نړۍ نن د یوې نوې صنعتي او انرجۍ دورې پر دروازه ولاړه ده. د صنعتي انقلابونو څخه وروسته اوس نړۍ د انرجۍ د انقلاب مرحلې ته رسېدلی دی. هغه نړۍ چې یو وخت یې د سکرو، تېلو او ګېس پر مټ اقتصاد چلاوه، اوس ورو ورو د لمر، باد او برېښنا پر لور روانه ده. دا بدلون یوازې د انرجۍ سرچینه نه بدلوي، بلکې د نړیوال اقتصاد، سیاست او ځواک توازن هم بدلوي. د دې نوې نړۍ بنسټ په هغو ځانګړو معدني سرچینو ولاړ دی چې نن یې د کریټیکل منرلز په نوم یادوو.
کریټیکل منرلز هغه قیمتي مواد دي چې په بیټريو، برېښنایي موټرو، سولر پینلونو، د باد توربینونو، سیمې کنډکټرونو او عصري دفاعي وسایلو کې کارول کېږي. نړۍ اوس د فوسیل تېلو پر ځای پاکې انرجۍ ته مخه کوي، او له همدې امله د دغو معدني موادو غوښتنه بېساري لوړه شوې ده. د نړۍ طاقتونه غواړي چې دا سرچینې خوندي کړي او پر څو محدودو هېوادونو انحصار ونه لري. امریکا هم د همدې لپاره دا کانفرانس جوړ کړی و.
په همدې پس منظر کې دوه ورځنې په امریکا واشنګټن کې د کريټيکل منرلز په نوم یو کنفرانس جوړ شو چې پاکستان هم په کې ګډون درلوده. د واشنګټن د کریټیکل منرلز وزارتي کانفرانس کې د پاکستان ګډون یو عادي سفارتي خبر او ګډون نه دی، بلکې د یوې سترې نړیوالې لوبې برخه ده. پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې دا هېواد د دې نوې صنعتي دورې لپاره مهم خام مواد لري او کولی شي د نړیوالو طاقتونو لپاره یو باوري شریک وګرځي. خو پوښتنه دا ده چې ایا دا نړیوال اهمیت به د پاکستان د عام ولس بيا خصوصاً د پښتنو په ژوند کې به څه بدلون راولي، که یوازې به د اشرافیې د شتمنیو په فهرست کې یو نوی باب زیات کړي؟

پاکستان ته دا فورم ځکه ځانګړی اهمیت لري چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د مسو، سرو زرو، لیتھیم او نورو قیمتي معدني موادو لویې زېرمې موجودې دي. که څه هم دا شتمنۍ له ډېرې مودې یادېږي، خو د پانګونې کمښت، تخنیکي ستونزې او د پالیسۍ تضادونو له امله یې بشپړ استعمال نه دی شوی. اوس حکومت غواړي نړۍ ته وښيي چې پاکستان نه یوازې د معدني دولت خاوند دی، بلکې د پانګونې لپاره یو خوندي او باوري هېواد هم دی.
ددې کانفرانس له لارې پاکستان غواړي یوازې خام مواد صادر نه کړي، بلکې په کور دننه یې پروسس کړي او ارزښت يې زیات کړي. د دې لپاره له امریکا او نورو هېوادونو سره د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو تفاهمي یادداشتونه هم لاسلیک شوي دي. که دا کار عملي شي، نو په پاکستان کې عصري فابریکې او ریفاینرۍ جوړېدای شي، صادرات به زیات شي، او زرګونه نوې دندې رامنځته کېدلای شي.
ریاست تل دا دعوه کوي چې لویې پروژې د قومي ګټو لپاره دي. خو که رښتیا هم دا پروژې د قومي ګټو لپاره وي، نو ولې یې ګټې یوازې څو ښارونو او څو کورنیو ته رسېږي؟ ولې د هغو سیمو خلک چې دا معدنيات ترې ایستل کېږي، لا هم د څښاک پاکې اوبو او خواړو ته، معیاري ښوونځيو او بنسټیزو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دا یوازې د وسایلو د ناسم وېش مسئله نه ده، بلکې دا د سوچ او ذهنیت مسئله ده. په پاکستان کې لا هم یو مرکزي استعماري فکر حاکم دی، چې له مخې یې ځینې سیمې د پاکستان زړه ګڼل کېږي او ځینې سیمې يې یوازې د وسایلو ګودامونه. پښتني سیمې له بده مرغه د همدې وسایلو د ګودام په سترګه کتل شوې دي او کتل کېږي.
کله چې جګړې ته اړتیا وي، نو همدا سیمې د جنګ میدان ګرځي. کله چې امنیتي تجربې کول وي، همدا سيمې ورته غوره او ټاکل کېږي او کله چې د معدنیاتو د ایستلو وخت راشي، بیا هم د همدې سیمو نوم اخیستل کېږي. خو کله چې د حقونو، واک او شراکت خبره راځي، نو همدا سیمې له پامه غورځول کېږي.
کریټیکل منرلز که په انصاف سره اداره نه شي، نو دا به د پښتنو لپاره یو نوی دردناک باب پرانیزي. ځکه چې تاریخ ښيي، هر ځل چې د پښتنو پر خاوره کومه ستره سټراټیجیک پروژه راغلې ده نو ورسره جګړه، بې ځایه کېدل او محرومیت هم راغلی دی.
د نړۍ پرمختللي هېوادونه نن دا اصل مني چې د وسایلو استخراج باید د ځايي خلکو په رضا، مشارکت او په ګټه ولاړ وي. په ډېرو هېوادونو کې قانون شته چې د کان کیندنې له عاید څخه یوه ټاکلې برخه باید د هماغې سیمې پر تعلیم، صحت او پرمختګ ولګېږي. خو په پاکستان کې لا هم داسې واضح او قوي قانوني چوکاټ نشته، یا که شته هم، خو عملي کېږي نه.
د ستونزې یوه بله مهمه برخه شفافیت دی. لوی معدني تړونونه اکثره پټ لاسلیک کېږي. نه پارلمان ته بشپړ معلومات ورکول کېږي او نه ولس ته. دا پټوالی دا شک پیاوړی کوي چې اصلي ګټه به څو ځواکمنې کړۍ ترلاسه کړي، نه عام ولس.
که ریاست غواړي چې کریټیکل منرلز د پرمختګ زینه وګرځي، نو باید درې بنسټیز بدلونونه راولي او خپله پاليسي بدله کړي. لومړی، باید دا ومني چې پښتني سیمې یوازې جغرافیه نه ده، بلکې د انسانانو علاقه ده. دوهم، باید د وسایلو پر سر د پرېکړو واک تر یوه حده صوبو او ځايي ادارو ته وسپاري. درېیم، باید داسې قانون جوړ کړي چې له هرې سترې معدني پروژې څخه یوه څرګنده برخه د هماغې سیمې پر پرمختګ ولګېږي.
دا وخت د انتخاب دی یا به کریټیکل منرلز د پرمختګ وسیله ګرځي، یا به د یو بل اوږد بحران پیل وي. ریاست ته پکار ده چې دا انتخاب د ولس په ګټه وکړي، نه د څو کسانو په ګټه.
خو د دې ټولو نړيوالو هڅو تر شا یو تریخ حقیقت هم پروت دی. حقیقت دا دی چې هغه سیمې چې دا قیمتي معدني شتمنۍ لري، هلته خلک لا هم د ژوند له بنسټیزو حقونو څخه محروم دي. پښتونخوا او پښتنو مېشتې سیمې د غربت، بې وزلۍ او جګړو ښکار شوې دي. دې خلکو خپل ژوند کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو لا هم ښوونځي، روغتونونه او پاکې اوبه نه لري.
ریاست تل پښتني سیمې د یوې کالونۍ په څېر استعمال کړې دي، معدنيات يې ترې اخيستي دي ځمکه یې کارولی دی خو خلکو ته یې حق نه دی ورکړی. جګړې، امنیتي تجربې او ستراتیژیکې پروژې تل پر دې خلکو تپل شوې، خو د دې لویو معدني پروژو پرېکړې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې کېږي. پښتانه له دې ټولو پرېکړو بهر ساتل کېږي او یوازې ورته ویل کېږي چې دا پروژې د قومي ګټې لپاره دي. خو هېڅکله د نه ورته ویل کېږي چې په دې قومي ګټه کې ستاسو برخه څه ده.
دا حالت یوازې اقتصادي استحصال نه دی، بلکې سیاسي بې برخې توب دی. پښتنو ته په عملي ډول دا پیغام ورکول کېږي چې ستاسې کار صرف قرباني ورکول دي، نه خپل حق غوښتل.
که پاکستان رښتیا غواړي چې کریټیکل منرلز د پرمختګ وسیله وګرځي، نو باید خپله استعماري او مرکزي تګلاره بدله کړي. پښتني سیمې باید یوازې د معدني ګودامونو په سترګه ونه کتل شي، بلکې د ژوندۍ ټولنې په توګه ومنل شي. خلکو ته باید د ملکیت حق، د پرېکړې حق او د ګټې حق ورکړل شي.
پښتانه خیرات نه غواړي، هغوی یوازې خپل حق غواړي. هغوی غواړي چې له خپلې خاورې څخه ترلاسه شوې دولت کې برخه ولري، خپل برخلیک وټاکي او د پرمختګ فرصتونه ورته برابر شي.
که ریاست دا کار ونه کړي، نو دا به یوازې اقتصادي ناکامي نه وي، بلکې یو تاریخي جرم به وي چې راتلونکو نسلونو ته به نفرت، مقاومت او بې ثباتي ور په برخه کړي. کریټیکل منرلز د پاکستان لپاره لوی فرصت دی، خو د پښتنو لپاره تر هغې پورې خطرناک پاتې کېږي، تر څو يې چې د معدنيات د دوی ژوند نه کړي بدل. ځکه چې په هغه هېواد کې چې دولت د ټوپک تر سیوري لاندې ترلاسه کېږي، هلته پرمختګ نه، یوازې نور قبرستانونه جوړېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.