د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه ډلبندۍ کې راشد خان په توپ اچونه کې لومړی مقام خپل کړی

34

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه ډلبندۍ کې افغان ستوري راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکي مقام خپل کړی دی.

راشد خان په یو وخت کې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په ډلبندۍ کې لومړی مقام خوندي کړی. نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې د ۷۰۵ او په شل اوریزو لوبو کې د ۷۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ لومړی نمبر توپ اچوونکی شوی دی.

په یو ورځنیو لوبو کې انګلستانی توپ اچوونکی جوفرا ارچر دویم او په شل اوریزو لوبو کې د هند ورون چکرورتي له راشد خان وروسته دویم ځای لري.

همداراز، د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ‌وهونکو په نوملړ کې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د ویرات کوهلي او ډاریل مېچل وروسته د نړۍ درېیم مقام خپل کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.