ميني ژوب

عزیز نسین ژباړه: احسان الله ارینزی

28

 

خدايه… د مينې ژوب د جوړونكي مور او پلار وبښې. كه پوښتنه وكړئ چې ولې؟ … نو غوږ ونيسئ او كيسه واورئ:

…. هغه روځ له كاره وروسته ډېر ستړى- ستومانه كور ته ستون شوم. ما ويل راځه هلكه كومه پياله چاى به وڅښي، يا يوه سترگه خوب به وكړي او دا ستړيا به لیرې كړې.

خو له ما مخكې زموږ په كور ټكه لوېدلې وه!…

خواښې مې په وره كې سوټي په لاس ولاړه وه… زما غوړ سلام يې بې ځوابه پرېښود او سترگې يې برگې كړې:

– او سنډا! ته هم زوم يې؟!

– څه شوي مورجانې؟ زوم نه يم خى(موم) يم.

– څه شوي واى او مومه!… ته په دې پوهېږې چې ښځه لرې كه نه؟… په كور كې دې ځوانه او ښكلې ښځه تا ته په تمه وي؛ خو ته سترګې نه لري، كه ما تا غوندې پاگل مېړه درلوداى، په خپلو مڼګولو به مې وژلې واى!

زه لا نه وم پوه چې څه مې كړي او گناه مې څه ده؟ او په تمه وم چې خواښې به مې اوس تر دې پريمانه اپلتو وروسته، اصلي خبره  وكړي؛ خو دې زما ښحې ته نارې كړې:

– .. او … سپكې… ټوله پړه ستا خپله ده… آخر دا سنډا هم مېړه دى چې ته ورته ناسته يې؟

دا لومړى ځل نه و چې خواښې مې سنډا، پاگل يا … بللم، هغې به د روځې يا اونې څو ځلې په دې نومونو يادولم، او پوره ورسره روږدى شوى وم!

په دې ورځ مې چې بیا دا نومونه دوه- درې ځله واورېدل، ساتڼګى شوم،سترگې مې برگې كړې او چيغه مې كړه:

– وشرمېږه، لږ حيا وكړه.. همدا سنډا، همدا پاگل آخر ولې؟

خواښې مې چې د داسې غبرگون تمه نه درلوده، هكه اريانه شوه او هېڅ يې ونه ويل. د خواښې له چوپوالي سره جوخت مې د غږ درجه نوره هم لوړه كړه:

– آخر څه شوي؟… څه مې كړي؟…. گناه مې څه ده؟!….

خواښې مې چې لاسونه يې په خپلو بدوډو ايښي وو او لكه جڼګي چرگ غوندې ببره ولاړه وه، په كنايه راته وويل:

– واى… تر خداى مې جار كړې. زه خو ايله اوس پوه شوم چې ته ړوند هم يې!

شا او خوا مې په ځير وكتل. ما ويل په كور كې هرومرو كوم لوى كار شوى؛ خو زه ترې بې خبره پاته يم!….

– او بدمرغه، سترگې وغړوه، وگوره!…

– څه شى ووينم؟!!

خواښې مې زما ښځې ته گوته ونيوه چې د خونې په كونج كې، د نانځكې په شان غلې ناسته وه، پښې يې يو په بله اړولې او ورو- ورو له خندا نه شنه- شنه كېده.

– سترگې وغړوه ړوند شې.. وگوره چې ښحې دې مينې ژوب اغوستى دى…

دا وخت په اصلي خبره پوه شوم او په خندا مې وويل:

– واه- واه… دا ده ښكلا… څومره ورسره ښه ښكاري…

ښځې مې وويل:

– خوار شې… عجب ښكلى يې چې خاندې هم!!

خواښې مې دا خبره بشپړه كړه:

–  ښه وايې لورې … خواږه او خوندور اڼګور تل د گېدړو په برخه وي!

… او ما ته يې وكتل:

– اورې او سنډا… ارمان زما د دې ښكلې لور چې ستا گېدړ په برخه شوه… ته يې مينې ژوب ته وگوره… په ځان كې يې خاندي…. او ته دې هغه خپل ځورند پتلون پورته كړه چې لوېږي!

كله مې چې پتلون پورته كړ، خواښې وويل:

– خوله دې ماته شه سړيه… ولې دې پټه نيولې … يو څه خو ووايه.. ښځه دې په تمه ده…

– ډېر ښه كميس دى؛ خو ما ته لږ لنډ ښكاري!

خواښې مې په زوره وخندل:

– زه پوهېدم.. زه پوهېدم چې ته سنډا په مينې ژوب نه پوهېږې… نوم دې ورك شه سړيه … زه خو دې ليونۍ كړم، خوله به دې ماته شي كه ووايي(واه…واه…)، نه شرمېږي چې وايې (… لنډ دى) ته په څه پوهېږئ؟ هره ښځه خو ميني ژوب نه شي اغوستى.. زما ارواښاد ميړه به هر وخت ويل: (…. ستا پښې د مرمرو دي) زما لور هم ما ته ورته ده، دواړه پښې يې بلوري دي. كټ مټ زما په شان! خداى بښلي به په كور كې د پرتوگ اغوستلو ته نه پرېښودم او ويل به يې:

(… گرانې زما د غرمنئ او ماښامنئ په ځاى، دا خپلې دواړه گلالۍ پښې لوڅې ساته… ستا د پښو په ليدلو مړيږم)…خداى دې پرې ورحمېږي.. د ځنكندن په وخت كې يې هم زما پښو ته كتل…!

زه پوه شوم چې خبره به اوږده شي… ځكه مې ځان غلى ونيو… مازديګر چې له خوبه پاڅېدم، گورم چې د ښځې لمن مې  پنځلس سانتي نوره هم لنډه شوې ده!…

خواښې مې وويل:

– څڼګه ده؟ … څومره ښه ښكاري؟

ما ويل كه (خو) پكې وباسم؛ نو بيا به هماغه پخوانۍ ښكنځلې واروم؛ ځكه مې ځان غلى ونيو:

– ډېر ښكلى دى!!…

– ټوكې كوې كه رښتيا وايې؟!

– نه بابا.. ټوكې به ولې كوم، رښتيا وايم.

خواښې مې د مننې په توگه وخندل او وې ويل:

– نو چې داسې ده او ټوكې نه كوې، ځان برابر كړه چې چكر ته لاړ شو…. ته به هلته وگورې چې خلك زما د لور ښكلا څومره په خوږه ژبه ستايي… هلته به ته پوه شې چې خداى څومره لويه خزانه دركړې ده… خو ارمان چې ته يې په قدر نه پوهېږې!…

درې واړه له كوره ووتو… ډېرو نارينه وو زما د ښځې لوڅو پښو او لنډ كميس ته كتل، وينې مې له غيرت نه په جوش راغلې وې!… د خواښې خبرو مې د دې جوش لمبې نورې هم ډېرولې:

– … ودې ليدل… نارينه وو ته ځير شه، نه مې ويل… اوس يې حساب كړه چې څو تنه راپسې دي!…

شا ته مې وكتل،هغې رښتيا ويل… ډله خلك راپسې وو…خو نه پوهېدم چې هغې ته څه ځواب وركړم!…

خواښې مې په ډېر غرور وويل:

–  سړيه زما د لور په قدر پوه شه…

وروسته يې خپلې لور ته وويل:

– لورجانې! ملا دې لږ وخوځوه.

هغې د كوكي نانځكې په شان د خپلې مور خبره ومنله. د ملا خوځېدلو يې د نارينه وو په زړونو اور بل كړ… تر اوسه يې يوازې په كتو ځورولم؛ خو ژر يې كږې وږې خبرې هم پيل كړې:

– كوناټي نه دي… د ژرندې پلونه دي!!!

– پښې يې گوره… ته به وايې چې له مرمرو څخه جوړې دي!…

– آخ… چې څه ملا ده!…

خواښې مې په ډډه ووهلم:

– سنډا اورې؟!

– هو … كله چې كور ته ورسېدو. په كميس به يې يو تاويز ځوړند كړم چې له بدو سترګو یې وساتي!…

دا زما په كږه خبره پوه نه شوه او وې ويل:

– شاباس… هرومرو دا كار وكړه… كه چېرته زما دا ناشولته لور په تا پك پمن نه واى مينه شوې، اوس به د كوم غټ وكيل، وزير يا پروفيسر ښځه واى!

– كېداى شي…

– كېداى مېداى نه غواړي؟! رښتيا درته وايم… همداسې نه ده لورې؟!…

– هو مور جانې…

څه سر مو خوږوم، په ډېر كړاو ښاري بس ته وختو او ځانونه مو كور ته ورسول… جامې مو لا نه وې بدلې كړې چې خواښې مې بيا د ځان ستايل پيل كړل:

– څه پښې مې درلودې… د مرمرو وې د مرمرو!

د شپې تر دولسو بجو پورې هغې خپلې پښې وستايلې. ښايي تر سبا به گډه واىº خو زه ترې پاڅېدم او د خوب خونې ته لاړم.

سهار چې له خوبه پاڅېدم هك آريان شوم… خواښې مې هم ميني ژوب اغوستى و!!!

په ما يې زېرى وكړ:

– احمدخانه…دا كميس څڼګه دى؟!

په ډېره ويره مې ځواب وركړ:

– ډېر ښه دى؛ خو لږ اوږد ښكاري!

– نه بچيه… تر دې لنډ مې له عمره سره نه ښايي!!

– پښې دې رښتيا هم ښكلي دي!!

خواښې مې خوشحاله شوه:

– كه ستا خوښه وي، كميس به دوه سانتي لنډ كړم؟!

– څلور سانتي يې لنډ كړه!!…

خواښې مې زما ښځې ته وكتل:

– لورې …مېړه دې ورو- ورو سړى كېږي!

وروسته يې په داسې حال كې چې خپلې سترگې په سلايي تورولې ما ته وويل:

– نو مازدېګر وختي راځه چې سينما ته لاړ شو…

مازدېګر درې واړه روان شوو… په يوه مټ پورې مې خواښې او په دا بل پورې مې ښځه نښتې وې. له ډېر خوشحالۍ نه په جامو كې نه ځاييدم؛ ځكه زه ډاډه وم چې خواښې به مې دومره ستغی سپورې واوري چې زما زړه به پرې يخ شي…

خواښې مې وويل:

– ولې داسې نېغ روان يې؟؟

ښځې مې وويل:

– مورجانې زه مې هم ملا وخوځوم؟…

– او سنډا، نېغ مه ځه چې موږ ځانونه نه شو خوځولى… ما ته وگوره او تګ زده كړه!

اړ وم… څه مې كړى واى… كوږ كيڼ روان شوم…پنځلس- شل گامه لا نه وم تللى چې خواښې مې چيغې كړي:

– او سنډا… په ما پورې مه نښله…

– بښنه غواړم…

هغه نارينه چې نن راپسې وو تر پرونيو دا ډېر وو!

ويناگانو يې هم له پرونيو څخه توپير درلود…

خواښې مې له خپلې لور څخه پوښتنه وكړه:

– څو دي بچى؟!

– مورجانې دوه ويشت…

– ها… هه.. پرون دوولس وو، دا لس زما له پاره راغلي!…

د يو سپين سترگي ځوان غږ مې تر غوږ شو:

– اوهو… كافره د ستوري په شان بريښي…

خواښې مې ورو وخندل:

– ما ته وايي.. رښتيا هم چې د ستوري په شان ځلېږم لورې…

يو بل ځوان وويل:

– آخ… له پونډيو دې جار شم گلالۍ!…

– ما ته وايي او سنډا … هه…؟

– ټول تا ته وايي، ډاډه اوسه بي بي…

– چې داسې ده نو سبا ته يې لس سانتي نور هم لنډوم!…

– ډېر ښه كار به وشي!

لنډه دا چې زما د خواښې مينې ژوب هره روځ دوه- دوه سانتي لنډيده.. آخر مې پرون داسې يو ښه زيرى واوريد چې نژدې يې زما زړه په ټپه درولى و!…

د پُست او تلګراف پخواني رييس، زما د خواښې په لنډ ميني ژوب مين شوى او له سپین ږیرو سره راغلي و!

زما خوشالي ډېره وه، د تلګراف د رييس هركلى مى وكړ اوهغه مې په دې تمه، چې ما به له دې اسماني بلا څخه وژغوري. په غېږ كې ونيو او څو ځلې مې ښكل كړ:

– ډېر مبارك  كار دى جنابه… خداى مو نيكمرغه لره.

همدا وجه ده چې زه د نورو نارينه وو په شان چې ميني ژوب بد گڼي، دا لنډه جامه نه غندم او دا دعا كوم چې خداى دې د مينې ژوب لومړنى جوړونكى ،همغسې چې زه د يوې لويې بلا له مڼګولو څخه وژغورلم، له سلګونو بلاوو څخه په امان كې وساتي.
پای

 

!وټوخـېـږه… وټـوخېـږه ښځه دې طلاقه شوه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.