د لاسونو او د پښو د بندونو یا د مفصلو دردونه

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

34

زموږ په هیواد کې ډیری هغه کسان چی عمرونه یې له ۵۰ کلونو لوړ وی پدې ناروِغۍ   اخته کیږي دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لري چې تر ټولو اړین لامل یې د هډوکو تخریبي ناروغۍ یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نارینو په پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورانی او ځنګون بند زیانمنوي ، دا ناروغي دوه ډولونه لري !

 

۱ :ابتدائي   ډول چې لامل یې څرګند نه ده

۲:  ثا نوي ډول : چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه ، د بندونو مکروبي یا ګزک کیدل ، کم ویني  ( کمخوني ) د شکرې ناروغي ، د محیطي ا عصابو ناروغي ، د کورتیکو استروید درملو ډیره کارونه  ، روماتیزم  ، نقرص ، د بندونو بیځایه کیدل ، په بندونو باندې په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ ، چاغوالی ،  د وینې سرطان او داسې نور ډیر لاملونه لري .

پتوجینیسز یا د ناروغی  د حالت څیړنه :

پدې نا روغۍ کې  په ځا نګړی ډول د بندونو کرپندوکي (  غضروف ) په رنځ اخته او تخریب کیږي چې  یو ډول انزایمونه د کرپندوکو له حجراتو څخه ازادیږي چې د کولاجن الیاف یا سپڼسی ماتوی او د بندونو په کرپندوکو کې درزونه پیدا کوي او پدې توګه بندونه پړسوب کوي او له هډوکو جدا کیږي چې په پایله کې د هډوکو مفصلي سطحه لوڅیږي او د حرکت په وخت کې هډوکي یو په بل سولیږي درد او کړپاری پیدا کوي .

ددې ناروغۍ نښې  او نښانې

لکه مخکې چې وویل شول کوچني بندونه یا د ګوتو واړه بندونه لږ پرې اخته کیږي چې عموماْ د ګوتو لومړی او دویم بند به پړسیدلی او ډیر دردمند وي د درد ناڅاپي حملې یې  ښه وصفي نښه ده خو ددې ناروغۍ په پرمختللو حالاتو کې د ګوتو کوږوالي یا سئو شکل لیدل کیدای شي څنګه چې لوی بندونه ډیر پرې اخته کیږي نو په نوموړو بندونو کې به لاندې  نښې  نښانې ولیدل شي .

درد :

درد به په ځانګړی ډول د زنګون او ورانی په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي .

د بندونو سهارنی شخوالي :

د سهار لخوا د  ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نیږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالي دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي .

د اخته بند د حرکاتو کمیدل :

پدې ناروغۍ کې مفصل نا توانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالي ده  .

د بندونو پړسوب :

په اخته بندونو کې به  هډوکي  پړسیدلي  ولیدل شي او کله کله پړسیدلي مفصل له اوبو ډک وي .

کړپاري :

د حرکت پواسطه په مفصل کې کړپاري اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال او د زنګنو په قاطیدلو کې .

د عضلاتو کمیدنه :

د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري .

سئو شکل یا تغیر د شکل :

په ځانګړی ډول د  زنګون مفصل ډیر وخت د باندې او یا دننه خواته کوږوالی پیداکوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشی کولای هسکه غاړه وګرځی نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا او یا په عامه اصطلاح په نیم قامته ګرځي .

ددې ناروِغی تشخیص :

د ډاکټرانو لخوا ددې نارغی پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده کولای شی چې د ایکسرۍ او کلینیکي نښو نښانو په شتون کې دا ناروغي وپیژني ، چې په ایکسرۍ کې د بندونو ترمنځ د نورمال حالت په پرتله زیاته خلا یا لیرې والي لیدل کیږي او په ځینو ناروغانو کې به د هډوکو په غاړه کې کوچنی هډوکي پړسوبونه ، سیستونه او یا اوبه ولیدل شي خو لابراتواري ټسټونه کوم ځانګړې تشخیصي ارزښت نلرئ  .

د ناروغی تفریقي تشخیص :

دا ناروغی ډيری وخت له ریوماټوید ارترایټیس سره مغالطه کیږي او باید ډاکټران یې د ښه تشخیص په موخه په پام کې ونیسي . په ریوماټوید آرترایټیس کې معمولاْ د ګوتو واړه بندونه درد کوي ،د اخته بندونو شمیر به زیات وي او د وینې په معاینه کېبه ای ایس آر لوړ او آر ایچ فکتور به مثبت وي خو په اوسټیو آرترایټیس کې به د وینې معاینه نورمال  وي  .

درملنه :

ددې ناروغۍ درملنه ډاکټر او ناروغ دواړه ځوروي او  تغیرات یې لکه د کرپندوکو تخریب او کوږوالي په درملو نه تداوی کیږی  خو د درد د آرامولو او د سئوشکلونو څخه د مخنیوي لپاره درمل ګټور دي او عموماْ غیر اسټروید د درد ضد درمل لکه دیکلو فینک ، پایروکسیکم ، اسپرین ، بروفین او داسې نور د ډاکټر په مشوره په یوه  واړی مقدار کارول کیدای شئ ، همدارنګه د مفصل دننه د کورټیکو اسټروید لکه کینا کارت امپول يعنې پيچکارې تر یوه وخته د درد د لمنځه تلو سبب کیدای شي ، ولې په مفصل کې د کورټیکو اسټرویډ امپول  یواځې له ۵۰ تر ۶۵ ٪ ناروغانو کې ښه نتیجه ورکولای شي او پاتې نور بیا هم له درده ځوریږي خو که په مفصل کې اوبه شتون ولري باید اوبه یی وویستل شئ .

ددې لپاره چې د مفصلي سطحو د ډیر تخریب څخه مو مخنیوی کړی وي باید دې ناروغانو ته ګلوکوزامین+کانډروټین چی د کپسولو په بڼه په مختلفو نومونوپه بازار کې پیدا کیږي په درملنه کې ورزیات شي .

ددې ناروغی ښه درملنه د جراحي له لپاره  د مفصل اویا مفصلي سطحو بدلول دي چې د ناروغه  مفصل په ځای مصنوعي مفصلونه کارول کیږي خو د لګښت د ډیروالي له کبله ډیر ناروغان دې ډول درملنې ته لاسرسی نشی درلودئ  .

 

ځینې فزیکي محدودونه لکه  تمرینات ، ګرم تطبیقات او یا ټکورول او د زیتونو په تیلو غوړول یې هم د درد د کموالي او هم د عضلاتو د حرکاتو په ډیروالي او د سئوشکلونو څخه په مخنیوی کې مرسته کولای شي .

هغه کسان چې پدې ناروغۍ اخته وي باید لاندې ټکي په پا م کي ونیسئ !

۱: د وزن کمول

۲ : استراحت کول او په بندونو د ډیر وزن څخه مخنیوی

۳ : وړ او مناسب پلی تګ

۴: د هغو دندو پریښودل چې په مفصل باندې د ډیر وزن د راتګ او یا د فشار سبب کیږی.

۵: د خپلسرو او غیرې مسلکي کسانو پواسطه له درملنې څخه باید لاس وا خیستل شي او د درد د پیدا کیدو په صورت کې ژر تر ژره باید د اورتوپیدي ډاکټر سره مشوره وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.