د فبروري ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ او پښتو

ډاکټر انور داوړ

53

په تاریخ کې ډېر جنګونه د خاورې لپاره شوي دي، ډېر انقلابونه د واک لپاره شوي دي، خو تر ټولو ژور او خاموش جنګ تل د ژبې لپاره شوی دی. ځکه خاوره یوازې د انسان د وجود جغرافیه ده، خو ژبه د یو قوم د فکر جغرافیه ده. خاوره د انسان د پښو لاندې واقعیت دی، خو ژبه د هغه د ذهن دننه حقیقت دی. که خاوره له لاسه لاړه شي، ملت بیا هم ژوندی پاتې کېدای شي، ځکه هغه کولی شي په بله خاوره کې خپل ژوند ته دوام ورکړي، خو که ژبه له لاسه لاړه شي، نو یو ملت یوازې د نفوس په شمېر کې پاتې کېږي، نه د هویت په مانا کې پاتې کېدلای شي. هغه بیا د بدنونو مجموعه وي، خو د روح یووالی نه لري. ځکه ژبه د ملت هغه پټه رشته ده چې تېر، حال او راتلونکی سره تړي.

د فبروري ۲۱ مه یوازې یوه تاریخي ورځ نه ده، بلکې دا د انسان د فکري ازادۍ د مبارزې سمبول، علامت دی. دا ورځ نړۍ ته دا حقیقت ور یادوي چې مورنۍ ژبه د انسان د ځان پېژندنې لومړۍ وسیله ده. انسان لومړی خپل ځان په خپله مورنۍ ژبه کې ویني، خپل احساسات خپل درد او خپل خوبونه په مورنۍ ژبه کې بیانوي، بیا وروسته نوره نړۍ پېژني. مورنۍ ژبه د انسان لپاره یوازې د بیان وسیله نه ده، بلکې دا ده د شعور جوړښت دی. که دا هنداره ماته شي، نو د انسان د ځان تصویر هم ماتېږي او هغه بیا خپل ځان د بل چا په هنداره کې ویني، چېرته چې د هغه اصلي څېره ورو ورو ورکه شي.

په ۱۹۴۷ کې د پاکستان جوړېدو وروسته، پاکستان دوه برخې لرلې ختیځ پاکستان (اوسنی بنګله دېش) او لویدیځ پاکستان (اوسنی پاکستان). د ختیځ پاکستان اکثریت خلک په بنګالي ژبه خبرې کولې، خو مرکزي حکومت په یو اړخیز ډول اعلان وکړو چې اردو به د ټول پاکستان یوازینۍ رسمي ژبه وي. دا پرېکړه یوازې د ادارې ستونزه نه وه. دا د یو ملت د فکر او هویت په وړاندې یو لوی ګواښ و.

د دې پرېکړې پر وړاندې د بنګله دېش ځوانانو او زده کوونکو اعتراض وکړو. چې مونږ ته یوازې اردو ژبه نامنظوره ده. هغوی یوازې د خبرو حق نه غوښتلو، بلکې د خپل فکر او هویت د ژوند حق یې غوښتلو. په 21 فبروري ۱۹۵۲ کې د ډهاکه په کوڅو کې د بنګالي ژبې ملاتړو مظاهرې وشوې او پولیسو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې. څو ځوانان شهید شول، خو د هغوی قرباني بې ارزښته نه شوه ځکه دا قرباني د ژبې د حق د نړیوالې پېژندنې بنسټ کېښود.

وروسته په 1956 کې د بنګله دېش بنګالي ژبه د رسمي ژبو په لړ کې شامله شوه. د دې قربانۍ په یاد کې یونسکو UNESCO په ۱۹۹۹ کال کې د فبروري ۲۱ مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ اعلان کړه، ترڅو نړۍ ته دا ور وښيي چې مورنۍ ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې دا د انسان د فکر، احساس او خپلواکۍ اساسي برخه ده.

دلته پښتو هم یوازې ژبه نه ده، بلکې د یو ملت، قوم حافظه ده، د هغه د فکر هندسه ده او د هغه د وجود ژوره فلسفه ده. دا د یوه قوم د حافظې زخمي کتاب دی. دا هغه کتاب دی چې ځینې پاڼې یې د ویاړ په رڼا روښانه دي او ځینې پاڼې یې د درد په اوښکو لمدې دي. د دې ژبې په کلمو کې د بریاوو ویاړ هم شته او د ماتې درد هم، د مقاومت چیغه هم شته او د مینې نرمي هم. دا ژبه د غرونو په څېر صبر لري، ځکه چې په پېړۍ پېړۍ یې سختۍ زغملی او د توپانونو په څېر حافظه لري، ځکه هره پېښه یې په خپلو کلمو کې ثبت کړې ده. پښتو د پښتون د فکر، احساس او هویت هنداره ده. دا ژبه د غرونو په څېر غرور لري، د دښتو په څېر آزادۍ ته ژمنه ده او د تاریخ په څېر اوږده حافظه لري.

کله چې یو ماشوم په پښتو کې لومړۍ کلمه وایي، هغه یوازې لفظ نه وایي، بلکې د خپل ملت د وجود، کلتور او فلسفې سره اړیکه ټینګوي. همدا وجه ده چې نړۍ د فبروري 21 مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ په توګه لمانځي، ترڅو انسانانو ته دا ور په یاد کړي چې که مورنۍ ژبه ژوندۍ وي، نو یو ملت ژوندی وي او که مورنۍ ژبه مړه شي، نو یوازې الفاظ نه مړه کېږي، بلکې یو بشپړ تمدن، ملت، هويت او قوم له منځه ځي.

نو ځکه کله چې رحمان بابا د انسان او محبت فلسفه بیانوله، نو هغه یوازې شعر نه و، بلکې هغه د پښتون د روح نرم اړخ و، هغه دا ثابته کړه چې دا ژبه یوازې د جنګ ژبه نه ده، بلکې د مینې او انسانیت ژبه هم ده. کله چې خوشحال خان خټک د تورې او قلم ترمنځ اړیکه تعریفوله، نو هغه دا پیغام ورکاوه چې شعور او مقاومت یو له بله جدا نه دي او ژبه کولی شي دواړه وساتي او کله چې غني خان د پښتون د ذهن تحلیل کاوه، نو هغه دا پوښتنه راپورته کړه چې ولې یو ملت چې دومره ژوره ژبه لري، بیا هم د خپل فکر په اظهار کې پردیو ژبو ته اړتیا احساسوي او ولې د خپلې ژبې پر ځای د بلې ژبې سیوري ته درېږي. دا تر ټولو لوی فکري تضاد دی، ځکه چې ژبه شته خو باور پرې کم شوی دی.

که وګورو نو تر ټولو خطرناک استعمار د ژبې استعمار دی. استعمار تل د پوځ له لارې یا د ټانک او ټوپک سره نه راځي. تر ټولو خطرناک استعمار هغه دی چې د ژبې له لارې راځي، هغه چې بې له وینې تویولو ذهنونه نیسي. کله چې یو ملت ته دا قناعت ورکړل شي چې ستا ژبه د پرمختګ وسیله نه ده، نو هغه ملت بې له جګړې تسلیمېږي، ځکه چې هغه خپله فکري وسله په خپله غورځوي. دا استعمار ذهن استعمار دی، هغه استعمار چې انسان ته دا احساس ورکوي چې د هغه خپل فکر نیمګړی دی او د بل فکر بشپړ او مکمل دی.

ژبه د یو ملت، قوم د بقا تر ټولو مهمه وسیله ده. که یو ملت خپله ژبه له لاسه ورکړي، نو هغه ورو ورو خپل فکر له لاسه ورکوي، خپل کلتور له لاسه ورکوي او بالاخره خپل هویت له لاسه ورکوي. څوک چې په پردۍ ژبه فکر کول شروع کړي، نو هغه ورو ورو د خپل کلتور له ریښو جدا کېږي. هغه بیا خپل تاریخ د بل چا له نظره ویني، خپل ځان د بل چا په تله تلي او بالاخره خپل ځان هېر کړي.

کله چې یو ماشوم د خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې پر ځای په پردۍ ژبه زده کړه کوي، نو هغه یوازې ژبه نه بدلوي، بلکې هغه د فکر زاویه هم بدلوي، د نړۍ د لیدلو طریقه بدلوي. هغه نړۍ د خپل کلتور له سترګو نه، بلکې د بل چا له سترګو يې ګوري او ورو ورو هغه خپل اصلي فکري رنګ له لاسه ورکوي. دا هغه پړاو دی چېرته چې یو ملت ورو ورو د خپل ځان له تعریف څخه بې برخې کېږي، او خپل ځان د بل چا په تعریف کې لټوي.

دا هغه حالت دی چېرته چې ژبه ژوندۍ ښکاري، خو دننه ورو ورو مري، لکه یوه ونه چې پاڼې ولري، خو ریښې یې وچېږي. ژبه هغه وخت نه مري چې غږ یې خاموش شي، بلکې هغه وخت مري چې فکر، تحقیق، تعلیم ، علم کول په کې خاموش شي، هغه وخت چې نور نوې نظریې پرې پیدا نه شي، نوې پوښتنې پرې راپورته نه شي. کله چې علم، تحقیق، فلسفه او ساینس په یوه ژبه کې تولید نه شي، نو هغه ژبه یوازې د ورځني ژوند وسیله پاتې کېږي او نه د فکري تولید وسیله. دا د هرې ژبې لپاره تر ټولو خطرناک پړاو دی.

همدا ځای دی چې دا ژوره او دردونکې پوښتنه راپورته کېږي چې ایا پښتو یوازې د کور ژبه پاتې شوې ده، که د فکر، نصاب ، تعلیم ، علم، بازار او ټکنالوجۍ ژبه هم ده؟ پښتو نن د میلیونونو خلکو ژبه ده، په کورونو کې ویل کېږي، په کوڅو کې اورېدل کېږي، په سندرو کې ژوند کوي، خو ستونزه دا نه ده چې ویونکي یې کم دي، ستونزه دا ده چې فکر، علم په کې لږ شوی دی. ډېری خلک پرې خبرې کوي، خو لږ خلک په کې علم تولیدوي، لږ خلک په کې فلسفه لیکي، او لږ خلک پرې راتلونکی تعریفوي.

ځکه خو له بلې خوا له جدي ننګونو سره هم مخ ده. په تعلیمي نظام کې د هغې محدود شتون، په رسمي ادارو کې لږ استعمال او د نوې ټیکنالوجۍ په نړۍ کې کمزوری حضور هغه ستونزې دي چې د دې ژبې راتلونکی ورسره تړلی دی.

خو بیا هم امید شته. نن پښتو په ډیجیټل نړۍ کې ژوندۍ ده، په ټولنیزو رسنیو کې کارول کېږي، لیکوالان پرې لیکنې کوي، په پښتو ژبه په کې خبرې کوي، په پښتو ژبه په کې انټرويو او ویډیوګانې خپروي او نوی نسل ورو ورو د خپلې ژبې ارزښت درک کوي او درک کړی دی چې د خپلې مورنۍ ژبې څخه یو ملت، قوم نیمګړی وي. او بله دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې ډېری پښتنو د کوشش شروع کړی دی چې پښتو د AI د موبایل د انټرنېټ ژبه کړي.

دا دې ترڅنګ نوره ژبې هم زده کړه، خو خپله ژبه هم مه هېروه. د نورو ژبو زده کړه د ذهن دروازې پرانیزي، انسان ته د نړۍ د پوهېدو نوې لارې ورکوي، د علم، ټېکنالوجۍ او پرمختګ سره یې نښلوي. هره نوې ژبه یو نوی فکر دی، یو نوی افق دی او یو نوی امکان دی. انسان چې څومره ژبې زده کړي، همغومره پراخه نړۍ ویني. خو خپله ژبه هېرول، د خپلې ریښې پرې کول دي. ځکه خپله ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې دا د انسان د احساس اصلي کور دی. انسان کولی شي په نورو ژبو خبرې وکړي، خو په خپله ژبه احساس کوي. په خپله ژبه خوب ویني، په خپله ژبه درد محسوسوي او په خپله ژبه خپل ریښتینی ځان پېژني.

هغه څوک چې نورې ژبې زده کړي او خپله ژبه وساتي، هغه د دوو نړيو مالک وي. خو هغه څوک چې خپله ژبه وبایلي، که سل ژبې هم زده کړي، بیا هم د خپل ځان له اصلي تعریف څخه بې برخې وي.
ځکه نو د پرمختګ اصل دا نه دی چې خپله ژبه پرېږدو، بلکې دا دی چې نورې ژبې زده کړو او خپله ژبه د خپل فکر، خپل هویت او خپل شعور د بنسټ په توګه ژوندۍ وساتو. نورې ژبې ستا د ذهن قوت دی، خو خپله ژبه ستا د وجود بقا او حقیقت دی.

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ مونږ ته دا درس راکوي چې د ژبې ساتنه یوازې د کلتور ساتنه نه ده، بلکې دا د فکر د ازادۍ ساتنه ده، ځکه ازاد فکر یوازې په ازاده ژبه کې وده کولی شي. ژبه هغه فضا ده چې فکر په کې تنفس کوي، که دا فضا محدوده شي، فکر هم محدودېږي.

پښتو به یوازې هغه وخت ژوندۍ پاتې شي، کله چې پښتون پرې یوازې خبرې ونه کړي، بلکې په کې فکر وکړي، په کې تحقيق وکړي، پرې پوښتنې وکړي، په کې علم او ساینس تولید کړي او پرې خپل راتلونکی بیان کړي. کله چې پښتو د احساس تر څنګ د عقل ژبه هم شي، د روایت تر څنګ د تحقیق ژبه هم شي. ځکه چې تر ټولو لوی حقیقت دا دی. یو ملت هغه وخت نه مري کله يې چې خلک مړه شي، بلکې هغه وخت مري کله يې چې ژبه د فکر او علم ژبه پاتې نه شي. ځکه چې د ژبې بقا، د ملت د شعور بقا ده. همدا وجه ده چې د مورني ژبې ساتنه یوازې یو کلتوري کار نه دی، بلکې دا د وجود د بقا مبارزه ده. نو پښتنو له پکار دي چې خپله مورنۍ ژبه پښتو ته کار وکړي د فکر ، تحقيق ، ساينس ، نصاب ، بازار او د ټېکنالوجۍ ژبه يې وګرځوي.

نن د خوشحال خان خټک تلین دی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.