هغه ښځه چې په شپږو راغله

ژباړن: احسان الله ارینزی

28
ګابریل ګارسیا مارکز
ژباړن: احسان الله ارینزی

ور بېرته شو. په (خوزه رستوران) کې هېڅوک نه و. شپږ بجې شوې. سړی په دې پوهېده چې تر شپږ نیمو پورې څوک نه راځي؛ خو ښځه د شپږو له زنګه مخکې راغلی او پټه خوله ناسته وه. یو سګرت یې په خوله کې و ، چې لا یې لګولی نه و.

خوزه چې کله ښځه ولیده، وویل: سلام ملکې. د میز بلې خوا ته لاړ او په زاړه ټوکر یې پاک کړ. هر وخت به چې څوک رستوان ته راغلل، خوزه به همدا کار کاوه. د خوزه رستوران چاغ او سور-  سپین خاوند، به حتی د دې ښځې په مخکې چې څه نا څه یې سره پېژندل، ځان د هرې ورځې په شان فعال ښوده. اوس یې خبرې پېل کړې.

– نن څه خورې؟

ښځې وویل:

– لومړی به دا زده کړې چې څنګه د یو ښاغلي په شان چلند وکړې.

ښځې خپل ځای بدل کړ. کېناسته، څنګلې یې په میز کېښودی. سګرت یې لا هم په شونډو کې نیولی و. کله چې به یې خبرې کولې. خپلې شونډې به یې په دې هیله ټولې کړې، چې خوزه سګرټ وویني.

خوزه وویل:

– پام مې نه و.

ښځې وویل: تر اوسه په دې نه پوهېږی چې څه شي ته دې پام شي.

خوزه زوړ ټوکر کېښود. مخامخ تورې المارۍ ته ورغي او د اورلګېد ډبلی یې راووړ. ښځې سر ټیټ کړ چې خپل سګرت په هغه لمبه ولګوي، چې د خوزه په لاسونو کې ایساره وه. خوزه د ښځې ګڼ ویښته ولیدل چې په ارزانه پارافینو غوړ شوي وو. بیا یې د ښځې تیو ته وکتل. د ښځې تي په یوه نازکه سره ټوټه کې پټ وو. کله چې ښځې سر پورته کړ، خوزه د ښځې د تیو سرونه ولیدل. د سګرت لوګی اوس سم پورته کېده.

خوزه وویل:

– نن ښایسته شوې یې ملکې!

ښځې وویل:

– دا خبره پرېږده. فکر مه کوه چې په دې خوږو خبرو به پیسې درکړم.

خوزه وویل:

– کوم هدف نه لرم ملکې. سهارنۍ به دې سمه نه وه!

ښځې د سګرت لوګي کړۍ کړۍ پو کړل. څنګلې یې لا هم په میز وې. د رستوران له کړکۍ څخه یې بهر ته وکتل. غمجنه شوه. د بلې هرې ورځې غمجنتوب په شانې.

خوزه وویل:

– یو خوندور ستېک به درته پوخ کړم.

ښځې وویل:

– تر اوسه مې لا پیسې نه دي ګټلي.

خوزه وویل:

– تا دا دوه دری میاشتې څه شی نه دي ګټلي؛ خو زه هره ورځ خوندور خواړه درکوم.

ښځې چې لا هم بهر ته کتل، وویل:

– نن بله ورځ ده!

خوزه وویل:

– ورځې ټولې یو شان دي. هره ورځ په شپږو بجو ته دلته راځی او وایي داسې وږی یم چې بېسده کېږم. بیا زه درته یو شی پخوم. هو نن تا نه دي ویلي چې بېسده کېږی. زه هم دا توپیر وینم!

ښځې وویل:

– هو همداسې ده.

ښځې خوزه ته وکتل، چې هلته لیرې یې څه کار کاوه.

ښځه څو شېبې خوزه ته ځير شوه. بیا یې په دیوال ځوړندې ګړۍ ته وکتل. دری له شپږو تېرې وې او وې ویل:

– هو نن توپیر لري.

د سګرتو لوګي یې پرېښود او په ښکاره ناز یې وویل:

– خو زه نن په شپږو ته یم راغلې؛ ځکه وایم خوزه چې نن توپیر شته.

خوزه د خپل لاس ګړۍ ته وکتل.

– که دا ګړۍ لږ هم شا ته پاته وي، زه به خپل لاس غوڅ کړم.

ښځې وویل:

– زه نه دا وایم خوزه. زه وایم چې زه نن دلته په شپږو نه یم راغلی.

خوزه وویل:

– پوره شپږ ملکې. کله چې ټک ټک ټک شپږم غږ وشو، ته راغلې!

ښځې وویل:

– زه اوس یو پاو کېږي چې دلته یم.

خوزه په داسې حال کې د ښځې خوا ته ورغی، چې یوه سترګه یې په ګوته پاکوله.

– آه وکړه چې زه دې خوله بوی کړم.

ښځه شا ته شوه. کراره ناسته وه. لږ په غوسه وه. د ستومانئ په توسن ښایسته ښکارېده.

– خوزه حماقت بس کړه. ته پوهېږی چې ما دا شپږ میاشتې شراب نه دي څښلي.

خوزه وویل:

– دا خبره بل چا ته وکړه. زه ډاډه یم چې تا یو دوه ګیلاسه په سر اړولي!

ښځې وویل:

– له یو ملګري سره مې دوه څښلي.

خوزه وویل:

– هو. اوس دې رښتیا وویل:

ښځې وویل: زه یو پاو کېږي چې دلته یم.

خوزه اوږې پورته وغورځولې.

– سمه ده. که ته غواړې چې داسې وي، وي دې. ته پاو کم شپږ دلته راغلې. څه توپیر به ولري. لس دقیقې پاته یا تېرې!

ښځې وویل:

– ډېر توپیر به ولري خوزه.

لاسونه یې د تسلیمئ په شان په میز کېښودل او ویې ویل:

– غوښتل  نه دي خوزه. زه له پاو کم شپږو دلته یم.

بیا یې د دیوال ګړۍ ته وکتل او خپله خبره یې سمه کړه.

– دا څه وایم. شل دقیقې پاته وې!

خوزه وویل:

– خیر دې وي ملکې. ته پوره شپه او ورځ دلته وې. اوس به خوشاله شوې یې!

د دې خبرې په بهیر کې خوزه په ځای نه و ولاړ، دې خوا ها خوا به تلو او شیان به یې ځای په ځای کول.

ییا یې وویل:

– اوس خوشاله شوې؟

ناڅاپه ودرېد، ښځې ته یې وکتل او ويې ویل:

– ستا د پاره مړ یم!

ښځې بېخونده ورته وکتل.

– نه، نه! ووایه چې زه مړه شم. خوزه ته فکر کوې چې بیا به د یو ملیون پزو د پاره درسره لاړه شم؟

خوزه وویل:

– نه داسې خبره نه ده ملکې، لکه چې سهارنیو څښلو خرابه کړی یې!

ښځې وویل:

– نه دا بېله خبره ده.

لکه چې خوزه ته یې ډېر فکر نه و؛ خو ویې ویل:

– هېڅ ښځه ستا درنوالی نه شي پورته کولای! په یو ملیون پزو هم!

خوزه سور شو. ښځې ته یې شا کړه. د المارئ په پاکولو بوخت شو او ویې ویل:

– نه د زغم وړ نه یې ملکې. ښه به دا وي چې خپل ستیک وخورئ او لاړه شې.

ښځې وویل:

– وږی نه یم.

بیا یې بهر ته وکتل او هغه خلک یې ولیدل چې لور په لور تلل. څو شېبې ژوره چوپتیا برلاسې شوه.

په دې چوپتیا کې د خوزه د کار غږونه بد لګېدل. ښځې خوزه ته سترګې واړولې او په نرمه او خوندوره ژبه یې وویل:

قسم وکړه [1]چې درباندې ګرانه یم!

خوزه پرته له دې چې دې ته وګوري وویل:

– هو.

ښځې پوښتنه وکړه!

– زما له دې بېخونده خبرو سره – سره!

خوزه پرته له دې چې دې ته وګوري وویل:

– کومې خبرې؟

ښځې وویل:

– دا یو ملیون پزو!

خوزه وویل:

– ما دا خبرې هېرې کړې.

ښځې وویل:

– خی درباندې ګرانه یم!

خوزه وویل:

– هو!

بیا یوه چوپتیا خوره شوه. خوزه په رستوران کې تلو او راتلو او ښځې ته یې کتل. ښځې بیا سګرت ته پوکی ورکړ. دواړه څنګلې یې په میز ولګولې، خپله شونډه یې په غاښ ونیوه، لکه خوزه ته چې په غوږ کې څه وایي.

– که درسره لاړه هم نه شم!

دا وخت خوزه ښځې ته ځیر شو.

– دومره را باندې ګرانه یې که را هم نه شې خیر دی!

بیا د ښځې په لور ورغی. دواړه خپړې یې ښځې ته مخامخ په میز ولګولې، د ښځې سترګو ته ځیر شو او ویې ویل:

– دومره راباندې ګرانه یې چې هره شپه غواړم، هغه نارینه چې درسره غاړه غړۍ وي، ټوټې ټوټې کړم.

ښځه لومړی اریانه شوه، بیا یې په ځير خوزه ته وکتل. نه پوهېده چې زړه یې پرې وسوځېد، که سړی جدي ورته ښکاره نه شو. زړه نا زړه چوپ شوه او بیا یې په کړس کړس وخندل.

– خوزه دا رخه( حسودي) ده. دا کار مه کوه. رخه سړی خوری!

خوزه لکه یو ماشوم چې ناویلې خبرې یې کړې وي، له شرم او ویرې سور شو او ویې ویل:

– ملکې نن سمه په سر نه ښکارې!

خپل مخ یې په خپل زاړه ټوکر پاک کړ او ویې ویل:

– دا د سپۍ غوندې ژوند ګډه وډه کړې یې!

اوس د ښځې څېره بل ډول ښکارېده او ویې ویل:

– غواړې ووایې چې؟

او خپلې روڼې سترګې یې نارینه ته واړولې. لکه جګړې ته چې چمتو شوې وي!

– غواړې ووایې چې رخه نه لرې!

خوزه ځواب ورکړ:

– په یو حساب زه هم انسان یم؛ خو هسې نه چې ته فکر کوې.

خوزه تڼۍ ارته او خپله غاړه په خیرن ټوکر پاکه کړه.

ښځې خپل سګرت چې نور پای ته رسېدلی و، ها لور ګوزار کړ او ویې ویل:

– خی د وژلو نیت دې کړی!

خوزه وویل:

– د هغه څه د پاره چې ما وویل هو.

دا خبرې یې د تیاتر د کوم لوبغاړي په څېر وکړې.

خوزه ښځې ته ټوکي ښکاره شو، په زوره یې وخندل او په خندا کې یې وویل:

– دا نو وحشت دی خوزه! ته او د چا وژل؟ څوک څه پوهېږي چې ستا د چاغ مخ شا ته یو وژونکی پټ دی. هغه څوک چې له ما پیسې نه اخلي. هره ورځ یو ستیک را ته پخوي او دلته مې بوخته ساتي، چې یو څوک مې تر لاس ونیسي او بوځي. هغه کار وحشت دی خوزه، ما مه ځوروه!

د خوزه وار خطا شو. لکه چې وځورېد. کېدای شي هغه وخت چې خندلي و، یو ډول غلطي یې احساس کړي وي.

خوزه وویل:

– ته نشه یې ګرانې. ځه او ویده شه. لکه چې د څه شی د خوړلو حوصله نه لری.

اوس ښځې نه خندل. جدي شوې وه او دواړه څنګلې یې په میز لګولې وې. سړي ته یې کتل چې لږ ها خوا لاړ. ښځې لکه څنګه چې په لومړي سر کې ویلي و (په پيپلیو، رښتیا درباندې ګرانه یم!) بیا خبرو ته لار جوړه کړه او ویې ویل:

– خوزه!

خوزه ورته ونه کتل.

– تا ته وایم خوزه!

خوزه ورته وویل:

– لاړه شه کور ته.  له خوبه مخکې په ځان سړې اوبه واچوه چې نشه دې والوځي!

ښځې وویل:

– خوزه رښتیا وایم. زه نشه نه یم.

خوزه وویل:

– نو لیونۍ شوې یې.

ښځې وویل:

– دلته راشه. غواړم تا سره خبرې وکړم.

خوزه ورو – ورو د خوښئ او نه اعتماد په حالت کې وړاندې ورغی.

– لږ نور هم مخکې راشه.

خوزه ښځې ته مخامخ ودرېد. ښځه لږ مخې ته شوه او د سړي په وېښتانو کې یې ګوتې ووهلې. لکه چې مینه یې ښوده.

ویې ویل:

– هغه خپله خبره بیا راته وکړه.

خوزه وویل:

– څه غواړې؟

ښځې لا هم د ده په وېښتانو ګوتې وهلې.

ښځې وویل:

– تا وویل هغه څوک به ووژنې، چې له ما سره يې ووينې.

خوزه وویل: زه به هغه څوک ووژنم چې له تا سره وي. ملکې همدا زما خبره ده.

ښځې د ده وېښتان پرېښودل او ویې ویل:

– نو که ما څوک وژلي وي، ته به زما ننګه وکړې، هه؟

د خوزه غټ سر یې په ناز شا ته پرېښود او ویې خندل.

– ځواب راکړه خوزه. که مې څوک وژلي وي. د ما ننګه به وکړې؟

خوزه وویل:

– و به ګورو! ته ښه پوهېږی چې وژل دومره آسانه نه دی.

ښځې وویل:

– پولیس د هېچا خبره ستا هومره نه مني.

خوزه په ویاړ او ډاډ وموسېد. ښځه بیا په میز تکیه شوه.

– خوزه رښتیا وایم. قسم خورم چې ټول عمر دې درواغ نه دي ویلي.

خوزه وویل:

— زه په دې خبرو نه تېروزم!

ښځې وویل: 



– زه همدا خبره کوم. پولیس تا پېژني. هر څه چې ته ووایې هغوی یې مني.

خوزه چې نه پوهېد څه ووایي، په ګوتو د میز په ټکولو پېل وکړ. ښځې لومړی بهر  او بیا ګړۍ ته وکتل او خپل غږ یې لږ ډډ غوندې کړ. زړه یې غوښتل د لومړني سهارنی مېلمه له راتګه مخکې خپلې خبرې ووایي.

– خوزه د ما د پاره به یو دروغ ووایی؟ رښتیا وایم.

خوزه په کرکه ورته وکتل. لکه چې بېرېدلی و. د وېرې داسې یوه څپه وه چې د خوزه پښې یې سستې کړې.

خوزه وویل:

– ملکې ځان ته دې څه سرخوږی جوړ کړی؟

څنګلې یې په میز ولګولې. د ښځې د خولې د شرابو بوی یې تر پزې شو او ویې ویل:

– ملکې شوخي نه کوم، ځان ته دې کوم سرخوږی جوړ کړی!

ښځې بل لور ته وکتل:

– څه نشته. په دې خبرو هسې وخت تېروم!

او خوزه ته یې وکتل.

– او دا ومنه چې نور به نو د چا وژلو ته اړ نه شې.

خوزه اریان ځواب ورکړ.

– ما هېڅ وخت دا فکر نه و کړی، چې څوک به ووژنم.

ښځې وویل:

– نه ګرانه. زه وایم نور به داسې څوک نه وي، چې له ما سره لاړ شي.

خوزه وویل:

– ګوره اوس دې سمه خبره وکړه. زه هم همدا وایم چې ته ولې هر چا ته لاس  ورکوې. که دا کار بس کړې، زه هره ورځ یو غټ ستیک وړیا درکوم.

ښځې وویل:

– مننه خوزه. نور نه غواړم چا سره لاړه شم.

خوزه وویل:

– دوه ډوله خبرې مه کوه.

صبر یې پای ته ورسېد. ښځې وویل :

– دوه ډوله خبرې نه کوم.

خپل سر یې لږ میز ته ټیټ کړ او خوزه د دې غټ غټ تیونه ولیدل.

– سبا له دې ځایه ځم او ژمنه کوم چې بیا به دلته رانشم او له چا سره به لاړه نه شم.

خوزه پوښتنه وکړه:

– له کومه وخته دا فکر در پیدا شوی؟

ښځې وویل:

– لږ مخکې مې پرېکړه وکړه چې دا ډېر خیرن کار دی.

خوزه په میز خیرن ټوکر تېر کړ او ویې ویل:

– دا ډېر خیرن کار دی. ته باید ډېره پخوا په دې پوهېدلې وای!

ښځې وویل:

– مخکې هم لږ پوه شوې وم؛ خو اوس په دې ډاډه یم چې نارینه له ما سره کانګې کوي!

خوزه وخندل. سر یې پورته کړ چې ښځې ته وګوري. ښځې لاندې کتل او ټول مخ یې په اوښکو لوند ښکارېده. ښځې وویل:

– فکر نه کوې چې په یوه ښځه، لکه ما  چې څوک یې وژلي وي، کار ونه لري؟ هغه هم هغه ښځه چې نارینه وو ته کانګې ورولي!

خوزه په زړه سوي وویل:

– خبره باید ډېره غټه نه شي!

– کله چې ښځه له غرمې تر ماښامه، له نارینه سره دومره غاړه غړۍ وي، چې هېڅ صابون د نارینه بوی ځنې پاک نه کړي او نارینه په داسې حال کې چې جامې اغوندي، ورته ووایي چې تا کانګې وروستې. بیا څه ورته وایی؟

خوزه چې اوس ورته ځواب بې توپیره و او لا یې هم ټوکر په میز واهه وویل:

– ملکې دا هر څه تېرېږي. زه وایم چې دا د دې دلیل نه شي کېدای چې تا یو څوک مړ کړي وي، پرېږده چې ځي!

ښځې وغوښتل چې خپلې مخکنی خبرې بشپړې کړي. اوس یې غږ پوست او خوندور ښکارید.

— که ښځه ووایي چې نارینه ته له دې سره پریواته خوند نه ورکوي؛ خو نارینه د جامو اغوستن پرېردي، بیا ښځې ته ورشي او وغواړي چې هر څه بیا پېل کړي، بیا څه؟

خوزه وویل: هېڅ سم سړی دا کار نه کوي!

ښځه لږ په غوسه شوه:

ـ که وکړي بیا څه؟ که هغه سم سړی نه وي او داسې کار وکړي او بیا ښځه داسې پوه شي چې نارینه له دې څخه کرکه کوي او ښځه وغواړي چې دا حالت پای ته ورسوي او خپله چاړه د نارینه په څټ کې ننباسي، بیا څه وایي؟

خوزه وویل:

— دا وحشت دی. له نیکه مرغه داسې نارینه نه پېدا کېږي چې دا کار وکړي، .

ښځې چې ټوله په غوسه کې ډوبه وه، وویل:

— که یې وکړ، بیا څه؟ فکر وکړه چې دا کار یې وکړ!

خوزه وویل:

— ای ی ی ی. دا خو هومره بد کار هم نه دی!

او پرته له دې چې ځای بدل کړي. د میز په پاکولو لګیا شو. اوس یې خبرو اترو ته ډېر پام نه کاوه.

ښځې خپلو وړه ګوته په میز ووهله، ډاډه ښکارېده او ویې ویل:

ـ خوزه سم سړی نه یې؛ په څه نه پوهېږی!

خوزه وغوښتل چې بېرته پخلا شي.

ـ سمه ده، همداسې به وي لکه ته چې وایي!

ښځې چې لا هم د خوزه لستوڼی نیولی و. وویل:

ـ دې ته د ځان ساتل نه وایي؟

خوزه خواږه او تاوده ورته وکتل.

ـ هو، هو. د ځان ساتل!

او داسې یې ورته وکتل چې د پخلاینې تر څنګ یې زړه سوی هم درلود. 

 خو ښځه په غوسه وه. د نارینه لستوڼی یې پرېښود.

ـ د داسې یوې ښځې په دفاع کې درواغ وایې؟

خوزه وویل:

ـ دا به په…

ښځې پوښتنه وکړه!

ـ څه دا به؟

خوزه وویل:

ـ دا په ښځه پورې اړه لری.

ښځې وویل:

ـ دا به هغه ښځه وي چې ته د هغې د پاره مرې! نه هغه ښځه چې ته ورسره ځې. کټ مټ هغه ښځه چې ته د هغې د پاره مرې!

خوزه په لږ حوصله وویل:

ـ هوکې ملکې هر څه چې ته وایی!

خوزه بیا لیرې شو. پاس ګړۍ ته یې وکتل. شپږ نیمې نژدې وې.

فکر یې وکاوه چې لږ وروسته به رستوران ته خلک راشي؛ ځکه یې بهر ته وکتل. د هېندارو په صفا کولو بوخت شو. ښځه په همغه ځای کې ناسته وه او نارینه ته یې په داسې سترګو کتل، چې د غم څپې پکې لږ ښکارېدې. لکه یوه ډېوه چې نوره نو پای ته رسي او ویې ویل:

– خوزه!

خوزه په ژوره مینه او غم ښځې ته وکتل. نه د دې د پاره چې د ده غږ واوري؛ بلکه غوښتل چې دا وویني. غوښتل پوه شي چې دا شته او تمه لري چې د خوزه  په سترګو کې ننګه او خواخوږي ولولي.

ښځې وویل:

ـ تا ته مې وویل چې سبا ځم او تا هېڅ ونه ویل.

خوزه وویل:

ـ دا دې ونه ویل چې چېرې ځې؟

ښځې وویل:

ـ ډېر لیرې ځای ته ځم. غواړم داسې نارینه هلته نه وي چې ښځې ځوروي!

خوزه موسک شو:

ـ په رښتیا ځې؟

او د مخ رنګ یې بدل غوندې شو.

ښځې وویل:

ـ اوس نو ستا کار دی. که ته په دې پوه شې چې زه کله دلته راغلی یم. نور دا کارونه پرېږدم او سبا سهار ځم. ته خوشاله شوې؟

خوزه په موسکه خوله سر وخوځاوه.

ښځې ورته وویل:

ـ که یوه ورځ راغلم او کومه بل ښځه مې ولیده چې له تا سره خبرې کوي او دلته زما په ځای ناسته وي، ما ته به ډېره رخه راشي.

خوزه وویل:

ـ که بیا راغلې، سوغاتونه به راوړی.

ښځې وویل:

ـ ډاډه اوسه. داسې ځای ته به لاړه شم چې تا ته یو کرار یېز( خرس) وموم.

خوزه موسک شو او خپل خیرن ټوکر یې، د ځان او دې ښځې تر مینځ داسې وڅانډه، لکه هینداره چې پاکوي. د ښځې شونډې هم په ناز او ملګرتیا سره  بېلې شوې.

خوزه د کړکۍ په لور لاړ، ټوکر یې په اوږده هینداره تېره کړه او پرته له دې چې ښځې ته وګوري،  وویل:

ـ ښه بیا څه؟

ښځې وویل:

ـ رښتیا رښتیا که چا وپوښتلې دا به ورته وایې چې زه پاو کم شپږ دلته راغلې وم؟

خوزه چې ښځې ته نه کتل، وویل:

ـ د څه د پاره؟

ښځې ځواب ورکړ.

ـ د پاره مهم نه دی. همدا خبرې سمې زده کړه!

دا وخت د رستوران لومړنی مېلمه ور پرانست او د سالون پاس سر ته تېر شو. خوزه پاس ګړۍ ته وکتل. پوره شپږ نیمې وې.

خوزه مېلمه ته وکتل او ویې ویل:

ـ سمه ده ملکې. هر څه چې ته وایې. ما تل ستا زړه ساتلی دی.

ښځې وویل:

ـ نو زما ستیک پوخ کړه.

خوزه شا ته لاړ. غوښه یې په میز کېښوده، د اور لمبه یې جګه کړه او ویې ویل:

ـ ملکې د مخه ښې خوندور ستیک به درته جوړ کړم.

ښځې وویل:

ـ مننه. پيپلیو!

او لکه چې داسې یوې ناپېژندلې نړۍ ته تللې وې، چې ټول مخونه په خټو ککړ او ناپېژندنکې وي، په فکرونو کې ډوب شوه. په غوړو کې د هغه پخېدونکي مالګینې غوښې په بوی پوه نه شوه، چې په راز – راز مصالو کې اخته شوې وه. د دې غوښې خوندور بوی ټول رستوران په سر واخست.

ښځې سر پورته کړ، لکه چې مړه وي؛ خو بېرته ژوندئ شوې وي. سترګې یې لوڅې او پټې کړې. خوزه یې ولید چې د اور لمبو یې مخ روښانه او سور کړی و.

ـ پیپلیو!

ـ څه؟

ښځې پوښتنه وکړه!

ـ څه فکر کوې؟

خوزه ځواب ورکړ.

ـ په دې فکر کوم چې ته به هغه ېېږ چېرته ومومې که نه!

ښځې وویل:

ـ هرومرو. خو ته هم باید زما د مخه ښې سوغات راکړې.

خوزه دې ته وکتل او ویې ویل:

ـ څو ځلې دا خبره وکړم. له دې خوندور ستیک پرته نور څه غواړې؟

ښځې وویل:

ـ لږ نور!

خوزه وویل:

څه شی؟

ښځه موسکه شوه.

ـ یو پاو نور!

سېل – د ۳۷ کاله مخکې لنډه کیسه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.