!د پردو د غلامانو وطندار نه یمه زه

عبدالرحمن پژواک

2
د پردو د غلامانو وطندار نه یمه زه!
نور له ځان او له جهانه خبردار نه یمه زه
دومره پوه یم چې مجنون یم او هوښیار نه یمه زه
د وطن لیلا بهر کړم د وصال له کجاوې نه
خوب د مرګ وینم هرکله چې بیدار نه یمه زه
مور مې لور وه د سپین غر، پلار مې زوی و د تور غر
زه یم زوی د افغانستان، د مور او پلار نه یمه زه
د څښتن فضلونه ډېر دي، خو دا لوی فضل د خدای دی
چې د خلکو خدمتګار یم او بادار نه یمه زه
وطندار د هر افغان یم چې د روس سره جنګېږي
د پردو د غلامانو وطن دار نه یمه زه
نه شم عرش ته زه ختلی د راکي د غرو له څوکو
که ویښتلی په پېچومو د اسمار نه یمه زه
که کشمیر او په مري کې ځان ته جوړې زه بنګلې کړم
نو سپېڅلی اتل زوی د ننګرهار نه یمه زه
اوس چې زوړ یې ته پژواکه د ګناه طاقت دې نشته
لاپې مه کوه چټي چې ګنهګار نه یمه زه.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.