د پښتو ژبو ښوونکيو د روزنې لپاره لږ تر لږه یو يو ښوونتون جوړ شي.

څلورمهد پلازمېنې کابل په گډون د هېواد په ټولو هغو سيمو کې چې پښتو ژبې وگړي يې په مورنۍ ژبه ښوونځي نه لري، په هغو سیمو کې دې د هغوی لپاره په مورنۍ ژبه ښوونځي او لېسې جوړې شي.

پېنځمهد هېواد په پلازمېنه کابل ښار کې دې د پښتو ژبو زده کړيالو لپاره د هغوی په مورنۍ ژبه د خوشال خان خټک په نامه يو لوی، له هر پلوه سمبال او مجهز پوهنتون جوړ شي.

اړينه ده وويل شي چې دا يوازې زما غږ نه دی، دا زموږ د هېواد او کوزې پښتونخوا د ميلیونونو پښتنو وگړيو د حق غوښتلو ناره ده، چې هم يې کوزنی سرکار او هم يې افغان سرکار بايد واوريکه کوم څوک يې د اورېدو وړتيا نه لري، له هغوی کوټلې غوښتنه کېږي چې خپلو غوږونو ته د اورېدو او سترگو ته د ليد د وړتيا ځواک وروبښي.

په پای کې ټولو درنو هېوادوالو ته د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې فبرورۍ ۲۱ په پار مرغښه وايم.

محمد طاهر کاڼی

يرفورتالمان

د ۱۴۰۴ ل ل کال د کب دويمه

د ۲۰۲۶ ز کال د فبرورۍ ۲۱

اخځونه

۱https://ru.wikipedia.org/wiki/Международный_день_родного_языка

۲https://ru.wikipedia.org/wiki/Список_языков_по_количеству_носителей

۳https://ru.wikipedia.org/wiki/Пушту

۴https://en.wikipedia.org/wiki/Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.