!په خپله د ځان ډاکټر شئ

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

36

 اکثراً له ناروغیو وروسته فکر وکړو چې ولې د کومې نښې له څرګندیدو پرته په ناروغۍ اخته شوو، حال دا چې روغ او جوړ وو.

دا فکر غلط دی؛ ځکه ډیرې داسې علامې شته چې موږ یې معمولي ګڼو او خاصه پاملرنه ورته نه کوو؛ خو په حقیقت کې همدغه علامې ښيي چې په بدن کې هر څه روغ او په نورمال حالت کې نه دي.

دلته څو داسې علامې در پیژنو چې له یوې مهلکې ناروغۍ مو ژغورلای شي:

۱ـ اننګیو چاودیدل ( غومبري ) : د اننګیو د چاودیدلو یو علت د هوا له حده زیات سوړوالی هم کیدای شي؛ خو د اننګیو چاودیدل له کونجونو څخه په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کموالی ښيي.

د دې ویټامین کموالی په بدن کې د ډیرو ناروغیو سبب کیدای شي، لکه د وینې کموالي سبب ګرځي. له وخته مخکې د دې ویټامین کموالی څخه خبریدلو سره ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ.

۲ـ د قد لنډیدل: شاید دا خبره تاسې ته عجیبه و بریښي؛ خو د عمر زیاتیدو سره د انسان قد لنډیږي خو د انساني قد په ډیر سرعت سره لنډیدل ښيي چې تاسې د هډوکو په ناروغیو لکه آسټیوپوروسز د هډکو  نرمیدل  اخته یاست.

د هډکو د ناروغیو څخه مطلب دا دی چې د لویدلو یا ښوېیدلو سره ستاسې هډوکي درز کولای او یا هم ماتیدلای شي.

مخکې له مخکې په دې اړه معلوماتو پر اساس خپلو خوړو کې تغییر راوړلو سره له ډیرو بدو حالاتو څخه ځان ژغورلاي شو.

۳ـ ډیره یخني احساسول: که ستاسو زیاته یخني کیږي، دا ښيي چې تاسې باید خپل د بدن دفاعي ځواک تقویه کړئ او یا ستاسې د بدن دفاعي ځواک په کومې ناروغۍ اخته دی.

دا په بدن کې د ویټامین سي کموالی او یا په بدن د کوم ویروس د حملې نښه ده، چې تاسې به يي نه پیژنئ نو په داسې حالت کې د وینې یو ټیسټ په واسطه ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ او خپل روغتیا د لا غوره کیدو کوښښ کولی شئ.

۴ـ د تشو بولو زیړوالی: دا ډیره ضروري ده، چې تاسې خپلو تشو بولو په رنګ باندې نظر وساتئ؛ ځکه چې د تشو بولو رنګ زموږ د بدن د روغتیا  تر ټولو غوره ښکارندوی دی.

که په بدن کې اوبه په مناسبه اندازه موجود وي؛ نو د تشو بولو رنګ به هم شفاف وي؛ که د تشو بولو رنګ ډیر زیات زیړ وي دا په پښتورګو کې د ناروغۍ ښکارندوی دی او ښيي چې په پښتورګو  کې موجود فاضله مواد په صحی توګه نه دفع کیږي.

۵ـ د پوستکي  یا جلدی ناروغي: که ستاسو پوستکی کې په تکراره توګه خارښ یا دې ته ورته کومه بله مسئله لري نو دا ښيي چې تاسې له کوم څیز سره الرژي (حساسیت) لري او یا هم ستاسې بدن تاسې ته ویل غواړي چې تاسې ذهني فشار لاندې یاست او حالات باید له حده زیات جدی وه نیسي .

۶ـ له عادي خوبه محروموالی: که تاسو ته معلومه وي چې په نورماله اندازه خوب نه درځي او له بیخوبۍ څخه کړیږئ؛ نو دا د جسمې او ذهني فشار نښه ده.

کله چې موږ ویده کیږو زموږ بدن د ذهني او جسمي فشار جوړوونکې هورمونونه چې کورټیزول نومیږي له منځه وړي خو کله چې تر ذهني او جسمي فشار لاندې یو؛ نو داسې نه کیږي او د بیخوبۍ شکایت پیدا کیږي.

له دې سره بدن خپل مرمت نشي کولی او د ډیرو ناروغیو خطر زیاتیږي.

۷ـ مناسب خوب سره ستړیا: که تاسې له مناسبې اندازې خوب سره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ دا ستاسو د بدن په تایرایډ غده کې د کومې مسئلې شتون ښيي.

د میتابولیزم کنټرولوونکو غدو کې د مسئلې شتون مطلب دا دی، چې ستاسې بدن له ضرورت پرته د بدن ټوله انرژي یو ځای استعمالوي، چې بیا به ستاسې بدن د ډیرو آسانو کارونو کولو توان هم نه لری.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.