ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار آزموېنه 

عبدالوکیل سوله مل

56

ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې پیاوړي او خلاق استعدادونه پېژندل کېږي، بلکې ستایل کېږي او هڅول کېږي هم. دا پېژندنه، که له یوې خوا لیکوال ته مادي او معنوي ګټه رسوي، له بلې خوا یې د تخلیقي ځواک د لا پیاوړتیا سبب ګرځي او هغه لا د نوو او ارزښتمنو اثارو لیکلو ته هڅوي.

ادبي جایزې د لوستونکو لپاره هم مهمې دي. دوی ته دا اسانتیا برابروي چې د ګڼو کتابونو له منځه غوره او باارزښته اثار وپېژني او را وې یې نیسي. همدارنګه، خپرندویان او کتاب پلورونکي کولای شي د همدې جایزو پر بنسټ د لوستونکو د خوښې وړ کتابونه وټاکي او بازار ته یې د پلور لپاره وړاندې کړي.

د معاصرو ادبي جایزو منظم بهیر د شلمې پېړۍ له پیل سره تړاو لري. پر (۱۹۰۱) مېلادي کال د نوبل د ادبي جایزې بنسټ اېښودل د دې لړۍ مهم پیل بلل کېږي. له هغه وروسته په نړیواله کچه سلګونه ادبي جایزې رامنځته شوې، چې هره یوه یې د ادبیاتو په وده کې خپل اغېز ښندلی دی.

نن سبا ګڼ حکومتونه، فرهنګي بنسټونه او انفرادي کسان لیکوالو او ادبي اثارو ته بېلابېلې جایزې ورکوي. د دغو جایزو ډېری برخه هغه اثار ارزوي چې یا په انګلیسي ژبه لیکل شوي وي او یا ورته ژباړل شوي وي.

له مهمو نړیوالو ادبي جایزو څخه دا بېلګې دي: بوکر جایزه، پولیټزر جایزه، سروانتس جایزه، فرانتس کافکا جایزه او دوبلین ادبي جایزه.

په دغو کې تر ټولو پېژندل شوې او معتبره جایزه هماغه د نوبل ادبي جایزه ده.

د نوبل جایزه څو مهم امتیازات لري: اوږده تاریخي مخینه، نړیوال حیثیت، د لیکوال د ټول ادبي کار ارزونه (نه یوازې یو اثر)، او لوړ مادي ارزښت. خو سره له دې برتریو او ځانګړتیاوو، دا جایزه له نیوکو هم خوندي نه ده. ځینې وخت د لیکوالو په ټاکنه کې سیاسي اغېز لیدل شوی دی. د بېلګې په ډول وېنستن چرچل ته د دې جایزې ورکول د ادبي معیارونو پر ځای د سیاسي شخصیت د مطرح کېدو بحثونه راپارولي دي. همدې ډول انتقادونو ځینې لیکوالان دې ته اړ کړي چې دا جایزه رد کړي، لکه جان پاول سارتر.

په همدې دلیل، داسې ادبي جایزې هم رامنځته شوې چې هڅه کوي له سیاسي اغېزو لرې پاتې شي او یوازې پر ادبي کیفیت تمرکز وکړي. د بېلګې په توګه، بوکر او پولیټزر جایزې زیاتره د مشخصو اثارو پر ارزونه تمرکز کوي.

سره له دې چې د نړۍ ګڼ ستر لیکوالان، لکه لېو تولوستوی، چخوف، کافکا، جېمز جویس د نوبل جایزې بې‌برخې پاتې شوي، بیا هم دې جایزې خپل ارزښت او لوړ اعتبار ساتلی او تر اوسه د نړۍ تر ټولو مهمه ادبي جایزه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې هم، که څه هم محدود، خو د ادبي جایزو دود موجود دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال په سمبولیکه بڼه دا لړۍ پر مخ وړي. د جمهوریت په کلونو کې ځینو خپلواکو بنسټونو او فرهنګي ټولنو هم کله ناکله دا دود پاللی دی. د بېلګې په توګه، د “زري کړکۍ” جایزه په وروستیو کلونو کې د شعري او داستاني اثارو د هڅونې لپاره یوه د پام وړ هڅه بلل کېږي.

همدارنګه، ځینې شخصي نوښتونه هم د ستاینې وړ دي. ما لیکوال پخپله د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په شخصي لګښت یوه ادبي جایزه رامنځته کړه او په درې برخو—شعر/داستان، څېړنه او ژباړه—کې یې جایزې ورکړې. دا ډول هڅې د ادبي فرهنګ د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

د استاد جنېد شریف او د سویدن د “فردا فرهنګي کلوپ” په څېر نوښتونه هم د یادونې وړ دي، چې د پښتو او دري ادبیاتو د ودې لپاره یې سیالۍ او جایزې تنظیم کړې. خو له بده مرغه، دا ډول هڅې ډېری وخت دوام نه کوي او ژر له منځه ځي. چې یوه بېلګه یې د فردا د ادبي کلوپ د اکرم عثمان د لنډ داستان جایزه ده، چې له څلورو کلونو زیات یې دوام را نه وړ. خو له ښه مرغه د جنېد بنسټ ادبي جایزه، چې درې کاله مخکې پیل شوې ده، لا هم دوام لري.

پایله

ادبي جایزې، که په رښتینې مانا د ادبي معیارونو پر بنسټ ورکړل شي، کولای شي د یوې ټولنې ادبي بهیر ته نوی روح ورکړي او د نوښت، ژمنتیا او فکري ژورتیا فضا پیاوړې کړي. خو که چېرې سیاست او غیرادبي ملاحظات پرې اغېز وکړي، نو خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د ادبي جایزو راتلونکی د دوام، شفافیت او بنسټیز کار غوښتنه کوي. که دا هڅې منظمې او پیاوړې شي، نو کولای شي د پښتو او دري ادبیاتو د ودې لپاره نوې دروازې پرانیزي.

ادبیات د فکر او هویت هنداره ده او ادبي جایزې کولای شي د همدې هندارې ځلا لا روښانه کړي، که په سمه توګه وکارول شي.

د ایمل پسرلي «سلمه کیسه» د مېتافکشن یوه بېلګه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.