راشد خان، د افغانستان د کرکټ ستوری، د نړیوال کرکټ د لوبغاړو د مشورتي بورډ (Players Advisory Board) د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی.
د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د دې بورډ په جوړښت کې د نوو بدلونونو په اعلان سره ټینګار کړی چې د لوبغاړو رول او غږ به د نړیوال کرکټ په مهمو پرېکړو کې لا پیاوړی شي.
د دې ادارې د اعلان له مخې، راشد خان د سریلانکا له کومار سنګاکارا او د ایټالیا له وین مدسن سره یوځای د لوبغاړو مشورتي بورډ ته ورزیات شوی دی.
همدارنګه، د نیوزیلنډ دارېل میچل او مادي ګرین هم د نوو غړو په توګه معرفي شوي دي.
دغه بورډ د نړۍ د کرکټ له مخکښو څېرو لکه پیټ کمېنز، جېسن هولډر، هېدر نایټ او اېډن مارکرم څخه جوړ دی، چې د نورو لوبغاړو ترڅنګ د دې ورزش په مهمو موضوعاتو کې نړیواله مشوره ورکوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.