د طالبانو جزایی اصولنامه (دوهمه برخه)

عبدالباري جهاني

54

د طالبانو جزایی اصولنامه چي اصلاً باید د سزا لایحه بلله سوې وای متخلفینو ته د سزا ورکولو په برخه کي دومره سخت احکام لري چي سړی نه پوهیږي دا سزاوي یې په کوم اساس ټاکلي دي. یوازینی حکم چي سړی یې کولای سي هغه به دا وي چي دا اصولنامه یا سزا نامه د سادیزم د ناروغانو انتقامي احکام وبولو. په دې لایحه کي هبت الله خپل ځانته د امام لقب ورکړی او د وروستي حکم د صادرولو او قاضي ته د حکم د عملي کولو صلاحیت یې اخیستی دی. او په سزا نامه کي زیاتره د امام له اذن یا اجازې  سره مخامخ کیږو. دا باید ووایو چي د امام مقام د افغانستان د تاریخ په ټرمینالوجي کي بیخي نوې کلمه ده او زموږ لوی ملاصاحب له اېران څخه کاپي کړې ده. دا مقام د امیرالمومنین تر درجې لوړ دی او کټ مټ د یوه پیغمبر په څېر په ټولو چارو کي تام اختیارات او حتی د بېګناه خلکو د وژلو صلاحیت اوواک لري.

په یوولسم مخ کي څوارلسمه ماده:

۱ــ که عامه ګټي د لاندي مجرمینو په مرګ خوندي کېدلی، مصلحتاَ د امام په اذن سره تعزیراَ وژل کېدلای سي.

۱ـــ پر فساد دوام کوونکی ( چي باید د فساد یو یا څو مثالونه ورکړه سوي وای)

۲ــــ ساعي بالفساد ( بیا هم مثال ته ضرورت وو )

۳ــ په درانه شي قتل کوونکی ( که څوک په سپک شي قتل وکړي هغه ډېر اهمیت نه لري!)

۴ـــ د اسلام خلاف د باطلي عقیدې دفاع کوونکی.

۵ ـــ د اسلام خلاف باطلي عقیدې ته دعوت کوونکی ( د مبتدعینو او مفسدینو مشران او روزونکي)

۶ــ کوډګر ( ساحر)

۷ــ زندیق.

موږ پر قرآن شریف باندي ایمان راوړی دی او په هغه مقدس کتاب کي د تعزیر کلمه نسته. تعزیر په وروسته کي فقهاوو او دیني عالمانو منځته راوړی دی او لغوي معنا یې غندل، ملامتول، سرزنش کول، ادب یا تأدیب کول او وهل دي. خو څرنګه چي ملا هبت الله ځانته د امام صلاحیت ورکړی دی او قدرت او صلاحیت یې هیڅ ډول سرحد نه لري او حتی خلک د خپل مخ د لیدلو لایق نه ګڼي نو یې تعزیر د اعدام سرحد ته رسولی دی او هغه هم په داسي چارو کي چي ښايي هیڅ دیني اصول او مدني قوانین اجازه ورنه کړي او یوازي د ده طالبان یې ورسره منلای سي.

په قرآن شریف کي د اعدام یا وژل کېدلو سرا یوازي او یوازي د یوه بل تن د وژلو یا قتلولو په بدل کي راغلې ده. قاتل ته نه یوازي د قتلېدلو بلکه په آخرت کي هم په دوږخ کي، د یوه مشرک په څېر، دایمي اور راغلی دی.

حق متعال ج په قرآن شریف کي د هر جرم اوجنایت لپاره د سزا حدود ټاکلي دي او د دې حدودو په اجرا کولو او عملي کولو کي یې د دومره احتیاط څخه د کار اخیستلو امر کړی دی چي له هغو حدودو څخه یې تېری ظلم او حتی کفر بللی دی.

و من یعص الله و رسوله و یتعد حدوده یدخله ناراُ خلداً فیها و لهُ عذاب مهین. سورةالنسا‌ء آیه ۱۴

ترجمه: هغه څوک چي د الله او د هغه د رسول څخه عصیان کوي او د هغوی له حدودو څخه تېری کوي هغوی به د تل لپاره په اورکي لویږي اوهغوی ته به توهیونکی عذاب ورکول کیږي.

او په بل آیة کي راغلي دي:

و لم یحکم بما انزل الله فاولک هم الکفرون. سورة المایده آیة ۴۴

څوک چي د الله د نازل سوي کتاب په مطابق حکم نه کوي هغه کافران دي.

اوس دي نو څوک وښيي چي په قرآن شریف کي یا د زندیق، یا د کوډګر او یا د مفسد لپاره د مرګ سزا راغلې ده. او که چیري څوک په ګومه ګناه نیول کیږي او امام!! ؟ځانته د تعزیري سزا د ټاکلو اجازه ورکوي نو تعزیر خو موږ ترجمه کړ او په هغه کي د مرګ سزا یا د ملایانو په څېر تر مرګه وهل او معیوبول راغلي نه دي.

په قرآن شریف کي د زندیق لپاره نه یوازي د وژلو حکم نسته بلکه سزا ورته ټاکله سوې نه ده او یوازي په آخرت کي سزا ورکوله کیږي. په دې برخه کي چي هر چا حکم صادر کړی دی د حق متعال له ټاکلو سویو حدودو څخه یې تیری کړی دی. دا خبره باید وکړو چي هیڅ څوک تر الله لوړ صلاحیت نه لري او چاچي وروسته خپل حکمونه کړي دي او یا یې جعلي احادیث جوړ کړي هغوی د الله له حدودو څخه تېری کړی دی. دې آیة ته ځیر سی:

ان الذین کفروا بعد ایمانهم ثمً اُزدادوا کفراً لن تقبل توبتهم و اول‌‌ءک هم الضالون. آل عمران آیة ۳

ترجمه: هغه کسان چي له ایمان راوړلو څخه وروسته کافران سي او وروسته پر کفر باندي زیادت وکړي د هغوی توبه ته قبلیږي او هغوی ګمراهان دي.

موږ ګورو چي له ایمان راوړلو او مسلمان کېدلو څخه وروسته بیرته کافرکېدلو او پر کفر باندي د زیادت کولو لپاره په دې دنیا کي هیڅ سزا نسته بلکه حق متعال هغه سړي ته په آخرت کي د خپل بد عمل او ګمراهی سزا ورکوي. خو هبت الله، د خپلو کتابونو په اساس، چي د ده په څېر یوه بل ملا به لیکلي وي، د اعدام سزا ورکوي او په لوس لاس د حق متعال له ټاکلو حدودو څخه تېری کوي. او د مبارک آیة په حکم خپل ځان کافر کوي.

په بل أیة کي راغلي دي:

ان الذین ارتدوا علی ادبارهم من بعد ما تبین لهم الهدی الشیطن سول لهم و املی لهم.. . . سورة محمد آیة ۲۵

ترجمه: هغه کسان چي له ایمان راوړلو وروسته مرتد سي هغه شیطان لمسولی دی او د دروغو وعدې یې ورکړي دي.

موږ بیا هم ګورو چي مرتد لره پر دې دنیا سزا ته هیڅ اشاره نه ده سوې بلکه د هغه سزا پخپله حق متعال ج ورکوي او یوازي دونه قدر ویل سوی دی چي هغه شیطان غولولی دی.

حتی په قرآن شریف کي د هغه چا لپاره چي له ایمان راوړلو څخه وروسته کافر سي، بیرته ایمان راوړي او بیا هم کافر سي او پر کفر باندي زیادت هم وکړي د دنیایی سزا یادونه نه ده سوې بلکه حق متعال وايی چي د هغه لپاره بخښنه نسته او الله هغه ته هدایت نه کوي.

ان الذین آمنو ثم کفروا ثم آمنو ثم کفروا ثم ازدادوا کفراً لم یکن الله لیغفر لهم و لا لیهدیم سبیلا. سورة النسا‌ء‌ آیة ۱۳۷

آیا دا امکان موجود وو چي حضرت پیغمبرص دي د حق متعال له دومره څرګندو آیتونو او احکامو سره سره بیا هم د یوه زندیق لپاره د وژل کیدلو د سزا غوښتنه کړې وي. ځکه نو موږویلای سو چي هغه احادیث چي حکم یې له قرآن شریف سره څرګند تضاد ولري د اعتبار وړ نه دي بلکه وروسته جوړ سوي او جعلي احادیث دي چي د هغو په اساس ملایانو په وروسته کي خپل کتابونه لیکلي دي.

د طالبانو د اصولنامې په همدغه یوولسم مخ کي وروسته د اسلام خلاف باطلي عقیدې ته دعوت کوونکي ( د مبتدعینو یا بدعت ګرانو او د هغوی مشرانو د مرګ سزا اعلان سوې ده). که څه هم چي په متن کي یې د مبتدع کلمه توضېح کړې نه ده خو په حاشیه کي یې په عربي ژبه ورته لیکلي دي (۲) که بدعت کفر وي نو په هغه صورت کي دي بدعت ګر په عام محضر کي ووژل سی او که بدعت ګر فاسق او  د فسق د خورېدلو سبب ګرځي نو په عام محضر کي یې قتلېدل جایز نه دي خو د هغوی ښوونکي، مشران او امامان دي د فسق د مخنیوي په غرض ووژل سي.

اوس به نو سړی یوازي حنفی مذهبه سنیان اصلي مسلمانان بولي او که چا د نورو مذاهبو لپاره تبلیغ کاوه هغه به په مرګ محکومیږي. دا مو باید په یاد وي چي په افغانستان کي لږترلږه ۱۵ فیصده یا لس فیصده اهل تشیع او اسماعیلیان اوسیږي او حنفی مذهبه علماء هغوی ته د کافرانو په سترګه ګوري. ګواکي د طالبانو امام د افغانستان د زیات و کم ۵ میلیونو انسانانو د قتلولو حکم صادر کړی دی. که د هبت الله دا فتوا د عمل جامه واغوندي نو زه یقین لرم چي هټلر به ګوته په غاښ ورته ونیسي. پر اهل تشیع باندي د حنفیانو له خوا د کفر د فتوا د صادرېدو خبره زما نه ده بلکه د حنفي ملایانو او زموږ د طالبانو د فتاوا معتبر کتابونه وایی:

فتاوای محمودیه، چي د شیخ الهند محمود ابوالحسن تالیف دی او ټول حنفی مذهبه کسان هغه ته په احترام قایل دي، د څلورم جلد ۲۱ مخ کي راغلي دي چي شیعه کافر دی او د هغه په کفر کي هیڅ شک نسته.

د همدغه کتاب په ۲۳ مخ کي راغلي دي: د سنی او شیعه نکاح نه کیږي.

د همدغه کتاب په ۲۷ مخ کي راغلي دي: د شیعه د لاس ذبیحه ( یعني د شیعه په لاس حلال سوی حیوان ) مرداره ده.

د همدغه کتاب په ۲۸ او ۲۹ مخونو کي راغلي دي چي شیعه کافران دي له هغوی سره د اړېکو ساتل ناروا دي.

البته اهل تشیع هم په خپلو معتبرو کتابونو کي د اهل سنة و الجماعة په نوم دغه ته ورته او تر دې هم سخت احکام لري.

په تکرار سره باید ووایم چي له انسان څخه د ژوند د حق اخیستل اواعدامول تر ټولو سخته سزا ده او حق متعال یوازي د قصاص يه صورت کي د هغه امر کړی دی خو زموږ ملاصاحب، چي د امیر المومنین په لقب یی قناعت نه وو حاصل سوی او د امام لقب یې هم خپل کړی دی، څومره ژر او څومره پر خپل سر دا سخته سزا اعلانوي.

تاسي لوستونکي فکر وکړی چي که د دنیا په یوه بل کونج کي، چي، د اسلامي علماوو د اختلافاتو له برکته،  ماشا‌ءالله د مسلمانانو د فرقو شمېر تر حساب تیر سوی دی، یوې بلي مذهبي فرقې د حنفیانو په باره کي دغه ‌ډول ظالمانه او غیر انسانی فتوا صادره کړې او یا یې صادره کړي، زموږ محترم امام به څه وايی او د مسلمانانو په نړۍ کي به څه قیامت نه وای جوړ سوی او یا به جوړ نه سي.

که همدغو، په اصطلاح، مذهبي علماوو له لومړي سره، زموږ ساده مسلمانانو په څېر، یوازي یوه قرآن ته عقیده درلودلای، نن به نه یوازي اسلامي نړۍ او په مجموع کي اسلام، له ستونزو او بالآخره له زوال سره مخامخ نه وای بلکه د نړۍ تر ټولو غښتلی، یو موټی او په ځان باوري مذهب به وای. له بده مرغه چي د اسلام مذهب او اسلامي نړۍ د همدغو جاهلو امامانو له لاسه ورځ په ورځ مخ پر زوال روانه ده.

زه به مړ یا به ژوندی یم. دا خبره په ډاګه درته کوم چي که همدغه امام او دغه اصولنامې وې نو تاسي به وګورۍ چي ژر یا وروسته به په پوهنتونونو کي ټول عصري علوم غیر جایز او کفري اعلان کړي او یوازي به افغانستان پاته وي او حقانیه مدرسې. دا د پټي سر دی پټی ورورسته سورور دی.

زه یو ځل بیا په بهر کي  اوسېدونکو افغان لیکوالانو او محققینو ته  خواست کوم او لمن ورته غوړوم چي د دې وحشیانه اصولنامې پر ضد بېکاره مه کښېنۍ او لیکني وکړی، د نړۍ والو توجه ورته راواړوی، له هري خوا فشارونه راولی او په هیواد کي د خپلو خویندو او وروڼو د نجات لپاره لاس په کار سی.

د طالبانو جزایی اصولنامه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.